یاده غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د پاکستان د پالیسۍ د څېړنو د انسټیټیوټ په کوربهتوب جوړه شوې وه. د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې.
پاکستان دې افغانستان د هند لوري ته نه ورټېل وهي
پاکستاني سیاستوال مشاهد حسین د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر تګلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید له خپلو سیاستونو سره افغانستان د هند لوري ته ټېل نه وهي.
مشاهد حسین ویلي، افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې لري؛ خو بېړنۍ پرېکړې، د لارو تړل او د افغان محصلینو بېرته ستنول د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.
هغه ټینګار کړی، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د دواړو هېوادونو د خلکو له اړیکو جلا وساتل شي او اسلاماباد باید داسې سیاستونه ونه کړي چې افغانستان هند ته نږدې کړي.
د پاکستان دغه پخواني سناتور ادعا کړې، چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴کال کې له ۲.۳ میلیارد ډالرو څخه په روان کال کې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
مشاهد حسین اوسنی وضعیت لنډمهاله بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په پای کې خپل اختلافات حل کړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه دې د سیمې د هېوادونو لکه چین، روسیه، ترکیه، ایران او یوشمېر عربي هېوادونو په ګډون ترسره شي.
هغې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي پروژې د سیمهییزې همکارۍ د فرصتونو بېلګې وبللې او ویې ویل، چې پاکستان باید د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ هم پراخې کړي.
له طالبانو سره د اختلافاتو حل
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له طالبانو سره د اختلافاتو حل په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ په برخو کې د اسلاماباد له درېیو مهمو لومړیتوبونو څخه یو بللی دی.
هغه د چابهار بندر په برخه کې د هند پانګونې او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) ته په اشارې ویلي، چې پاکستان باید د یوې ترانزیټي پروژې ګټه د بلې پروژې زیان ونه ګڼي. د نوموړي په وینا، دغه لارې کولای شي د یو بل بشپړوونکې اوسي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي افغان سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نهدي.
افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې دي، ازاد تګراتګ نهشي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.
د هغه په وینا، دوی نه په افغانستان او نه هم په پېښور کې فکري ازادي لري او تر فشارونو لاندې ژوند کوي. وفا وايي، دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر په پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.
وفا وايي، محکمې دوی ته یو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی هغوی ونیسي یا وځوروي. د هغه په خبره، له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند ورسره تر یوه بریده نرم شوی دی.
وفا ټینګار کړی، چې افغانستان ته بېرته نهشي ستنېدای؛ ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زدهکړو مخه یې هم نیول شوې ده. هغه ویلي، چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي او په دې اړه یې غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.
وفا ادعا کړې: «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي». د هغه په وینا، طالبانو په خوست او لوګر ولایتونو کې د موسیقۍ سلګونه الې هم سوځولې دي؛ دا هغه اقدامات دي چې د افغانستان د موسیقۍ او هنر راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان هم ویلي، چې اوسمهال په پېښور او کوېټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي.
راشد احمد خان د افغان هنرمندانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تګلارې په اړه ویلي، دولتي او امنیتي ادارې په ښکاره وايي هنرمندان نه ځوروي؛ خو بیا هم پولیس هغوی نیسي او دوی یې د خوشې کولو لپاره د محکمې دروازې ټکوي.
هغه ټینګار وکړ، چې د «افغان هنرمندانو په اړه د پاکستان حکومت هېڅ روښانه تګلاره نهلري». راشد احمد خان د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکي کې د افغانستان اصیله او دودیزه موسیقي لهمنځه لاړه شي.
د سکاینیوز عربي څانګې د عراق د یوه استخباراتي راپور په حواله لیکلي، چې د دغه هېواد له شمال څخه تېل ایران ته قاچاق کېږي او تر چاڼ وروسته په افغانستان کې پلورل کېږي. د راپور له مخې، د قاچاقي تېلو یوه برخه ترکیې ته هم لېږدول کېږي.
د سکاینیوز عربي څانګې ویلي، چې د دغه استخباراتي راپور یوه نسخه یې ترلاسه کړې ده. د دغه راپور له مخې چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی، افغانستان او ترکیه د عراق د قاچاق شويو تېلو د پلور له مهمو بازارونو دي.
د راپور په ټکو، د کردستان په سیمهییزه اداره کې فعالې شبکې د کرکوک او سلیمانیه د تېلو له زېرمو څخه په پراخه کچه خام تېل او نفتلرونکي مواد قاچاق کوي. دغه جوپې د کوچنیو او منځنیو ټانکرونو پرمټ له ځمکنیو لارو ایران ته لېږدول کېږي. د راپور له مخې، د ټانکرونو تګراتګ د باشماق او پروېزخان له سرحدي لارو په اسانۍ ترسره کېږي.
د راپور پربنسټ، د عراق قاچاق شوي تېل په ایران کې تصفیه کېږي یا د دغه هېواد له تولید شويو نفتلرونکو موادو سره ګډېږي او وروسته د ایراني محصولاتو په نوم پلورل کېږي. د سکاینیوز عربي څانګې د دغه کار موخه له بندیزونو تېښته بللې؛ خو دا یې نهده په ډاګه کړې چې دغه بهیر څنګه د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته کوي.
دغه رسنۍ لیکلي، چې نفتلرونکي مواد د کیفیت د ښهوالي یا بدلولو لپاره هم پروسس کېږي او له ایراني نفتلرونکو محصولاتو سره یې ګډول د دغه بهیر مهمه برخه ده. په راپور کې د افغانستان په بازار کې د انرژۍ لوړه تقاضا د دغه توکو د پلور یو له اصلي لاملونو بلل شوې ده.
دغه جوپې د ایراني ټانکرونو پر مټ د ایران له ختیځو ښارونو څخه د افغانستان سرحد ته لېږدول کېږي او تر سرحدي دروازو له اوښتو وروسته په لویو زېرمتونونو کې خالي کېږي. دغه زېرمتونونه له پولې سره نږدې ښارونو کې موقعیت لري او د افغان خصوصي واردوونکو شرکتونو لهخوا اداره کېږي.
وروسته دغه نفتلرونکي مواد د کوچنیو بار وړونکو موټرو پرمټ د افغانستان ښارونو او ولایتونو کې د تېلو پمپونو او مصرفوونکو ته رسول کېږي.
د راپور له مخې، قاچاق شبکې د عراق د هغه سرحدي سیمو له لارو ګټه اخلي چې ایران او ترکیې ته نږدې دي او د عراق د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې نهدي. د یادې جوپې یوه برخه ترکیې ته هم لېږدول کېږي او هلته پلورل کېږي.
ورته مهال له پاکستان سره د سوداګریزو محدودیتونو له امله د افغانستان د بازار تکیه پر ایران زیاته شوې ده. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، ایران د ۲۰۲۶کال په فبرورۍ کې د افغانستان د شاوخوا ۳۱ سلنه وارداتو په برابرولو سره دغه هېواد ته تر ټولو لوی صادرونکی و. له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه واردات له ایران یا د دغه هېواد له لارې برابر شوي دي.