د روسیې د امنیت شورا منشي له طالبانو سره د «رغنده همکارۍ» غوښتنه وکړه

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د طالبانو له ادارې سره د رغنده همکارۍ غوښتنه کړې ده.
شویګو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د ګډو ګټو د خپلواکو دولتونو ټولنې د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په څوارلسمه کلنۍ غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ اسیا وضعیت په مستقیم ډول د افغانستان له ثبات څخه اغېزمنېږي.
هغه ټینګار کړی، چې په همدې چوکاټ کې په کابل کې د طالبانو له ادارې سره د رغنده همکارۍ رامنځته کول د امنیت، اقتصاد او سیمهییز پرمختګ په برخو کې د ګډو ننګونو د حل لپاره ارزښت
لري.
د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې د منځنۍ اسیا وضعیت له نسبي ثبات سره، سره لاهم له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دی. د هغه په وینا، ترهګري، افراطیت، په ځانګړي ډول مذهبي افراطیت او د نشهیي توکو قاچاق د یادې سیمې له مهمو ګواښونو څخه دي.
په وروستیو کلونو کې د مسکو او د طالبانو د ادارې اړیکې پراخې شوې دي او دواړه لوري هڅه کوي، چې خپلې سیاسي، اقتصادي او پوځي همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او له اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. ویل شوي، چې د دغه سفر موخه د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې دي.
ضمیر کابلوف تر دې مخکې ویلي و، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېرکال د ورته مودې پرتله دوه برابره شوې ده.
په پوځي برخه کې هم روسیې او طالبانو د روان کال د مئ میاشتې په ۲۷مه د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ. دغه هوکړهلیک مسکو ته د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد د سفر پرمهال او د سرګي شویګو په حضور کې لاسلیک شو. د طالبانو چارواکو ویلي، چې دغه هوکړهلیک پر تخنیکي همکاریو، د پوځي تجهیزاتو پر ساتنې او ترمیم تمرکز لري.
روسیې د ۲۰۲۵کال د جولای په څلورمه د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او په دې توګه لومړنی او تراوسه یوازینی هېواد شو، چې دغه اداره یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلې ده. مسکو تر دې مخکې، د همدې کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو نوم د خپلو ترهګرو ډلو له نوملړه هم ایستلی و.
