د وان د وکیلانو ټولنې د افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه د قضايي څېړنو غوښتنه وکړه

د ترکیې د وان ښار د وکیلانو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزارت غوښتي، چې د ترکیې او ایران پر پوله د لږترلږه اتو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل کړي.
یادې ټولنې ویلي، د دغه کډوالو د وژل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته یې استازي د وان ښار څارنوالۍ ته ورغلي دي. د وان د وکیلانو ټولنې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) ویلي، چې د دغه اتو کډوالو د وژل کېدو لامل روښانه کولو لپاره یې قضايي څار پیل کړی دی.
یادې ټولنې د ترکیې د کورنیو چارو له وزارت هم غوښتي، چې دغه پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.
د وان د وکیلانو ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته له هغې چې د اوزالپ ولسوالۍ د یوکاری تولګالي او اشاغي تولګالي کلیو ترمنځ په یوه سیمه کې د اتو کسانو د مړو د موندلو راپورونه خپاره شول، د یادې ټولنې استازي د دغه ولسوالۍ څارنوالۍ ته ورغلي دي.
یاددې ټولنې زیاته کړې، چې د دغې لیدنې پرمهال یې د قضیې د قضايي بهیر په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. د وان د وکیلانو ټولنې په وینا، د دغه کډوالو د وژل کېدو لامل لاهم په بشپړ ډول نهدی روښانه شوی او قضیه د محرميت تر حکم لاندې ده.
نوموړې ټولنې ټینګار کړی، چې دغه قضیه باید نه یوازې له قضايي اړخه؛ بلکې د بشري حقونو له نظره هم وڅېړل شي. ترکي رسنیو په خپلو لومړنیو راپورونو کې د یوکاري تولګالي کلي ته څېرمه د اتو ځوانانو د مړو د موندلو خبر ورکړی و؛ خو هویت یې نامعلوم بللی و. خو د وان د وکیلانو ټولنې په خپله خبرپاڼه کې په څرګنده ویلي، چې دغه کسان د افغانستان تابعیت لرونکي کډوال دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو د یکشنبې په ورځ ( لړم ۱۷مه) د ترکیې او ایران پر پوله د اتو افغان کډوالو د مړو یوه ویډیو استولې وه. په دې ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي، چې زنې یې تړل شوې دي.
هغه کس چې دغه ویډیو یې ثبت کړې، په افغانۍ لهجه وايي: «سلام وروره! دا مساپر دي».
په ترکیه کې د کډوالو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړې ده. یادې ټولنې ویلي، تر اوسه په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مړیو د پېژندلو یا لیدلو لپاره روغتون ته ورشي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه کسانو مړي د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ اړوند د یوکاري تولګالي سیمې ته څېرمه، د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره لرې موندل شوي دي.
وان؛ له ایران نه ترکیې ته د کډوالۍ یوه مهمه لار
وان ولایت د ترکیې په ختیځ کې موقعیت لري او له ایران سره شاوخوا ۲۹۵ کیلومتره ګډه پوله لري. دغه ولایت د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، له ایران نه ترکیې ته د کډوالو د ننوتلو او د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو او اروپا ته د هغوی د لېږد یوه مهمه لار ده.
د وان ښار چې د دغه ولایت مرکز دی، د وان جهیل ترڅنګ پروت دی. د اوزالپ، چالدران او باشقلعه سرحدي ولسوالۍ د دغه ولایت له مهمو سیمو څخه دي، چې د غرني جوړښت او سختو لارو له امله، له معتبرو اسنادو پرته د کډوالو تګراتګ پهکې له جدي ګواښونو سره مل وي.
د انساني قاچاق شبکې هم د دغه سیمو له ځینو سرحدي لارو څخه د کډوالو د لېږد لپاره کار اخلي.
