د نورستان اوسېدونکي: پر ځڼغوزيو او چارمغزو مو ظالمانه مالیات وضع شوي

د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبانو د ځڼغوزیو او چارمغزو د لېږد رالېږد مالیات ډېر کړي، چې دوی یې د ورکولو وس نه لري او له دې امله یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.
د نورستان د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر دې مخکې د ځڼغوزیو له هرې بورۍ څخه چې شاوخوا اوه منه وزنه لري، ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخیستل کېده، خو اوس د مالیاتو کچه څو برابره زیاته شوې ده.
سیمهیزې سرچینې وايي چې دغه مالیات په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست له لخوا ټاکل شوي او د طالبانو مامورین په خپله لارو کې د مکتوبي پاڼو په تر لاسه کولو سره له خلکو مالیه ټولوي.
د هغو په خبره، دا لړۍ د منډول، نورګرام او دوآب په ولسوالیو کې روانه ده او د ۱۴۰۵ کال د تلې له لومړۍ نېټې راهیسې، د ځڼغوزیو د راټولو د فصل په پیل سره یوځای پلي شوې ده.
د لویدیځ نورستان اوسېدونکي وايي چې د ډېری کورنیو اصلي عاید د ځڼغوزیو ، چارمغزو او لوبیا له پلور څخه لاس ته راځي. دوی دا محصولات د لغمان بازار ته په وړلو سره په بدل کې غوړي، وريجې او اوړه پېري، خو په لاره کې د مالیاتو د اخیستو له پوستو سره مخ کېږي او ترې پیسې اخیستل کېږي.
د سرچینو په وینا، هره ورځ د لویدیځ نورستان له درېیو ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټر د لغمان په لوري تګ راتګ کوي. په یوه ورځ کې د لېږدول شویو محصولاتو کره اندازه معلوم نه دی، خو د سرچینو په خبره، په ځینو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ منه جلغوزې د لغمان بازار ته لېږدول کېږي.
د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استولو پیغامونو کې د مالیاتو د زیاتېدو شکایت کړی دی. له دوی څخه یو تن په یوه ویډیو کې وايي چې خلک د ټاکل شویو مالیاتو د ورکړې توان نه لري.
بل اوسېدونکی وايي چې د پنځو زرو افغانیو په ارزښت له یو محصول څخه ۵۰۰ افغانۍ او د لسو زرو افغانیو په ارزښت له یو محصول څخه زر افغانۍ مالیه اخیستل کېږي.
دغه اوسېدونکی زیاتوي چې دوی دوکانداران دي نه سوداګر او د داسې درنو مالیاتو د ورکړې توان نه لري. هغه په نورستان کې د طالبانو له والي او نورو چارواکو وغوښتل چې دې موضوع ته د پاملرنې تر څنګ مالیات راکم کړي.
د لویدیځ نورستان اوسېدونکو وویل چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي او پر کرنیزو محصولاتو د مالیاتو زیاتېدو د دوی پر ژوند نور هم زیات فشارونه راوړي دي.
ځڼغوزي او چارمغز د افغانستان له مهمو طبیعي او ځنګلي محصولاتو څخه ګڼل کېږي چې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ او لغمان کې راټولېږي او بازار ته وړاندې کېږي.
په نورستان کې یو شمېر کلیوالې کورنۍ د خپلو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او عاید د لاس ته راوړلو لپاره په بشپړ ډول د ځنګلي محصولاتو په راټولو او پلورلو پورې تړلې دي.
