• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له یوه سعودي شرکت سره افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د سعودي له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال افغان حاجیانو ته د خدماتو د وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ. دغه قرارداد په داسې حال کې دی، چې د تېر کال یو شمېر افغان حاجیانو په سعودي کې د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدماتو شکایت درلود.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روان کال د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منیٰ، عرفات او مزدلفه) کې د هر اړخیزو، منظمو او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت سره قرارداد لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه قرارداد د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د خدماتو په تړاو د جوړ شوي نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د طالبانو د حج، عمرې او زیارتونو د رییس محمد نبي محمدي او د یاد شرکت د اجراییوي رییس محمد عدنان حمزه ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د قرارداد له‌مخې، قراردادي شرکت مکلف دی چې په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د اوسېدو مناسب ځایونه او خیمې، درې وخته خواړه، د جده، مکې مکرمې او مدینې منورې ښارونو ترمنځ ترانسپورټي خدمات او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه وزارت د لاسلیک شوي قرارداد د ارزښت په تړاو هېڅ راز معلومات نه‌دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې د «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت د حج د خدماتو په وړاندې کولو کې پراخه تجربه لري او فعالیتونه یې د سعودي عربستان د اړوندو مراجعو له لوري د ممتازو شرکتونو په کتار کې درجه بندي شوي دي.

خو د تېر کال یو شمېر افغان حاجیانو د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدمتونو شکایت کړی او ویلي یې وو، سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي، خو لازم خدمات ورته نه‌وو برابر کړي.

یو شمېر نور حاجیانو بیا شکایت درلود، چې طالبانو د حج فریضې د ادا کولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه‌وو چمتو کړی او له حرم څخه ډېر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د حج مراسمو لپاره د سعودي عربستان له‌خوا افغانستان ته د ۳۰ زره کسانو سهمیه ورکړل شوې او د حاجیانو په وینا، د حج فریضې د ادا کولو لپاره له هر حاجي څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ اخیستل شوې وې، خو طالبانو د افغان حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوې پیسې چې د هر حاجي ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ کېږي د بېرته ورکړې بهیر پیل کړی او تر اوسه د څه باندې ۲۰ زره افغان حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوې پیسې ورکړل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

•
•
•

نور خبرونه

شاه‌محمود میاخېل: د غچ اخیستنې حکومت، حاکمیت او مبارزه ناکامه تګلاره ده

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، په تېرو پنځوسو کلونو کې د غچ اخیستنې سیاست نتیجه نه‌ده ورکړې او په باور یې، اوس هم نتیجه نه‌ورکوي. هغه وايي، طالبانو هم د غچ اخیستنې په کړنلارې سره په ۵ کلونو کې ونشو کولای چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

شاه‌محمود میاخېل د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په افغانستان کې د غچ اخیستنې کړنلارې او سیاست نتیجه نه‌ورکوي او په باور یې، خلقیانو د عُقدې پر بنسټ له سیاسي مخالفینو د غچ اخیستنې سیاست پایله دا شوه، چې د مشرانو عُقدوي پالیسیو تاوان یې ګوندي ملګرو او د افغانستان ملت ورکړ او همداراز مجاهدینو بیا د غچ اخیستنې سیاست ته «اسلامي مبارزه» وویله او دغه سیاست له ناکامېدو سربېره د کورنیو جګړو لپاره زمینه مساعده کړه.

د میاخېل په باور، وروستي جمهوریت کې هم یو شمېر ډلو د غچ اخیستنې قومي او ژبنی سیاست پیل کړ او په پایله کې یې جمهوریت سقوط شو، راټول شوی ملت او نظام یو ځل بیا وپاشل شو.

هغه څرګنده کړې: «طالبانو د غچ اخیستنې کړنلاره پیل کړله او په پنځو کلونو کې ونه‌شو کړای، چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. افغانستان یې د ګړنګ په سر ودراوه او د راتلونکو جګړو لپاره ورځ تر بلې زمینه مساعدوي».

د تېر جمهوري نظام د دغه چارواکي په باور، د طالبانو ځینو مخالفین چې د جنګ خبرې کوي، د هغوي تګلاره هم د غچ اخیستنې ده او څه نتیجه نه‌ورکوي.

هغه د جګړې او غچ اخیستنې په بدل کې د لویې جرګې د رابللو او جوړېدو وړاندیز کړی او په ډاګه کړې یې ده: «لویه جرګه به په واقعي توګه د ملي پخلاینې او د راتلونکي نظام د تګلارې، اساسي قانون او ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده کړي، څو افغانان په خپلو منځو کې، هم له سیمې او هم له نړۍ سره په سوله‌ییزه توګه ژوند وکړي».

شاه‌محمود میاخېل خبرداری ورکړی، که د ملي پخلاینې پروسې ته د لویې جرګې له لارې زمینه مساعده نه‌شي، طالبان، مخالفین او د افغانستان ملت به یو ځل بیا داسې بایلونکی ملت وي، چې په څو لسیزو کې به ونه‌شي کړای چې بیا د «امید غوټۍ» په افغانستان کې وغوړیږي.

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د راپورونو له‌مخې، طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلانولو سره سره د تېر نظام ګڼ مسوولین او په ځانګړې توګه نظامیان په مرمزو ډول وژلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د بشري حقونو لږ تر لږه ۸۰۰ سرغړونې ثبت کړې وې، چې په‌کې له محکمې پرته وژنې، خپل‌سرې نیونې، شکنجې او جبري ورکېدل شامل وو.

همداراز، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پنځو رسنیو په ګډ څېړنیز راپور کې ویل شوي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له پیله د ۲۰۲۵ کال تر نیمايي پورې لږ تر لږه ۱۱۰ پخواني پوځي سرتېري وژل شوي دي.

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰
100%

اوفا شبکه وایي، د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو ستونزمن اقتصادي او رواني وضعیت هغوی د وسله‌والو مخالفو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي دي. دغه شبکې د طالبانو له‌خوا د پخواني افغان جنرال الله‌داد فدایي د نیول کېدو په اړه اندېښنه هم ښودلې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د اوفا شبکه چې له بهر څخه د افغان فعالانو او فکري شخصیتونو له خوا رهبري کېږي سه شنبې(د لړم ۱۹مه) په یوه بیان کې ویلي، چې په دې شرایطو کې د مخالفو جبهو له خوا د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو جذب له هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.

دغه شبکې زیاته کړې، فدایي د طالبانو له‌خوا په دې تور نیول شوی، چې ګواکې له هغې وسله‌والې مخالفې جبهې سره اړیکې لري، چې له پاکستان څخه فعالیت کوي او په وینا یې دا د پخوانیو ځواکونو د امنیت په اړه اندیښنې زیاتوي.

یادې شبکې د فدایي د خوندیتوب، چلند او د هغه د قضیې د عادلانه څېړنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د خپلواکې قضایي څارنې او حساب ورکونې د نشتوالي له امله د هغه د قضیې په اړه جدي پوښتنې موجودې دي.

اوفا له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو فدایي سمدستي خوشې کړي.

په بیان کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د پخواني افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لسګونه زره غړي په افغانستان کې پاتې شوي او له بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو، رواني زیانونو، سپکاوي، څارنې او د غچ اخیستنې له وېرې سره مخ دي.

د اوفا په وینا، د دغو کسانو ستونزمن ژوند او اقتصادي او رواني زیان‌منېدل د دې لامل شوې، چې د وسله‌والو مخالفو ډلو د جذب لپاره په نښه شي. اوفا ادعا کوي، چې د دغو ډلو ځینې یې ښايي د پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړ هم ولري.

دې شبکې له امریکا او نورو اړوندو چارواکو غوښتي، چې د دغو وسله‌والو ډلو قانوني وضعیت، مالي سرچینې، د کسانو د جذب څرنګوالی او له پولې هاخوا فعالیتونه وڅېړي. اوفا ټینګار کړی، چې هغه سازمانونه چې د مدني، سیاسي، خیریه یا مدافعتي بنسټونو په نوم فعالیت کوي، باید په بهر کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ یا د هغوی د فعالیتونو پټولو لپاره ونه کارول شي.

اوفا د افغانستان د ستونزو د سوله‌ییز، خپلواک او د افغانانو په مشرۍ د حل ملاتړ کړی او د یوه ټول‌ګډونه سیاسي بهیر غوښتنه یې کړې ده. دې شبکې د طالبانو د زور له لارې د واک انحصار او د بهرنیو هېوادونو له‌خوا د وسله‌والو ډلو د ملاتړ مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یوې بلې نیابتي جګړې ته اړتیا نه لري.
الله داد فدایي چې په تېر جمهوریت کې د څو ولایتونو د امنیه قوماندان پاتې شوی څو ورځې وړاندې، متحدې جبهې سره د اړیکو په تور طالبانو ونیوه. تېره ورځ طالبانو د نوموړي د جبري اعتراف یوه ویډیو هم خپره کړې وه.

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۶ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې، چې امریکا د طالبانو د حکومت خلاف د پوځي عملیاتو تیاری نیوه، پاکستان په یوه دوه لار کې واقع و.

اسلام‌اباد د طالبانو نږدې متحد و، د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، د دې ډلې ملاتړ یې کړی و او په افغانستان کې یې د طالبانو پر سیاسي او پوځي مشرانو پام وړ نفوذ درلود. خو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، د امریکا د فشارونو په زیاتېدو سره، پاکستان اړ شو چې د خپل پخواني متحد او نوي ستراتیژیک شریک ترمنځ یو انتخاب وکړي.

د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د واشنګټن غوښتنې ومنلې. هغه د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف ملاتړ اعلان کړ، د طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو لپاره یې د پاکستان هوايي حریم او پوځي تاسیسات د امریکا په واک کې ورکړل او له واشنګټن سره یې د اړیکو د بیا رغولو لاره پرانیسته.

دا پرېکړه د پاکستان د بهرني سیاست د یوه نوي فصل پیل و، خو له طالبانو سره یې اړیکې په بشپړه توګه پای ته ونه رسېدې.

د امریکا له پوځي مداخلې او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، د دواړو لورو اړیکې د «ملاتړ او مخالفت» په یوه پېچلي بهیر بدلې شوې. شل کاله وروسته، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغوی بری د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدل» وبلل.

د طالبانو بیا واک ته رسېدل اسلام اباد د افغانستان په اړه د خپلو اوږدمهالو هیلو پوره کېدل ګڼل، خو پنځه کاله وروسته د پخواني ملاتړي او پخواني متحد ترمنځ اړیکې د هوايي بریدونو، نښتو او ژورې بې‌باورۍ تر کچې رسېدلې دي. د اړیکو ددې ترینګلتیا ترشا څه دي؟

د طالبانو راټوکېدل؛ په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ هڅې

د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې، د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، افغانستان د مجاهدینو د کورنیو جګړو په ډګر بدل شو. پاکستان په دغو جګړو او د افغانستان په سیاسي مسایلو کې پراخ نفوذ درلود او د طالبانو د خوځښت په رامنځته کېدو او پراختیا کې یې هم مهم رول ولوباوه. 

په ۱۹۹۶ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پاکستان د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ د هغوی حکومت په رسمیت وپېژاند. اسلام‌اباد طالبانو ته یوازې د یوه سیاسي متحد په سترګه نه کتل، بلکې د افغانستان په اړه یې د خپلې سیمه‌ییزې تګلارې مهمه برخه ګڼل. پاکستان په کابل کې داسې حکومت غوښت چې د هند د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي او د دغه هېواد امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي.

سره له دې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د اسامه بن لادن او القاعدې د حضور او د طالبانو د ځینو پرېکړو له امله د دواړو لورو ترمنځ اختلافات موجود وو، پاکستان بیا هم خپلې رسمي اړیکې ورسره وساتلې.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، د امریکا حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ملاتړ وکړي. مشرف د سپټمبر پر نولسمه په یوه ټلوېزیوني وینا کې له امریکا سره د همکارۍ پرېکړه اعلان کړه. پاکستان امریکايي ځواکونو ته د هوايي حریم او پوځي تاسیساتو د کارولو اجازه ورکړه، استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل او د القاعدې د غړو د نیولو په عملیاتو کې یې ونډه واخیسته.

خو پاکستان له طالبانو سره اړیکې په بشپړه توګه پرې نه کړې. مشرف هڅه کوله چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو ترڅنګ د دې ډلې د ځینو غړو لپاره د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې د ګډون لاره هم پرانیستې پاتې شي. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر شپاړسمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال د طالبانو د منځلارو څېرو د سیاسي رول موضوع مطرح کړه او مشرف هم وویل چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې په راتلونکي سیاسي جوړښت کې ونډه اخیستلای شي.

د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د بن په کنفرانس کې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي ډلو استازي راټول شول، خو طالبان غونډې ته ونه بلل شول. پاکستان نوی حکومت ومانه، خو په کابل کې د متحده جبهې د نفوذ او د هند د احتمالي حضور په اړه یې اندېښنې لرلې.

په دې توګه، اسلام‌اباد د طالبانو د حکومت د نسکورېدو مخالفت ونه کړ، خو هڅه یې کوله چې د افغانستان په راتلونکي کې د دې ډلې د سیاسي نفوذ لپاره لاره پرانیستې پاتې شي.

له رسمي ملګرتیا تر دوه‌ګوني سیاست پورې 

د طالبانو له نسکورېدو وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې د ترهګرۍ ضد جګړې په چوکاټ کې پراخې شوې، خو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو اوږدمهالې موخې یو شان نه وې.

امریکا غوښتل طالبان له واکه لرې وساتي، خو په ورته وخت کې د پاکستان له لوري د طالبانو د پخوانیو شبکو د بیا تنظیمېدو او د هغوی د پناه ځایونو په اړه پوښتنې راپورته کېدې. واشنګټن پر اسلام‌اباد فشار راوړ، خو پاکستان ټینګار کاوه چې د افغانستان جګړه باید د پوځي حل پر ځای د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسېږي. 

پاکستان د افغانستان مسالې ته له هند سره د سیالۍ له زاویې کتل او اندېښمن و چې په کابل کې د هند نږدې متحد حکومت به د پاکستان پر اوسنیو لوېدیزو پولو ستراتیژیک فشار زیات کړي. له همدې امله، اسلام‌اباد له یوې خوا د افغانستان له حکومت او امریکا سره رسمي اړیکې ساتلې او له بلې خوا یې د طالبانو له خوځښت سره اړیکې نه پرې کولې.

د ۲۰۱۰مو کلونو په وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د پاکستان رول یو ځل بیا مهم شو. اسلام‌اباد د طالبانو د مشرانو او امریکايي استازو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مرسته وکړه او د سولې د خبرو لپاره یې له خپلو اړیکو ګټه واخیسته.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر نهه ویشتمه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. د هوکړې له مخې، امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش ومانه او طالبانو ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغې د متحدانو پر ضد نه کارول کېږي.

خو دا هوکړه د افغانستان د جمهوري حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د وېش یا د جګړې د پای ته رسېدو وروستۍ موافقه نه وه. د بین‌الافغاني خبرو ترڅنګ د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګونه روان وو او په پای کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې جمهوري نظام نسکور شو.

پاکستان د هوکړې هرکلی وکړ او د سولې په بهیر کې یې خپل رول مهم باله. اسلام‌اباد ادعا کوله چې پر طالبانو بشپړ واک نه لري او په افغانستان کې سیاسي حل غواړي، خو پر دې ډلې یې اغېز نه انکارېدونکی حقیقت و.

سره له دې، د طالبانو بیا واکمنېدو څرګنده کړه چې د پاکستان نفوذ د هرڅه د سمېدو په معنا نه دی. طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته خپل سیاسي او امنیتي لومړیتوبونه هم په پام کې نیول.

د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدل»

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه، چې طالبان کابل ته ننوتل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغوی بری د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدو» په نوم ونمانځه. نورو پاکستاني چارواکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ محتاط و. اسلام‌اباد د طالبانو د حکومت د سملاسي په رسمیت پېژندلو پرېکړه ونه کړه او د ټول‌شموله حکومت او سیاسي تعامل غوښتنه یې کوله. اسلام اباد ویرېده، چې د طالبانو د تېرې دورې په څېر د طالبانو د منزوي پاتې کېدو احتمال شته.

د پاکستان د سیاسي-پوځي مشرتابه او ډیپلوماټیکو ادارو د دریځونو توپیر د اسلام‌اباد د ارزونو دوه اړخونه څرګندول. له یوې خوا، د طالبانو بریا د امریکا د نفوذ د پای او په افغانستان کې د پاکستان د سیمه‌ییز نفوذ د پراخېدو د فرصت په توګه ارزول کېده، خوله بلې خوا، پاکستان د نوي حکومت په اړه محتاط و او نه یې غوښتل چې له نړیوالو فشارونو سره مخ شي.

اسلام‌اباد تمه لرله چې د طالبانو بیا واکمنېدل به د هند نفوذ محدود او د پاکستان امنیتي اندېښنې راکمې کړي، خو د دې ارزونې تر شا دغه پوښتنه له پامه غورځول شوې وه، چې طالبان به د واک له ترلاسه کولو وروسته هم د پاکستان د امنیتي غوښتنو تابع پاتې شي او که د یوه خپلواک حکومت په توګه به خپلې پرېکړې د خپلو سیاسي او داخلي اړتیاوو له مخې کوي؟

له ستراتیژیکې ملګرتیا تر پوځي مخامختیا 

د طالبانو بیا واکمنېدو د پاکستان لپاره د یوه پخواني متحد د بېرته واکمنېدو معنا لرله. خو پنځه کاله وروسته د اسلام‌اباد او کابل اړیکې له داسې کړکېچ سره مخ شوې چې د پوځي نښتو، هوايي بریدونو، د لارو د تړل کېدو او متقابلو تورونو تر کچې ورسېدې.

د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر لومړیو پورې، د دواړو لورو اړیکې د امنیتي اختلافاتو او متقابلې بې‌باورۍ له امله ترینګلې پاتې دي.

د اختلافونو تر ټولو مهمه موضوع د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه دي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د دې ډلې مشران او وسله‌وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. پاکستان له طالبانو غواړي چې د دې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي او پر وړاندې یې عملي اقدامات وکړي. 

د ملګرو ملتونو د څارونکو په راپورونو کې هم د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو او په افغانستان کې د دې ډلې د حضور په اړه اندېښنې ثبت شوې دي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دوی د پاکستان د ناامنۍ مسوول نه دي او اسلام‌اباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر افغانستان ور ونه تپي.

د اختلاف موضوع یوازې د ټي ټي پي تر مسالې محدوده نه ده. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تکراري نښتې، پر پاکستان د داعش وسله والو او د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ تورونه، د پاکستان هوايي بریدونه، د طالبانو ځوابي اقدامات او د تګ راتګ محدودیتونه د اړیکو د خرابېدو نور عوامل دي.

د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۱مه او ۲۴مه پاکستان په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان چارواکو وویل چې بریدونه یې د وسله‌والو ډلو پر مرکزونو کړي، خو افغان طالبانو د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل. د اکتوبر پر لومړۍ نېټه هم پاکستان په افغانستان کې نور هوايي بریدونه وکړل او دغه بریدونه او نښتې لاهم پای ته رسېدلي نه دي اعلان شوي.

د کړکېچ یو بل بنسټیز اړخ د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تاریخي ایډیالوژیکې، سازماني او پوځي اړیکې دي.

دواړې ډلې جلا جوړښتونه او مشرتابه لري، خو د تاریخي اړیکو او فکري نږدېوالي له امله د هغوی اړیکې د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنې موضوع ګرځېدلې ده.

د پاکستان تمه دا وه چې طالبان به د یوه پخواني متحد په توګه د اسلام‌اباد امنیتي غوښتنې په پام کې ونیسي، خو د طالبانو لپاره د ټي ټي پي کنټرولول د هغوی د ماضي اړیکو، ملاتړ، مذهبي او جهادي شعارونو او نورو عواملو ته په پام، اسانه نه دي. 

په همدې ځای کې د دواړو لورو د تمو ترمنځ اساسي ټکر رامنځته کېږي. پاکستان غواړي طالبان د خپلې خاورې پر ضد د فعالیت کوونکو وسله‌والو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي، خو طالبان نه غواړي د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو د حل مسوولیت پر غاړه واخلي او یا د امیرخان متقي په وینا، ځان ته په کوردننه سرخوږ پیدا کړي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره چین، قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې کړې دي، خو د امنیتي اختلافاتو او متقابلو غوښتنو له امله تر اوسه دایمي حل نه دی رامنځته شوی.

په دې توګه، د طالبانو بیا واکمنېدل پاکستان ته هغه ستراتیژیک فرصت نه شو چې اسلام‌اباد یې تمه لرله. دغه راز دغو تحولاتو دا هم وښوده، چې د افغانستان پر ارګ د یوه هېواد د متحد واکمنېدل په دې معنا نه دي، چې د هغه هېواد پر سیاستونو او هرڅه اغیز لرلی شي.

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره، د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش د مرستې نوې بڼه ګرځېدلې؛ دغه نوښت سلګونه اړمنو ته ډوډۍ برابروي، خو د هېواد د ژور اقتصادي ناورین او پراخې بې‌وزلۍ انځور هم څرګندوي.

د افغانستان په ځینو نانوایانو کې یوشمېر کسان د ټېک‌ټاک له لارې ژوندۍ خپرونې کوي. بهر مېشت افغانان ورته مجازي ډالۍ (ګیفټونه) استوي او د دغو ډالیو له عوایدو څخه د بې‌وزلو خلکو لپاره ډوډۍ اخلي او وېشي.
د یاد بهیر د ګډونوالو په وینا، هره ورځ سلګونه ښځې او نارینه د وړیا ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره د نانوایانو مخې ته په کتارونو کې درېږي. یو بې‌روزګاره کس چې د وړیا ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره راغلی، وايي: «کار او روزګار نشته. هر څومره چې د کار په لټه کې ګرځو، څه نه پیدا کېږي؛ نو دلته راځو. دلته بهر مېشتي افغانان د خلکو لپاره ډوډۍ اخلي او موږ هم خپله برخه ترلاسه کوو.»
یوه بله ښځه وايي: «موږ نه غواړو سوال وکړو. انسان غواړي په خپلو لاسونو کار وکړي او د خپلو اولادونو لپاره نفقه برابره کړي؛ خو کار نشته او ښځو ته هم د کار اجازه او مناسب فرصتونه محدود دي. نو اړ یو چې دلته راشو او وړیا ډوډۍ ترلاسه کړو.»
یو نانوای چې ډېری وخت په ټېک‌ټاک کې ژوندۍ خپرونې کوي او نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي چې پخوا هم بهر مېشتو افغانانو له بې‌وزلو خلکو سره د ډوډۍ مرسته کوله؛ خو د پیسو لېږد ستونزمن و.
هغه وايي: «پخوا به بهر مېشتو افغانانو راته پیسې رالېږلې او موږ به پر بې‌وزلو خلکو ډوډۍ وېشله؛ خو اوس په ټېک‌ټاک کې ژوندۍ خپرونې کوم، له بېلابېلو هېوادونو خلک راته ګیفټونه استوي. یو کس د لسو، بل د سلو او ځینې نور د پنځو سوو ډوډیو د بیې معادل مرسته کوي او موږ یې د هغوی په نوم پر خلکو وېشو.»
د نوموړي په وینا، دوی هره ورځ له زرو تر دوو زرو پورې ډوډۍ وېشي او د مرستو کچه د ترلاسه شویو ډالیو له شمېر سره بدلېږي.

100%


د ټېک‌ټاک له لارې د مرستې دغه بهیر، که څه هم اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو د برابرولو یوه اسانه لاره ګرځېدلې؛ خو ورسره د مجازي ډالیو د مالي ارزښت او د وېشل شویو ډوډیو د شمېر په اړه د روڼتیا او حساب ورکونې اړتیا هم مطرح کېږي. د ټېک‌ټاک له‌خوا د مجازي ډالیو د عوایدو د نغدو پیسو په بدلولو کې هم کسر اخیستل کېږي او د ډالیو ټول ارزښت د مرستې تنظیموونکو ته نه رسېږي.

100%

د یادې خواله رسنۍ د ځینو کاروونکو په وینا، هغه کسان چې د ټېک‌ټاک له لارې نورو ته ډالۍ یا کوینونه لېږي، د دغو ډالیو ۶۰ سلنه ارزښت د ټېک‌ټاک ادارې ته ځي او ۴۰ سلنه یې د ترلاسه کوونکي په برخه کېږي.
د بهرنیو مرستو کمښت، د پانګونې محدودیتونه، د خصوصي سکټور کمزوری فعالیت، د ښځو پر کار محدودیتونه او د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالي د افغانستان پر کاري بازار فشار زیات کړی دی.
د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونو هم د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب کړی او ګڼې ښځې چې پخوا یې د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو کې ونډه لرله، له کاره پاتې شوې دي.
له بلې خوا، له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغانانو بېرته راستنېدو د کار، کور او نورو لومړنیو اړتیاوو لپاره تقاضا زیاته کړې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وګړي، یعنې نږدې ۲۸ مېلیونه کسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.
په افغانستان کې د بشري مرستو د تمویل کچه هم په وروستیو کلونو کې د پام وړ راټیټه شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د مالي څار سیستم د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳کال کې د افغانستان د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۳.۲۳ میلیارد ډالره غوښتل شوي وو چې ۱.۶۸ میلیارد ډالره یې ترلاسه شوي وو.
په ۲۰۲۵کال کې د ۲.۴۲ میلیارد ډالرو له غوښتل شوې بودجې څخه ۹۱۲.۹ مېلیون ډالره تمویل شوې وه؛ خو په ۲۰۲۶کال کې د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو له اړتیا څخه د نومبر تر نهمې شاوخوا ۳۳۶ مېلیون ډالره تمویل ثبت شوی و.
د دغو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه بودجه تمویل شوې ده. د مرستو دغه کمښت د خوراکي توکو، روغتیا، سرپناه او نورو بشري پروګرامونو پر پلي کېدو منفي اغېز کړی دی.
اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، چې د بې‌وزلۍ د کمولو لپاره د بشري مرستو ترڅنګ د کاري فرصتونو رامنځته کول، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د ښځو پر کار د محدودیتونو لرې کول، د ځوانانو مسلکي روزنه او د راستنېدونکو کډوالو اقتصادي ملاتړ اړین دي.
خلک وايي، د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د خلکو کتارونه یوازې د خوراکي توکو د کمښت نښه نه‌ده؛ بلکې د بې‌روزګارۍ، اقتصادي بې‌وسۍ او د انساني کرامت د زیانمنېدو څرګند انځور هم وړاندې کوي.
د دوی په وینا، د یادې پدیدې تر ټولو مهم پیغام دا دی چې افغانان یوازې خیرات ته اړتیا نه‌لري؛ بلکې داسې کاري او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري، چې وکولای شي په خپلو لاسونو د خپلو کورنیو نفقه برابره کړي او د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د نورو مرستو ته اړ نه شي.

بېنېټ:د طالبانو پرضد د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د شکایت څېړلو بهیر په جدي توګه نه څارل کېږي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو په تړاو په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د شکایت وړاندې کولو بهیر په جدي توګه نه‌دی څارل شوی.

د حقوقي شکایت د څار بهیر
ریچارډ بېنېټ وايي، د شکایت له ثبتېدو څه باندې دوه کاله تېر شوي؛ خو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. د ۱۴۰۳کال په تلې میاشت کې کاناډا، جرمني، استرالیا او هالنډ اعلان وکړ، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په تړاو یې د افغانستان د حساب ورکولو لپاره حقوقي بهیر پیل کړی دی.
دغو څلورو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) ته په استناد، د ښځو او نجونو پر وړاندې د حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.
که خبرې اترې او منځګړیتوب بې‌پایلې پاتې شي، دغه اقدام ښايي په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د دعوې د وړاندې کولو لامل شي.
بېنېټ د دوشنبې په ورځ له کاناډايي سي‌بي‌سي راډیو سره په مرکه کې وویل، د کاناډا او یوشمېر نورو هېوادونو د هغې هڅې هرکلی کوي، چې غواړي د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون یا «سیدا» له مخې په افغانستان کې د طالبانو اداره ځواب ویونکې کړي؛ خو نوموړی تمه لري، چې د طالبانو پر وړاندې حقوقي شکایت په هاګ کې په جدي او بېړنۍ توګه تعقیب شي.

هغه وویل: «زه د دې اقدام هرکلی کوم او له دې هڅې هیله‌من یم؛ خو له اعلان څخه یې تر اوسه څه باندې دوه کاله تېر شوي او د پام وړ پرمختګ نه وینو. هیله لرم، چې د دغه بهیر د پرمخ وړلو لپاره، که موضوع د محکمې تر دعوې ورسېږي، کافي او بېړنۍ هڅې وشي.»
دغه نوښت ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان پر وړاندې په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د دعوې د وړاندې کولو لامل شي؛ خو تر اوسه دغه موضوع په یاده محکمه کې د رسمي قضیې د څېړلو پړاو ته نه ده رسېدلې.
بېنېټ هیله څرګنده کړې، چې په دې بهیر کې ښکېل هېوادونه به د هغه د پرمخ وړلو لپاره کافي وخت او هڅې ځانګړې کړي.
د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او تاوتریخوالي زیاتوالی
بېنېټ وویل، طالبانو په روان کال کې هم پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي. هغه دوو فرمانونو ته اشاره وکړه، چې د ده په وینا، یو یې د ماشومانو د ودونو لپاره زمینه برابروي او بل یې په عملي توګه د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی روا ګڼي.

هغه څرګنده کړه، چې د یوه فرمان له مخې مېړه یا د کورنۍ نارینه غړی کولای شي ښځه ووهي او له سزا پرته پاتې شي، په دې شرط چې د ښځې هډوکی مات نه کړي او یا یې پر بدن د وهلو ښکاره نښې او شینوالی پاتې نه شي.
د بېنېټ په وینا، ان په داسې حالت کې هم محکمې ته د ښځو مراجعه ستونزمنه ده او هغه ښځه چې په کورنۍ کې له تاوتریخوالي سره مخ وي، په عملي توګه له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره نږدې هېڅ لاره نه لري.
هغه زیاته کړه، له منځنیو او لوړو زده‌کړو د ښځو محرومول د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو یوازې یوه برخه ده. د محرم د ملتیا لازمي کول هم د ښځو تګ راتګ ستونزمن کړی او ان د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
بېنېټ وویل، لا هم یو شمېر ښځې په خصوصي سکټور کې کار کوي او محدود شمېر نورې یې په دولتي ادارو کې هم دندې لري، چې په هغو کې د ښځو د تالاشۍ دنده هم شامله ده؛ خو د ډېرو ښځو ژوند یوازې تر کورونو محدود شوی دی.

هغه وویل، لاهم یوشمېر ښځې په خصوصي سکټور کې کار کوي او محدود شمېر نورې یې په دولتي ادارو کې هم دندې لري چې په هغو کې د ښځو د تالاشۍ دنده هم شامله ده؛ خو د ډېرو ښځو ژوند یوازې تر کورونو محدود شوی دی.
هغه وویل، د طالبانو مشر د ښځو دنده یوازې واده، د اولادونو زېږول او د مېړه او کورنۍ پالنه بولي او د هغه په اند، د ښځو لپاره له لومړنیو زده‌کړو پورته تعلیم اړین نه دی.
له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو په اړه اندېښنه
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړی، چې یوشمېر هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کوي. هغه د یوشمېر اروپايي هېوادونو یادونه هم وکړه، چې د افغانستان کونسلګرۍ یې د طالبانو استازو ته سپارلې دي.
بېنېټ وویل، کاناډا د افغانستان په اړه اصولي دریځ درلود؛ خو اړینه ده، چې له افغانانو سره خپل ملاتړ زیات کړي، داسې چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو یا د دغې ډلې د پیاوړتیا لامل نه شي.
هغه همدارنګه د هغو افغان ښځو او نجونو د منلو غوښتنه وکړه، چې په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، پرته له دې چې هره یوه یې په جلا توګه د شخصي ګواښونو د ثابتولو مکلفه وبلل شي.

بېنېټ وویل، یو شمېر اروپايي هېوادونو دغه تګلاره منلې ده؛ خو دی نه پوهېږي، چې کاناډا په دې برخه کې کوم پرمختګ کړی که نه. نوموړي زیاته کړه، چې غواړي دغه موضوع د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره شریکه کړي.
هغه په ورته وخت کې له یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه د افغانانو د اېستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، تر کومه چې دی خبر دی، کاناډا داسې اقدام نه کوي.
بېنېټ وویل، په افغانستان کې له ښځو او ځوانانو سره په خبرو کې د هغوی نهیلي او ژور خپګان احساسوي؛ خو په ورته وخت کې د نه تسلیمېدو هوډ یې هم پر خپل ځای پاتې دی.
هغه د یوې ښځې یادونه وکړه، چې تېره اوونۍ یې ورته ویلي وو: «موږ لا هم نهیلې شوې نه یو، نو تاسو هم، نړۍوالې ټولنې، موږ یوازې مه پرېږدئ.»
د افغانستان په اړه د نړۍوالې پاملرنې د کمېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بېنېټ وویل، نور ناورینونه، په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسیې برید د رسنیو پام له افغانستان نه اړولی دی.

خو د هغه په وینا، هر کله چې د افغانستان وضعیت بیا مطرح کېږي، د دغه هېواد له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې پراخ پیوستون او ملاتړ څرګندېږي.

100%

د افغانستان د نازک او بې‌ثباته وضعیت په اړه خبرداری

ریچارډ بېنېټ د کاناډا په کارلټون پوهنتون کې د افغان-کاناډايي ټولنې له غړو سره په یوه جلا ناسته کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د دغې ناستې ګډونوالو د ښځو د حقونو، د نجونو د زده‌کړو، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، د پاکستان د هوايي بریدونو، د قومونو او مذهبي اقلیتونو د وضعیت، د خبریالانو، د ښځو د معیشت او د افغانستان په سوېل کې د ژوند د شرایطو په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.

بېنېټ وویل، د ملګرو ملتونو راپورونه هغه اړین شواهد برابروي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د څار او د دغه سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي؛ خو دغه راپورونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې طالبان د ښځو او د افغانستان د ټولنې د نورو برخو پر وړاندې د تبعیضي فرمانونو لغوه کولو ته اړ کړي.

هغه د زده‌کړو او معلوماتو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې پر ښوونځیو او رسنیو محدودیتونه د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت او د مخالفو غږونو د کمزوري کېدو لامل کېدای شي.

بېنېټ د کوکنارو د کښت زیاتوالي، د وسله‌والو ډلو فعالیتونو او د فساد په اړه راپورونو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې وضعیت ښايي تر هغه ډېر نازک او بې‌ثباته وي چې په ظاهره ښکاري.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې اصولي دریځ او جدي اقدامات غوره کړي؛ خو ویې ویل چې هېوادونه لاهم له طالبانو سره د تعامل او یا پر هغوی د فشار راوړلو د اغېزمنتیا په اړه سره اختلاف لري.