د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې، چې امریکا د طالبانو د حکومت خلاف د پوځي عملیاتو تیاری نیوه، پاکستان په یوه دوه لار کې واقع و.

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې، چې امریکا د طالبانو د حکومت خلاف د پوځي عملیاتو تیاری نیوه، پاکستان په یوه دوه لار کې واقع و.
اسلاماباد د طالبانو نږدې متحد و، د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، د دې ډلې ملاتړ یې کړی و او په افغانستان کې یې د طالبانو پر سیاسي او پوځي مشرانو پام وړ نفوذ درلود. خو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، د امریکا د فشارونو په زیاتېدو سره، پاکستان اړ شو چې د خپل پخواني متحد او نوي ستراتیژیک شریک ترمنځ یو انتخاب وکړي.
د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د واشنګټن غوښتنې ومنلې. هغه د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف ملاتړ اعلان کړ، د طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو لپاره یې د پاکستان هوايي حریم او پوځي تاسیسات د امریکا په واک کې ورکړل او له واشنګټن سره یې د اړیکو د بیا رغولو لاره پرانیسته.
دا پرېکړه د پاکستان د بهرني سیاست د یوه نوي فصل پیل و، خو له طالبانو سره یې اړیکې په بشپړه توګه پای ته ونه رسېدې.
د امریکا له پوځي مداخلې او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، د دواړو لورو اړیکې د «ملاتړ او مخالفت» په یوه پېچلي بهیر بدلې شوې. شل کاله وروسته، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغوی بری د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدل» وبلل.
د طالبانو بیا واک ته رسېدل اسلام اباد د افغانستان په اړه د خپلو اوږدمهالو هیلو پوره کېدل ګڼل، خو پنځه کاله وروسته د پخواني ملاتړي او پخواني متحد ترمنځ اړیکې د هوايي بریدونو، نښتو او ژورې بېباورۍ تر کچې رسېدلې دي. د اړیکو ددې ترینګلتیا ترشا څه دي؟
د طالبانو راټوکېدل؛ په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ هڅې
د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې، د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، افغانستان د مجاهدینو د کورنیو جګړو په ډګر بدل شو. پاکستان په دغو جګړو او د افغانستان په سیاسي مسایلو کې پراخ نفوذ درلود او د طالبانو د خوځښت په رامنځته کېدو او پراختیا کې یې هم مهم رول ولوباوه.
په ۱۹۹۶ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پاکستان د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ د هغوی حکومت په رسمیت وپېژاند. اسلاماباد طالبانو ته یوازې د یوه سیاسي متحد په سترګه نه کتل، بلکې د افغانستان په اړه یې د خپلې سیمهییزې تګلارې مهمه برخه ګڼل. پاکستان په کابل کې داسې حکومت غوښت چې د هند د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي او د دغه هېواد امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي.
سره له دې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د اسامه بن لادن او القاعدې د حضور او د طالبانو د ځینو پرېکړو له امله د دواړو لورو ترمنځ اختلافات موجود وو، پاکستان بیا هم خپلې رسمي اړیکې ورسره وساتلې.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، د امریکا حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ملاتړ وکړي. مشرف د سپټمبر پر نولسمه په یوه ټلوېزیوني وینا کې له امریکا سره د همکارۍ پرېکړه اعلان کړه. پاکستان امریکايي ځواکونو ته د هوايي حریم او پوځي تاسیساتو د کارولو اجازه ورکړه، استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل او د القاعدې د غړو د نیولو په عملیاتو کې یې ونډه واخیسته.
خو پاکستان له طالبانو سره اړیکې په بشپړه توګه پرې نه کړې. مشرف هڅه کوله چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو ترڅنګ د دې ډلې د ځینو غړو لپاره د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې د ګډون لاره هم پرانیستې پاتې شي. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر شپاړسمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول اسلاماباد ته د سفر پر مهال د طالبانو د منځلارو څېرو د سیاسي رول موضوع مطرح کړه او مشرف هم وویل چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې په راتلونکي سیاسي جوړښت کې ونډه اخیستلای شي.
د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د بن په کنفرانس کې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي ډلو استازي راټول شول، خو طالبان غونډې ته ونه بلل شول. پاکستان نوی حکومت ومانه، خو په کابل کې د متحده جبهې د نفوذ او د هند د احتمالي حضور په اړه یې اندېښنې لرلې.
په دې توګه، اسلاماباد د طالبانو د حکومت د نسکورېدو مخالفت ونه کړ، خو هڅه یې کوله چې د افغانستان په راتلونکي کې د دې ډلې د سیاسي نفوذ لپاره لاره پرانیستې پاتې شي.
له رسمي ملګرتیا تر دوهګوني سیاست پورې
د طالبانو له نسکورېدو وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې د ترهګرۍ ضد جګړې په چوکاټ کې پراخې شوې، خو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو اوږدمهالې موخې یو شان نه وې.
امریکا غوښتل طالبان له واکه لرې وساتي، خو په ورته وخت کې د پاکستان له لوري د طالبانو د پخوانیو شبکو د بیا تنظیمېدو او د هغوی د پناه ځایونو په اړه پوښتنې راپورته کېدې. واشنګټن پر اسلاماباد فشار راوړ، خو پاکستان ټینګار کاوه چې د افغانستان جګړه باید د پوځي حل پر ځای د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسېږي.
پاکستان د افغانستان مسالې ته له هند سره د سیالۍ له زاویې کتل او اندېښمن و چې په کابل کې د هند نږدې متحد حکومت به د پاکستان پر اوسنیو لوېدیزو پولو ستراتیژیک فشار زیات کړي. له همدې امله، اسلاماباد له یوې خوا د افغانستان له حکومت او امریکا سره رسمي اړیکې ساتلې او له بلې خوا یې د طالبانو له خوځښت سره اړیکې نه پرې کولې.
د ۲۰۱۰مو کلونو په وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د پاکستان رول یو ځل بیا مهم شو. اسلاماباد د طالبانو د مشرانو او امریکايي استازو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مرسته وکړه او د سولې د خبرو لپاره یې له خپلو اړیکو ګټه واخیسته.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر نهه ویشتمه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. د هوکړې له مخې، امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش ومانه او طالبانو ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغې د متحدانو پر ضد نه کارول کېږي.
خو دا هوکړه د افغانستان د جمهوري حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د وېش یا د جګړې د پای ته رسېدو وروستۍ موافقه نه وه. د بینالافغاني خبرو ترڅنګ د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګونه روان وو او په پای کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې جمهوري نظام نسکور شو.
پاکستان د هوکړې هرکلی وکړ او د سولې په بهیر کې یې خپل رول مهم باله. اسلاماباد ادعا کوله چې پر طالبانو بشپړ واک نه لري او په افغانستان کې سیاسي حل غواړي، خو پر دې ډلې یې اغېز نه انکارېدونکی حقیقت و.
سره له دې، د طالبانو بیا واکمنېدو څرګنده کړه چې د پاکستان نفوذ د هرڅه د سمېدو په معنا نه دی. طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته خپل سیاسي او امنیتي لومړیتوبونه هم په پام کې نیول.
د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدل»
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه، چې طالبان کابل ته ننوتل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغوی بری د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدو» په نوم ونمانځه. نورو پاکستاني چارواکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ محتاط و. اسلاماباد د طالبانو د حکومت د سملاسي په رسمیت پېژندلو پرېکړه ونه کړه او د ټولشموله حکومت او سیاسي تعامل غوښتنه یې کوله. اسلام اباد ویرېده، چې د طالبانو د تېرې دورې په څېر د طالبانو د منزوي پاتې کېدو احتمال شته.
د پاکستان د سیاسي-پوځي مشرتابه او ډیپلوماټیکو ادارو د دریځونو توپیر د اسلاماباد د ارزونو دوه اړخونه څرګندول. له یوې خوا، د طالبانو بریا د امریکا د نفوذ د پای او په افغانستان کې د پاکستان د سیمهییز نفوذ د پراخېدو د فرصت په توګه ارزول کېده، خوله بلې خوا، پاکستان د نوي حکومت په اړه محتاط و او نه یې غوښتل چې له نړیوالو فشارونو سره مخ شي.
اسلاماباد تمه لرله چې د طالبانو بیا واکمنېدل به د هند نفوذ محدود او د پاکستان امنیتي اندېښنې راکمې کړي، خو د دې ارزونې تر شا دغه پوښتنه له پامه غورځول شوې وه، چې طالبان به د واک له ترلاسه کولو وروسته هم د پاکستان د امنیتي غوښتنو تابع پاتې شي او که د یوه خپلواک حکومت په توګه به خپلې پرېکړې د خپلو سیاسي او داخلي اړتیاوو له مخې کوي؟
له ستراتیژیکې ملګرتیا تر پوځي مخامختیا
د طالبانو بیا واکمنېدو د پاکستان لپاره د یوه پخواني متحد د بېرته واکمنېدو معنا لرله. خو پنځه کاله وروسته د اسلاماباد او کابل اړیکې له داسې کړکېچ سره مخ شوې چې د پوځي نښتو، هوايي بریدونو، د لارو د تړل کېدو او متقابلو تورونو تر کچې ورسېدې.
د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر لومړیو پورې، د دواړو لورو اړیکې د امنیتي اختلافاتو او متقابلې بېباورۍ له امله ترینګلې پاتې دي.
د اختلافونو تر ټولو مهمه موضوع د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه دي. اسلاماباد ادعا کوي چې د دې ډلې مشران او وسلهوال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. پاکستان له طالبانو غواړي چې د دې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي او پر وړاندې یې عملي اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتونو د څارونکو په راپورونو کې هم د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو او په افغانستان کې د دې ډلې د حضور په اړه اندېښنې ثبت شوې دي.
خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې دوی د پاکستان د ناامنۍ مسوول نه دي او اسلاماباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر افغانستان ور ونه تپي.
د اختلاف موضوع یوازې د ټي ټي پي تر مسالې محدوده نه ده. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تکراري نښتې، پر پاکستان د داعش وسله والو او د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ تورونه، د پاکستان هوايي بریدونه، د طالبانو ځوابي اقدامات او د تګ راتګ محدودیتونه د اړیکو د خرابېدو نور عوامل دي.
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۱مه او ۲۴مه پاکستان په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان چارواکو وویل چې بریدونه یې د وسلهوالو ډلو پر مرکزونو کړي، خو افغان طالبانو د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل. د اکتوبر پر لومړۍ نېټه هم پاکستان په افغانستان کې نور هوايي بریدونه وکړل او دغه بریدونه او نښتې لاهم پای ته رسېدلي نه دي اعلان شوي.
د کړکېچ یو بل بنسټیز اړخ د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تاریخي ایډیالوژیکې، سازماني او پوځي اړیکې دي.
دواړې ډلې جلا جوړښتونه او مشرتابه لري، خو د تاریخي اړیکو او فکري نږدېوالي له امله د هغوی اړیکې د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنې موضوع ګرځېدلې ده.
د پاکستان تمه دا وه چې طالبان به د یوه پخواني متحد په توګه د اسلاماباد امنیتي غوښتنې په پام کې ونیسي، خو د طالبانو لپاره د ټي ټي پي کنټرولول د هغوی د ماضي اړیکو، ملاتړ، مذهبي او جهادي شعارونو او نورو عواملو ته په پام، اسانه نه دي.
په همدې ځای کې د دواړو لورو د تمو ترمنځ اساسي ټکر رامنځته کېږي. پاکستان غواړي طالبان د خپلې خاورې پر ضد د فعالیت کوونکو وسلهوالو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي، خو طالبان نه غواړي د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو د حل مسوولیت پر غاړه واخلي او یا د امیرخان متقي په وینا، ځان ته په کوردننه سرخوږ پیدا کړي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره چین، قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې کړې دي، خو د امنیتي اختلافاتو او متقابلو غوښتنو له امله تر اوسه دایمي حل نه دی رامنځته شوی.
په دې توګه، د طالبانو بیا واکمنېدل پاکستان ته هغه ستراتیژیک فرصت نه شو چې اسلاماباد یې تمه لرله. دغه راز دغو تحولاتو دا هم وښوده، چې د افغانستان پر ارګ د یوه هېواد د متحد واکمنېدل په دې معنا نه دي، چې د هغه هېواد پر سیاستونو او هرڅه اغیز لرلی شي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېروزګارۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره، د ټېکټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش د مرستې نوې بڼه ګرځېدلې؛ دغه نوښت سلګونه اړمنو ته ډوډۍ برابروي، خو د هېواد د ژور اقتصادي ناورین او پراخې بېوزلۍ انځور هم څرګندوي.
د افغانستان په ځینو نانوایانو کې یوشمېر کسان د ټېکټاک له لارې ژوندۍ خپرونې کوي. بهر مېشت افغانان ورته مجازي ډالۍ (ګیفټونه) استوي او د دغو ډالیو له عوایدو څخه د بېوزلو خلکو لپاره ډوډۍ اخلي او وېشي.
د یاد بهیر د ګډونوالو په وینا، هره ورځ سلګونه ښځې او نارینه د وړیا ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره د نانوایانو مخې ته په کتارونو کې درېږي. یو بېروزګاره کس چې د وړیا ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره راغلی، وايي: «کار او روزګار نشته. هر څومره چې د کار په لټه کې ګرځو، څه نه پیدا کېږي؛ نو دلته راځو. دلته بهر مېشتي افغانان د خلکو لپاره ډوډۍ اخلي او موږ هم خپله برخه ترلاسه کوو.»
یوه بله ښځه وايي: «موږ نه غواړو سوال وکړو. انسان غواړي په خپلو لاسونو کار وکړي او د خپلو اولادونو لپاره نفقه برابره کړي؛ خو کار نشته او ښځو ته هم د کار اجازه او مناسب فرصتونه محدود دي. نو اړ یو چې دلته راشو او وړیا ډوډۍ ترلاسه کړو.»
یو نانوای چې ډېری وخت په ټېکټاک کې ژوندۍ خپرونې کوي او نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي چې پخوا هم بهر مېشتو افغانانو له بېوزلو خلکو سره د ډوډۍ مرسته کوله؛ خو د پیسو لېږد ستونزمن و.
هغه وايي: «پخوا به بهر مېشتو افغانانو راته پیسې رالېږلې او موږ به پر بېوزلو خلکو ډوډۍ وېشله؛ خو اوس په ټېکټاک کې ژوندۍ خپرونې کوم، له بېلابېلو هېوادونو خلک راته ګیفټونه استوي. یو کس د لسو، بل د سلو او ځینې نور د پنځو سوو ډوډیو د بیې معادل مرسته کوي او موږ یې د هغوی په نوم پر خلکو وېشو.»
د نوموړي په وینا، دوی هره ورځ له زرو تر دوو زرو پورې ډوډۍ وېشي او د مرستو کچه د ترلاسه شویو ډالیو له شمېر سره بدلېږي.
د ټېکټاک له لارې د مرستې دغه بهیر، که څه هم اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو د برابرولو یوه اسانه لاره ګرځېدلې؛ خو ورسره د مجازي ډالیو د مالي ارزښت او د وېشل شویو ډوډیو د شمېر په اړه د روڼتیا او حساب ورکونې اړتیا هم مطرح کېږي. د ټېکټاک لهخوا د مجازي ډالیو د عوایدو د نغدو پیسو په بدلولو کې هم کسر اخیستل کېږي او د ډالیو ټول ارزښت د مرستې تنظیموونکو ته نه رسېږي.
د یادې خواله رسنۍ د ځینو کاروونکو په وینا، هغه کسان چې د ټېکټاک له لارې نورو ته ډالۍ یا کوینونه لېږي، د دغو ډالیو ۶۰ سلنه ارزښت د ټېکټاک ادارې ته ځي او ۴۰ سلنه یې د ترلاسه کوونکي په برخه کېږي.
د بهرنیو مرستو کمښت، د پانګونې محدودیتونه، د خصوصي سکټور کمزوری فعالیت، د ښځو پر کار محدودیتونه او د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالي د افغانستان پر کاري بازار فشار زیات کړی دی.
د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونو هم د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب کړی او ګڼې ښځې چې پخوا یې د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو کې ونډه لرله، له کاره پاتې شوې دي.
له بلې خوا، له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغانانو بېرته راستنېدو د کار، کور او نورو لومړنیو اړتیاوو لپاره تقاضا زیاته کړې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وګړي، یعنې نږدې ۲۸ مېلیونه کسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.
په افغانستان کې د بشري مرستو د تمویل کچه هم په وروستیو کلونو کې د پام وړ راټیټه شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د مالي څار سیستم د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳کال کې د افغانستان د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۳.۲۳ میلیارد ډالره غوښتل شوي وو چې ۱.۶۸ میلیارد ډالره یې ترلاسه شوي وو.
په ۲۰۲۵کال کې د ۲.۴۲ میلیارد ډالرو له غوښتل شوې بودجې څخه ۹۱۲.۹ مېلیون ډالره تمویل شوې وه؛ خو په ۲۰۲۶کال کې د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو له اړتیا څخه د نومبر تر نهمې شاوخوا ۳۳۶ مېلیون ډالره تمویل ثبت شوی و.
د دغو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه بودجه تمویل شوې ده. د مرستو دغه کمښت د خوراکي توکو، روغتیا، سرپناه او نورو بشري پروګرامونو پر پلي کېدو منفي اغېز کړی دی.
اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، چې د بېوزلۍ د کمولو لپاره د بشري مرستو ترڅنګ د کاري فرصتونو رامنځته کول، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د ښځو پر کار د محدودیتونو لرې کول، د ځوانانو مسلکي روزنه او د راستنېدونکو کډوالو اقتصادي ملاتړ اړین دي.
خلک وايي، د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د خلکو کتارونه یوازې د خوراکي توکو د کمښت نښه نهده؛ بلکې د بېروزګارۍ، اقتصادي بېوسۍ او د انساني کرامت د زیانمنېدو څرګند انځور هم وړاندې کوي.
د دوی په وینا، د یادې پدیدې تر ټولو مهم پیغام دا دی چې افغانان یوازې خیرات ته اړتیا نهلري؛ بلکې داسې کاري او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري، چې وکولای شي په خپلو لاسونو د خپلو کورنیو نفقه برابره کړي او د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د نورو مرستو ته اړ نه شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو په تړاو په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د شکایت وړاندې کولو بهیر په جدي توګه نهدی څارل شوی.
د حقوقي شکایت د څار بهیر
ریچارډ بېنېټ وايي، د شکایت له ثبتېدو څه باندې دوه کاله تېر شوي؛ خو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. د ۱۴۰۳کال په تلې میاشت کې کاناډا، جرمني، استرالیا او هالنډ اعلان وکړ، چې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په تړاو یې د افغانستان د حساب ورکولو لپاره حقوقي بهیر پیل کړی دی.
دغو څلورو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) ته په استناد، د ښځو او نجونو پر وړاندې د حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.
که خبرې اترې او منځګړیتوب بېپایلې پاتې شي، دغه اقدام ښايي په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د دعوې د وړاندې کولو لامل شي.
بېنېټ د دوشنبې په ورځ له کاناډايي سيبيسي راډیو سره په مرکه کې وویل، د کاناډا او یوشمېر نورو هېوادونو د هغې هڅې هرکلی کوي، چې غواړي د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون یا «سیدا» له مخې په افغانستان کې د طالبانو اداره ځواب ویونکې کړي؛ خو نوموړی تمه لري، چې د طالبانو پر وړاندې حقوقي شکایت په هاګ کې په جدي او بېړنۍ توګه تعقیب شي.
هغه وویل: «زه د دې اقدام هرکلی کوم او له دې هڅې هیلهمن یم؛ خو له اعلان څخه یې تر اوسه څه باندې دوه کاله تېر شوي او د پام وړ پرمختګ نه وینو. هیله لرم، چې د دغه بهیر د پرمخ وړلو لپاره، که موضوع د محکمې تر دعوې ورسېږي، کافي او بېړنۍ هڅې وشي.»
دغه نوښت ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان پر وړاندې په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د دعوې د وړاندې کولو لامل شي؛ خو تر اوسه دغه موضوع په یاده محکمه کې د رسمي قضیې د څېړلو پړاو ته نه ده رسېدلې.
بېنېټ هیله څرګنده کړې، چې په دې بهیر کې ښکېل هېوادونه به د هغه د پرمخ وړلو لپاره کافي وخت او هڅې ځانګړې کړي.
د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او تاوتریخوالي زیاتوالی
بېنېټ وویل، طالبانو په روان کال کې هم پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي. هغه دوو فرمانونو ته اشاره وکړه، چې د ده په وینا، یو یې د ماشومانو د ودونو لپاره زمینه برابروي او بل یې په عملي توګه د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی روا ګڼي.
هغه څرګنده کړه، چې د یوه فرمان له مخې مېړه یا د کورنۍ نارینه غړی کولای شي ښځه ووهي او له سزا پرته پاتې شي، په دې شرط چې د ښځې هډوکی مات نه کړي او یا یې پر بدن د وهلو ښکاره نښې او شینوالی پاتې نه شي.
د بېنېټ په وینا، ان په داسې حالت کې هم محکمې ته د ښځو مراجعه ستونزمنه ده او هغه ښځه چې په کورنۍ کې له تاوتریخوالي سره مخ وي، په عملي توګه له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره نږدې هېڅ لاره نه لري.
هغه زیاته کړه، له منځنیو او لوړو زدهکړو د ښځو محرومول د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو یوازې یوه برخه ده. د محرم د ملتیا لازمي کول هم د ښځو تګ راتګ ستونزمن کړی او ان د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
بېنېټ وویل، لا هم یو شمېر ښځې په خصوصي سکټور کې کار کوي او محدود شمېر نورې یې په دولتي ادارو کې هم دندې لري، چې په هغو کې د ښځو د تالاشۍ دنده هم شامله ده؛ خو د ډېرو ښځو ژوند یوازې تر کورونو محدود شوی دی.
هغه وویل، لاهم یوشمېر ښځې په خصوصي سکټور کې کار کوي او محدود شمېر نورې یې په دولتي ادارو کې هم دندې لري چې په هغو کې د ښځو د تالاشۍ دنده هم شامله ده؛ خو د ډېرو ښځو ژوند یوازې تر کورونو محدود شوی دی.
هغه وویل، د طالبانو مشر د ښځو دنده یوازې واده، د اولادونو زېږول او د مېړه او کورنۍ پالنه بولي او د هغه په اند، د ښځو لپاره له لومړنیو زدهکړو پورته تعلیم اړین نه دی.
له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو په اړه اندېښنه
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړی، چې یوشمېر هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کوي. هغه د یوشمېر اروپايي هېوادونو یادونه هم وکړه، چې د افغانستان کونسلګرۍ یې د طالبانو استازو ته سپارلې دي.
بېنېټ وویل، کاناډا د افغانستان په اړه اصولي دریځ درلود؛ خو اړینه ده، چې له افغانانو سره خپل ملاتړ زیات کړي، داسې چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو یا د دغې ډلې د پیاوړتیا لامل نه شي.
هغه همدارنګه د هغو افغان ښځو او نجونو د منلو غوښتنه وکړه، چې په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، پرته له دې چې هره یوه یې په جلا توګه د شخصي ګواښونو د ثابتولو مکلفه وبلل شي.
بېنېټ وویل، یو شمېر اروپايي هېوادونو دغه تګلاره منلې ده؛ خو دی نه پوهېږي، چې کاناډا په دې برخه کې کوم پرمختګ کړی که نه. نوموړي زیاته کړه، چې غواړي دغه موضوع د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره شریکه کړي.
هغه په ورته وخت کې له یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه د افغانانو د اېستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، تر کومه چې دی خبر دی، کاناډا داسې اقدام نه کوي.
بېنېټ وویل، په افغانستان کې له ښځو او ځوانانو سره په خبرو کې د هغوی نهیلي او ژور خپګان احساسوي؛ خو په ورته وخت کې د نه تسلیمېدو هوډ یې هم پر خپل ځای پاتې دی.
هغه د یوې ښځې یادونه وکړه، چې تېره اوونۍ یې ورته ویلي وو: «موږ لا هم نهیلې شوې نه یو، نو تاسو هم، نړۍوالې ټولنې، موږ یوازې مه پرېږدئ.»
د افغانستان په اړه د نړۍوالې پاملرنې د کمېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بېنېټ وویل، نور ناورینونه، په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسیې برید د رسنیو پام له افغانستان نه اړولی دی.
خو د هغه په وینا، هر کله چې د افغانستان وضعیت بیا مطرح کېږي، د دغه هېواد له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې پراخ پیوستون او ملاتړ څرګندېږي.
د افغانستان د نازک او بېثباته وضعیت په اړه خبرداری
ریچارډ بېنېټ د کاناډا په کارلټون پوهنتون کې د افغان-کاناډايي ټولنې له غړو سره په یوه جلا ناسته کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د دغې ناستې ګډونوالو د ښځو د حقونو، د نجونو د زدهکړو، د ملکي وګړو د مرګژوبلې، د پاکستان د هوايي بریدونو، د قومونو او مذهبي اقلیتونو د وضعیت، د خبریالانو، د ښځو د معیشت او د افغانستان په سوېل کې د ژوند د شرایطو په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.
بېنېټ وویل، د ملګرو ملتونو راپورونه هغه اړین شواهد برابروي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د څار او د دغه سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي؛ خو دغه راپورونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې طالبان د ښځو او د افغانستان د ټولنې د نورو برخو پر وړاندې د تبعیضي فرمانونو لغوه کولو ته اړ کړي.
هغه د زدهکړو او معلوماتو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې پر ښوونځیو او رسنیو محدودیتونه د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت او د مخالفو غږونو د کمزوري کېدو لامل کېدای شي.
بېنېټ د کوکنارو د کښت زیاتوالي، د وسلهوالو ډلو فعالیتونو او د فساد په اړه راپورونو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې وضعیت ښايي تر هغه ډېر نازک او بېثباته وي چې په ظاهره ښکاري.
هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې اصولي دریځ او جدي اقدامات غوره کړي؛ خو ویې ویل چې هېوادونه لاهم له طالبانو سره د تعامل او یا پر هغوی د فشار راوړلو د اغېزمنتیا په اړه سره اختلاف لري.
د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدنې د ملاتړ ادارې «افغان اېواک» مشر شان وانډيور د نیویارک پوسټ د امریکایۍ کالملیکونکې میرندا ډیواین هغه مقاله ناسمه بللې، چې پهکې د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزو د پروګرام د امنیتي ارزونې په اړه اندېښنې مطرح شوې دي.
شان وانډيور (د لړم ۱۸مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې ډیواین د افغانانو په اړه له ناسمو او نیمګړو معلوماتو سره مقاله خپره کړې او د لیکنې تر خپرولو مخکې یې د افغان اېواک د نظر اخیستو هڅه نهده کړې.
هغه ډیواین ته په خطاب کې لیکلي: «میرندا، زموږ موندل ستونزمن نه دي. که وغواړې، په خوښۍ سره به ټول هغه موارد درولېږم چې په لیکنه کې دې ناسم بیان کړي دي».
د وانډيور دا غبرګون د نیویارک پوسټ د نومبر د اتمې ورځې هغې مقالې ته دی، چې د «بایډن د افغانانو د امنیتي ارزونې بهیر ناکام کړ؛ ټرمپ باید نوې ارزونه پیل کړي» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. ډیواین په مقاله کې د دوو هغو فدرالي چارواکو ادعاوې راخیستې، چې هویت یې نهدی په ډاګه شوی او د افغانانو د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) د پروګرام د امنیتي ارزونې په اړه یې جدي پوښتنې مطرح کړې دي.
د ډیواین د مقالې په مهمو ادعاوو کې دا هم راغلي، چې د دوو سرچینو په وینا له ۷۰زرو څخه زیاتو افغانانو د ځانګړو کډوالۍ ویزې ترلاسه کړې دي او د دغه ویزو لرونکي په راتلونکي کال کې د امریکا د تابعیت اخیستو شرایط پوره کولی شي. دغه سرچینو ادعا کړې، چې د ویزو په بهیر کې د سپارښتلیکونو جعل او د فساد موارد موجود وو او ښايي تر دوو زرو پورې کسانو د جعلي سپارښتلیکونو په برابرولو کې د هر لیک په بدل کې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰زره ډالرو پورې پیسې ترلاسه کړې وي.
مقاله ادعا کوي، چې د «مورګن اې کلیټینګټن» په نوم د یوه استخباراتي چارواکي لاسلیک د ۱۲زره او ۳۰۰ سپارښتلیکونو پر مخ لیدل شوی؛ خو د دغه کس هویت یې د تایید وړ نهدی بللی. ډیواین د خپلو ادعاوو د ملاتړ لپاره د امریکا د سمندري ځواک د یوه پخواني افسر قضیه هم یاده کړې، چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانانو لپاره د جعلي سپارښتلیکونو د لاسلیکولو او بډو اخیستو په تور په بند محکوم شوی و.
ډیواین په خپله مقاله کې د واشنګټن د وروستۍ امنیتي پېښې تورن رحمانالله لکڼوال او نصیر احمد توحیدي قضیې هم یادې کړې دي. خو د مقالې د معلوماتو له مخې، لکڼوال د بشري مرستو د پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و او د ځانګړې کډوالۍ ویزې د تایید په تمه و؛ له همدې امله هغه د SIV ویزې لرونکو په ډله کې نه و. توحیدي بیا د ۲۰۲۴کال د ټاکنو پرمهال د داعش په ملاتړ د یوه ترهګریز پلان په تړاو اعتراف کړی و. د دغه کسانو یادونه د مقالې د لیکوالې د امنیتي ارزونو د بیاکتنې د غوښتنې یوه برخه ده؛ خو د هغوی قضیې په خپله د ټولو افغان کډوالو په اړه د عمومي پایلې ثبوت نه شي کېدای.
د مقالې په بله برخه کې د امریکا د کورني امنیت وزارت د عمومي پلټونکي د یوه راپور یادونه شوې، چې د بایډن ادارې د «عملیاتو متحد هرکلی» (Operation Allies Welcome) پروګرام له لارې د پناه غوښتنې د دوسیو په ارزونه کې یې د ۴۰ سلنه تېروتنو یادونه کړې ده. د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین دغه موندنې د امنیتي اندېښنو په توګه مطرح کړې دي.
ډیواین له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د افغانانو د ځانګړو کډوالۍ ویزو د ټولو ترلاسه کوونکو دوسیې له سره وارزوي؛ څو د امنیتي ارزونې احتمالي نیمګړتیاوې په ګوته شي.
بلخوا، افغان اېواک د خپلې رسمي وېبپاڼې په معلوماتو کې وايي، چې د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې افغانانو ته یوازې درې ځانګړې کډوالۍ ویزې صادرې شوې دي او شاوخوا ۱۷۸زره هغه افغانان چې د امریکا د حکومت له لوري یې د همکارۍ اسناد تایید شوي؛ لا هم د ویزو په تمه دي. دغه اداره د ویزو د بهیر د بیا فعالولو او د افغان همکارانو د لېږد غوښتنه کوي.
افغان اېواک یوه غیرانتفاعي اداره ده، چې د امریکا له ځواکونو سره د افغان همکارانو د لېږد، بیا مېشتېدنې او د هغوی د ملاتړ لپاره فعالیت کوي. شان وانډيور د یادې ادارې بنسټګر او مشر دی.
د ترکیې او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې د اتو افغان کډوالو د جسدونو تر موندلو وروسته، یوشمېر مخالفو سیاستوالو د پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده. د ترکیې پارلمان کې د خلکو د ډیموکراسۍ او برابرۍ ګوند استازې ګلجان کچماز سایغیت د قربانیانو د هویت او د مړینې لامل روښانه کېدو غوښتنه کړې.
باخبره سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په لېږلو سره د ترکیې او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې د اتو افغان کډوالو د جسدونو د موندلو خبر ورکړی دی. په دغه ویډیو کې د اتو ځوانانو جسدونه لیدل کېږي، چې زنې یې تړل شوې دي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د اتو ځوانانو جسدونه د دغه هېواد د وان ښار د اوزالپ ولسوالۍ اړوند د «یوکاري تولګالي» سیمې ته نږدې د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره لرې موندل شوي دي. دغه رسنیو د قربانیانو هویت نهدی په ډاګه کړی. ترکي رسنیو ویلي، دغه کسان د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.
په ترکیه کې د افغان کډوالو ټولنې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه اتو ځوانانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، تراوسه په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نهده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندلو یا لیدلو لپاره روغتون ته ورشي.
ترکي خبریال اوزکان اوزتاش د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د وان ښار سیمهییزې ادارې د یادې قضیې په اړه د «محرموالي» حکم صادر کړی دی. دغه پېښې د ترکیې د یوشمېر سیاسي څېرو غبرګونونه هم راپارولي دي.
د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د ډیموکراسۍ او برابرۍ ګوند استازې ګلجان کچماز سایغیت د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته په یوه لیکلي غوښتنلیک کې د قضايي څېړنو او په دې پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.
سایغیت د خپل لیک په یوه برخه کې د ترکیې په سرحدي سیمو کې د کډوالو د مړینې ورته پېښو ته اشاره کړې ده. هغې یادونه کړې، چې د ۲۰۰۲کال په مئ میاشت کې د وان ولایت په چالدران ولسوالۍ کې د واورو له ویلي کېدو وروسته د ۱۹ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي وو.
د هغې په وینا، په ۲۰۱۹کال کې هم یوشمېر کډوال د باشقلعه ولسوالۍ او د کډوالۍ پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. هغې زیاته کړې، چې سیمهییزې جګړې او اقتصادي ناورینونه د کډوالو پر تګراتګ اغېز کولای شي؛ د سرحدي سیمو په اوږدو کې یې د کډوالو د حقونو د سرغړونو مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د ترکیې دې پارلماني استازې په خپل لیک کې د وان ولایت د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې د ساتل شویو کډوالو، په تېرو پنځو کلونو کې د اېستل شویو کډوالو او له ۲۰۲۰کال راهیسې د هغو کډوالو د شمېر په اړه هم معلومات غوښتي چې د ایران له لارې دغه ولایت ته داخل شوي دي.
هغې د کورنیو چارو له وزارت څخه د انساني قاچاق له شبکو سره د مبارزې، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه شبکو په تړاو د نیول شویو کسانو د شمېر او د کډوالو د بېرته ستنولو په مرکزونو کې د هغوی د حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د ترسره شویو اقداماتو په اړه هم پوښتنې کړې دي.
ورته مهال د ترکیې د جمهوري غوښتونکي ولس ګوند د وان ښار څانګې مشر سراجالدین بدیرهاناوغلو هم دغه پېښه د کډوالۍ د کمزوري مدیریت، د سرحدي څار د نیمګړتیاوو او د انسانانو ژوند ته د نه پاملرنې پایله بللې ده.
هغه د دغو ځوانانو د مړینې لامل د روښانه کېدو، د پېښې د هر اړخیزې څېړنې او د احتمالي عاملانو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
ترکیه د افغان کډوالو لپاره یونان او ورپسې د اروپا نورو هېوادونو ته د تګ له مهمو لارو څخه ده. دغه هېواد د یوشمېر افغان کډوالو کوربه هم دی، چې ځینې یې هلته د اوسېدو معتبرو اسنادو له لرلو پرته ژوند او کار کوي.
د کابل په تاریخي بالاحصار کلا کې د لرغونپېژندنې کېندنو د مغولي دورې د یوه ماڼۍ، بودايي صومعې او د افغانستان د څه باندې دوه زره کلن تمدن د پاتې شونو نښې له خاورو راایستلې دي.
د تېرو جګړو، د برېټانویانو له برید څخه نیولې تر وروستیو نښتو پورې، د دې تاریخي کلا د ودانیز جوړښت لویه برخه ویجاړه شوې ده.
اسوشیټیډ پرېس د دوشنبې په ورځ د لړم په ۱۸مه د النا بکاتوروس په قلم، په یوه راپور کې د دغو موندنو او د بالاحصار تاریخي کلا د بیارغونې د هڅو جزییات خپاره کړي دي.
د دې خبري اژانس د راپور له مخې، د اغاخان بنسټ د ۱۳۹۷ کال راهیسې د بالاحصار د بیارغونې او ساتنې پروژه پیل کړې ده. د دې پروژې موخه دا ده چې دغه تاریخي سیمه په یوه لرغونپېژندنیز عامه پارک بدله شي، چې بڼونه، رستورانتونه او موزیم هم ولري.
د مغولي ماڼۍ او بودايي صومعې د پاتې شونو موندل
د اسوشیټیډ پرېس د خبریالې د راپور له مخې، لرغونپوهانو د دې سیمې په پنځو بېلابېلو برخو کې لرغونې سکې، د بودايي مجسمو ټوټې، د اسلامي دورې رنګ شوې خاورینې لوښي، د تېلو څراغونه، د خاورینو لوښو ګڼې ټوټې او د ماڼیو، صومعو او استوګنیزو کورونو پاتې شوني موندلي دي.
د دغو کېندنو له مهمو موندنو څخه د مغولي دورې د یوې ماڼۍ پاتې شوني دي، چې دېوالیز انځورونه، د تخت په څېر جوړښت او د ستوري په بڼه یو حوض لري، چې د غونډۍ په سر کې د ډبرې په منځ کې توږل شوی دی. په دې سیمه کې د یوې بودايي صومعې پاتې شوني او د مغولي ماڼۍ حمامونه هم موندل شوي دي.
بابک رفیعيعلوي، چې د دې پروژې له لرغونپوهانو څخه دی، اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، لرغونپوهانو تمه نه درلوده چې دومره ډېر تاریخي اثار به ومومي. هغه د بالاحصار موندنې له «هغه اوبتل» سره پرتله کړې، چې د سمندر له ژورو راڅرګندېږي.
النا بکاتوروس په خپل راپور کې لیکي، چې د کېندنو یوه برخه تر اوسه ۱۱ مترو ژوروالي ته رسېدلې ده. رفیعيعلوي ویلي، د بالاحصار په هره برخه کې تاریخي اثار موندل کېدای شي، ځکه چې دا سیمه له دوو زرو کلونو څخه زیاته موده د انسانانو د اوسېدو ځای پاتې شوې ده.
بالاحصار؛ د کابل ستراتیژیک او سیاسي مرکز
د بالاحصار کلا د کابل د زاړه ښار په سوېلي برخه کې، د شیر دروازې د غره د لړۍ پر یوه لوړه څوکه موقعیت لري. د دې کلا جغرافیایي موقعیت د بېلابېلو تاریخي دورو واکمنانو ته دا زمینه برابروله، چې پر کابل ښار او د هغه پر ورودي لارو څارنه وکړي.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، بالاحصار د یوې مهمې سوداګریزې لارې په اوږدو کې پروت و، چې د هند نیمه وچه یې له منځنۍ اسیا او تر هغې هاخوا سیمو سره نښلوله. دغه سیمه په بېلابېلو تاریخي دورو کې د پوځي کلا، ماڼیو د ټولګې، وسلو زېرمتون، اداري مرکز، زندان او پوځي قرارګاه په توګه کارول شوې ده.
مصطفی نوري، د آغاخان بنسټ د کلتوري خدمتونو د پروژې مشر، دغه خبري اژانس ته ویلي، چې بالاحصار د افغانستان د تاریخ بېلابېلې برخې په خپله لمن کې رانغاړي.
د نوري په وینا، دغه کلا له پېړیو راهیسې دفاعي ستراتیژیک موقعیت لري او د هغې کنټرول د کابل او شاوخوا سیمو د واکمنۍ په مانا و. د دې ټولګې ځینې ټیټې برخې لا هم د افغانستان د پوځي ځواکونو په واک کې دي.
په پرلهپسې جګړو کې د کلا ویجاړېدل
بالاحصار د پېړیو په اوږدو کې څو ځله ویجاړ شوی او بېرته رغول شوی دی. د راپور لیکواله لیکي، چې دغې کلا ته تر ټولو دروند زیان په ۱۲۵۸ لمریز کال کې واوښت؛ هغه مهال چې برېتانوي ځواکونو د سر لویس کاوناري، چې د برېتانیا استازی و، او د هغه د ملګرو د وژل کېدو په غبرګون کې د کلا لویه برخه ویجاړه کړه.
د بالاحصار د دفاعي دېوالونو ډېرې برخې په ورپسې کلونو کې هم د جګړو او نه پاملرنې له امله زیانمنې شوې دي. د شوروي د یوه زنګ وهلي ټانک بدنه لا هم د دې کلا د غونډۍ په لمن کې پرته ده او د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې زړې پوځي وسلې او تجهیزات د سیمې په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي.
د دغو پوځي تجهیزاتو ترڅنګ درنې وسلې هم پرتې دي، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پاتې شوې او اوس د طالبانو د پوځي ځواکونو په واک کې دي.
رفیعيعلوي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، چې امریکايي ځواکونو په ۱۳۸۷ لمریز کال کې هم د کلا د دېوالونو دننه د سیمې یوه برخه هواره کړه او په دې بهیر کې یې د لرغونپېژندنې ګڼې طبقې له منځه یووړې.
د بیارغونې پروژه څو لسیزې وخت ته اړتیا لري
د بالاحصار د پراخې ساتنې او بیارغونې د پروژې لپاره پلان جوړونه په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شوه او عملي چارې یې په ۱۳۹۷ کال کې پيل شوې. په لومړي پړاو کې د سیمې وضعیت وارزول شو او ثبت شو. د دې کار لپاره د ځمکې لاندې د څېړنې رادار او درېبعدي لیزري سکن هم وکارول شول.
له هغې وروسته، د زیانمنو برخو د ټینګښت او د دېوالونو او تاریخي برجونو د لا ډېر نړېدو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات پیل شول.
په افغانستان کې د فرانسې لرغونپېژندنې پلاوي په پیل کې د دې سیمې په کېندنو کې ونډه لرله، خو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته یې فعالیتونه د یوه وخت لپاره ودرېدل. دغه پلاوی بېرته پروژې ته راستون نه شو، خو د آغاخان بنسټ خپلو چارو ته دوام ورکړ او په ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې په دې سیمه کې پراخ فعالیتونه پیل کړل.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، د دفاعي دېوالونو د ځینو برخو د بیارغونې لپاره له سیمهییزو ډبرو کار اخیستل کېږي. د تاریخي اثارو د ساتنې له نړیوالو معیارونو سره سم، د بیا رغول شویو برخو بڼه باید له اصلي برخو څخه د پېژندلو وړ وي. له همدې امله، دغه برخې د اصلي دېوالونو د سطحې په پرتله لږ څه شاته یا مخې ته جوړېږي.
همداراز، د کلا د یوه بهرني برج د ساتنې لپاره له فلزي جوړښتونو کار اخیستل شوی دی. دغه برج تر دې مخکې چاودلی و او د نړېدو له خطر سره مخ و.
د آغاخان بنسټ د کلتوري خدمتونو د پروژې مشر ویلي، چې دغه پروژه د څو لسیزو ژمنتیا ته اړتیا لري؛ ځکه چې کار یوازې د ودانیو په بیارغونه پورې محدود نه دی، بلکې دا سیمه د لرغونپېژندنې له پلوه هم ډېره بډایه ده. د افغان لرغونپېژندنې محصلانو روزنه هم د دې پروګرام یوه برخه ده.
د طالبان له لوري د تاریخي اثارو د ساتنې ژمنې
اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی، چې د طالبانو چارواکي اوس د افغانستان د تاریخي او کلتوري اثارو د ساتنې لپاره د خپلې ژمنتیا خبره کوي؛ داسې دریځ چې د دې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له کړنو سره یې توپیر لري.
طالبانو په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د بودا دوه سترې مجسمې، چې تاریخ یې د میلادي شپږمې پېړۍ ته رسېده او د بامیانو په ډبرینو غرونو کې توږل شوې وې، په چاودېدونکو توکو ویجاړې کړې. په کابل کې د افغانستان ملي موزیم هم په هغه دوره کې لوټ شو او یو شمېر لرغوني اثار، په ځانګړې توګه هغه مجسمې چې د طالبانو له نظره غیر اسلامي ګڼل کېدې، ماتې او ویجاړې شوې.