• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له مخې کارګران ګماري

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰

په کندهار کې یو شمېر روزمزد کارګران وايي، د کار په لټه سهار ماښام هڅې کوي، خو په ځینو دولتي پروژو کې طالبان یوازې هغه کسان د کارګرانو په توګه ګوماري چې اړیکې ورسره لري.

د کندهار د دوهمې حوزې اړوند د چوڼۍ سیمه ده، ورځ تر نیمايي تېره ده، لا هم ګڼ کسان چې د کار په لټه له کوره راوتلي د کار کولو چانس یې نه دی پیدا کړی او نن بېرته خالي لاس خپلو کورونو ته ستنیږي.

100%

دغه کارګران وايي، د روزانه مزوری په مټ د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي خو کله کله داسې هم کېږي چې ځینې کسان په څلور او پنځه ورځو هم کار نه شي پیدا کولی.

د نورالله په نوم یو کارګر، چې د زابل له شاجوی ولسوالۍ څخه د کار په لټه کندهار ښار ته تللی وايي، مسلکي رنګ مال دی خو په اوونۍ کې یوه یا دوه ورځې د کار چانس ورته برابریږي.

نورالله وايي:« کور کې شپږ کسان یوو، دلته رالم چې کار وکړم، خو کله چې چانس ولرم په هفته کې ایله درې ورځې کار کړم. دلته یوه سموار کې اوسېږم نو چې کار پیدا نه کړم زما د خوراک مصارف هم راته ګران تمامیږي».

په کندهار ښار کې د نورالله په څېر لسګونه نور کسان هم هره ورځ له خپل کوره د کار په لټه د چوڼۍ د سمې ترڅ، په مدد او د شهېدانو چوک کې راټولیږي، خو له دې کسانو ډېر لږ یې د کار چانس پیدا کوي.

100%

یو شمېر دغه کارګران وايي، په کندهار کې د ښاروالۍ، د کلیوبارغونې او نور ریاستونه او موسسې هم داسې پروژې لري چې روزمزد او ډیری وخت مسلکي کارګرانو ته اړتیا لري، خو د دوی په خبره په دغه ډول پروژو کې د طالبانو په خوښه او د دوی باوري کسان ګومارل کېږي.

یو کارګر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«څو میاشتې مې د ښاروالی د تنظیف په برخه کې کار وکړ، هلته بیخې ډېرکسان وو، معاشونه د یو موسسې له‌خوا د ښاروالۍ پر ادرس راکول کېدل، زړه مو ټول دوامداره کار کو، خو موږ څو کسان یې کار څخه جواب کړو طالبانو خپل خپلوان پرکار ودرول».

یو شمېر دغه کارګر په کانونو کې د کار کولو په موخه بدخشان او فاریات ولایتونو ته هم تللې دی، دوی وايي چې د کانونو په روزمزد کار کې هم یوازې هغه کسان پر کار درول کېدل چې اړیکې یې لرلې.

د حمیدالله په نوم یو کارګر وايي:«موږ څو ملګري په ګډه بدخشان او فاریات ولایتونو ته ولاړو، خو موږ هلته هېڅوک نه پېژندل د کندهار او هلمند کسانو هلته د کار لپاره خپل او شناخته کسان له ځانونو سره بیولې وه، موږ بېرته کندهار ته رالو».

که څه هم طالبان نږدې هره ورځ د ځینو پروژو د پېلیدو خبر ورکوي، خو کارګران وايي، چې د بیارغونې په پروژو کې د طالبانو، اړوند شرکت او نورو کسانو په خوښه کسان په کار ګومارل کېږي. په ورته مهال په افغانستان کې د کار د سوړ بازار له امله نږدې هره ورځ لسګونه ځوانان د کار په لټه پر غیرقانوني او قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کوي، خو ډیری وخت همدا کسان د طالبانو له خوا نیول کېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

•
•
•

نور خبرونه

د نورستان اوسېدونکي: پر ځڼغوزيو او چارمغزو مو ظالمانه مالیات وضع شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰
100%

د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبانو د ځڼغوزیو او چارمغزو د لېږد رالېږد مالیات ډېر کړي، چې دوی یې د ورکولو وس نه لري او له دې امله یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

د نورستان د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر دې مخکې د ځڼغوزیو له هرې بورۍ څخه چې شاوخوا اوه منه وزنه لري، ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخیستل کېده، خو اوس د مالیاتو کچه څو برابره زیاته شوې ده.

سیمه‌یزې سرچینې وايي چې دغه مالیات په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست له لخوا ټاکل شوي او د طالبانو مامورین په خپله لارو کې د مکتوبي پاڼو په تر لاسه کولو سره له خلکو مالیه ټولوي.

د هغو په خبره، دا لړۍ د منډول، نورګرام او دوآب په ولسوالیو کې روانه ده او د ۱۴۰۵ کال د تلې له لومړۍ نېټې راهیسې، د ځڼغوزیو د راټولو د فصل په پیل سره یوځای پلي شوې ده.

د لویدیځ نورستان اوسېدونکي وايي چې د ډېری کورنیو اصلي عاید د ځڼغوزیو ، چارمغزو او لوبیا له پلور څخه لاس ته راځي. دوی دا محصولات د لغمان بازار ته په وړلو سره په بدل کې غوړي، وريجې او اوړه پېري، خو په لاره کې د مالیاتو د اخیستو له پوستو سره مخ کېږي او ترې پیسې اخیستل کېږي.

د سرچینو په وینا، هره ورځ د لویدیځ نورستان له درېیو ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټر د لغمان په لوري تګ راتګ کوي. په یوه ورځ کې د لېږدول شویو محصولاتو کره اندازه معلوم نه دی، خو د سرچینو په خبره، په ځینو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ منه جلغوزې د لغمان بازار ته لېږدول کېږي.

د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استولو پیغامونو کې د مالیاتو د زیاتېدو شکایت کړی دی. له دوی څخه یو تن په یوه ویډیو کې وايي چې خلک د ټاکل شویو مالیاتو د ورکړې توان نه لري.

بل اوسېدونکی وايي چې د پنځو زرو افغانیو په ارزښت له یو محصول څخه ۵۰۰ افغانۍ او د لسو زرو افغانیو په ارزښت له یو محصول څخه زر افغانۍ مالیه اخیستل کېږي.

دغه اوسېدونکی زیاتوي چې دوی دوکان‌داران دي نه سوداګر او د داسې درنو مالیاتو د ورکړې توان نه لري. هغه په نورستان کې د طالبانو له والي او نورو چارواکو وغوښتل چې دې موضوع ته د پاملرنې تر څنګ مالیات راکم کړي.

د لویدیځ نورستان اوسېدونکو وویل چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره لاس او ګرېوان دي او پر کرنیزو محصولاتو د مالیاتو زیاتېدو د دوی پر ژوند نور هم زیات فشارونه راوړي دي.

ځڼغوزي او چارمغز د افغانستان له مهمو طبیعي او ځنګلي محصولاتو څخه ګڼل کېږي چې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ او لغمان کې راټولېږي او بازار ته وړاندې کېږي.

په نورستان کې یو شمېر کلیوالې کورنۍ د خپلو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او عاید د لاس ته راوړلو لپاره په بشپړ ډول د ځنګلي محصولاتو په راټولو او پلورلو پورې تړلې دي.

د طالبانو د پخوانیو بوشکه‌يي ماینونو پاکول؛ ډي‌ار‌سي په کندهار کې یو ماین شنډ کړی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له لاسي جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي ماینونو پر شنډولو بوخت دي. ډي‌ار‌سي موسسې تازه کندهار کې یو ۱۰ کیلويي بوشکه‌يي ماین کشف او شنډ کړی دی.

طالبانو په یاده شل کلنه دوره کې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د ورانونو او همداراز د نظامي کاروانونو د تګ راتګ لارو د ډب کولو په موخه په لاس جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او لا هم د هېواد په هره سیمه کې دغه ماینونه پاتې دي او کله نا کله د سیمې خلک یې قربانیان وي.

د راپورونو له‌مخې، د ماین پاکۍ موسسې هم په ډېرو لوړو قراردادونو سره د طالبانو دغه د ژېړو بوشکو ماینونه کشف او بیا یې شنډوي.

تازه د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه‌يي ماین کشف او شنډ کړی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د DRC موسسې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري کلي په سیمه کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو ۱۰ کیلویي ناچاوده بوشکه‌يي ماین کشف او په خوندي توګه خنثی کړ».

100%
د کندهار په ارغنداب کې کشف شوی بوشکه‌يي ماین

د یو شمېر څارونکو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي او د ماین پاکۍ ډېری موسسې په لوړو بودجو سره اوس د طالبانو په لاس له جوړو شویو د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ پروګرام ویلي، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماین‌پاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یا هم معلولېږي.

د طالبانو له پېښو د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند څه موده مخکې له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې د بودجې د زیاتوالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي او په دې موده کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ ۲۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده.

هغه زیاته کړې: «خو لا هم ۱۰۱۹ کیلومتره مربع سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ککړتیا سره مخ دي او پاکول یې اړین دي».

100%
د طالبانو په موزیم کې ساتل کېدونکي بوشکه‌يي ماینونه

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته بوشکه‌يي ماینونه د «ویاړ» په توګه په خپلو موزیمونو کې ساتي او هغه یې «جهاد د يادونو ژوندي ساتل» بولي.

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو فیسونه؛ د موټرو خاوندان له زیان څخه شکایت کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو یو شمېر خاوندان د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو له خوا د لوړو لګښتونو او کمېشنونو له اخیستو شکایت کوي او وايي، د هر سفر ټول لګښتونه یې شاوخوا ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي او ګټه ورته نه پاتې کېږي.

د مسافر وړونکو لویو موټرو مالکین افغانستان انترنیشنل ـ پښتو ته وایي، د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د سفر پر مهال د ترانسپورټي پارچو، د سړک د حق‌العبور او نورو لګښتونو ترڅنګ، خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه هم د هر سفر په بدل کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ کمېشن ترې اخلي.

دوی وایي، د دغو لګښتونو په ګډون د یوه سفر ټول مصارف نږدې ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي، چې د تېلو د بیو او د موټرو د ترمیم او ساتنې له لګښتونو سره یوځای یې عاید تر ډېره مصرفوي او د دوی ته ګټه نه پاتې کېږي.

دغو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلو پیغامونو کې خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه تورن کړي، چې د ټاکل شوې تعرفې خلاف له دوی څخه اضافي پیسې اخلي او د بېلابېلو لګښتونو په نوم پرې مالي فشار زیاتوي.

حاجي تورجان چې د مسافر وړونکو موټرو مالک دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، د قانوني اسنادو له مخې د خصوصي شرکتونو کمېشن دوه سلنه ټاکل شوی، خو شرکتونه په عمل کې د هر موټر له مالک څخه له ۱۵ زرو نه تر شلو زرو افغانیو پورې کمېشن اخلي.

د تورجان په وینا، د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د پیسو اخیستو په برخه کې روڼتیا نشته او د دوی د شکایتونو اورېدو لپاره هم کومه مشخصه مرجع نه ده معلومه.

حاجي صبور اناردریې چې د هرات کابل لوې لارې د موټرو مالک دي وايي که د موټرو مالکین دغه پیسې ورنه کړي، خصوصي شرکتونه یې موټرونه له خپل نوملړ څخه باسي او د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه وايي، د رسمي تعرفې او په عمل کې د اخیستل کېدونکو پیسو ترمنځ دغه توپیر د دوی مالي ستونزې زیاتې کړې دي.

د مسافر وړونکو موټرو مالکین له طالبانو غواړي، چې د ترانسپورټي لګښتونو د کمولو، د خصوصي شرکتونو د کمېشنونو د څارنې او د کرایو او موټرو د تګ راتګ د تنظیم لپاره یو روڼ او منظم سیستم رامنځته کړي.

د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۹۰۰ خصوصي ترانسپورټي شرکتونه فعالیت کوي، چې د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

دغه وزارت وايي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۱۸۵ نوي شرکتونه ثبت شوي، چې ۷۰ یې د مسافر وړونکو او ۱۱۵ یې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو دي.

طالبانو له یوه سعودي شرکت سره افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د سعودي له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال افغان حاجیانو ته د خدماتو د وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ. دغه قرارداد په داسې حال کې دی، چې د تېر کال یو شمېر افغان حاجیانو په سعودي کې د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدماتو شکایت درلود.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روان کال د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منیٰ، عرفات او مزدلفه) کې د هر اړخیزو، منظمو او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت سره قرارداد لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه قرارداد د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د خدماتو په تړاو د جوړ شوي نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د طالبانو د حج، عمرې او زیارتونو د رییس محمد نبي محمدي او د یاد شرکت د اجراییوي رییس محمد عدنان حمزه ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د قرارداد له‌مخې، قراردادي شرکت مکلف دی چې په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د اوسېدو مناسب ځایونه او خیمې، درې وخته خواړه، د جده، مکې مکرمې او مدینې منورې ښارونو ترمنځ ترانسپورټي خدمات او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه وزارت د لاسلیک شوي قرارداد د ارزښت په تړاو هېڅ راز معلومات نه‌دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې د «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت د حج د خدماتو په وړاندې کولو کې پراخه تجربه لري او فعالیتونه یې د سعودي عربستان د اړوندو مراجعو له لوري د ممتازو شرکتونو په کتار کې درجه بندي شوي دي.

خو د تېر کال یو شمېر افغان حاجیانو د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدمتونو شکایت کړی او ویلي یې وو، سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي، خو لازم خدمات ورته نه‌وو برابر کړي.

یو شمېر نور حاجیانو بیا شکایت درلود، چې طالبانو د حج فریضې د ادا کولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه‌وو چمتو کړی او له حرم څخه ډېر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د حج مراسمو لپاره د سعودي عربستان له‌خوا افغانستان ته د ۳۰ زره کسانو سهمیه ورکړل شوې او د حاجیانو په وینا، د حج فریضې د ادا کولو لپاره له هر حاجي څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ اخیستل شوې وې، خو طالبانو د افغان حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوې پیسې چې د هر حاجي ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ کېږي د بېرته ورکړې بهیر پیل کړی او تر اوسه د څه باندې ۲۰ زره افغان حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوې پیسې ورکړل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

شاه‌محمود میاخېل: د غچ اخیستنې حکومت، حاکمیت او مبارزه ناکامه تګلاره ده

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، په تېرو پنځوسو کلونو کې د غچ اخیستنې سیاست نتیجه نه‌ده ورکړې او په باور یې، اوس هم نتیجه نه‌ورکوي. هغه وايي، طالبانو هم د غچ اخیستنې په کړنلارې سره په ۵ کلونو کې ونشو کولای چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

شاه‌محمود میاخېل د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په افغانستان کې د غچ اخیستنې کړنلارې او سیاست نتیجه نه‌ورکوي او په باور یې، خلقیانو د عُقدې پر بنسټ له سیاسي مخالفینو د غچ اخیستنې سیاست پایله دا شوه، چې د مشرانو عُقدوي پالیسیو تاوان یې ګوندي ملګرو او د افغانستان ملت ورکړ او همداراز مجاهدینو بیا د غچ اخیستنې سیاست ته «اسلامي مبارزه» وویله او دغه سیاست له ناکامېدو سربېره د کورنیو جګړو لپاره زمینه مساعده کړه.

د میاخېل په باور، وروستي جمهوریت کې هم یو شمېر ډلو د غچ اخیستنې قومي او ژبنی سیاست پیل کړ او په پایله کې یې جمهوریت سقوط شو، راټول شوی ملت او نظام یو ځل بیا وپاشل شو.

هغه څرګنده کړې: «طالبانو د غچ اخیستنې کړنلاره پیل کړله او په پنځو کلونو کې ونه‌شو کړای، چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. افغانستان یې د ګړنګ په سر ودراوه او د راتلونکو جګړو لپاره ورځ تر بلې زمینه مساعدوي».

د تېر جمهوري نظام د دغه چارواکي په باور، د طالبانو ځینو مخالفین چې د جنګ خبرې کوي، د هغوي تګلاره هم د غچ اخیستنې ده او څه نتیجه نه‌ورکوي.

هغه د جګړې او غچ اخیستنې په بدل کې د لویې جرګې د رابللو او جوړېدو وړاندیز کړی او په ډاګه کړې یې ده: «لویه جرګه به په واقعي توګه د ملي پخلاینې او د راتلونکي نظام د تګلارې، اساسي قانون او ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده کړي، څو افغانان په خپلو منځو کې، هم له سیمې او هم له نړۍ سره په سوله‌ییزه توګه ژوند وکړي».

شاه‌محمود میاخېل خبرداری ورکړی، که د ملي پخلاینې پروسې ته د لویې جرګې له لارې زمینه مساعده نه‌شي، طالبان، مخالفین او د افغانستان ملت به یو ځل بیا داسې بایلونکی ملت وي، چې په څو لسیزو کې به ونه‌شي کړای چې بیا د «امید غوټۍ» په افغانستان کې وغوړیږي.

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د راپورونو له‌مخې، طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلانولو سره سره د تېر نظام ګڼ مسوولین او په ځانګړې توګه نظامیان په مرمزو ډول وژلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د بشري حقونو لږ تر لږه ۸۰۰ سرغړونې ثبت کړې وې، چې په‌کې له محکمې پرته وژنې، خپل‌سرې نیونې، شکنجې او جبري ورکېدل شامل وو.

همداراز، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پنځو رسنیو په ګډ څېړنیز راپور کې ویل شوي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له پیله د ۲۰۲۵ کال تر نیمايي پورې لږ تر لږه ۱۱۰ پخواني پوځي سرتېري وژل شوي دي.