• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه افغان سرتېری چې د امریکا او مکسیکو په پوله نیول شوی و، په امریکا کې یې پناه واخیسته

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۶ GMT+۱

یو افغان ۲۷ کلن سرتېری عبدالواسع ساپی چې د جمهوریت له پرځېدو سره یې سم د طالبانو له وېرې هېواد پرېښی و او د ټکزاس – مکسیکو په پوله تر نیول کېدو مخکې یې ۱۲ هېوادونو ته سفر کړی او څو میاشتې یې په بند کې تېرې کړې وې، په امریکا کې یې پناه واخیسته.

د دغه سرتېري کورنۍ اندېښنه درلوده که چېرې عبدالواسع ساپي ته پناه ورنه کړل شي، ښايي بېرته افغانستان ته ولېږدول شي او هلته به د طالبانو له‌خوا ووژل شي، ځکه چې واسع د امریکایي پوځ سره کار کاوه؛ خو د واسع ساپي وکیل د سه شنبې په ورځ د تمې خلاف د هغه د پناه غوښتنې د منل کېدو خبر ورکړ.

د عبدالواسع ساپي ورور سمیع ساپی چې په امریکا کې اوسېږي اسوشېتېډ پرېس ته یې وویل: «زما په سترګو کې د خوښۍ اوښکې دي. "اوس هغه کولای شي دلته ژوند وکړي. اوس هغه دلته خوندي کېدای شي.»

واسع ساپی متحده ایالاتو ته د سفر پر مهال ټپي شوی و او په پانامه کې د پولیسو له‌خوا داسې وهل شوی، چې غاښونه او ژامې یې سختې زیانمنې شوې، چې له دې سره هغه اوس څه نه شي اورېدای.
په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د طالبانو له وېرې په ناقانانه او قاچاقي لارو غواړي امریکایي او اروپایي هېوادونو ته ځان ورسوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېر حکومت د پوځي سرتېرو د وژنې ربړونې راپورونه ورکړل شوې دي.
له دې سره تېره ورځ د کاناډا د کډوالو چارو وزارت هم په خپلې اېکس پاڼه اعلان وکړ، چې د روان کال تر پایه پورې به ۴۰۰۰۰ هغه افغانان چې له کاناډایي بنسټونو سره یې کار کړی وي او هغه کسان چې ورته ګواښ پېښ وي دغه هېواد ته ولېږدوي.
د کاناډا ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې د روان کال تر پایه پورې به ۱۰۰ زره کډوال دغه هېواد ته ولېږدول شي.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی