د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا د طالبانو له خوا په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته د تولید لومړنی پاموړ زیاتوالی دی. که څه هم د کرکېلې او تولید کچه لا هم د بندیز تر مخه له ثبت شویو شمېرو ټیټه ده، خو د ملګرو ملتونو اداره وايي، بزګران د بندیز د پلي کېدو د مخنیوي لپاره نوې لارې کاروي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې چې ځینې بزګران د غلو دانو په کروندو او دېواللرونکو انګړونو کې د کوکنارو کوچنۍ برخې پټوي. ځینې نور بیا د کوکنارو کرکېله او حاصلات په بېلابېلو وختونو کې ترسره کوي، څو د څارونکو له نظره پټ پاتې شي.
د دې ادارې اجراییوي مشرې مونیکا جوما ویلي: «د کوکنارو د کرکېلې څلور برابره زیاتوالی ښيي چې د ناقانونه تریاکو د تولید د کمښت ساتل څومره ستونزمن دي، کله چې بېوزله بزګران د خپلو کورنیو د مړولو لپاره بله لار ونه لري.»
هغې د طالبانو له چارواکو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کروندګرو د ژوند د ښه کولو لپاره په ګډه کار وکړي او د معیشت، کرنیزو بنسټونو او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې پانګونه وکړي.
د کوکنارو کرکېله شمال ختیځ ته پراخه شوې
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۶ ولایتونو سره د کوکنارو کرکېله ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي. د کوکنارو شاوخوا درې پر څلورمه برخه کرکېله په شمال ختیځو ولایتونو کې شوې ده؛ دا سیمه اوس د هېواد د کوکنارو د کرکېلې اصلي مرکز بلل کېږي. تر بندیز مخکې د کوکنارو ډېره کرکېله په سوېل لوېدیځ کې وه.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د تریاکو بیه هم له تېر کال په هر کیلوګرام کې له ۵۷۰ ډالرو ۵۰۰ ډالرو ته راکمه شوې، خو لا هم د بندیز تر مخه له ۱۰۰ ډالرو کمه بیه څو برابره لوړه ده. د تریاکو بیو سیمهییز توپیرونه ښايي د شمال ختیځ او سوېل لوېدیځ ترمنځ قاچاق ته انګېزه ورکړي.
د تریاکو زېرمو د کمېدو نښې
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته قاچاقبرانو د تریاکو له پخوانیو زېرمو څخه د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار اخیستی؛ خو د مخدره توکو د نیولو وروستي معلومات ښيي چې دغه زېرمې د کمېدو په حال کې دي.
د ادارې په وینا، د اروپا په بازارونو کې هم د هیرویینو د عرضې د کمېدو لومړنۍ نښې لیدل شوې دي. که تقاضا لوړه پاتې شي او زېرمې کمې شي، ښايي په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله نوره هم زیاته شي.
مونیکا جوما ټینګار کړی چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د نشهيي توکو د نړیوالو قاچاقي شبکو د څېړلو او له منځه وړلو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
یاده دې وي چې، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کوکنارو کرکېله او د نشهيي توکو تولید منع کړل. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر دې بندیز مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کرکېلې لاندې وه او دغه هېواد د نړۍ د ناقانونه تریاکو د عرضې شاوخوا ۸۰ سلنه برابروله.
د طالبانو چارواکو ویلي چې سږ کال یې ۲۲ زره هکټاره د کوکنارو کروندې له منځه وړې دي. د ملګرو ملتونو اداره وايي، روانه څارنه به څرګنده کړي چې د کوکنارو د کرکېلې دا زیاتوالی لنډمهالی دی او که په افغانستان کې د تریاکو او هیرویینو د تولید د بیا پراخېدو پیل دی.