• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: طالبان د خپلو ځپونکو پالیسیو د بدلولو اراده نلري

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ویلي، طالبان د خپلو «ځپوونکو او تبعیض‌کوونکو» سیاستونو د اصلاح یا بدلون لپاره هېڅ لېوالتیا نه ښيي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په غونډه کې، چې د بشري حقونو د ودې او ملاتړ په اړه جوړه شوې وه، وویل چې طالبانو د ګڼو فرمانونو او لارښوونو په صادرولو سره د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او ځپنه زیاته کړې ده.

د بېنېټ په وینا، د طالبانو د بیا واکمنېدو له پنځو کلونو تېرېدو سره سره په افغانستان کې د ځپنې او تبعیض بهیر نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې د څه باندې ۲۰۰ فرمانونو او لارښوونو په صادرولو سره لا سخت شوی دی. نوموړي وویل، دغو اقداماتو د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند ویجاړوونکي اغېز کړی دی.

بېنېټ همدارنګه وویل، چې د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه له ۲۵ کلونو کم عمر لري. هغه خبرداری ورکړ چې له زده‌کړو څخه د څه باندې ۲،۶ میلیون نجونو محرومول، د جهادي مدرسو پراختیا، د ماشومانو د کار زیاتوالی، د اړمنو کورنیو له خوا د ماشومانو پلورل او د نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو زیاتوالی د افغانستان راتلونکی او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله او د راستنېدونکو کډوالو کړکېچ

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملکي وګړو درنو مرګ‌ژوبلو ته هم اشاره کړې ده. د یوناما د راپور له مخې، تېر کال له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښې په نښتو کې تر ۵۱۲ ډېر کسان وژل شوي او ۱۲۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

همدارنګه، په مارچ میاشت کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز هوايي برید ۲۶۹ کسان وژلي دي، خو په اړه یې هېڅ ډول څېړنیز راپور نه دی وړاندې شوی.

له بلې خوا، له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته راستنېدو او ایستل کېدو پر بشري مرستو او خدماتو فشار لا زیات کړی دی.

د ریچارد بېنېټ په وینا، د راستنېدونکو ۶۰ سلنه ماشومان او ځوانان دي. د نوموړي په خبره، ځینې راستنېدونکي د پخواني حکومت سره د خپلو پخوانیو اړیکو، د بشري حقونو په فعالیتونو کې د ګډون، یا د خپل قومي او مذهبي هویت له امله، په ځانګړې توګه هزاره‌ګان، هندوان او سیکان، له خپل‌سرو نیونو، د ملکیتونو له غصب او د سختو مجازاتو له خطر سره مخ دي.

له نړیوالې ټولنې غوښتنه

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې تر هغو له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دغه ډلې ته د مشروعیت ورکولو څخه ډډه وکړي، څو چې طالبان په خپلو ځپوونکو سیاستونو کې د پام وړ او عملي بدلونونه نه وي راوستي.

نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید د بشري حقونو د له پامه غورځولو او «جنسیتي اپارتاید» ته د رسمیت ورکولو په بیه تمام نه شي.

هغه همدارنګه له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتي چې د زده‌کړو، رواني روغتیا، ماین‌پاکۍ او تغذیې په برخو کې بشري مرستې روانې وساتي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

ډېر لیدل شوي

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی
۱

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۲

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۳

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۴

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

۵

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

•
•
•

نور خبرونه

استرالیا د افغان جګړې د جنګي جرمونو په تړاو د پوځي مشرانو دوسیې نور نه تعقیبوي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۰
100%

د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز اډمیرال مارک هامونډ، وايي چې د افغانستان د جګړې پر مهال د احتمالي جنګي جرمونو او د رهبرۍ د ناکامیو په تړاو به د لوړپوړو پوځي قوماندانانو پر ضد نور انضباطي یا اداري اقدامات ونه شي.

د استرالیا د دفاع وزارت یوې پلټنې موندلې چې د افغانستان د جګړې پر مهال د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د قومندې او رهبرۍ جدي ناکامیو د قانون ماتونې او له حساب‌ورکوونې څخه د تېښتې زمینه برابره کړې وه.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز اډمیرال مارک هامونډ، د دغه هېواد سنا ته ویلي چې دفاع وزارت د یادې پلټنې په تړاو خپلې ټولې چارې بشپړې کړې دي او د لوړپوړو پوځي قوماندانانو پر ضد به نور انضباطي یا اداري اقدامات ونه شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي پلټونکي یو محرم راپور په جزوي ډول خپور شو. په راپور کې راغلي چې د استرالیا د ځانګړو هوايي خدماتو ځواک (اېس‌اې‌اېس) په یوه قطعه کې د اغېزمنې رهبرۍ او قومندې جدي ناکامي موجوده وه او ځینې سرتېري دې باور ته رسېدلي وو چې له حساب‌ورکوونې پورته دي او عادي پوځي مقررات ورباندې نه پلي کېږي.

د راپور له مخې، د جګړې له ډګره قوماندانانو ته داسې احصایې رسېدې چې د وژل شویو مخالفو جنګیالیو شمېر پکې غیرعادي لوړ، خو د ټپیانو شمېر او د استرالیايي ځواکونو تلفات کم وو. که څه هم ځینو قوماندانانو دغو معلوماتو او اړوندو اوازو ته پام کړی و، خو د وضعیت د څېړلو لپاره اغېزمن اقدامات ونه شول.

پلټنې همداراز موندلې چې په اېس‌اې‌اې‌اېس کې داسې کلتور رامنځته شوی و چې ځینو سرتېرو د مډالونو او شخصي شهرت د ترلاسه کولو لپاره جګړه‌ییزو عملیاتو ته لېوالتیا ښودله. د راپور ځینو شاهدانو د قطعې دننه فضا د موټرسایکل‌سپرو ډلو له تړلو شبکو سره تشبیه کړې، چې په پایله کې یې غرور او له بهرنیو کسانو سره د سپکاوي چلند پیاوړی شوی و.

د راپور یوه بله برخه په افغانستان کې د الکولو له بندیز سره سره د «کمپ راسل» په نوم پوځي اډه کې د څښاک لپاره د ځانګړي ځای جوړولو ته اشاره کوي او دا د پوځي نظم د کمزورتیا له نښو ګڼي.

دا پلټنه د ۲۰۲۰ کال د بریرېټن راپور له خپرېدو وروسته ترسره شوې وه. په هغه راپور کې داسې معتبر شواهد موندل شوي وو چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال ۳۹ افغان ملکي وګړي او بندیان په ناقانونه توګه وژلي وو. خو د راپور د موندنو له مخې، ډېری مسوولیت پر سرتېرو او ټیټ‌رتبه قوماندانانو ور اچول شوی و.

د استرالیا د پارلمان غړي او د اېس‌اې‌اې‌اېس پخواني افسر اندرو هسټي ویلي، د نوي راپور موندنې د هغه شخصي تجربې تاییدوي او ښيي چې د دغو پېښو مسوولیت یوازې د انفرادي سرتېرو تر کچې محدود نه و، بلکې د قومندې لوړو پوړیو ته هم رسېده.

هسټي ویلي: «که یو څوک د استرالیا په پوځ کې د قومندې واک لري، نو د خپلو تر لاس‌لاندې کسانو پر کړنو هم اخلاقي مسوولیت لري.»

په همدې حال کې، د استرالیا دوه پخواني ځانګړي ځواک سرتېري، اولیور شولڅ او بېن رابرټس ـ سمېت، د جنګي جرمونو له تورونو سره مخ دي؛ خو دواړو دا تورونه رد کړي دي.

د استرالیا چارواکو ویلي، د پلټنې بشپړ راپور لا هم محرم ساتل شوی، ځکه په هغه کې داسې حساس معلومات شامل دي چې د افغانستان د جګړې په اړه د اصلي څېړنو پر مهال راټول شوي وو.

کابل انسټیټیوټ: افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو حساب ورکول روښانه نه دي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰
100%

د کابل انسټیټیوټ په یوه راپور کې افغانستان ته د نړیوالو مرستو د شفافیت او حساب ورکولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د راپور له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې پرمختیايي ادارو د بشري مرستو لپاره اته میلیارد ډالر ترلاسه کړي دي، چې امریکا، بریتانیا او جرمني یې له مهمو تمویلوونکو څخه دي.

راپور په عمومي ډول اسنادو ته د لاس رسي په برخه کې ځینو تشو ته اشاره کړې او وايي، د مرستو د وېش او لګښت څرنګوالی په بشپړ ډول نه دی روښانه شوی.

په راپور کې راغلي، د ترلاسه شویو اسنادو له مخي یوازي ۲۱،۹ مېلیون ډالره هغه پیسې دي، چې له ترلاسه کولو وروسته نورو مرستندویانو یا مستحقو کسانو ته ورکول شوي دي. د دوی په خبره په عامه اسنادو کې د ټولې تمویل شوې بودیجې د ۹۱ سلنې د لګښت یا لېږد څرنګوالي په اړه جزییات نشته.

دغه راپور د مالي څارنې په برخه کې هم اندېښنې شریکې کړي دي. دوی یوازي ۳۱۶ تادیات، چې ټول ارزښت یې ۱،۴۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، په نښه کړې دي؛ په دغو تادیاتو کې د ترلاسه کوونکو نومونه «محرم» ښودل شوي دي.

راپور زیاتوي، پرمختیايي ادارو په جلا توګه د ۱۲۰۸ پروژو لپاره د نورو ۱۲ میلیارد ډالرو د ورکړې ژمنې هم کړې دي. د راپور په وینا، د دغو پیسو د مدیریت اداري ترتیبات ورځ تر بلې مبهم کېږي.

دا ژمنې د هغو ۱۷،۵ میلیارد ډالرو بهرنیو مرستو سربېره دي چې د راپور په ادعا، د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو ادارې په مستقیم ډول ترلاسه کړې دي.

د نړیوالو پراخو مرستو سره سره، لا هم ګڼ افغانان له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دغو سختو شرایطو میلیونونه افغانان دې ته اړ کړي چې د کار موندلو لپاره بهرنیو هېوادونو ته مخه کړي او ځینې یې د ناقانونه لارو کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د افغانستان سوداګریزې شمېرې هم پر اقتصاد د فشارونو څرګندونه کوي. د راپور له مخې، د هېواد کلنی واردات شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې صادرات یې نږدې ۱،۷ میلیارد ډالره دي. په دې سره د افغانستان سوداګریز کسر ۱۰،۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دغه توپیر ښيي چې افغانستان د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ډېر پر بهرنیو مالي مرستو تکیه کوي.

افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو د راتګ او د دغه هېواد د وګړو د دوامداره اقتصادي ستونزو ترمنځ څرګند واټن یو ځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې دي چې مرستې څنګه مدیریت، څارل او وېشل کېږي.

د راپور په وینا، د مرستو د ترلاسه کوونکو او د پیسو د لګښت په اړه د معلوماتو خپرول به دا مرسته وکړي ترڅو معلومه شي، چې نړیوالې مرستې تر هغو خلکو رسېږي که نه چې د ملاتړ لپاره ورته ځانګړې شوې دي.

اصف درانی: د طالبانو له حکومت سره د روسیې نږدې کېدل د پاکستان پر نفوذ اغېز کولای شي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، له طالبانو سره د روسیې پراخېدونکې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې د سیمې ډیپلوماټیکه معادله بدلوي او ښايي طالبانو ته د پاکستان پر وړاندې د لا زیات مانور زمینه برابره کړي.

دراني په یوې تحلیلي لیکنه کې ویلي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا مسکو به د کابل لپاره د اسلام‌اباد ځای ونیسي که نه، بلکې دا ده چې د روسیې پراخېدونکې اړیکې به طالبانو ته د پاکستان په وړاندې څومره سیاسي او ډیپلوماټیک انعطاف ورکړي.

د هغه په وینا، روسیې په جولای ۲۰۲۵ کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او له دې مخکې یې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې طالبان د ممنوعه ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل.

نوموړي زیاته کړې چې مسکو د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له کابل سره د امنیتي، سوداګریزو، بشري او کلتوري همکاریو د «بشپړې ملګرتیا» اعلان هم وکړ.

اصف درانی وايي، د روسیې دغه تګلاره تر ډېره د خپلو امنیتي اندېښنو له امله ده. د هغه په وینا، مسکو د داعش خراسان، د نشه‌يي توکو د قاچاق او منځنۍ اسیا ته د افراطیت د پراخېدو په اړه اندېښمن دی او له همدې امله له طالبانو سره تعامل د یوه عملي ضرورت په توګه ګوري.

هغه باور لري چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د پاکستان پر ډیپلوماټیک نفوذ هم اغېز کوي. دراني لیکي چې اسلام‌اباد پخوا د جغرافیایي نږدېوالي، اقتصادي اړیکو او تاریخي اړیکو له امله کابل ته ځانګړی لاسرسی درلود، خو اوس طالبان د مشروعیت، امنیتي همکاریو او اقتصادي فرصتونو لپاره له روسیې سره یوه بله مهمه دروازه لري.

د نوموړي په وینا، دا بدلون پدې معنا نه دی چې د پاکستان نفوذ له منځه ځي، خو اسلام‌اباد نور نشي کولی یوازې پر تاریخي اړیکو او جغرافیایي موقعیت تکیه وکړي.

اصف درانی د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) موضوع د پاکستان او روسیې د لیدلوري ترمنځ مهم اختلاف بولي. هغه وايي، د پاکستان اصلي اندېښنه په افغانستان کې د هغو وسله‌والو ډلو حضور دی چې پر پاکستان بریدونه کوي، خو د روسیې تمرکز تر ډېره پر داعش خراسان او د منځنۍ اسیا امنیتي ګواښونو دی.

نوموړی خبرداری ورکوي چې اسلام‌اباد باید دا تمه ونه لري چې د روسیې او طالبانو نږدې اړیکې به په اتومات ډول د ټي‌ټي‌پي پر ضد د طالبانو اقدام تضمین کړي.

دراني په عین حال کې روسیه د سیمه‌ییز ثبات لپاره یو مهم لوبغاړی بولي او وايي چې مسکو کولی شي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو او کړکېچونو د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

هغه د شانګهای همکاریو سازمان د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره مناسب چوکاټ ګڼي او وايي پاکستان، روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او نشه‌يي توکو پر ضد ګډې ګټې لري.

د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی ټینګار کوي چې اسلام‌اباد باید د طالبانو له مشرانو سره مستقیمې اړیکې وساتي او له چین، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همغږي زیاته کړي.

هغه وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تبادله، د سرحدي پېښو ګډې څېړنې، د وسله‌والو بریدونو مخنیوی او د سوداګرۍ پراخول د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي تاوتریخوالی کم کړي.

اصف درانی لیکي چې د روسیې له‌خوا افغانستان ته نږدې کېدل نه د پاکستان لپاره حتمي ستراتیژیکه ماتې ده او نه هم په خپله د سیمې د امنیت تضمین. د هغه په وینا، د اسلام‌اباد راتلونکی نفوذ به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې وکولای شي د سرحدي امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، سوداګرۍ او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې عملي پایلې وړاندې کړي.

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
100%

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي چې پښتو د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډه ژبه ده او کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې نوی وړاندیز هم د اسلام‌اباد او د طالبانو ادارې ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د مرستې یوه هڅه ده.

خوریف د سې‌شنبې په ورځ د لړم ۵مه، په پاکستان کې د روسیې په سفارت کې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبرې کولې. هغه وویل، په سفارت کې د دې مراسمو د جوړولو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو او سیاسي کړیو پام د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډې ژبې ته واړول شي.

د روسیې سفیر زیاته کړه چې دا نوښت د روغې جوړې لپاره بله بلنه او د مسکو له لوري د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د حل په برخه کې د مرستې یوه هڅه ده.

هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې روسي ژبه کولای شي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي او پښتو هم د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ورته رول لوبولای شي.

د پښتو ګرامر کتاب مخکتنه

د دې مراسمو پر مهال د کتاب لیکوال او د پاکستان د نوې ژبو ملي پوهنتون استاد، حفیظ‌الرحمان دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر، محمد فاروق انجم، او په پاکستان کې د طالبانو د ادارې سفیر، سردار احمد شکیب، ګډون درلود. د پاکستان یو شمېر پوهنتوني استادانو او د رسنیو استازو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د روسیې سفارت ویلي چې دا نوښت د روسي او پاکستاني ژبپوهانو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په موخه پیل شوی دی. د دغه سفارت په وینا، دا کتاب د پښتو ګرامر په اړه د معاصرو ښوونیزو سرچینو د کمښت د جبران او د روسیې د پوهنتونونو د محصلانو د هڅونې لپاره چمتو شوی، څو پښتو ژبه زده کړي.

ټاکل شوې چې د دې کتاب نسخې د روسیې هغو پوهنتونونو ته ورکړل شي چې پښتو پکې تدریسېږي.

د روسیې له لوري د منځګړیتوب لپاره چمتووالی

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی منځګړیتوب وکړي او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره مرسته وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ولادیمیر کولوکولتسف، په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل. په همدې وخت کې د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر، سرګي ناریشکین، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له رئیس، عبدالحق وثیق، سره وکتل.

په پاکستان کې د روسیې سفیر له دغو لیدنو وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ او د سرحدي لارو تړل کېدو د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. خو پاکستان او طالبانو د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ایران د سلګونو پخوانیو افغان پوځیانو د استوګنې موده نه ده غځولې

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰
100%

ایران د سلګونو پخوانیو افغان پوځیانو د اقامت اسناد نه دي تمدید کړي. دغه پوځیان چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې ایران ته پناه وړې، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او وېره لري چې افغانستان ته په جبري ستنېدو سره به یې طالبان ونیسي او شکنجه او وبه وژل شي.

افغانستان انټرنشنل په تهران او اصفهان کې له یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو سره خبرې کړې دي. هغوی ویلي چې د اقامت موده یې پای ته رسېدلې یا ژر پای ته رسېږي، خو د تمدید غوښتنې یې د ایران د کفالت او پاسپورټ ادارو نه دي منلې.

دغو نظامیانو ویلي، پخوا یې د جنرال اکرام‌الدین سریع د دفتر له لارې په ایران کې اقامت ترلاسه کړی و، خو ایراني چارواکو ورته ویلي چې پخواني اقامتونه د یوه ځانګړي حکم له مخې صادر شوي وو او د تمدید لپاره یې نوی حکم نه دی صادر شوی.

جنرال اکرام‌الدین سریع د افغانستان د پخوانیو پولیسوقوماندان و، چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په میاشت کې په تهران کې ووژل شو. د هغه دفتر په ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د اقامت په ترلاسه کولو کې پراخه همکاري کوله.

سرچینې وایي، یوازې په اصفهان کې شاوخوا ۵۰۰ پخواني افغان نظامیان ژوند کوي چې د اقامت اسناد یې نه دي تمدید شوي. د دوی په وینا، دغه اسناد د یوه کال لپاره صادرېدل او هر کال به تمدیدېدل.

د جنرال سریع دفتر ته یوې نږدې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د دغه دفتر له لارې د اقامت ترلاسه کوونکو او نورو پخوانیو نظامیانو اسناد نه دي تمدید شوي.

د سرچینې په وینا، د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د اقامت د تمدید بهیر ستونزمن شوی او له هغه وخت راهیسې د نږدې هېڅ یوه پخواني نظامي اقامت نه دی تمدید شوی.

دغه سرچینه وایي، د جنرال سریع په دفتر کې شاوخوا ۱۷ زره پخواني افغان نظامیان ثبت شوي، خو په ایران کې د مېشتو پخوانیو افغان نظامیانو شمېر تر دې ډېر دی.

سرچینې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو جبري ستنول ښایي هغوی د طالبانو له خوا د نیولو، شکنجې او وژل کېدو له خطر سره مخ کړي. د سرچینې په وینا، داسې معتبر اسناد هم شته چې ښيي یو شمېر پخواني نظامیان له ایران څخه تر بېرته ستنېدو یا ایستل کېدو وروسته نیول شوي، شکنجه شوي یا وژل شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یو شمیر پخوانیو پوځیانو هڅه کړې چې پاکستان ته ولاړ شي خو ځینې افغانان له هوايي ډګرونو بېرته ګرځول شوي او په قاچاقي لارو پاکستان ته تللي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څه موده وړاندي ویلي وو، چې پاکستان ډیورند کرښې ته څیرمه پخواني افغان پوځیان ځای پر ځای کړي دی.

سرچینو زیاته کړې په دې وروستیو کې په بغلان ولایت کې یو پخوانی نظامي د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې طالبانو وژلی دی. د سرچینې په وینا، نوموړی د اقامت د نه تمدید له امله افغانستان ته ستون شوی و.

دغې سرچینې ویلي، چې د ایران چارواکي نور د پخوا په څېر د پخوانیو افغان نظامیانو د ملاتړ انګېزه نه لري. خو لا څرګنده نه ده چې د ایران په دریځ کې دا بدلون د وروستیو امنیتي تحولاتو له امله دی، که د طالبانو د فشارونو پایله ده.

پخواني افغان نظامیان د اقامت د اسنادو نه تمدیدېدو له امله له بې‌برخلیکۍ سره مخ دي.

یو پخوانی نظامي چې له خپلې کورنۍ سره په اصفهان کې ژوند کوي او د کارګر په توګه کار کوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په پخواني حکومت کې یې د یوه نظامي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو ورځو کې ایران ته تښتېدلی و او اوس وېره لري چې افغانستان ته د شړلو په صورت کې به یې ژوند له خطر سره مخ شي.

دغه پخواني نظامي ویلي، چې نه پوهېږي د اقامت د نه تمدید په صورت کې به د ده او دده د کورنۍ برخلیک څه وي.