په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۵ افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تازه پېښه کې، یو ۲۵ کلن افغان ځوان د سېشنبې په ورځ په یوه کرونده کې د کار پر مهال مړ شوی دی.
دې ادارې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ټولیزه توګه د ۱۷۳۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده.
شورا په یوه راپور کې ویلي چې اوس مهال هره میاشت په ترکیه کې له ۲۰۰ ډېر کارګران د کار پر مهال مري.
دې ادارې په خپل وروستي میاشتني راپور کې، چې د سپټمبر میاشتې په اړه دی، د ۲۲۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده. د کارګرانو تر ټولو ډېرې مړینې په ودانیزو، کرنیزو او ترانسپورتي برخو کې ثبت شوې دي. شورا وايي، ښايي د مړو شویو کارګرانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.
د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا شمېرې ښيي چې تېر کال په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۲ افغان کارګران د کاري پېښو له امله مړه شوي دي. تر هغه په مخکیني کال کې هم د ۱۳ افغان کارګرانو مړینه ثبت شوې وه.
په ترکیه کې د کار پر مهال د مړینې د پېښو له پلوه، افغان کارګران تر سوریایي وګړو وروسته دویم ځای لري.
د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، ډېری کډوال کارګران په سختو شرایطو کې او له کافي ملاتړ پرته کار کوي.
په تازه پېښه کې، ۲۵ کلن افغان کارګر اسماعیل ګیلاني د قونیه ولایت د جیحانبیلي ولسوالۍ په ینېجېوبا سیمه کې د چغندرو په یوه کرونده کې مړ شوی.
د اسماعیل خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د چغندرو د راټولولو د ماشین ترڅنګ کار کاوه، چې ماشین ناڅاپه چپه شو.د پېښې عیني شاهدانو د مرستې غوښتنه وکړه او ټپي کارګر روغتون ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله ومړ.
اسماعیل په اصل کې د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه اووه کاله مخکې د کار لپاره له افغانستان نه بهر لاړ او دوه کاله یې په ایران کې تر کار کولو وروسته، وروستي پنځه کاله په ترکیه کې تېر کړي وو.
ګیلاني کوژدن شوی و او کوژدنه یې په افغانستان کې ژوند کوي.
د هغه د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اسماعیل په غیررسمي ډول کار کاوه او د بیمې له پوښښ څخه برخمن نه و.
د ترکیې د قوانینو له مخې، بهرني کارګران د قانوني کار کولو لپاره د کار جواز یا له دې جواز څخه معافیت ته اړتیا لري. کارګومارونکي هم مکلف دي چې خپل کارګران د اړوندو مقرراتو له مخې د ټولنیزې بیمې په سیستم کې ثبت کړي.
د ترکیې د ټولنیز امنیت اداره وايي، هغه کارګران چې بیمه نه لري، له ګڼو قانوني ملاتړونو بېبرخې کېږي.
