• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا استازې کیټ فاسټر، د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند او پرېکړو کولو څخه حذف شوې او د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرو اترو کې باید ښځې مرکزي رول ولري، ځکه د نیم نفوس په څنګ ته کولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای.

کیټ فاسټر د سې‌شنبې په ورځ د امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» په غونډه کې وویل چې د ښځو ګډون باید په غونډو کې تر سمبولیک حضور پورې محدود نه وي، بلکې هغوی باید په پرېکړو کې واقعي ونډه او اغېز ولري.

نوموړې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ټینګار وکړ چې د یوه هېواد د نفوس نیمایي برخه د هغه هېواد د راتلونکي له جوړولو څخه نه شي محرومېدای او بیا دې د تلپاتې سولې تمه هم ترې وشي.

د برېټانیا استازې د افغانستان د ښځو د حقونو له فعالې تمنا زریاب پریاني څخه په دې غونډه کې د وینا له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د امنیت شورا باید د سولې جوړوونکو ښځو او د مدني ټولنې د استازو نظرونو ته پام وکړي او د هغوی د وړاندیزونو پر بنسټ اقدام وکړي.

هغې همدارنګه د هغو ښځو د ساتنې غوښتنه وکړه چې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي او ښايي له ګواښونو یا غچ‌اخیستونکو اقداماتو سره مخ شي.

دې استازې وویل چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له تصویب څخه ۲۶ کاله تېر شوي، خو لا هم په نړیواله کچه د شویو ژمنو او په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ښځو د ژوند د واقعیتونو ترمنځ ژور واټن موجود دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک د ۲۰۰۰ کال د اکتوبر په ۳۱مه تصویب شو او د ښځو، سولې او امنیت په اړه د دې شورا لومړنی پرېکړه‌لیک دی.

په دې پرېکړه‌لیک کې د سولې په بهیرونو، سیاسي خبرو اترو او پرېکړو کولو کې د ښځو پر مانادار ګډون ټینګار شوی او له هېوادونو غوښتل شوي چې ښځې او نجونې د جګړې له امله د رامنځته شوي تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه له جنسي تاوتریخوالي، څخه وساتي. په دې پرېکړه‌لیک کې د جګړې په مخنیوي، د شخړو په هواري او له جګړې وروسته د ټولنو په بیارغونه کې د ښځو رول هم په رسمیت پېژندل شوی دی.

هغې ټینګار وکړ چې اصلي ستونزه د اغېزناکو لارو چارو په اړه د پوهاوي نشتوالی نه دی، بلکې د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راتلل دي.

د برېټانیا استازې اعلان وکړ چې لندن ژمنه کړې، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خپلې دوه‌اړخیزې پراختیايي مرستې لږ تر لږه ۹۰ سلنه هغو پروګرامونو ته ځانګړې کړي چې د ښځو او نجونو برابري یې له اصلي یا مهمو موخو څخه وي.

د هغې په وینا، برېټانیا تېر کال په جګړه‌ځپلو سیمو کې د سولې جوړوونکو ښځو او د ښځو د حقونو د مدافع سازمانونو سره شاوخوا ۴.۶ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د برېټانیا استازي همدارنګه په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې انلاین ځورونه او ګواښونه د ښځو د غږ د چوپولو پر یوې بلې وسیلې بدل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح
۱

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۲

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۳

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

۴

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۵

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

•
•
•

نور خبرونه

انتونیو ګوترېش: په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه مخ پر زیاتېدو دي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو ځپنه مخ پر زیاتېدو ده او هغوی له سختو محدودیتونو سره مخ دي. نوموړي د ښځو تر مشرۍ لاندې د سیمه‌ییزو بنسټونو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.

ګوترېش د سه‌شنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په «ښځې، سوله او امنیت» غونډه کې افغانستان د مالي، یمن او سومالیا ترڅنګ د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړ، چې ښځې او نجونې پکې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او حقونه یې تر پخوا ډېر ځپل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ښځې او نجونې لا هم له تاوتریخوالي، تبعیض، محرومیت او ناوړه چلند سره مخ دي. د هغه په وینا، نجونې له زده‌کړو محرومېږي، چې د دوی بنسټیز حق دی، او ښځینه سیاستوالې، خبریالانې او د بشري حقونو مدافعانې څنډې ته کېږي او په نښه کېږي.

ګوترېش د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو له اقداماتو څخه د افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سوریې د ښځو تر مشرۍ لاندې د سیمه‌ییزو بنسټونو ملاتړ یاد کړ.

هغه خبرداری ورکړ، چې د مالي سرچینو کمښت د ښځو او نجونو وضعیت لا خرابوي او د ښځو ځینې سازمانونه یې اړ کړي چې خپل فعالیتونه ودروي. د نوموړي په وینا، د کلینیکونو او خوندي ځایونو تړل کېدل او د حیاتي بشري مرستو له لاسه ورکول د بودجې د کمښت له پایلو څخه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په داسې حال کې چې تېر کال د نړۍ پوځي لګښتونه نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي، بشري مرستې لا هم په پراخه کچه کمېږي.

هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د پرمختیايي مرستو په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او په جګړه ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ کوونکو سازمانونو تمویل سمدستي بېرته پیل کړي.

ګوترېش د نړیوالو ژمنو او عملي اقداماتو ترمنځ پر واټن نیوکه وکړه او ویې ویل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له تصویب څخه ۲۶ کاله تېر شوي، خو په ډېرو مواردو کې «ډېرې خبرې شوې او کافي اقدامات نه دي شوي».

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې په بهیرونو کې د ښځو ګډون یوازې سمبولیک اهمیت نه لري، بلکې د هغوی مانادار ګډون د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو احتمال زیاتوي. د هغه په وینا، ټولنې هغه مهال پیاوړې کېږي، چې ښځې او نجونې له وېرې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړای شي.

ګوترېش وویل، تېر کال د سولې په ۵۷ بهیرونو کې ښځو یوازې پنځه سلنه مذاکره‌کوونکې جوړولې او د سولې له پنځو څخه په کمو کې لږ تر لږه د ښځو، نجونو، جنسیت یا جنسي تاوتریخوالي یادونه شوې وه. هغه د ژمنو په عملي کولو کې دا واټن «د منلو وړ نه» وباله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو د ګډون لپاره د الزامي هدفونو او ونډو ټاکلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د ښځو اړتیاوې او غوښتنې باید په ټولو خبرو اترو، اوربندونو او د سولې تړونونو کې منعکسې شي.

هغه زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو تېر کال د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي څه باندې ۹ زره او ۷۰۰ پېښې تایید کړې دي او په وینا یې، واقعي شمېرې تر دې هم لوړې دي.

ګوترېش د سولې په ټولو مذاکراتي مېزونو کې د ښځو ګډون، د مالي سرچینو زیاتول او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی درې بېړني لومړیتوبونه وبلل او د تاوتریخوالي د عاملانو د بشپړ حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه.

هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د ښځو، سولې او امنیت اړوندې ژمنې په خپلو قوانینو او کورنیو پالیسیو کې ځای کړي او د ښځو اقتصادي خوندیتوب تضمین کړي.

ګوترېش وویل: «برابري خوب نه دی، بلکې یوه پرېکړه ده».

تمنا پریاني د امنیت شورا ته: نړیواله ټولنه دې د اندېښنو پر ځای د طالبانو پر ضد اقدام وکړي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۰
100%

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ښځو د ځپلو پر وړاندې د نړۍ بې‌غوري نورو ته دا زده کوي چې کولای شي دا ډول جرمونه له مجازاتو پرته ترسره کړي.

هغې غوښتنه وکړه چې طالبان دې حساب ورکوونې ته اړ باسي او د دغه ډلې اقدامات دې د جنسیتي اپارټاید په توګه په رسمیت وپېژني.

مېرمن پریاني له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي، د ښځو د حقونو د نقض له امله د دې ډلې مشران حساب‌ورکوونکي کړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړو په کولو کې د ښځو ګډون تضمین کړي.

هغې په خپله وینا کې وویل: «د افغانستان ښځې خبرو ته نه، بلکې اقدام ته اړتیا لري.»

پریاني د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» په غونډه کې وویل چې د ښځو د حقونو د نقض پایلې د افغانستان په پولو کې نه محدودېږي، بلکې دا سرغړونې هغه مهال پراخېږي چې زغم یې وشي یا له پامه وغورځول شي.

هغې وویل: «که نړۍ په افغانستان کې اقدام ونه کړي، نور به زده کړي چې هغوی هم کولای شي دا ډول جرمونه له مجازاتو پرته ترسره کړي.»

د ښځو د حقونو دې فعالې ټینګار وکړ چې هېڅ یو حاضر هېواد دا ادعا نه شي کولای چې د افغانستان د ښځو له وضعیت څخه ناخبره و. هغې وویل چې نړیواله ټولنه د اعلامیو په خپرولو او د اندېښنې په څرګندولو بسنه کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې عملي اقدام ته اړتیا لري.

پریاني د خپلې نیونې او شکنجې تجربې ته په اشارې وویل چې د طالبانو ځواکونه د شپې په نیمایي کې په کابل کې د هغې کور ته ورننوتل، څو د بشري حقونو د فعالیتونو له امله یې غږ غلی کړي.

هغې وویل چې هغه شپه له خپلو دریو خویندو سره په کور کې وه او له وېرې سره سره یې د خپل ټیلیفون په وسیله د مرستې غوښتلو یوه ویډیو ثبت کړه. د هغې په وینا، د دې ویډیو خپرېدو د هغې د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړه او که انټرنېټ ته یې لاسرسی نه وای، ښايي نن ژوندۍ نه وای.

پریاني زیاته کړه چې د زندان پر مهال یې د هغو بندیانو چیغې اورېدې چې د ډزو په وسیله یې غږونه غلي کېدل. هغې د وژل شویو بندیانو مړي هم لیدلي وو.

هغې وویل چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د «جنسیتي اپارتاید» تر نظام لاندې ژوند کوي، له زده‌کړو او ګڼو کاري فرصتونو محرومې دي او نه شي کولای په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.

پریاني د امنیت شورا له غړو سره درې مشخصې غوښتنې مطرح کړې: د امنیت شورا د فعالیتونو په محور کې د جنسیتي عدالت او د ښځو د حقونو ځای پر ځای کول، د ښځو د حقونو د نقض کوونکو حساب‌ورکوونکي کول او د ښځو د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د هغوی د ګډون تضمینول.

هغې افغانستان کې د سفارتونو طالبانو ته د سپارلو، د دې ډلې په رسمیت پېژندلو او د ځینو هېوادونو له هغو هڅو نیوکه وکړه چې غواړي له طالبانو سره د پناه‌غوښتونکو د ایستلو په برخه کې همکاري وکړي. هغې وویل چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې باید د ښځو حقونه لومړیتوب ولري.

پریاني غوښتنه وکړه چې جنسیتي اپارتاید دې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه تعریف شي. هغې همدارنګه له هېوادونو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د نقض په اړه په نړیواله محکمه کې د قضیې له تعقیب او د جنسیتي ځورونې په تور د طالبانو د مشرانو د نیولو له هڅو ملاتړ وکړي.

هغې ټینګار وکړ چې دا ډول اقدامات کولای شي د نړۍ په نورو برخو کې د ښځو د سیستماتیک ځپلو د تکرار مخه ونیسي.

پریاني وویل چې امنیت شورا څو ځله د افغانستان د ښځو خبرې اورېدلې دي، خو ډېری وخت یې د هغو ښځو پر ځای چې د خپلو ټولنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، د «وسله‌والو نارینه‌وو» خبرو ته غوږ نیول غوره کړي دي.

هغې زیاته کړه چې د سولې په بهیر کې د ښځو بشپړ ګډون، د بشري حقونو د نقض د عاملانو حساب‌ورکوونکي کول او د بشري مرستو رسول، د یوه عادلانه افغانستان د رامنځته کولو لپاره اړین دي.

د ښځو د حقونو دې فعالې په آلمان کې د سړکونو د اعتراضونو او د فعالانو د نه خوړلو اعتصابونو په یادولو سره وویل چې د افغانستان ښځو مقاومت نه دی درولی. د هغې په وینا، معترضې ښځې د طالبانو له لوري د ډزو، دورو او وهلو ټکولو هدف ګرځېدلې دي، خو بیا هم یو ځل بیا د اعتراض لپاره راپورته شوې دي.

پریاني ټینګار وکړ چې حقونه د مبارزې له لارې ترلاسه کېږي او ښځې به تر هغه وخته له مبارزې لاس وانخلي، څو عدالت او برابري ته نه وي رسېدلې.

سیما باهوس: افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل کېږي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرایيه مشرې سیما باهوس ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل کېږي او د خپل هېواد په راتلونکي کې له ونډې اخیستو محرومې دي. هغې خبرداری ورکړی، چې د جګړو له زیاتېدو سره په سوله‌ییزو هڅو کې د ښځو ونډه هم محدودېږي.

اغلې باهوس، د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په پنځمه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د «ښځې، سوله او امنیت» تر سرلیک لاندې وویل، چې ښځې او نجونې د جګړو او بې‌ځایه کېدو تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي، خو د جګړو د پای ته رسولو او د خپلو ټولنو د راتلونکي په اړه له پرېکړو څخه څنډې ته ساتل کېږي.

هغې د افغانستان وضعیت د ښځو او نجونو د محرومیت یوه څرګنده بېلګه وبلله او ویې ویل، چې د سولې له خبرو څخه د ښځو ایستل تصادفي نه دي، بلکې د بنسټیزو خنډونو، نابرابرو واکمنو اړیکو او جنسیتي لیدلورو ریښه لري.

د باهوس په وینا، تېر کال ښځو د سولې په ۵۷ ارزول شویو بهیرونو کې یوازې پنځه سلنه مذاکره‌کوونکي جوړول، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې دغه کچه اووه سلنه وه. هغې زیاته کړه، چې نږدې ۸۰ سلنه روانې خبرې اترې د یوې ښځې له ګډون پرته ترسره شوې دي.

نوموړې وویل، د تېر کال په هېڅ یوه له ۱۳ اوربند هوکړو کې د ښځو او نجونو په اړه مشخصه یادونه نه وه شوې او هېڅ یوې هوکړې هم جنسي تاوتریخوالی نه و منع کړی؛ دا په داسې حال کې ده، چې په یوه کال کې د جګړو اړوند د جنسي تاوتریخوالي تایید شوې پېښې دوه برابره شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرایوي مشرې خبرداری ورکړ، چې اوس د نړۍ په کچه بې‌ساري شمېر، یعنې ۷۵۶ میلیونه ښځې او نجونې، له وسله‌والو جګړو څخه د ۵۰ کیلومتره په واټن کې ژوند کوي. هغې زیاته کړه، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ پوځي ټکنالوژۍ هم د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سرغړونو په وړاندې د حساب ورکونې لپاره نوي خطرونه رامنځته کړي دي.

د هغې په وینا، په ځینو سیمو کې د وژل شویو ملکي وګړو په منځ کې د ښځو او نجونو ونډه زیاته شوې او بریدونه روغتونونه، ښوونځي، بازارونه او د هغوی کورونه په نښه کوي.

باهوس وویل، په جګړه‌ځپلو سیمو کې د امیندوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ عوارضو له امله د ښځو د مړینې احتمال د باثباته سیمو په پرتله پنځه برابره او له ښوونځي څخه د نجونو د پاتې کېدو احتمال دوه نیم برابره دی. هغې زیاته کړه، چې په سخت فقر کې د ژوند کوونکو نږدې ۴۰ سلنه ښځې او نجونې په جګړه‌ځپلو سیمو کې اوسېږي.

نوموړې وویل، ښځې د بې‌ځایه کېدو او د عامه خدمتونو د ګډوډۍ پر مهال د ماشومانو، ټپیانو او زړو کسانو د پالنې ترڅنګ، د تاوتریخوالي، جنسي استثمار او انسان‌قاچاق له زیاتو خطرونو سره هم مخ کېږي.

باهوس د ښځو د حقونو په برخه کې د فعالیت کوونکو بنسټونو د مالي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوې ارزونې له مخې، په کړکېچ ځپلو سیمو کې د دغو بنسټونو د مالي وضعیت کچه د تېر کال په پرتله د ۶۱ سلنه بنسټونو لپاره خرابه شوې او ۴۵ سلنه یې له شپږو میاشتو څخه د کمې مودې لپاره بودجه لري.

هغې ټینګار وکړ، چې دغه بنسټونه د شخړو په منځګړیتوب، د بشري مرستو د لاسرسي په برابرولو، د تاوتریخوالي د قربانیانو په ملاتړ او د بشري حقونو د سرغړونو په مستندولو کې حیاتي رول لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرایوي مشرې د سولې په بهیرونو کې د ښځو د لږ تر لږه درېیمې برخې ونډې د تضمین او په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا لپاره د رسمي پراختیايي مرستو د لږ تر لږه ۱۵ سلنې د ځانګړي کولو غوښتنه وکړه. هغې زیاته کړه، چې لږ تر لږه یو سلنه دغه مرستې باید د ښځو بنسټونو ته ځانګړې شي.

هغې همدارنګه د وژنو، جنسي تېریو او جنسیتي ځورونې د عاملانو د معافیت د پای ته رسولو او د سولې د ښځینه فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

هغې په پای کې وویل، چې د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره سیاسي ارادې ته اړتیا ده، څو واک ووېشل شي او شوې ژمنې په عملي اقداماتو بدلې شي.

زبیده اکبر: د افغان ښځو له حقونو او ګډون پرته تلپاتې سوله ناشونې ده

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰
100%

د ښځو د حقونو فعالې زبیده اکبر د ښځو، سولې او امنیت د مدني ټولنې په فورم کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو د مخالفت له امله د ۲۰۲۴ کال د دوحې غونډې له اصلي ناستو افغان ښځې وایستلې. هغې وویل چې د افغان ښځو له حقونو، ګډون او غږ پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله ناشونې ده.

زبیده اکبر ټینګار کړی، چې تخنیکي همکاري، سیاسي خبرې اترې او د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو په برخه کې پرمختګ باید د افغان ښځو پر وړاندې د روان وضعیت د حقیقت د پټولو سبب نه شي.

نوموړې وویل: « داسې حکومت عادي مه ګڼئ، چې تګلارې او کړنې یې د ښځو د سیستماتیکې ځورونې او ځپنې سبب ګرځي.»

هغې زیاته کړه: «د افغان ښځو له ګډون پرته، د سوله‌ییز افغانستان لپاره هېڅ باوري لاره نشته. د هغوی له حقونو، ګډون او غږ پرته تلپاتې سوله هم ناشونې ده.»

زبیدې اکبر وویل چې د ښځو د بشري حقونو د مدافعې په توګه، هغه دوه‌ګوني معیارونه له پامه نه شي غورځولای، چې د نړیوالې ټولنې په چلند کې یې ویني. هغې وپوښت چې د ښځو، سولې او امنیت اجنډا، چې خپله ملګري ملتونه نه مراعتوي، له نورو هېوادونو یې د په پام کې نیولو غوښتنه څه مانا لري؟

هغې زیاته کړه، چې له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان ښځې لا هم خپل حضور ساتي.

د هغې په وینا، افغان ښځې په جلاوطنۍ کې، سره له دې چې د خپلو څرګندونو له امله له خطرونو، محدودیتونو او د ویزو او سفر له خنډونو سره مخ دي، بیا هم خپل غږ پورته کوي.

هغې وویل، چې په افغانستان کې ښځې د طالبانو له لوري د تښتونو، بندي کولو، شکنجې، وژنو او جنسي تېري له خطرونو سره سره د لاریونونو او مدني مقاومت په لومړیو کرښو کې ولاړې دي.

د اکبر په وینا، افغان ښځې د پېښو مستندولو ته دوام ورکوي، د شاهدانو څرګندونې راټولوي او د طالبانو د سرغړونو شواهد نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کوي. هغې وویل، چې دوی بیا بیا دې غونډو ته راګرځي، ځکه باور لري چې د واقعیتونو په څرګندولو سره به د ښځو وضعیت له پامه غورځول ستونزمن شي او ښايي یوه ورځ د عملي کړنو لاره پرانیزي.

هغې په ټینګار وویل: «نورې خبرې او تشې غندنې بس دي. مهرباني وکړئ، موږ د اقدام تمه لرو.»

اکبر د ملګرو ملتونو د مرستیالې سرمنشي روزمري ډیکارلو سفر ته هم اشاره وکړه، چې د همدې میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته تللې او له طالبانو سره یې لیدلي وو.

هغې وویل، چې په همدې حال کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تایید کړې چې د ۲۰۲۳ کال د جولای او سپټمبر ترمنځ لږ تر لږه ۵۲ ښځې او نجونې په کابل او هرات کې د طالبانو د لباس له مقرراتو څخه د ادعا شوې سرغړونې له امله نیول شوې یا توقیف شوې وې.

د اکبر په وینا، طالبان د ښځو پر ژوند محدودیتونو ته دوام ورکوي، د مقاومت له امله یې مجازات کوي او د هغوی د حقونو له منلو انکار کوي، خو له دې ډلې سره نړیوال تعامل روان دی او د تعامل او د اړیکو د عادي کولو ترمنځ کرښه ورځ تر بلې تتېږي.

هغې ټینګار وکړ: «تعامل باید د اړیکو په عادي کولو بدل نه شي.»

نوموړې وویل، چې افغان ښځو دا موضوع په هره غونډه او ناسته کې راپورته کړې او دا لا هم یوه بېړنۍ مساله ده.

له پاکستان سره د لارو تړل کېدو د انګورو بیې تر ۷۰ سلنې راټیټې کړې دي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰
100%

یو شمېر بڼوال وايي له پاکستان سره د لارو تړل کېدو له امله سږ کال د کابل په بازارونو کې د انګورو بیې تر ۷۰ سلنې ډېرې راټیټې شوې دي. د دوی په وینا، تېر کال سوداګرو د ممیزو انګورو یو خروار شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ پېروده، خو سږ کال یې بیه ۴ زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.

یو شمېر بڼوالو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې طالبانو ته د «لوړو لګښتونو» له ورکولو او پر کروندګرو د محدودیتونو له لګولو شکایت کړی دی.

دوی وايي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، طالبانو منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته د انګورو او مڼو د صادراتو هڅه نه ده کړې.

بڼوال زیاتوي، چې طالبانو ولایتونو ته د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو بسونو له لارې د مېوو د لېږد مخه نیولې ده.

بل خوا، د طالبانو اداره د دې بندیز لامل د مسافر وړونکو موټرو له ټاکلي ظرفیت څخه د ډېر بار وړل یادوي.

کروندګر وايي د باروړونکو موټرو له لارې د مېوو لېږد ډېر وخت نیسي او ګڼ محصولات تر منزله له رسېدو مخکې خرابېږي. د دوی په وینا، باروړونکو موټرو ته یوازې د شپې له خوا په سالنګونو کې د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي او دغه موټر په وار سره له دې لارې تېرېږي،چې له امله یې مېوې خرابېږي.

بڼوال ادعا کوي، چې طالبانو د عشر پر راټولولو سربېره، پر دوی نور درانه لګښتونه هم جبري کړي دي.

یوه کروندګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي،چې طالبان د کابل ښار په ورودي دروازه کې د هر ۳۰ ټنه انګورو پر سر ۳۰۰ افغانۍ اخلي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د ادارې استازی د مېوو په بازار کې د محصول له اندازې پرته د هر موټر پر داخلېدو هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ اخلي.

دغه کروندګر وایي د پاکستان د لارو تر تړل کېدو مخکې یې د ښونډوخاني انګورو یو خروار تر ۳۰ زره افغانیو پورې پلورلی و. د ده په وینا، اوس د همدې انګورو د یوه خروار بیه له ۸ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې راټیټه شوې ده.

په هغو ویډیوګانو کې چې بڼوالو د کابل د تهیه مسکن د مېوو له بازاره افغانستان انټرنشنل ته لېږلې، لیدل کېږي،چې له ۱۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو انګورو کڅوړې په ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي. د ویډیو لېږونکي ویلي،چې په همدې بیه هم د کابل د مېوو په بازار کې انګور کافي پېرونکي نه لري.

100%

یوه بڼوال ویلي،چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تر درېدو وروسته، د طالبانو ادارې د تړون له مخې، د هندواڼو،خټکیو، انارو او ځینو نورو مېوو صادرات د منځنۍ اسیا هېوادونو ته شوي دي.

د هغه په ادعا، انګور او مڼې اوس نږدې هېڅ هېواد ته نه صادرېږي او د صادراتو د نشتوالي او طالبانو ته د لګښتونو د ورکولو له امله ګڼ بڼوال له درنو زیانونو سره مخ شوي دي.

دغه بڼوال ویلي: «سږ کال د تاکونو د ښاخونو پرې کولو، سرې ورکولو، د حشراتو ضد درملو شیندلو، د پاڼو لرې کولو او باغونو ته د اوبو ورکولو لګښتونه، او هغه پیسې چې طالبانو ته مو ورکړې، د انګورو له پلور څخه تر ترلاسه شویو پیسو ډېرې وې.»

یو شمېر بڼوال وايي د طالبانو د واکمنۍ پنځه کلنه دوره د ډېرو کروندګرو لپاره له تر ټولو سختو پړاوونو څخه وه.

د کابل د شمالي له سیمې د انګورو د یوه باغ مالک ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وچکالۍ او په نامناسب وخت کې د بارانونو له امله د دوو کلونو لپاره د انګورو باغونو د پام وړ حاصلات نه درلودل. هغه زیاته کړې سږ کال، چې حاصلات ښه وو، پاکستان ته صادرات ودرېدل او کروندګر زیانمن شول.

دغه کروندګر ویلي: «د پاکستان د لارو له تړل کېدو وروسته د افغانستان له سوېل څخه د لښکرګاه هندواڼې د اوږده واټن په وهلو شمال ته ورسېدې او ازبکستان ته صادرې شوې، خو د شمالي سیمې د انګورو او مڼو د بهرنیو صادراتو لپاره تړون ونه شو.»

پاکستان د تېر کال د تلې په ۲۰مه، له طالبانو سره د نښتو په پایله کې خپلې ټولې لارې د سوداګرۍ او مسافرو د تګ راتګ پر مخ وتړلې.

طالبانو له هغه وخت راهیسې هڅه کړې، چې د پاکستان د بدیل په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د توکو صادرات او واردات زیات کړي.

د افغانستان انټرنشنل یوه څېړنیز راپور د تلې په ۲۰مه وښوده، چې د لارو تړل کېدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ لږ تر لږه د ۲،۳ میلیارد ډالرو سوداګریز فرصتونه له منځه وړي دي.

اټکلونه ښيي، چې تر کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶،۴۵ میلیونه ډالره وه، چې په کلني حساب له ۲۳ میلیارد ډالرو څخه ډېریږي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان د پولو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۹۵ سلنه واردات د ایران او منځنۍ اسیا له لارو تامینېږي.