د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، له طالبانو سره د روسیې پراخېدونکې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې د سیمې ډیپلوماټیکه معادله بدلوي او ښايي طالبانو ته د پاکستان پر وړاندې د لا زیات مانور زمینه برابره کړي.
دراني په یوې تحلیلي لیکنه کې ویلي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا مسکو به د کابل لپاره د اسلاماباد ځای ونیسي که نه، بلکې دا ده چې د روسیې پراخېدونکې اړیکې به طالبانو ته د پاکستان په وړاندې څومره سیاسي او ډیپلوماټیک انعطاف ورکړي.
د هغه په وینا، روسیې په جولای ۲۰۲۵ کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او له دې مخکې یې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې طالبان د ممنوعه ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل.
نوموړي زیاته کړې چې مسکو د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له کابل سره د امنیتي، سوداګریزو، بشري او کلتوري همکاریو د «بشپړې ملګرتیا» اعلان هم وکړ.
اصف درانی وايي، د روسیې دغه تګلاره تر ډېره د خپلو امنیتي اندېښنو له امله ده. د هغه په وینا، مسکو د داعش خراسان، د نشهيي توکو د قاچاق او منځنۍ اسیا ته د افراطیت د پراخېدو په اړه اندېښمن دی او له همدې امله له طالبانو سره تعامل د یوه عملي ضرورت په توګه ګوري.
هغه باور لري چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د پاکستان پر ډیپلوماټیک نفوذ هم اغېز کوي. دراني لیکي چې اسلاماباد پخوا د جغرافیایي نږدېوالي، اقتصادي اړیکو او تاریخي اړیکو له امله کابل ته ځانګړی لاسرسی درلود، خو اوس طالبان د مشروعیت، امنیتي همکاریو او اقتصادي فرصتونو لپاره له روسیې سره یوه بله مهمه دروازه لري.
د نوموړي په وینا، دا بدلون پدې معنا نه دی چې د پاکستان نفوذ له منځه ځي، خو اسلاماباد نور نشي کولی یوازې پر تاریخي اړیکو او جغرافیایي موقعیت تکیه وکړي.
اصف درانی د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) موضوع د پاکستان او روسیې د لیدلوري ترمنځ مهم اختلاف بولي. هغه وايي، د پاکستان اصلي اندېښنه په افغانستان کې د هغو وسلهوالو ډلو حضور دی چې پر پاکستان بریدونه کوي، خو د روسیې تمرکز تر ډېره پر داعش خراسان او د منځنۍ اسیا امنیتي ګواښونو دی.
نوموړی خبرداری ورکوي چې اسلاماباد باید دا تمه ونه لري چې د روسیې او طالبانو نږدې اړیکې به په اتومات ډول د ټيټيپي پر ضد د طالبانو اقدام تضمین کړي.
دراني په عین حال کې روسیه د سیمهییز ثبات لپاره یو مهم لوبغاړی بولي او وايي چې مسکو کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو اترو او کړکېچونو د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان د سیمهییزو همکاریو لپاره مناسب چوکاټ ګڼي او وايي پاکستان، روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او نشهيي توکو پر ضد ګډې ګټې لري.
د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی ټینګار کوي چې اسلاماباد باید د طالبانو له مشرانو سره مستقیمې اړیکې وساتي او له چین، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همغږي زیاته کړي.
هغه وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تبادله، د سرحدي پېښو ګډې څېړنې، د وسلهوالو بریدونو مخنیوی او د سوداګرۍ پراخول د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي تاوتریخوالی کم کړي.
اصف درانی لیکي چې د روسیې لهخوا افغانستان ته نږدې کېدل نه د پاکستان لپاره حتمي ستراتیژیکه ماتې ده او نه هم په خپله د سیمې د امنیت تضمین. د هغه په وینا، د اسلاماباد راتلونکی نفوذ به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې وکولای شي د سرحدي امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، سوداګرۍ او سیمهییز ثبات په برخه کې عملي پایلې وړاندې کړي.
په پاکستان کې د روسیې سفیر له دغو لیدنو وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ او د سرحدي لارو تړل کېدو د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. خو پاکستان او طالبانو د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دغې سرچینې ویلي، چې د ایران چارواکي نور د پخوا په څېر د پخوانیو افغان نظامیانو د ملاتړ انګېزه نه لري. خو لا څرګنده نه ده چې د ایران په دریځ کې دا بدلون د وروستیو امنیتي تحولاتو له امله دی، که د طالبانو د فشارونو پایله ده.
پخواني افغان نظامیان د اقامت د اسنادو نه تمدیدېدو له امله له بېبرخلیکۍ سره مخ دي.
یو پخوانی نظامي چې له خپلې کورنۍ سره په اصفهان کې ژوند کوي او د کارګر په توګه کار کوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په پخواني حکومت کې یې د یوه نظامي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو ورځو کې ایران ته تښتېدلی و او اوس وېره لري چې افغانستان ته د شړلو په صورت کې به یې ژوند له خطر سره مخ شي.
دغه پخواني نظامي ویلي، چې نه پوهېږي د اقامت د نه تمدید په صورت کې به د ده او دده د کورنۍ برخلیک څه وي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله په کتاب «د اهل سنت والجماعت عقیده» کې ویل شوي، چې مسلمانان باید د خپلو واکمنانو پر وړاندې بغاوت ونه کړي، «که څه هم هغوی پرې ظلم وکړي» او یا ګناه وکړي.
د کتاب په ۱۳۱م مخ کې لیکل شوي: «موږ د خپلو امیرانو پر وړاندې بغاوت نه کوو، که څه هم هغوی ظلم وکړي او ګناه ترسره کړي.»
په همدې مخ کې د واکمنانو اطاعت تر هغه وخته فرض بلل شوی چې هغوی د الله تعالی د نافرمانۍ امر ونه کړي. په متن کې راغلي دي: «موږ د امیرانو اطاعت فرض ګڼو. تر هغه یې له اطاعته لاس نه اخلو، څو چې د الله تعالی د معصیت او نافرمانۍ امر ونه کړي او د هغوی د اصلاح، ښهوالي او ساتنې لپاره دعا کوو.»
د طالبانو د کابینې غړو او والیانو هم په تېرو پنځو کلونو کې په خپلو ویناوو کې د امیر پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه پر وړاندې یې مخالفت او بغاوت ناروا بللی، مګر دا چې واکمن د الله تعالی د نافرمانۍ امر وکړي.
د شنونکو له نظره، د واکمن د اطاعت په اړه دا دریځ دا پوښتنه راپورته کوي چې د امیر د اطاعت دیني حدود څه دي او د واکمن د ظلم، ناسمې پرېکړې یا د عدالت د نقض په صورت کې د خلکو د غږ اوچتولو لپاره څومره ځای پاتې کېږي، ځکه شریعت وايي، چې تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره کول دي.
د قران لارښوونې څه وایي؟
د قران کریم د نساء سورت په ۵۹م ایت کې له مومنانو غوښتل شوي چې د الله، د هغه د رسول او د واک لرونکو اطاعت وکړي. خو ایت په دې ټینګار هم کوي چې که د خلکو ترمنځ په کومه مساله کې اختلاف رامنځته شي، نو هغه دې الله او د رسول هدایاتو ته راجع کړي.
د ایت دویمه برخه د اطاعت د موضوع په څېړنه کې مهمه ده، ځکه د واکمن اطاعت د اختلاف او د پرېکړو د ارزونې له مسالې جلا نه شي څېړل کېدای.
قران د نساء سورت په ۱۳۵م ایت کې هم د عدالت پر ټینګښت ټینګار کوي او له مؤمنانو غواړي چې د عدالت لپاره کلک ودرېږي، که څه هم د دوی، د مور او پلار یا د خپلوانو پر زیان تمامېږي.
د دیني چارو د شنونکو له نظره، د دې لارښوونې په رڼا کې پوښتنه دا ده چې که د واکمن پرېکړه له عدالت سره په ټکر کې وي، د اطاعت او عدالت غوښتنې ترمنځ اړیکه باید څنګه تعریف شي.
دا ایتونه پخپله د کتاب د عبارت ناسموالی نه ثابتوي، خو د واکمن د اطاعت په اړه د هر دیني استدلال د ارزونې لپاره مهم بنسټونه برابروي. خو په کتاب کې هڅه شوې ده، چې د اطاعت اصل په یو طرفه ډول تشریح شي.
د حدیثو له مخې د اطاعت حدود
په صحیح مسلم کې د واکمنانو د اطاعت په اړه روایتونه شته چې د اطاعت تر څنګ یې د ګناه په امر کې د اطاعت نه کولو اصل هم بیان کړی دی.
د صحیح مسلم په یوه روایت کې راغلي چې اطاعت تر هغه لازم دی چې انسان ته د ګناه امر ونه شي، که د ګناه امر وشي، اطاعت نشته.
د طالبانو په سیاسي دریځ کې د امیر اطاعت
د امیر د اطاعت موضوع د طالبانو د مشرانو او چارواکو په ویناوو کې هم د دیني مکلفیت په توګه مطرح شوې ده.
په متن کې د امیر پر وړاندې د بغاوت نه کولو خبره شوې او ان که واکمن ظلم وکړي یا ګناه وکړي، خو په همدې متن کې د اطاعت لپاره دا شرط هم ذکر شوی چې واکمن باید د الله تعالی د نافرمانۍ امر ونه کړي.
د افغانستان د قوشتیپې کانال پروژه، چې د امو سیند اوبه د کرنې او خوړو خوندیتوب لپاره کاروي، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو پر سر د سیمهییزو سیالیو او کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
قوشتیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده.
د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې لګښتونه د ګمرکونو او مالیاتو له عوایدو تمویلېږي او د کیندنې چارې نږدې بشپړېدو ته رسېدلې دي.
خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري چې د کانال بشپړېدل به د امو سیند د اوبو د وېش انډول بدل کړي او د دوی پر کرنه او اوبو رسولو به مستقیم اغېز وکړي.
ازبکستان، چې پراخه کرنیزې سیمې یې د امو سیند پر اوبو متکي دي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي. د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښايي هر کال شاوخوا څلور میلیارده مکعب متره اوبه وکاروي، چې دا به د ازبکستان د کرنیزو حاصلاتو لپاره جدي ننګونه وي.
راپور وايي، د ارال سمندر د وچېدو له امله د سیمې د اوبو وضعیت لا دمخه له فشار سره مخ دی او د امو سیند اوبه د ازبکستان د ګڼو کرنیزو سیمو لپاره حیاتي اهمیت لري. د تویامویون زېرمې د اوبو کمښت هم د مالګینو اوبو د خطر د زیاتېدو لامل شوی دی.
ترکمنستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امو سیند پر اوبو تکیه لري. شنونکي وايي، که د سیند د اوبو اندازه کمه شي، عشقاباد به د کرنې، چاپېریال او د استوګنې د اړتیاوو ترمنځ له لا سخت انتخاب سره مخ شي.
تاجکستان هم اندېښنه لري چې د اوبو په کچه کې کموالی به د دغه هېواد پر کرنه او د برېښنا پر تولید منفي اغېز وکړي. راپور زیاتوي چې د قوشتیپې کانال د اوبو پر سر د کابل او دوشنبې پخوانۍ لانجې لا پسې برجسته کوي.
راپور وايي، که څه هم طالبانو په سیاسي کچه د سیمهییزې همکارۍ ملاتړ کړی، خو د قوشتیپې پروژه تر اوسه په عملي ډول د افغانستان له لوري په یو اړخیز ډول پر مخ وړل شوې ده. د دوی په وینا، د اوبو د مدیریت لپاره د ګډو تخنیکي میکانیزمونو نشتوالی د سیمې د هېوادونو بېباوري نوره هم زیاته کړې ده.
راپور وړاندیز کوي چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د «امو سیند د خبرو اترو» د یوه دایمي چوکاټ د جوړولو لپاره کار وکړي، څو د اوبو د مدیریت، معلوماتو شریکولو او د احتمالي شخړو د حل لپاره ګډ میکانیزم رامنځته شي.