د قوشتیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

د افغانستان د قوشتیپې کانال پروژه، چې د امو سیند اوبه د کرنې او خوړو خوندیتوب لپاره کاروي، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو پر سر د سیمهییزو سیالیو او کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
قوشتیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده.
د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې لګښتونه د ګمرکونو او مالیاتو له عوایدو تمویلېږي او د کیندنې چارې نږدې بشپړېدو ته رسېدلې دي.
خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري چې د کانال بشپړېدل به د امو سیند د اوبو د وېش انډول بدل کړي او د دوی پر کرنه او اوبو رسولو به مستقیم اغېز وکړي.
ازبکستان، چې پراخه کرنیزې سیمې یې د امو سیند پر اوبو متکي دي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي. د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښايي هر کال شاوخوا څلور میلیارده مکعب متره اوبه وکاروي، چې دا به د ازبکستان د کرنیزو حاصلاتو لپاره جدي ننګونه وي.
راپور وايي، د ارال سمندر د وچېدو له امله د سیمې د اوبو وضعیت لا دمخه له فشار سره مخ دی او د امو سیند اوبه د ازبکستان د ګڼو کرنیزو سیمو لپاره حیاتي اهمیت لري. د تویامویون زېرمې د اوبو کمښت هم د مالګینو اوبو د خطر د زیاتېدو لامل شوی دی.
ترکمنستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امو سیند پر اوبو تکیه لري. شنونکي وايي، که د سیند د اوبو اندازه کمه شي، عشقاباد به د کرنې، چاپېریال او د استوګنې د اړتیاوو ترمنځ له لا سخت انتخاب سره مخ شي.
تاجکستان هم اندېښنه لري چې د اوبو په کچه کې کموالی به د دغه هېواد پر کرنه او د برېښنا پر تولید منفي اغېز وکړي. راپور زیاتوي چې د قوشتیپې کانال د اوبو پر سر د کابل او دوشنبې پخوانۍ لانجې لا پسې برجسته کوي.
راپور وايي، که څه هم طالبانو په سیاسي کچه د سیمهییزې همکارۍ ملاتړ کړی، خو د قوشتیپې پروژه تر اوسه په عملي ډول د افغانستان له لوري په یو اړخیز ډول پر مخ وړل شوې ده. د دوی په وینا، د اوبو د مدیریت لپاره د ګډو تخنیکي میکانیزمونو نشتوالی د سیمې د هېوادونو بېباوري نوره هم زیاته کړې ده.
راپور وړاندیز کوي چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د «امو سیند د خبرو اترو» د یوه دایمي چوکاټ د جوړولو لپاره کار وکړي، څو د اوبو د مدیریت، معلوماتو شریکولو او د احتمالي شخړو د حل لپاره ګډ میکانیزم رامنځته شي.
د راپور په وینا، قوشتیپه د افغانستان لپاره ستره اقتصادي او کرنیزه پروژه ده، خو د هغې اغېزې د افغانستان له پولو اوړي او د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو لپاره د اوبو د امنیت له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
