• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کاناډا لومړی وزیر د محبوبیت له کمېدو سره، سره واک نه پرېږدي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۳ GMT+۱

د کاناډا لومړي وزیر جسټېن ټروډو د چهارشنبې په ورځ وویل، په ټولپوښتنو کې یې سره له دې چې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی؛ خو بیا هم تر راتلونکو دوو کلونو او له پارلماني ټاکنو مخکې به له خپلې دندې استعفاء ونه کړي.

له دې سره، هغه ومنله چې د ژوند کولو د بیې د لوړیدو په اړه د خلکو ناخوښي زیاته شوې ده.

ټروډو وویل، تراوسه هم ډېر کارونه پاتې دي چې باید ترسره یې کړي.

د هغه حکومت سره له دې چې په اقلیت کې دی، د کېڼ اړخي نوي ډیموکراټ ګوند سره د یوې سیاسي هوکړې پربنسټ توانیدلی چې خپل سیاسي ژوند ته دوام ورکړي.

د کاناډا د لومړي وزیر په توګه نهه کاله وروسته ټروډو په ټولپوښتنو کې د خپل محافظه کار سیال پییر پالیه څخه وروسته دی او که ټاکنې ترسره کېږي، نو ښایي ویې بایلي.

ټروډو له خپل مقام څخه د لیرې کېدو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې، " ټاکنو ته دوه نور کلونه پاتې دي او زه به خپل کار ته دوام ورکړم، ډېر کارونه پاتې دي چې باید ترسره یې کړم او زه د خپلو کارونو د سر ته رسولو لپاره ډېره لیوالتیا لرم."

محافظه کار ګوند پر حکومت تور پورې کوي، چې د کرونا وبا پر مهال یې خلکو ته د مالي مرستو په وېشلو سره تورم یا د پېسو پړسوب لوړ کړی دی.

دغه راز یاد ګوند د کورونو د بیو د لوړېدو په مخنیوي کې هم د حکومت پر بې غورۍ نیوکه کړې ده.

د لېبرال ګوند یو شمېر استازي له دې څخه چې د جسټېن ټروډو ‌‌‌‌‌‌ډله د ژوند د ډېرېدونکي لګښت په اړه د اپوزیسیون له دوامداره نیوکو سره د مقابلې لپاره هیڅ پلان نه‌لري، ناراضه دي.

جسټېن ټروډو وویل چې، راتلونکې اونۍ به د لېبرال ګوند له استازیو سره د محافظه کارانو نیوکو ته د ځواب ویلو په اړه روښانه خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې، هغه ومنله چې "په ټول هېواد کې د وضعیت په اړه شکایتونه شته، د ژوند د بیې لوړېدو ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.»

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي