• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سالنګ لارې له تړل کېدو وروسته د پروان -شیبر پر لویه لار ګڼه ګوڼه ډېره شوې

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د پروان يوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې کابل ته د رسېدو لپاره يې له درېيو ساعتونو ډېر په ټرافيکي ګڼه ګوڼه کې تېر کړي دي.

دغه ښاريان وايي، چې د سالنګونو له تړل کېدو وروسته مسافر له نورو لارو د تګ راتګ لپاره کار اخلي؛ خو دغه لارې د زياتو موټرو د تګ راتګ وړتیا نه لري.

د ۸۰ کیلو مټرو په اوږدوالي د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې او بنسټيز ترمیم په موخه دغه لار د وږي په نولسمه تر نامالومه مودې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې، چې خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي.

کابل مېشتو څو ورځې مخکې شکایت درلود، چې تر نامالومې مودې د سالنګ لارې د بندېدو له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د دغې لويې لارې د بيارغونې چارې دوو کورنيو شرکتونو ته سپارل شوې دي.

تر دې وړاندې د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولینو اعلان کړی و، چې د سړک جوړونې له امله تر یوې مودې پورې به دغه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې وي.

له بلې خوا، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي و، چې کېدای شي د دغې لارې د کانکرېټ کولو چارې څو میاشتې وخت ونیسي.

د سالنګ لویه لار چې شمالي، شمال ختیځ او شمال لویدیځ ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي، پخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې بیارغول شوې وه؛ خو په دې ورستيو کې دغه لویه لار د زياتو موټرو په ځانګړې توګه د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله د نورو لارو په څېر ويجاړه شوې ده.

د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یو له لنډو لارو څخه ده، چې اوس‌مهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ترې کار اخلي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي