• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېټانیا: چینایي جاسوسانو کلیدي دولتي چارواکو او برېټانوي شرکتونو ته لومه غوړولې ده

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۸ GMT+۱

برېټانیا وایي، چې چینایي جاسوسان د اطلاعاتو او رازونو تر لاسه کولو لپاره، په لومه کې د دولتي چارواکو او شرکتونو د راګیرولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي. حکومت ویلي، د دوی موخه د هغو کارکوونکو ښکار دی چې کلیدي ځایونو او حساسو برخو کې کار کوي.

د برېټانیا حکومت دغه څرګندونې د دغه هېواد د پارلمان د یوې کمیټې د راپور په غبرګون کې کړې، چې د جولای په میاشت کې خپور شو. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د دغه چینایي ګواښ سره د حکومت اقدام او تابیاوې کافي نه‌دي.
حکومت ویلي:« د چین د ښکار طرحه د برېټانیا د هغو وګړو او د برېټانیا د متحدینو لپاره وه، چې په کلیدي ځایونو کې کار کوي او په حساسو برخو کې اطلاعات او تجربه لري.»
رویټرز راپور ورکړی، چې دغه نویو څرګندونو په برېټانیا کې د چین د فعالیتونو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي. د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د لندن پولیسو اعلان وکړ، چې د برېټانیا د پارلمان یو کارکوونکی او څېړونکی یې چین ته د جاسوسۍ په تور د مارچ په میاشت کې نیولی دی.
د برېټانیا د پارلمان د امنیت او استخباراتو کمیټې په یوې انتقادي راپور کې خبرداری ورکړی، چین په بریالیتوب سره توانېدلی چې د برېټانیا د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې نفوذ وکړي او حکومت د دغو ګواښونو په برخه کې ډېر پڅ عمل کوي.
دغې کمیټې ویلي، چې د چین د دغو ګواښونو په وړاندې د حکومت بې غوري د اقتصادي لنډ مهاله ګټو له امله اغېزمنه شوې ده.

ډېر لیدل شوي

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي
۱

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۲
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۳

د ایران د بیا نفوذ احتمال؛ امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي

۴

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۵

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده