پاکستان پر طالبانو نیوکه کړې، چې په سوداګریزو تړونونو کې د درغلیو مخه نه نیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د توکو په ټرانزیتي تړون کې د درغلۍ مخه نه نیسي.

د دغه وزارت په خبره، هغه سوداګريز توکي چې افغانستان ته وړل کېږي يو شمېر سوداګر له تړونه ناوړه ګټه پورته کوي او له ماليې او ګمرکي محصول پرته یې بېرته پاکستان ته واردوي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په حواله، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، "موږ له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې د خپل ځمکني ګاونډي (افغانستان) لاس‌رسی اسانه کړی او موږ به دې کار ته دوام ورکړو.

نوموړې له سوداګريزو تړونونو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په اړه زياته کړه: "زموږ اصلي اندېښنه دا ده، چې ځينې وخت هغه توکي چې افغانستان ته صادرېږي، بېرته پاکستان ته راځي او ماليات او ګمرکي محصول یې هم نه ورکول کېږي."

هغې وویل، "زموږ د ګمرک چارواکي د سوداګریز ټرانزیټ تړون له مادو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښمن دي."

دغې پاکستانۍ چارواکې د تورخم دروازې د تړلو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنو ته په اشارې وویل، چې "پاکستان د افغانستان له لوري د رامنځته شوي امنیتي ګواښ په تړاو اندېښمن دی."

هغې د چترال د پېښې يادونه وکړه، چې په کې لږ تر لږه څلور پاکستاني امنيتي ځواکونه او ١٦ وسله‌وال وروسته له هغه ووژل شول چې وسله‌والو د افغانستان له لارې پاکستان ته د ننوتو هڅه کوله.

زهرا بلوچ وايي "دا ډول پېښې د ترهګرو د زړورتیا لامل کېږي."

هغه وايي، پاکستان باید ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن شي چې له افغانستانه پاکستان ته کوم ګواښ نه شته.