• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویډن کې د نرښځیانو د حقونو د یوې افغان فعالې د نه خوړو اعتصاب اوومې ورځې ته وغځېد

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د سویډن په مالمو ښار کې د نرښځیانو د حقونو د یوې افغان فعالې د نه خوړو اعتصاب ۷مې ورځې ته وغځید. مهره بارکزۍ، د نرښځیانو د حقونو فعالې تېره ورځ وویل، د سویډن له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د نرښځیانو پر وړاندې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

د مېرمن بارکزۍ په خبره، له افغانستانه سویډن ته د هغو نرښځیانو ایستل چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، د هغې بله غوښتنه ده.
د هغې په وينا، په افغانستان کې ډېر نرښځیان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
اوس‌مهال زیات شمېر نرښځیان بې کوره دي، دوی ته دندې نه ورکول کېږي او ځینې یې د دوی کورنۍ یا د طالبانو له‌خوا ګواښل شوي هم دي.
نوموړې زیاته کړه، چې د اوو ورځو په تېرېدو سره تراوسه هم د سويډن حکومت او د ملګرو ملتونو چارواکو د دې اعتراض ته پام نه‌دی کړی.
د مهرې بارکزۍ په وینا، په سویډن کې د بشري حقونو او د نرښځیانو د حقونو فعالانو هم د هغې اعتراض ته پام نه‌دی کړی.
د نرښځیانو د حقونو دغې افغان فعالې ویلي، چې له اوو ورځو وروسته یې روغتیايي حالت مخ په خرابېدو دی.
مهرې بارکزۍ د سېپټمبر په اوومه د جرمني په کولن ښار کې د تمنا زرياب پریاني او د بشري حقونو د يو شمېر نورو فعالانو د نه خوړو له اعتصاب اووه ورځې وروسته خپل اعتراض پيل کړ.
تمنا زریاب پرياني د سېپټمبر په دوولسمه وویل، چې د هغې د عدالت غوښتنې لومړی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی، ځکه چې هغې خپل پیغامونه د جرمني، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو ته رسولي دي.
میرمن پریاني د سېپټمبر په دولسمه اعلان وکړ، چې د ځینو اعتصاب کوونکو د خرابېدونکي روغتیایي وضعیت او د خپل اعتراض د تګلارې په پام کې نیولو سره به د نه خوړو اعتصاب مات کړي او له نورو فعالانو څخه هم غواړي چې د نه خوړو اعتصاب پای ته ورسوي.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۴

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

۵

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي