• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو ډلو د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په پار، د امنیتي وضعیت له سختولو خبر ورکړ

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۹ GMT+۱

په ایران کې د بشري حقونو ډلې وايي، د مهسا د مړینې د لومړي تلین په درشل کې په کردستان او د ایران په یو شمېر نورو ښارونو کې امنیتي تابیاوې سختې شوې دي.

د سېپټمبر په ۱۶مه د تهران د ارشاد ګزمې په توقیف کې د مهسا امیني مړینې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې یو له سترو لاریونو څخه و، چې د اعتراضونو تاریخ یې جوړ کړ.

په دغو لاریونونو کې چې څو میاشتې یې دوام وکړ، اعتراض کوونکو په ایران کې د څه باندې څلورو لسیزو د واکمنۍ د ختمولو غوښتنه وکړه.

دغه لاریونونه چې د پولیسو له‌خوا وځپل شول، لاریون کوونکو ته یې درنه مرګژوبله هم واړوله.

د بشري حقونو د ډلو په وینا، د ۷۱ کم عمره لاریون کوونکو په ګډون تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، سلګونه نور ټپیان شوي او زرګونه کسان نیول شوي دي.

د مهسا په زېږنځای کې سختې امنیتي تابیاوې نیول شوي او په ایران کې د بشري حقونو یوه فعال په لویدیځ کردستان ولایت کې د امیني هستوګنځای ته په اشارې سره رویټرز ته ویلي، چې په سقز کې د امنیتي ځواکونو قوي حضور شتون لري.

يوه بل فعال هم وويل، چې د لاريون کوونکو يوې وړې ډلې د حکومت ضد شعارونه ورکول.

د ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر کاروونکو هم په څو ښارونو په ځانګړې توګه د کردستان په ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ځای پرځای کولو خبر ورکړی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې سمدستي دغه مالومات تاییدولی نه‌شي.

په ناروې کې د بشري حقونو یوې ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلی، چې د ایران په لوېدیځ کې څو کرد مېشتو ښارونو په وروستیو ورځو کې د ویرې او جنګي حالت غوره کړی و.

اسلامي جمهوريت امریکا، اسرائيل او د هغوي سيمه‌ییز اجنټان تورن کړل چې له ناکراريو په ملاتړ سره د ايران د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي