د پاکستان او افغانستان د مدني ټولنو ناسته ترسره شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۵

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ د (وږي په ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د پاکستان او افغانستان د مدني ټولنو دویم کنفرانس په اسلام اباد کې ترسره شو.

ویل شوي، چې ګډوانوالو په دغې ناسته کې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو مرکزونو د خلاصېدو غوښتنه کړې او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خپل نظرونه سره شریک کړل.

د دغه کنفرانس د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړل شوی، چې کارپوهانو په سیمه کې د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او داعش په شان ډلو له‌خوا رامنځ ته شوي امنیتي ګواښونه وڅېړل.

ډان ورځپاڼې د ګډونوالو نومونه نه‌دي په ډاګه کړي. له دې سره راپور ورکړل شوی، چې دوی د رسنیو د تورونو او یو بل د تورنولو پر ځای د مسلې د حل لپاره د ډیپلوماتیکو اړیکو وړاندیز کړی دی.

همدارنګه هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې دوام دې "چانس" ته نه پرېښودل کېږي، بلکې د وضعیت د بدلون لپاره باید شعوري هڅې وشي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور په سر ترینګلې شوې. سربېره پر دې، په تېرو دوو کلونو کې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له افغان طالبانو سره څو وسله‌والې نښتې هم کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ