• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بشري حقونو سازمان په تېر یوه کال کې د وژل شویو لاریون‌والو شمېرې وړاندې کړې

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان د لاریونونو په ترڅ کې د ۵۵۱ لاریون کوونکو د وژل کېدو او د ۲۲ نورو له شکمنې مړینې خبر ورکوي. د دغه نوي راپور له مخې، دغه شمېر کسان د تېر کال د وږي له میاشتې راهیسې وژل شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د خلکو د انقلابي پاڅون په نوم د دغه هېواد د مذهبي پولیسو له‌خوا د مهسا ژینا امیني له وژل کېدو سره پیل شوی و او د امنیتي ځواکونو له‌خوا د سلګونو لاریون کوونکو د وژل کېدو قضیې تراوسه هم ترلاس لاندې دي.

د ایران د بشری حقوقو د سازمان مدیر محمود امیري مقدم د اسلامی جمهوریت د جنایتونو د مستند کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د لاریون کوونکو خونړي ځپل یې یو لوی، پلان شوی منظم جنایت او د بشریت پر وړاندې یې د جنایتونو یوه څرګنده بېلګه وبلله.

نوموړي په دغو جرمونو کې د ټولو ښکېلو کسانو، د علي خامنه‌یي او د اسلامي جمهوریت له مشرانو څخه نیولې تر ځپونکو سرتېرو پورې د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په دغه پاڅون کې د ۶۸ ماشومانو او ۴۹ ښځو په ګډون د لږ تر لږه ۵۵۱ اعتراض کوونکو وژل کېدل ثبت او تایید شوي دي.

ډېری لاریون کوونکي د وسلو او ډنډو پر مټ وژل شوي او د ایران د بشری حقوقو د سازمان په وینا د اسلامی جمهوریت رسمي ادارو د هغوی د وژلو د ردولو او د ناسمو مالوماتو په ورکولو سره د هغوی د وژل کېدو د خبرونو د تحریفولو لپاره هر ډول هڅه کړې ده.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د نوي راپور له مخې، په لاریونونو کې وژل شوي کسان د ۲۶ بېلابېلو ولایتونو څخه وو؛ خو تر ټولو ډېر وژل شوي کسان د سیسټان او بلوچستان ولایت څخه وو.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې