• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلنسکي د متحده ایالاتو کانګرس ته ځي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي به د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس له استازو سره وګوري.

تر دې مخکې یوه امریکايي چارواکي ویلي و، چې ښایي ښاغلی زلنسکي به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم وګوري.
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر امریکا ته ځي.وال سټریټ ژورنال هم خبر ورکړ، چې ولادیمیر زلنسکي به د امریکا د کانګرس له استازو سره وګوري.د اوکراین رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ولسمشر زلنسکي به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې له ګډون وروسته واشنګټن ته ولاړ شي.ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه د سېپټمبر په ۱۸ او ۱۹ په نیویارک کې جوړه شي.امریکا ته د ښاغلي زلنسکي سفر په داسې حال کې کېږي، چې د هغه امریکایي انډول هڅه کوي د امریکا قانون جوړوونکي قانع کړي، چې له اوکراین سره د ۲۴ ملیارده ډالرو اضافي مرستې هوکړه وکړي.د امریکا مشرانو جرګه د ډیموکراټانو په کنټرول کې ده؛ خو د دغه هېواد د استازیو مجلس اوکرایین ته د اضافي مرستو د استولو په اړه د ښاغلي بایډن د پریکړې په وړاندې مقاومت ښودلی دی.














ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل