ترکیې ۱۷ تنه له داعش سره د اړيکو په تور ونیول

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له داعش سره د لاس لرلو په تور ۱۷ تنه پېژندلي او نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي ‌کایا اعلان کړی چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي.

د اناتولي خبری اژانس د راپور له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو په اډانا ولایت کې له داعش سره د همکارۍ په تور د یاد شمېر کسانو د نیولو لپاره عملیات کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د عملیاتو په ځای کې لاسي بمونه او بېلابېلې وسلې هم موندل شوې دي.

په ورته وخت کې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو په حتای ولایت کې د داعش یو غړی چې غوښتل یې له سوریې څخه په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوځي، پېژندلی او نیولی دی.

د ترکیې صباح ورځپاڼې د روان کال د زمري په میاشت کې خبر ورکړی و چې د دغه هیواد استخباراتو په ټوله نړۍ کې د داعش د څه باندې لس زره غړو د هویت معلومات ترلاسه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ