د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي

د سپټمبر ۲۳مه هرکال په نړۍ کې د پښتنو د کلتور د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په دې مناسبت د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پښتانه بېلابېلې کلتوري او علمي غونډې جوړوي.

د سپټمبر ۲۳مه هرکال په نړۍ کې د پښتنو د کلتور د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په دې مناسبت د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پښتانه بېلابېلې کلتوري او علمي غونډې جوړوي.
دغه ورځ له ۲۰۱۵کال راهیسې نمانځل کېږي. په دې اړه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پښتون کلتور نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو د تاریخ، دودونو او کلتوري ارزښتونو د راژوندي کولو لپاره نمانځل کېږي.
زیری وايي، د پښتون کلتور ورځې د نمانځلو وړاندیز ده په ۲۰۱۵کال کې په کوټه کې د پښتو په نړۍوال ادبي او علمي کانفرانس کې د عثمان خان کاکړ په لارښوونه وکړ. د نوموړي په وینا، په دغه کانفرانس کې چې د پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه علما، لیکوالان، شاعران او پوهان راټول شوي وو پرېکړه وشوه چې د سپټمبر ۲۳مه دې د پښتون کلتور نړۍواله ورځ وټاکل شي.
هغه وايي، د سپټمبر ۲۳مه ځکه غوره شوې چې د ورځې او شپې د برابرۍ له امله د برابرو حقونو سمبول ګڼل کېږي؛ هغه که د ښځو او نارینهو ترمنځ د حقونو برابري وي او که له نورو قومونو سره د مساوي حقونو موضوع.
زیری وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې دغه ورځ هر کال په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نوموړي په وینا، د یادې ورځې یو مهم هدف دا دی چې نوی نسل له خپل کلتور سره نږدې پاتې شي، ځکه د وخت په تېرېدو ځوانان د خپلو دودونو او تاریخي ارزښتونو په اړه له پخوا کم معلومات لري.
هغه د پښتنو د جرګې، مېلمه پالنې، ودونو، دودونو، جامو، تاریخي ځایونو او نورو ټولنیزو ارزښتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه ټول د پښتني کلتور مهمې برخې دي. زیري وايي، د پښتون کلتور په ورځ علمي سیمینارونه، مشاعرې، نندارتونونه او د کلتور په اړه نور پروګرامونه جوړېږي او علما او پوهان د پښتنو د کلتور او تاریخ په اړه خپلې مقالې او ویناوې وړاندې کوي.
زیري ټینګار کوي، چې په اوسني وخت کې د پښتون کلتور ورځې نمانځل لا ډېر اهمیت لري؛ ځکه نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر او چټک ټېکنالوژیک پرمختګ پر لور روانه ده.
د نوموړي په وینا، د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره، سره هر قوم خپل تاریخ، کلتور، تمدن او ځانګړي ټولنیز ارزښتونه لري او د کلتور د ورځې لمانځل دا پیغام ورکوي چې پښتانه هم بډایه تاریخي او کلتوري میراث لري.
هغه وايي، پښتانه باید خپل کلتوري ارزښتونه ژوندي وساتي او نړۍ ته یې ور وپېژني.
کلتور د یوه قوم د هویت پېژندنه ده
د پښتو ژبې شاعر او لیکوال محمود ایاز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کلتور یوازې دودونه او جامې نهدي؛ بلکې د یوه قوم د پېژندنې او هویت پراخ تصور دی، چې ژبه، ادب، شاعري، فلسفه، ښکلا، تاریخي روایتونه او ټولنیز ارزښتونه پهکې شامل دي.
ایاز وايي، ټولنه او کلتور جامد نهدي بلکې د وخت له بدلون سره تل بدلېږي. د هغه په وینا، لکه څنګه چې ټولنه پرمختګ کوي، ژبه، ادب او کلتور هم نوي عناصر خپلوي.
د نوموړي په وینا، له نورو ژبو او ټولنو څخه ګڼې کلېمې او دودونه پښتو ژبې او پښتني ټولنې ته راغلي او د وخت په تېرېدو د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلي دي. هغه وايي، کلتور هم له یوې سیمې او ټولنې څخه بلې ته د سفر پر مهال نوي عناصر اخلي.
محمود ایاز ټینګار کوي، چې ادب او کلتور له یو بل سره نږدې اړیکه لري. د هغه په خبره، متلونه، د مشرانو ویناوې، شعرونه او ادبي اثار د پښتنې ټولنې د ژوند د اصولو او ارزښتونو مهمه برخه جوړوي.
هغه د خوشال خان خټک د شعرونو بېلګه هم وړاندې کوي او وايي، چې د پښتنو د کلتوري ارزښتونو، مېلمه پالنې، پښتونولۍ، ورورولۍ او نورو دودونو انعکاس په پښتو ادب کې له پخوا څخه لیدل کېږي.
د ایاز په وینا، لیکوالان، شاعران او پوهان د خپلې ټولنې د ژبې، ادب، تاریخ او کلتور په ساتلو او بډایه کولو کې مهم رول لري او د نړۍ په کتابتونونو کې د قومونو د تاریخ او کلتور په اړه زرګونه اثار د همدې هڅو پایله ده.
نوموړی وايي، په پښتني ټولنه کې ځینې دودونه چې پخوا د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه وو، اوس د وخت له بدلون سره کمزوري شوي دي. هغه د ګاونډیانو ترمنځ د مرستې، مېلمه پالنې او د ټولنې د ګډ ژوند دودونه د پخواني پښتني کلتور بېلګې بولي.
هغه زیاتوي، چې د ټېکنالوژۍ او عصري ژوند له پراختیا سره د خلکو د ژوند بڼه هم بدله شوې ده. د هغه په خبره، پخوا به په یوه کلي کې یو موټر یا راډیو د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ وه؛ خو اوس موبایل، موټر او نور عصري وسایل د ډېرو کورنیو د ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.
محمود ایاز وايي، ماشومان هم د وخت له بدلون سره د پخوا په څېر لوبې او د ژوند طریقې نه لري؛ خو دغه بدلون د ټولنې او کلتور طبیعي بهیر دی. هغه ټینګار کوي، چې د کلتور بدلون باید د خپل هویت د لهمنځه تلو په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې نوی نسل کولی شي د عصري ژوند وسایل او پرمختګونه خپل کړي او په ورته وخت کې خپل تاریخي او کلتوري ارزښتونه هم وساتي.
ایاز وايي، کورنۍ د نوي نسل د کلتوري روزنې مهم ځای دی او مشران باید ماشومانو ته د کتاب لوستلو، زدهکړې او له خپل تاریخ او کلتور سره د تړاو عملي بېلګې وړاندې کړي. د هغه په وینا، د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره یوازې خبرې بسنه نهکوي؛ بلکې باید په ورځني ژوند کې د خپلې ژبې، ادب، تاریخ او ټولنیزو ارزښتونو درناوی او پالنه وشي.