انتوني بلېنکن: د ایران رژیم به د ناقانونه او ظالمانه نیونو په اړه ځواب ورکولو ته اړ کړو

انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د ایران له بنده د پنځو امریکایي وګړو خوشې کېدو ته په اشارې سره وویل، چې هغوی له کلونو راهیسې په ناقانونه او ظالمانه توګه بندیان شوي وو.