په بن کې مخکېنی افغان کونسل: د بن کونسلګرۍ کنټرول طالبانو پر غاړه اخیستی

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مخکېنی سرپرست حامد ننګیالي کبیري وايي: «د ظلم پر بنسټ جوړ شوي رژیم له خوا ټاکل شويو کسانو ته اجازه ورکړل شوه، چې په اروپايي خاوره کې د افغانستان د ډېپلوماتیک ماموریت کنټرول په لاس کې واخلي.»