• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د پخواني حکومت د اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د متحدې جبهې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړي دي. متحدې جبهې په یوه ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار - سپین بولدک ترمنځ پر طالبانو برید کړی.

د سرچینو په وینا، نن به متحده جبهه د خپلو جګړه ییزو فعالیتونو په اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.

د افغانستان متحده جبهه د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې ده او تر اوسه یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول.

دا لومړی ځل دی چې د یادې جبهې سرچینې پر طالبانو د وسله وال برید خبر ور کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي او د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې ازادۍ جبهې په بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

تر اوسه طالبانو د متحدې جبهې د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱
100%

د طالبانو اړوند له «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون» ویلي، چې د پخواني حکومت د ملي امنیت د حفظ او مراقبت مرستیال او په ولسي جرګه کې د بلخ یو پخوانی وکیل د دغه کمیسیون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو له «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون» ویلي، چې دوه پخواني افغان چارواکي د دغه کمیسیون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه کمیسیون د شنبې په ورځ وویل، چې د تېر حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت پخوانی وکیل سید ظاهر مسرور له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی دی.

کمیسیون دغه راز ویلي چې د تېر حکومت د ملي امنیت د حفظ او مراقبت پخوانی مرستیال عنایت الله اوریاخېل هم له کاناډا څخه هېواد ته راستون شوی دی.

کمیسیون د دغو کسانو د بېرته ستنېدو د څرنګوالي او راتلونکو فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې ډېر ستانه شوي کسان له افغانستان نه بېرته وتلي دي.

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د اوبو رسولو او ښاري فاضل اب دولتي شرکت وایي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو شبکو د پراختیا او د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو له لارې څه باندې ۶۵۰ زره کسانو ته د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د یاد شرکت اجرایوي مشر غلام‌الرحمن ویلي، د هغو سیمو د اوسېدونکو معلومات هم راټول شوي چې لا هم د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. د هغه په وینا، د څه باندې ۸۰ زره نورو کسانو معلومات د (GPS) له لارې ثبت شوي او هڅې روانې دي چې نږدې راتلونکي کې هغوی هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

طالبان وایي د اوبو رسولو د شبکو پراختیا، د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، د اوبو د تولید او زېرمه کولو د ظرفیت لوړول، او د اوبو د تصفیې او وېش د مدیریت ښه کېدل د دې لامل شوي چې د اوبو رسولو خدمتونه پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، کابل او یو شمېر نور ولایتونه د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. ملګرو ملتونو ویلي، د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې وچکالۍ دوام په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانان د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا همداراز ویلي، د اوبو کمښت د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی، کورنۍ اړ باسي چې د خوندي اوبو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي، او ماشومان د پاکو اوبو د نشتوالي له امله له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ کېږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل؛ د زرګونو محصلینو زده‌کړې او راتلونکی له خطر سره مخ

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو له بهیر سره هممهاله، افغان محصلین وايي چې د قانوني او مالي ستونزو له امله یې زده‌کړې او راتلونکی له خطر سره مخ دي. افغان ښځينه زده کړیالانې هم اندېښنه لري چې ښايي خپلې زده‌کړې بشپړې نه کړای شي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیزونو له امله ګڼ شمېر افغانې نجونې پاکستان ته تللي او هلته یې په پوهنتونونو او کالجونو کې خپلې زده‌کړې پیل کړې. خو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر د دوی د زده‌کړو دوام یو ځل بیا له ستونزو سره مخ کړی دی.

عظمی، چې د افغانستان اوسېدونکې ده، پنځه کاله وړاندې په پېښور کې د لیسانس کچې د غاښونو طبابت په برخه کې زده‌کړې پیل کړي. نوموړې د خپلو زده‌کړو ترڅنګ د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وه او د شپې یې په کور کې د جامو ګنډلو کار هم کاوه.

نوموړې افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل: «سهار به پوهنتون ته تلم، په یوه خصوصي ښوونځي کې به مې تدریس کاوه او د شپې به مې په کور کې د جامو ګنډلو کار کاوه.»

عظمی وايي، درې کشرانې خویندې او یو ورور یې هم په پېښور کې په یوه ښوونځي کې شامل کړي وو، خو د افغان کډوالو د ستنېدو له پیل سره یې تره افغانستان ته ستون شو او خویندې او ورور یې هم اړ شول خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغې وویل: «اوس د خپلو خپلوانو په کور کې لنډمهاله اوسېږم، خو هغوی هم هر وخت افغانستان ته ستنېدای شي. نه پوهېږم برخلیک به مې څه وي او ایا خپلې زده کړې به بشپړې کړای شم که نه.»

100%

د وکیلې کېدو خوب د منتو په پلورلو بدل شوی

فاطمه، چې نوم یې د امنیتي اندېښنو له امله مستعار ښودل شوی، په افغانستان کې یې د حقوقو زده‌کړه کوله او غوښتل یې وکیله شي، خو د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته پاکستان ته تللې ده.

نوموړې اوس د پېښور پر سړکونو منتو پلوري او وايي، د عاید ډېره برخه خپلې کورنۍ ته استوي، ځکه مور، پلار او کشر وروڼه او خویندې یې لا هم په افغانستان کې دي.

100%

فاطمې افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو وویل: «ما د حقوقو زده‌کړې کولې او غوښتل مې وکیله شم، خو حالات داسې شول چې هېواد پرېښودو ته اړ شوم.»

هغه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې څو پوهنتونونو ته د داخلې غوښتنلیکونه ورکړي، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یې د زده‌کړې فرصت نه دی ترلاسه کړی.

فاطمې وویل: «په دې هیله پاکستان ته راغلې وم چې پوهنتون ته به داخله شم او د وکیلې کېدو خوب به مې پوره شي، خو اوس داسې ښکاري چې دا خوب به تل نیمګړی پاتې شي.»

هغه وايي، د پولیسو د پلټنو او د اسنادو د کتنې له امله په دوامداره وېره کې ژوند کوي او زیاتوي چې له افغانستان سره د بېرته ستنېدو په درشل کې یې د راتلونکي په اړه اندېښنې لا ډېرې شوې دي.

زرګونه افغان ماشومان او محصلین په پاکستان کې زده‌کړې کوي

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌کړو ریاست د ۲۰۲۵ کال د شمېرو له مخې، د دې ایالت په شاوخوا ۳۴ زره دولتي ښوونځیو کې له ۱۰ زرو څخه ډېرو افغان ماشومانو زده‌کړې کولې.

همدارنګه د ایالت له ۳۴ پوهنتونونو څخه په ۲۴ پوهنتونونو کې نږدې ۱۵۰۰ افغان محصلین په زده‌کړو بوخت وو چې شاوخوا ۱۵۰ یې نجونې وې.

د شمېرو له مخې، تر ټولو ډېر افغان محصلین د پېښور په پوهنتون کې وو چې شمېر یې ۲۴۷ تنو ته رسېده. له دې وروسته د انسټیټیوټ اف منېجمنټ ساینسز ۲۱۹ او خیبر مېډیکل پوهنتون ۲۱۸ افغان محصلین لرل.

احمد، د ننګرهار اوسېدونکی، اوس د خیبر مېډیکل پوهنتون د طب محصل دی. د هغه کورنۍ نږدې ۴۰ کاله وړاندې پاکستان ته کډه شوې وه او نوموړی هم په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی دی.

احمد ښوونځی او کالج په پاکستان کې لوستي او وروسته د افغان محصلینو له ځانګړې ونډې څخه په ګټې اخیستو پوهنتون ته شامل شوی دی.

هغه وايي، په تېر یو کال کې د افغانانو د قانوني وضعیت او د بېرته ستنېدو بهیر د ده پر زده‌کړو سخت اغېز کړی دی.

احمد وویل: «اوس په درس تمرکز کول ډېر ګران شوي دي. هره ورځ دا فکر راسره وي چې سبا به څه کېږي، زده‌کړې به بشپړې کړم که نه او زما د ډګرۍ برخلیک به څه وي.»

ځینې زده کړیالان د پوهنتون له اسنادو پاتې دي

د پېښور هایکورټ اړوندې قانوني سرچینې وايي، په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان محصلین محکمې ته ورغلي دي. د سرچینو په وینا، ځینو محصلینو خپلې زده‌کړې بشپړې کړې، خو د اړینو قانوني اسنادو د نشتوالي له امله پوهنتونونه ورته اسناد نه ورکوي.

سرچینې وايي، ډېری محصلین د اسنادو او قانوني وضعیت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د کلونو علمي هڅې یې له خطر سره مخ شوې دي.

دغو سرچینو زیاته کړې چې ځینې قضیې د اسنادو د بېلابېلو نومونو د کارولو له تورونو سره تړاو لري، خو ډېری عریضې د هغو کورنیو دي چې یو مور یا پلار یې پاکستانی او بل یې افغان دی.

محصلین: نه د اوسېدو ځای لرو او نه د زده‌کړو د دوام توان

د پېښور پوهنتون محصل احمد شاه وايي، د افغانستان اقتصادي او سیاسي ستونزو په تېرو دوو کلونو کې ګڼې افغان کورنۍ له سخت مالي بحران سره مخ کړې او اغېزې یې په پاکستان کې پر افغان محصلینو هم څرګندې شوې دي.

د هغه په وینا، ډېرو افغان محصلینو د نیمه‌وخت کارونو او کوچنیو کاروبارونو له لارې د خپلو زده‌کړو لګښتونه برابرول او ځینې یې د خپلوانو په کورونو کې اوسېدل، خو د افغانانو د بېرته ستنېدو له پیل سره ګڼ محصلین نه یوازې د اوسېدو له ځایه بې‌برخې شوي، بلکې د زده‌کړو دوام هم ورته سخت شوی دی.

احمد شاه وویل: «اوس ډېر افغان محصلین نه لیلیه لري، نه د اوسېدو خوندي ځای او نه هم دومره مالي وس لري چې د پوهنتون فیس او ورځني لګښتونه پرې کړي.»

هغه وايي، د قانوني اسنادو نشتوالی او د پولیسو د پلټنو وېره محصلین له دوامدارې اندېښنې سره مخ کړي او ښايي ځینې یې د زده‌کړو او ازموینو له بشپړېدو مخکې له پاکستانه ووځي.

احمد شاه زیاته کړه: «که دغو محصلینو ته د زده‌کړو د بشپړولو فرصت ور نه کړل شي، نه یوازې به یې راتلونکی زیانمن شي، بلکې د کلونو علمي هڅې به یې هم بې‌پایلې پاتې شي.»

سرچینې: طالبانو په زیباک کې له کمین وروسته سنګلېچ ته ځواکونه او چورلکه استولي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۱
100%

له بدخشان نه سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي چې د دغه ولایت د زیباک ولسوالۍ په سنګلېچ کلي کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې له سره پیل شوې دي. په هغه ویډیو ګانو کې چې افغانستان انټرنشل ته رسیدلي د زیباک ولسوالۍ په فضا کې چورلکه لیدل کېږي.

د سرچینو په وینا، تېره شپه د طالبانو هغه کاروان چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان و، سنګلېچ کې یو نیول شوي کمین باندې برابر شو او مرګ‌ژوبله ورته واوښته.

یوې سرچینې ویلي، طالبانو له دې پېښې وروسته سنګلېچ سیمې ته اضافي ځواکونه او یوه چورلکه استولې ده.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه د توپخانې جهیل شاوخوا وه.

تر اوسه طالبانو او د هغوی مخالفو وسله‌والو د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي، او د پېښې په اړه نور جزییات هم نه دي خپاره شوي.

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلین د تورخم له لارې د ستنېدو غوښتنه کوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د زده‌کړو بوخت شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلینو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې دې ورته د ستنېدو لپاره ژر تر ژره اسانتیاوې برابرې کړي.

د محصلینو له لوري پاکستاني سفارت ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې په پوهنتونونو کې د اوړي رخصتۍ پیل شوې دي او غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي.

دوی ویلي، د طالبانو حکومت لا دمخه ورته د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې، خو د بېرته ستنېدو لپاره د پاکستاني چارواکو د لازمې همغږۍ او ترتیباتو په تمه دي.

د محصلینو په وینا، په افغانستان کې اوږد پاتې کېدل ورته مالي او د سفر ستونزې رامنځته کړې دي، او غواړي د نوي تعلیمي سمسټر له پیل مخکې له خپلو کورنیو سره هم وویني.

دوی له پاکستاني سفارت څخه غوښتنه کړې چې د دوی د ژر تر ژره ستنېدو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.