• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱

جرمني د فریدون توفان په نوم یو افغان کډوال نیولی چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري او افغانستان ته د هغه د اېستل کېدو چارې روانې دي. ډویچه‌ویله‌ په یوه راپور کې ویلي، د دې ۴۶ کلن افغان دوسیه د دغه هېواد د بشري حقونو او کډوالۍ د تګلارو په اړه له ډېرو لانجمنو او د بحث وړ هغو څخه ګرځېدلې ده.

فریدون توفان نږدې څلور کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته پناه یوړه. نوموړي په دې موده کې کار کړی، د جرمني ژبه یې هم زده کړې ده، خو د پناه غوښتنې د دوسیې له وروستي رد وروسته، اوس افغانستان ته د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، توفان د روان زېږیز کال د اپرېل میاشتې په منځنیو ورځو کې، ایټالیا ته د لنډ سفر پر مهال، د سرحدي پلټنې په ترڅ کې تر نیول کېدو وروسته نېغ په نېغه د مونیخ ښار د اېستلو ځانګړي توقیف‌ځای ته ولېږدول شو. د جرمني چارواکو ویلي، هغه ځکه نیول شوی چې له جرمني څخه یې د وتلو قانوني اجازه نه‌لرله. نوموړي یوازې د لنډ مهالي استوګنې اجازه لرله، چې د اېستلو د پرېکړې د پلي کېدو مخه نه‌شي نیولای.

هغه څه چې د فریدون توفان دوسیه یې ځانګړې کړې دا ده، چې نه کومه جنايي مخینه لري او نه هم امنیتي ادارو د امنیتي ګواښ په توګه پېژندلی دی. سره له دې، د جولای په میاشت کې د استېناف غوښتنې تر وروستي رد وروسته، د هغه د اېستلو بهیر عملي پړاو ته داخل شوی دی.

بل لور ته، د فریدون توفان مېرمن او شپږ اولادونه یې لا هم په کابل کې ژوند کوي. د هغه د پناه‌غوښتنې دوسیې ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو غړي په دې وروستیو کې د دغې کورنۍ کور ته هم ورغلي دي. د راپورونو له‌مخې، له هغه وخت راهیسې د کورنۍ غړي یې په وېره او اندېښنه کې ژوند کوي او د کورنۍ هلکان د احتمالي پایلو له وېرې نور ښوونځي ته د تګ جرئت نه‌لري.

د بشري حقونو کارپوهان وایي، دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې فریدون توفان په جرمني کې د افغانستان کونسلي استازولیو ته مراجعه وکړه؛ هغه استازولۍ چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده. همدې موضوع د حکومت د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راپارولي دي. دوی باور لري، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره هر ډول اداري همکاري د دغې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

د جرمني حکومت په ځواب کې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌ پېژني او اوسنۍ اړیکې یوازې په «تخنیکي» کچه د کونسلي او اداري چارو د ترسره کولو لپاره دي.

د فریدون توفان دوسیه په داسې وخت کې نوي اړخونه خپل کړي، چې جرمني تېره اونۍ کابل ته یو داسې افغان کډوال شړلی چې هېڅ ډول جرمي او جنایي مخینه یې نه‌درلوده. دغه افغان وګړی له یوې دېرش کسیزې ډلې سره چې پر جرمونو ککړ وو، د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګر څخه د یوې الوتنې په وسیله کابل ته ولېږدول شو.

دا د لومړي ځل لپاره ده، چې جرمني یو افغان پناه‌غوښتونکی له جنايي مخینې پرته اېستلی او همدې چارې په دغه هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د دغې الوتنې پر مهال، د بشري حقونو سلګونه فعالانو او د نژادپالنې ضد ډلو د لایپزیګ هوايي ډګر ته نږدې اعتراضي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو د جرمني د حکومت پر نوې تګلارې نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې افغانستان ته د خلکو بېرته لېږل، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله، د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د جرمني له حکومته وغوښتل چې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې جنايي مخینه نه‌لري، د اېستلو بهیر ودروي او د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پر مهال د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د فریدون توفان دوسیه اوس د جرمني د کډوالۍ د تګلارو، د دغه هېواد د بشري حقونو د ژمنو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو د پایلو په اړه د روانو بحثونو پر یوه مهم سمبول بدله شوې ده.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

نور رحمان اخلاقي: د بدخشان اوسېدونکي د‌ ظلم پر وړاندې ودرېدل

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي په بدخشان کې د طالبانو له‌خوا د لاریونوالو په نښه کول په کلکه غندلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د بدخشان خلک نن د خپلو حقونو او انساني کرامت د دفاع لپاره ودرېدل.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د «ظالم او جاهل رژیم» په توګه د طالبانو واکمني له بل هر وخت څخه زیاته شیندل شوې او د هغوی د «زوال» فصل پیل شوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه پخواني وزير همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه تر پخوا ډېر کمزوري شوي او دغه ډله د زوال پړاو ته ننوتې ده. هغه زياته کړې، چې د ځپنې او ظلم دوام د هېڅ حکومت د بقا ضمانت نه‌شي کولای او طالبان به په راتلونکي کې د تاريخ په پاڼو کې د «ناپوه او ظالم رژيم» په توګه ثبت شي.

د شنبې په ورځ د زمري ۱۰مه طالبانو د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې پر ځایي لاریونوالو ډزې وکړې چې له امله یو ملکي وګړی ووژل شو او څو نور ټپیان شول. د معلوماتو له مخې، ځایي اوسېدونکي د غیر بومي طالبانو د ناسمو کړنو او په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د یوې ښځې د بدني تلاشۍ په غبرګون کې راوتلي وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

په ایټالیا کې د وژل شویو درېیو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغو درېیو افغانانو مړي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په ایټالیا کې د یوې جنايي پېښې پر مهال د یوه موټر دننه وژل شوي او بیا سوځول شوي وو، کابل ته لېږدول شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو کسانو جسدونه د روانې لمریزې میاشتې په پنځمه او شپږمه نېټه لومړی کابل ته ولېږدول شول او بیا وروسته د امبولانسونو په وسیله د بلخ د شولګرې ولسوالۍ، د کابل ښار دولسمې ناحیې او د پروان د کوه صافي ولسوالۍ ته انتقال شول.

د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۲مه، یاد درې افغانان او یو پاکستانی د ایټالیا د کالابریا سیمې په سوېل کې د یوه موټر دننه ووژل شول. د ایټالیا پولیسو دوه نور پاکستاني وګړي د دغه موټر د سوځولو او د دغو څلورو کسانو د وژنې په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د قربانیانو نومونه عصمت‌الله، امجد صافی او فضل امین وو چې د بلخ، ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکي وو.

تر دې پېښې وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه وغندله او د عادلانه څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې وه او ژمنه یې کړې وه، چې عدالت به تأمین شي، خو لا تر اوسه د یادو نیول شویو کسانو د محاکمه کېدو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د نجونو له حضور پرته؛ د اوړي رخصتیو له پای وروسته سبا په سړو سیمو کې ښوونیز کال بیا پیلېږي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو پوهنې وزارت وايي، چې نن (شنبه- زمري ۱۰مه) د سړو سیمو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ پایته ورسېدې او سبا به (یکشنبه- زمري ۱۱مه) ښوونیز کال بیا پیل شي. د ښوونیز کال دوام په داسې مهال دی، چې لا هم د تېرو پنځو کلونو په څېر نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سبا به په ټولو دولتي‌ او خصوصي ښوونځیو کې درسي بهیر په عادي ډول پیل شي. همدا راز ویل شوي، چې دیني مدرسو کې به هم سبا رخصتۍ پای ته ورسېږي او درسونه به یې پیل شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «پوهنې وزارت، له ټولو ښوونیزو ادارو، مسوولینو، استادانو، ښوونکو، زده‌کوونکو او والدینو څخه په درناوي غوښتنه کوي، چې د ښوونیز کال د چارو د منظم پیل او اغېزناک دوام لپاره لازم چمتووالی ونیسي، د ښوونیز بهیر نظم، انضباط او کیفیت ته ځانګړی پام وکړي او د زده‌کوونکو د زده‌کړې لاپرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي».

هم‌مهاله نیوکې دي، چې د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې د افغانستان درسي نظام هم له سختو ننګونو سره مخ دی او د درسي کیفیت کچه هم خورا ټیټه شوې ده.

خلک نیوکې کوي، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونځیو ته د تګ لېوالتیا پیکه شوې ده. طالبانو په ښوونځیو کې خپل ځانګړي شرایط پلي کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې باید زده کوونکي ښوونځي ته له لونګۍ او ځانګړو جامو سره ننوځي.

همدا راز طالبانو د مخکېني جمهوري نظام پر مهال پر دندو مقرر یو شمېر ښوونکي هم ګوښه کړي‌ او پر ځای یې د خپلې ډلې فکري‌ ملایان ګومارلي دي. اندېښنې دا دي‌، چې طالبانو د افغانستان د ښوونخیو درسي چاپیریال هم مدرسو ته ورته کړی او ډېری ملایان ان د مسلکي مضمونونو استادان ګومارل شوي چې پر کتابونو حاکمیت او پوهه نه‌لري.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې کړي او هېڅ نجلۍ د ښوونځي له دولسم ټولګي او پوهنتون څخه نه‌ده فارغه شوې.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان دغه روان وضعیت به په راتلونکي کې ټولنه له سخت ناورین سره مخ کړي او د مسلکي کدرونو له جدي کمښت سره به مخ شي.

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو په پنځو کلونو کې ښځې ځپلي او له ټولنې یې حذف کړې دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د رانسکورېدو او واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د ځپنو سیاست دوام لري او همداراز له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه د ښځو د اېستنې بهیر پراخ شوی دی.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ولسواکۍ لپاره مبارزه به تر بشپړې بریا پورې روانه وي.

په دې خبرپاڼه کې، چې د «ازادۍ په نوم» تر سرلیک لاندې او د افغانستان د خلکو د مبارزو په ملاتړ خپره شوې راغلي، چې دا پنځه کاله د ازادیو له منځه وړل، پلان شوې ځپنه، د بشري حقونو پراخې سرغړونې، له لومړنیو بشري حقونو د ښځو محرومول او د بې‌وزلۍ، تبعیض او ناهیلۍ له زیاتېدو سره مل وو.

شبکې ټینګار کړی، چې دا پنځه کاله یوازې د یوه سیاسي نظام د سقوط کیسه نه‌ده، بلکې د هغو میلیونونو انسانانو د کړاوونو کیسه ده، چې د خپلې خوښې، زده‌کړو، کار، د بیان ازادۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو له حقونو څخه بې‌برخې شوي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په دې کلونو کې هڅه کړې د ځپنې، وېرې خپرولو او د ازادۍ غوښتونکو غږونو په چوپولو سره د افغانستان د خلکو اراده ماته کړي، ښځې له ټولنیز ډګر څخه وباسي، مدني فعالان او خبریالان تر فشار لاندې راولي، مذهبي او قومي لږکي له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کړي او هر ډول مخالف غږ د نیولو، شکنجې او ځپنې له لارې خاموش کړي.

دې ښځینه بنسټ ټینګار کړی، چې تاریخ یو ځل بیا وښوده چې هېڅ حکومت نه‌شي کولای د تل لپاره د وېرې او محرومیت پر بنسټ واک وچلوي.

100%

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عامه نارضایتۍ زیاتوالی او د «استبداد» پر وړاندې د بېلابېلو ډولونو مقاومت رامنځته کېدل لیدل کېږي. د شبکې په وینا، د افغانستان خلک له کلونو محرومیت او فشارونو سره سره لا هم د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د ګډون غوښتونکي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، پر دې ټینګار سره چې د خلکو د ازادۍ مبارزه یوه مشروع مبارزه ده او د ملت له ارادې سرچینه اخلي، له هغو ټولو ښځو سره چې په مېړانه د تبعیض پر وړاندې ولاړې دي، له هغو ځوانانو سره چې د انساني کرامت لپاره هڅې کوي او له ټولو هغو هېوادوالو سره چې له بېلابېلو لارو د یوه ازاد، عادلانه او د بشري حقونو پر بنسټ راتلونکي لپاره کار کوي، خپل پیوستون اعلان کړی.

د خبرپاڼې په بله برخه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان راتلونکی باید د بشري حقونو، د ښځو او نارینه‌وو د بشپړې برابرۍ، د ټولو وګړو د برابر ګډون، قومي، مذهبي او ژبني تنوع ته د درناوي، د قانون د واکمنۍ او ولسواکۍ پر بنسټ جوړ شي. د شبکې په باور، هر ډول سیاسي بدلون چې دا اصول تضمین نه‌کړي، د افغانستان د خلکو مشروع هیلو ته ځواب نه‌شي ویلای.

دې شبکې همدارنګه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي، د طالبانو ځپونکې تګلارې عادي نه‌کړي او د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ځواب‌ویونکي حکومت لپاره له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ازادي د تل لپاره په بند کې نه‌شي ساتل کېدای، د افغانستان د خلکو غږ به چوپ نه‌شي او د یوه ازاد، عادلانه، ولسواک او د بشري حقونو پر بنسټ افغانستان د جوړولو هڅې به د ملت د مشروع غوښتنو تر بشپړ تحقق پورې دوام ولري.

د سپاهیان میهن جبهه: په بدخشان کې د طالبانو تاوتریخوالی به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
100%

د سپاهیان میهن جبهې په بدخشان کې د یفتل ولسوالۍ پر اعتراض کوونکو د طالبانو پر ډزو سختې نیوکې کړي او دا یې «غیرانساني» عمل بللی دی. دغې جبهې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

دې جبهې همدارنګه د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې دا پېښه په خپلواکه توګه وڅېړي.

د سپاهیان میهن جبهې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له اعتراض کوونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند «د ټولنې له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې» دی.

اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، طالبانو د یوې ځايي ښځې بدني پلټنه وکړه. دې کار د یفتل پایین ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو جدي غبرګون او اعتراضونه راوپارول، خو طالبانو دغه اعتراضونه په کلکه وځپل.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د ډزو له امله لږ تر لږه یو اعتراض کوونکی وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د سپاهیان میهن جبهې په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د ښځو بدني پلټنه، د خلکو د کورونو تلاشي او له خلکو سره ناسم چلند، د انساني کرامت او د خلکو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د طالبانو پر ضد دې نوي جوړې شوې جبهې خبرداری ورکړی، چې دا ډول کړنې به «بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي».

په خبرپاڼه کې د بدخشان د وروستۍ نښتې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده شوې ده.

د سپاهیان میهن جبهه د طالبانو پر ضد له نویو جوړو شویو وسله‌والو ډلو څخه ده. دغې جبهې تر دې وړاندې په یوه ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه او د طالبانو یو شمېر وسله‌وال یې هم بې‌وسلې کړي وو.