• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځه لسیزې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال: وطن ته د ستنېدو لپاره یوازې لږ وخت غواړو

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱

په پاکستان کې له نږدې پنځو لسیزو راهیسې مېشت افغان کډوال وایي، د جبري ستنېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له پاکستاني حکومت غواړي چې د خپلو سوداګریزو او کورنیو چارو د تنظیم لپاره ورته پوره وخت ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د وزیر ډنډ سیمې اوسېدونکی ۲۸ کلن افغان کډوال بلال وایي، کورنۍ یې شاوخوا ۵۰ کاله مخکې پاکستان ته کډه شوې او اوس د نیول کېدو له وېرې له اختر وروسته نه دی توانېدلی چې عادي ژوند ته دوام ورکړي.

هغه په خبرو کې ویلي، د جولای د ۱۰مې له ټاکل شوې نېټې وروسته یې د کور څخه وتل نږدې ناممکن شوي دي.

بلال وایي، د پېښور د بایسکلونو په بازار کې یې د کلونو په اوږدو کې جوړ شوی کاروبار په څو ورځو کې نه شي ټولولای.

د هغه په وینا، په دوکان کې پاتې مال، مالي راکړه ورکړه او نورې ژمنې وخت ته اړتیا لري او که ناڅاپه افغانستان ته ولاړ شي، نه یوازې خپله کورنۍ، بلکې هغه کسان به هم له ستونزو سره مخ شي چې ورسره مالي حسابونه لري.

هغه زیاته کړه، کورنۍ یې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې غړي لري چې په پاکستان کې ژوند کوي او د ګڼو کورنیو خپلوان له پاکستاني وګړو سره ودونه او کورنۍ اړیکې لري.

بلال وویل، د دوی نوي نسل ټول ژوند په پاکستان کې تېر کړی، زده کړې، دوستان او ټولنیزې اړیکې یې همدلته دي، له همدې امله افغانستان ته ستنېدل یوازې د استوګنځي بدلون نه، بلکې د ټول ژوند بدلېدل دي.

هغه وایي، که څه هم اصلي ټاټوبی یې د افغانستان د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ ده، خو هلته نه کور لري او نه هم د کار او کاروبار زمینه برابره ده.

د هغه په خبره، د ستنېدو لپاره یې د کور سامان راټولول پیل کړي، خو لا هم د خپلو چارو د بشپړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

بل لور ته د پېښور د عملیاتو د پولیسو مشر فرحان خان ویلي، هغه بهرني وګړي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې او یا د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د پاکستان د حکومت د پالیسۍ له مخې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

هغه وویل، پولیس دغه کسان تر نیولو وروسته د پېښور د ناصر باغ لنډ مهالي سنټر ته لېږدوي، هلته یې د نادرا او نورو ادارو له لوري ثبت بشپړېږي او وروسته د پولیسو تر امنیت لاندې د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.

فرحان خان زیاته کړه، هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني اتباعو سره قانوني کورنۍ اړیکې لري، لکه هغه کسان چې مېرمنې یې پاکستانۍ دي، تر اوسه نه دي ایستل شوي، خو د نورو غیرقانوني مېشتو کسانو پر ضد عملیات روان دي.

د هغه په وینا، ټولو پولیسو ته لارښوونه شوې چې له افغان کډوالو سره د درناوي چلند وکړي او د رشوت، ناوړه چلند او ځورونې په اړه تر اوسه کوم رسمي شکایت نه دی ثبت شوی.

نوموړي وویل، د پېښور ۳۴ پولیسي حوزې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په عملیاتو کې برخه لري او دا بهیر د پولیسو او عوایدو ادارو په ګډه همغږۍ روان دی.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۴

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

۵

راتلونکې میاشت؛ تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز ازمویښتي پړاو پیلوي

•
•
•

نور کیسې

هسپانیا ته د اوښتلو په هڅه کې؛ تر اوسه اوبو کې د ډوب شویو ۵۷ مراکشیانو مړي‌ موندل شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
100%

د هسپانیا حکومت اعلان کړی، چې د افریقا په شمال کې د دغه هېواد نیمه خپلواکې سیمې سیوټا ته له ننوتلو وروسته، له ۵۰ زرو څخه زیات کډوال بېرته په خپله خوښه مراکش ته ستانه شوي دي. د هسپانوي چارواکو په وینا، په دغې سرحدي ګډوډۍ کې لږ تر لږه ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان د ډوبېدو او پر پولې د لګېدلو کټارو د اوښتلو پر مهال تر پښو لاندې کېدو له امله مړه شوي دي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام (د زمري ۹مه) ویلي، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې شاوخوا ۵۰ زره کسان له پولې تېر شوي وو، خو د جمعې په ماښام تر شپږو بجو پورې شاوخوا ۴۸ زره او ۳۰۰ کسان بېرته ستانه شوي دي.

د سیوټا د سیمه‌ییز حکومت مشر خوان جیسس ویواس بیا ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې تر ۶۰ زرو پورې کسانو له پولې د تېرېدو هڅه کړې وه. د مراکش امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګاز او برېښنايي ډنډو په کارولو سره د کډوالو د پرمختګ مخه نیولې ده.

د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز سبتې ته د سفر پر مهال دغه پېښه د هسپانیا پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی او ویلي یې دي، چې د غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده. بلخوا، دغې پېښې په اروپا کې سختې ناندرۍ راپارولې دي. ایټالیا له هسپانیا سره د شینګېن د بې ویزې سفر تړون د ځنډولو اعلان کړی، خو مادرید دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د تړونونو خلاف بللې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هسپانیا د حکومت پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ دا پېښه یو «یرغل» بللی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم پر هسپانیا تور پورې کړی، چې د دوی د کډوالۍ نرم سیاستونه د دې بحران لامل شوي دي.

ورته مهال، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لارینټ نونیز ویلي، چې له هسپانیا سره پر پوله به د خپلو پولیسو حضور پنځه برابره زیات کړي، څو د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د هسپانیا او مراکش د چارواکو د څرګندونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۹ زره پناه غوښتونکي د مراکش له پولو څخه د سیوټا سیمې ته ننوتل چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د ګډو اقداماتو له امله دغه لړۍ ودرول شوه. سیوټا او ملیلیا په شمالي مراکش کې د هسپانیا دوه خپلواک ښارونه دي، چې له افریقا سره د اروپایي ټولنې یوازینۍ ځمکنۍ پوله جوړوي او تل د پناه غوښتونکو له ورته هڅو سره مخ کېږي.

د نیمروز په دښتو کې د یوشمېر لادرکه شویو افغانانو مړي موندل شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۱
100%

د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ «ګرد لالو» سیمه کې د یوشمېر هغه افغانانو مړي موندل شوي، چې ایران ته د ناقانونه تګ پرمهال لادرکه شوي وو. د تازه موندل شویو مړو کره شمېر لاروښانه نه‌دی؛ خو په هغه ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، نږدې لس مړي لیدل کېږي.

تر دې وړاندې هم د نیمروز په دښتو کې د پنځو نورو کسانو مړي موندل شوي وو. په وروستیو اوونیو کې د ۱۹ افغانانو یوه ډله چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته ولاړه شي، د نیمروز په دښتو کې لادرکه شوې وه. طالبانو ویلي وو، چې له یادې ډلې ۱۴ کسان لاهم لادرکه دي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات روان دي.

د راپورونو له مخې؛ د مړو پر جسدونو د شګو او دوړو له امله لانه ده روښانه چې ایا دا هماغه ۱۴ لادرکه شوي کسان دي او که نه. رسېدلې ویډیوګانې ښيي، چې د ځینو مړو جسدونه د شګو او دوړو لاندې پټ شوي دي.

د مړو د موندلو ځای د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ د «ګرد لالو» په دښته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د مېلک له سرحدي پولې شاوخوا ۶۳ کیلومتره لرې موقعیت لري. ځايي سرچینې وایي، دغه کسانو د سختې ګرمۍ، تندې او د لارې د سختو شرایطو له امله ساه ورکړې ده.

په نیمروز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل‌محمد قدرت وړاندې ویلي و، چې دغه کسان د سختې هوا او د دښتې له ستونزمنو شرایطو سره مخ شوي او د تندې او ستړیا له امله مړه شوي دي.

طالبانو دا هم ویلي، چې د چورلکو په مرسته د نیمروز په دښتو کې د نورو لادرکه شویو کسانو د موندلو لټون ته دوام ورکوي. تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) د لومړیو پنځو مړو له موندلو وروسته ویلي و، چې دغه پېښه د ناقانونه او خطرناکه سفرونو درنه بیه ښيي. دغه ادارې زیاته کړې وه، چې له خپلو همکارو بنسټونو سره یو ځای د زیانمنو کورنیو ملاتړ کوي.

د افغان کډوالو اېستل؛ پرون له پاکستان او ایران نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د پنجشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۴۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲زره او ۵۴۶ کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې ۲۰۲۰ نور کسان یې خپلو مېنو ته لېږلي.

د دغه کمېسیون د کمېټو د ورځني راپور له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

د راپور له مخې؛ له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۶۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۷ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې هم ۸ کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.

بلخوا د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناڅاپي او پراخ عملیات په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.

ورښتونه، سېلابونه او بېرته ستنېدنه؛ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو له ستونزو ډک سفر

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده؛ خو وروستیو سختو بارانونو او سېلابي اوبو د ستنېدونکو کډوالو سفر لاستونزمن کړی دی. د خيبر ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول لنډي کوتل او په تورخم لاره د اوبو ډنډونو له امله ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ شوې دي.

د تورخم ترڅنګ د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې مېشتو ښځو او ماشومانو هم د باران له امله سختې ستونزې ګاللې دي. د باران له امله په دغه پنډغالي کې شاوخوا اوبه ډنډ ولاړې دي او لنډمهاله استوګنځایونو ته تګ‌راتګ ستونزمن شوی دی.

100%

ګڼې کورنۍ هڅه کوي، چې خپل سامان له بارانه وساتي؛ خو ښځې او ماشومان اړ شوي چې ساعتونه له سرپناه پرته انتظار وباسي.

100%

افغان کډوال عطمت الله وايي: «موږ له څو ساعتونو راهيسې د سخت باران او سېلابي اوبو له امله په لاره کې بند پاتې يو. له موږ سره ښځې، کوچنيان او سپين ږېري هم دي او ډېرې ستونزې لري».

100%

نوموړي زیاته کړې: «زموږ ډېری سامان لوند شوی او خوراکي توکي هم زيانمن شوي دي. موږ کلونه په پاکستان کې ژوند وکړ؛ خو اوس خپل هېواد افغانستان ته ستنېږو. زموږ يوازېنۍ غوښتنه دا ده، چې په خوندي ډول له کرښې واوړو؛ څو له خپلې کورنۍ سره نوی ژوند پيل کړو»

100%

عطمت الله ته د خپل هېواد پر لور ستنېدل لا له وړاندې له ذهني او اقتصادي پلوه سخت وو؛ خو خرابې هوا د دوی ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

يو بل افغان کډوال مدثر خان وايي: «موږ کلونه په پاکستان کې اوسېدلي يو؛ خو اوس خپل هېواد ته روان يو. سخت باران او سېلابونو زموږ سفر نور هم سخت کړی دی. په ډېرو ځايونو کې د سړکونو پر سر اوبه ولاړې وې او موږ ساعتونه انتظار وکړ».
نوموړي زیاته کړې: «له موږ سره ښځې او ماشومان دي، چې د خوړو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او خوندي سرپناه له کمښت سره مخ دي. زموږ ماشومانو ته د ناروغۍ ګواښ زيات شوی دی. موږ يوازې غواړو چې په خوندي ډول تر کرښې ورسېږو».

ځايي ټولنيز فعالان وايي، د اوسني خراب موسم له امله اړينه ده چې کډوالو ته لنډمهاله سرپناه، پاکې اوبه، روغتیایي مرستې او د ماشومانو لپاره لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي؛ څو د بشري ناورين مخه ونيول شي.

100%

بلخوا د خيبر ځایي ادارې ويلي، له بارانونو وروسته ټول اغېزمن سړکونه پاک شوي او د پاکستان افغانستان لويه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستې ده. د یادې ادارې په وينا؛ د کډوالو په پنډغالو کې او د لارې په اوږدو کې اړوندې ادارې شته، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د امکان تر حده اسانتياوې برابروي.

ستاسو روایت؛ صابر خان وایي په اسلام اباد کې د نیول کېدو له وېرې ان ډاکتر ته هم نه شي تللی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو او ویزو د ستونزې له دوام سره، په اسلام‌اباد کې مېشت افغان صابر خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې ویزه پای ته رسېدلې او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له وېرې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلام‌اباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.

خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»

د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.

نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»

هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»

صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.

نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»

خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.

د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.

افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.