• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ستاسو روایت؛ صابر خان وایي په اسلام اباد کې د نیول کېدو له وېرې ان ډاکتر ته هم نه شي تللی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو او ویزو د ستونزې له دوام سره، په اسلام‌اباد کې مېشت افغان صابر خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې ویزه پای ته رسېدلې او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له وېرې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلام‌اباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.

خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»

د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.

نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»

هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»

صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.

نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»

خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.

د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.

افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

له پېښوره کابل ته روانه نجلۍ: «هلته خو مکتبونه بند دي، زه به څه کوم؟»

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
100%

په پېښور کې یوه کډواله کورنۍ چې افغانستان ته یې کډه بار کړې او غواړي هېواد ته ستانه شي، د ډیوې په نوم یوې ۱۲ کلنې نجلۍ له خپل پلاره پوښتلي چې «افغانستان کې خو ښوونځي تړلي دي، نو دا به څه کوي». پلار یې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته استولي پېغام کې ویلي چې لور ته بې ځوابه دی.

دغه کس چې نه یو غوښتل هویت یې په ډاګه شي، له خپلې کورنۍ سره تورخم ته روان شوی او له هغې ځایه به بیا کابل کې یوه کرایه کور ته ځي. لور یې ډیوه په پاکستان کې زېږېدلې او هلته یې ښوونځی لوست، خو د پاکستان پولیسو نوره اجازه نه ورکوله چې دغه هېواد کې پاتې شي.

د ډیوې پلار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته‌ په راستولي پېغام کې زیاتوي: «زه هم ټېنشن کې یم چې زما د لور به څه کېږي، سکول یې په ډېر په شوق ویلو او ما به ورته چې غټه ډاکټره به درنه جوړه شي». په تېر څه باندې یو کال کې نږدې ۲میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې د ډیوې په څېر ډېرې نجونې د طالبانو د بندیزونو له کبله په خپل هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو له زده کړو بې برخې شوې دي.

د دغو بېرته ستنېدونکو کورنیو نجونې او ښځې په افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو او محدودیتونو برخه ګرځېدلي دي. د ملګرو ملتونو سازمان هم اندېښنه ښوولې چې د بېرته ستنېدونکو کورنیو ښځینه او نجونې له کار، زده کړو او د ژوند له امکاناتو څخه محرومې شوې دي.

ستاسو روایت؛ یلدا بازوان وایي زده‌کړه امتیاز نه بلکې د افغان نجونو بنسټیز بشري حق دی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
100%

د بشر حقونو فعاله او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې یلدا بازوان وايي، افغان نجونې له ۱۷۷۶ ورځو راهیسې له ښوونځیو محرومې دي. نوموړې ټینګار کوي چې زده‌کړه امتیاز نه، بلکې د نجونو بنسټیز بشري حق دی او له زده‌کړو د هغوی د محرومیت هره ورځ د فرصتونو او راتلونکی د له لاسه ورکولو په معنا ده.

بازوان پر فیسبوک په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي: «د ۱۷۷۶ ورځې وشوې چې افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تګ منعه شوي. او له خپل حق څخه محرومې شوي دي.»

نوموړې زیاتوي چې له زده‌کړو پرته تېرېدونکې هره ورځ د فرصتونو د له لاسه ورکولو، د غږونو د چوپېدو او د راتلونکو نسلونو د راتلونکې د ضایع کېدو په معنا ده.

د بازوان په وینا، افغان نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره لا هم «د پام وړ زړورتیا، مقاومت او هیله» څرګندوي.

هغې ټینګار کړی چې زده‌کړه امتیاز نه، بلکې د هر انسان بنسټیز حق دی او باید تر هغه د افغان نجونو د زده‌کړې غوښتنه روانه وساتل شي، څو ټولې افغان نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي، په ازاد ډول زده‌کړه وکړي او خپله راتلونکې پخپله جوړ کړي.

بازوان په خپل پوسټ کې ویلي: «د هغوی خوبونه مهم دي، د هغوی غږونه مهم دي او د هغوی زده‌کړه مهمه ده.»

هغې د افغان نجونو د زده‌کړې د حق د ملاتړ لپاره د «Let Afghan Girls Learn» او «Education Is a Right» په څېر هشتګونه هم کارولي دي.

د داعـ. ـش د ملاتړ په تور؛ په امریکا کې د ترهګرۍ د تورونو محکمه د افغانې مېرمنې قضیه څېړي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
100%

شاوخوا دېرش کاله وړاندې په امریکا کې د هغو بهرنیو وګړو د ایستلو لپاره جوړه شوې ځانګړې محکمه، چې د ترهګرۍ په تړاو تورن وي، د پنجشنبې په ورځ خپله لومړنۍ قضیه وڅېړله. دا دوسیه د یوې افغانې مېرمنې اړوند ده چې د داعـ. ـش د ملاتړ په تور تورنه شوې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت له دغې محکمې غوښتي چې ۴۷ کلنه نذیره حاجي‌زاده، چې د امریکا دایمي استوګنه لري، د داعش ډلې د ملاتړ په تور له دغه هېواده وایستل شي.

نذیره حاجي‌زاده د سه‌شنبې په ورځ د ټکساس ایالت د فورټ‌ورت ښار په خپل کور کې نیول شوې ده.

د راپور له مخې، د نوموړې زوی عبدالله حاجي‌زاده او زوم نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ورځې پر مهال د یوه برید د طرحې په تړاو نیول شوي وو.

امریکايي چارواکي وايي، دواړو منلې چې د برید د ترسره کولو لپاره یې د دووکلاشنکوفونو او ۵۰۰ مرمیو د اخیستو هڅه کړې وه.

عبدالله حاجي‌زاده، چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، په محکمه کې یې د بالغ کس په توګه پر جرم اعتراف کړی او په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. د قضايي هوکړې له مخې، هغه به د بند له مودې وروسته افغانستان ته وایستل شي او د امریکا د دایمي استوګنې حق به له لاسه ورکړي.

همداراز، نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د ترهګرۍ اړوند په دوو تورونو، د داعش لپاره د مادي ملاتړ د برابرولو او د ترهګریز جرم لپاره د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو په هڅه، پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوس د سزا د اعلان په تمه دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ادعا کوي چې نذیره حاجي‌زاده د خپل زوی او زوم له ناکام پلان څخه ملاتړ کړی، داعش ته یې د وفادارۍ اعلان کړی او هڅه یې کړې چې خپل ماشومان د دغې ډلې له ایډیالوژۍ سره اشنا کړي.

چارواکي دغه راز ادعا کوي چې هغې د خپلې کورنۍ د داعش تر ولکې لاندې سیمو ته د لېږد پلان له خپل مېړه پټ ساتلی و.

خو د محکمې د اسنادو له مخې، نذیره حاجي‌زاده تر اوسه د هېڅ ترهګریز جرم په رسمي توګه نه ده تورنه شوې او هېڅ ډول جنايي سابقه هم نه لري.

د هغې مدافع وکیلان وايي، د امریکا حکومت د اخراج له بهیر څخه د دې لپاره کار اخلي چې د عادي جنايي محاکمې له سختو قانوني معیارونو تېر شي او د ترهګرۍ له تورونو سره د هغې د تړاو د ثابتولو لپاره اسانه معیارونه وکاروي.

د «بهرنیو ترهګرو د اخراج ځانګړې محکمه» په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړه شوې وه. دا محکمه هغو دوسیو ته رسېدنه کوي چې د شواهدو یوه مهمه برخه یې محرم وي، خو د جوړېدو راهیسې تر اوسه فعاله نه وه.

د دې محکمې مشر قاضي جوان اېن اریکسن، د لومړۍ غونډې پر مهال وویل چې محکمه له درې لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل قضايي بهیر عملي کوي.

قاضي د نذیره حاجي‌زادې د وکیلانو هغه غوښتنه رد کړه چې نوموړې دې خوشې شي، خو ویې ویل چې ښايي دفاعي ټیم ته د حکومت د استناد وړ ځینو محرمو معلوماتو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

محکمې د حکومت غوښتنه د قضیې د دوام لپاره د «معقول احتمال» له مخې د څېړنې وړ بللې او ټاکل شوې چې په راتلونکو غونډو کې د اورېدنو مهالوېش او د اسنادو د وړاندې کولو څرنګوالی وټاکل شي.

طالبانو یو ځل بیا په هرات کې د بې‌حجابۍ په تور یو شمېر ښځې نیولې دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۱
100%

په هرات کې ځايي سرچینې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور نیولي ‌دي. دا ښځې د تور کورتۍ ډوله حجاب چې هراتیان یې «مانتو» بولي د اغوستلو په تور نیولي دي.

د سرچینو په وینا، دغه ښځې د هرات ښار د ورېښمو سړک او د خواجه عبدالله انصاري سړک له سیمو څخه نیول شوې دي. د نیول شویو ښځو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف اداره وایي، ښځې په دې ولایت کې د مانتو د اغوستلو اجازه نه لري

مانتو په هرات کې د ښځو ترمنځ د حجاب له عامو ډولونو څخه ګڼل کېږي.

عیني شاهدان وایي، دوی لیدلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په دوو موټرو کې ګڼې نیول شوې ښځې نامعلوم ځای ته لېږدولې. د طالبانو د امر بالمعروف مامورانو د چهارشنبې په ورځ هم د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه پنځه ښځې نیولې وې.

د سرچینو په وینا، دغه ښځې د ۶۴ متره سړک او پل رنګینه سیمې څخه نیول شوې وې.

په هرات کې د ښځو د نیولو پراخ لړۍ د غبرګولي میاشتې له ۱۶مې نېټې پیل شوې ده.

د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، د طالبانو مامورانو د ښار په بېلابېلو برخو کې لسګونه ښځې د مانتو د اغوستلو، د مخ پټولو د نه لرلو، یا د طالبانو د خوښې حجاب د نه مراعتولو په تور ونیولې.

د غبرګولي په ۱۹مه د ښځو نیونې د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو اعتراضونه راوپارول. طالبانو د معترضانو د خپرولو لپاره ډزې وکړې. په دغو اعتراضونو کې لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان ووژل شول او له ۲۰ څخه زیات کسان ټپیان شول. همدارنګه یو شمېر معترضان هم ونیول شول.

له دې درې ورځې وروسته، د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون وکړ او د «ښځه، ژوند، ازادي» او «زده‌کړه، کار، ازادي» شعارونه یې ورکړل.

طالبانو دغه لاریون هم وپاشه او یو شمېر ګډونوال یې ونیول. سره له دې چې د طالبانو دغه ځپنې په نړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شوې، خو طالبانو بیا هم د دغو نیونو لړۍ بنده نه کړه او لا هم روانه ده.

افغانستان او قرغزستان د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز او د قرغزستان د ستراتیژیکو نوښتونو ملي انسټیټیوټ چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا او د ګډو څېړنیزو فعالیتونو پر دوام خبرې کړې دي.

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ډاکټر عبدالحی قانت، د بشکیک لپاره د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په ملتیا، د قرغزستان د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ له رییس عادل بېک شومکار بېک سره لیدلي دي.

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په ایکس کې ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، علمي او څېړنیزو همکاریو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د تجربو پر تبادلې، سیمه‌ییزو تحولاتو او متقابلو ګټو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، قانت په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د طالبانو د بهرني سیاست، اقتصادي همکاریو او علمي اړیکو د پیاوړتیا په اړه معلومات وړاندې کړي او د ګډو څېړنو او ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

په مقابل کې، د قرغزستان د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ رییس عادل بېک شومکار بېک د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د علمي، اقتصادي او فکري همکاریو ملاتړ څرګند کړی او د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ یې دوامدارې اړیکې د متقابل تفاهم او سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره مهمې بللې دي.

دواړو لورو همداراز د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.