په کابل کې هم یو شمېر درملپلورونکي د پاکستاني درملو د راټولولو پر بهیر نیوکه کوي. د پلازمېنې یو درملپلورونکی، بریالی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «طالبان د دې پر ځای چې د درملو د قاچاق مخه ونیسي، درملتونونو ته ورغلي دي. موږ دغه درمل له کورني بازاره اخیستي دي او هېواد ته د هغوی د راوړلو مسوول نه یو.»
هغه زیاته کړه: «د راټولو شویو درملو په منځ کې داسې توکي شته چې ناروغانو کلونه کلونه کارولي دي او لا هم ورته مناسب او د لاسرسي وړ بدیل نه دی پیدا شوی. کله چې درمل له بازاره لرې شي، لومړی زیان ناروغان ویني، نه قاچاقبران.»
سرحدي کړکېچونه او د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدل
د پاکستاني درملو د وارداتو بندیز وروسته له هغه پلی شو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي او سوداګریز کړکېچونه زیات شول. طالبانو د ۱۴۰۴ کال په عقرب میاشت کې واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستاني شرکتونو سره خپلې معاملې پای ته ورسوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې بندیز تر بشپړ پلي کېدو مخکې، د ۱۴۰۴ کال د دلوې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې د پاکستاني درملو د تدریجي بندولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. دغه وزارت ویلي وو چې دا بهیر باید د بازار اړتیاوو او د هېواد د روغتیايي نظام د شرایطو په پام کې نیولو سره عملي شي.
طالبانو د پاکستاني درملو د بدیل موندلو لپاره هند، ایران او روسیې په ګډون نورو هېوادونو ته مخه کړه. په همدې لړ کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې مسوولانو په تهران کې له ایراني چارواکو سره تفاهملیکونه لاسلیک کړل.
نوموړي ټینګار کړی چې د ښځو، نجونو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات او قوانین د دیني لارښوونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي او باید سمدستي لغوه شي.
نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د راپور هرکلی کړی او د هېواد اوسنی وضعیت یې «د یوه بشپړ نسل لپاره د فرصتونو له منځه وړل» بللی دی. هغه له زده کړو څخه د څو مېلیونه نجونو پاتې کېدو ته په اشارې ویلي، چې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د ښځو او نجونو محرومول نه یوازې د هغوی ژوند، بلکې د ټول هېواد راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي.
فایق همدارنګه د هلکانو لپاره د اساسي زدهکړو پر ځای د ایډیالوژیکو او جهادي مدرسو د پراختیا، د ماشومانو د کار د زیاتوالي او په وسلهوالو ډلو کې د ماشومانو د جذب او استخدام لپاره د زمینه برابرېدو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د انلاین او د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
هغه د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل او خپلسرې نیونې هم د طالبانو د چلند یوه برخه بللې ده.
فایق د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر راهیسي له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې پنځو مېلیونه کډوالو بېرته راستنېدو ته هم اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د دغو راستنېدونکو ډېری کسان تر فشار لاندې او له کافي ملاتړ پرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د «په زور د بېرته نه ستنولو» اصل رعایت کړي.
هغه زیاته کړې چې د زدهکړو، روغتیا او معیشت په برخو کې بشري مرستې باید له ځنډ پرته دوام وکړي او د حساب ورکولو او عدالت د تامین لپاره باید خپلواک نړیوال میکانیزمونه او د جرمونو نړیواله محکمه فعاله شي.
د نوموړي په وینا، د دغو ستونزو بنسټیز حل یوازې د داسې سولې د بهیر له لارې شونی دی چې د افغانستان خلک یې په مرکز کې وي او پایله یې د یوه ټولشموله، ځوابویونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حکومت جوړېدل وي.
په پاکستان کې دیني علماوو د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ پر ضد پخوانۍ فتوا بیا تایید کړې ده؛ خو دا اقدام په داسې حال کې دی چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ځانمرګو بریدونو او ملکي وګړو د وژنې په اړه د پاکستاني مذهبي کړیو د دریځ او چوپتیا پوښتنه بیا راپورته شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان د پیغام امن کمېټې په مشرۍ د کوټې په جامعې سلفیې دعوة الحق کې ګډه غونډه وشوه. ګډونوالو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې «په اسلام کې ځانمرګي بریدونه حرام دي» او هېڅوک حق نه لري چې د مذهب، فرقې یا کومې ایډیالوژۍ په نوم د بېګناه خلکو وینه توی کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې ترهګري د اسلام او نورو مذهبونو له بنسټیزو لارښوونو سره په ټکر کې ده او هېڅ فرد، ډله یا سازمان اجازه نه لري چې د دولت پر ضد وسلهوال عملیات وکړي یا قانون په خپل لاس کې واخلي.
ګډونوالو د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او زدهکوونکو کارول په ځانمرګو بریدونو او ترهګریزو فعالیتونو کې هم په کلکه غندلي او دا یې د انسانیت پر ضد جدي جنایتونه بللي دي. اعلامیه خبرداری ورکوي چې د نوي نسل ګمراه کول او د ترهګرۍ لپاره یې کارول د انساني ژوند او د پاکستان د راتلونکي پر ضد عمل دی.
خو د دغې فتوا بیا تایید د پاکستاني مذهبي کړیو د پخواني دریځ په اړه هم پوښتنې راپورته کوي. د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال ځانمرګو بریدونو او د ملکي وګړو وژنې زرګونه قربانیان واخیستل، خو منتقدان پوښتي چې ولې هغه مهال د پاکستان د دیني عالمانو له لوري ورته څرګند او پراخ غږ نه اورېدل کېده او ولې اوس چې پاکستان پخپله له ترهګرۍ سره مخ دی، د دغو بریدونو پر ضد فتواوې بیا تازه کېږي.