که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا اړوند مسوولین د دوامداره برېښنا برابرېدو خبره کوي؛ خو د دواړه ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې له څو اوونیو راهیسې د شپې لهخوا برېښنا په پرلهپسې ډول پرې کېږي او د خلکو ستونزې یې زیاتې کړې دي.
د کندهار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی عبدالغفار وایي: «د ګرمۍ موسم دی، ماشومان او ناروغان لرو، ټوله شپه له ګرمۍ خوب نهشو کولای، نه د بېټرۍ وس لرو او نه هم بل بدیل؛ کله چې برېښنا پرې شي، ټول کور له سختو ستونزو سره مخ شي».
خلک وايي، د ۲۴ ساعته برېښنا ژمنه ورسره شوې او ډېرې پیسې ترې اخیستل کېږي؛ خو برېښنا د شپې پرمهال پرې کېږي چې نه سولر کار کوي او نه هم هر کور بېټرۍ لري.
د کندهار یو بل اوسېدونکی عبدالصمد وایي، د برېښنا په بېلونو کې د دایمي برېښنا پېسې ترې اخیستل کېږي؛ خو د خدماتو کیفیت ورسره برابر نهدی. هغه زیاه کړه: «موږ هره میاشت لوړ بېلونه ورکوو؛ خو د برېښنا خدمتونه نیمګړي دي، کله چې برېښنا نهوي، ویل کېږي چې د ډیزلي ماشینونو برېښنا به ووېشل شي؛ خو موږ تراوسه دغه برېښنا هم نهده لیدلې».
د هلمند د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی محمدنبي هم وایي، د برېښنا د پرې کېدو په اړه هر ځل بېلابېل لاملونه وړاندې کېږي؛ خو ستونزه نه حل کېږي. هغه وویل: «موږ ته ویل کېږي، چې د کجکي او کندهار ترمنځ د برېښنا مزی خراب شوی او یا تخنیکي ستونزه رامنځته شوې؛ خو دا ستونزه نږدې هره شپه تکرارېږي، په دې سخته ګرمۍ کې د برېښنا نشتوالي د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی».
د دغه ولایت نور اوسېدونکي هم وایي، د برېښنا پرلهپسې پارچاوي نه یوازې د خلکو ارامتیا لهمنځه وړي؛ بلکې ناروغان، ماشومان او سپینږېري یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
یوشمېر صنعت کاران هم زیاتوي، چې د برېښنا پارچاوۍ یې پر کاروبار منفي اغېز کړی؛ ځکه د برېښنا په نشتوالي کې نهشي کولای خپلې چارې په عادي ډول پر مخ یوسي. د کندهار او هلمند اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د ګرمۍ په دې سخت موسم کې د برېښنا پارچاوي کمه کړي او د برېښنا د دوامداره ټینګښت لپاره عملي او اوږدمهاله حل پیدا کړي؛ څو خلک په ځانګړي ډول ناروغان، ماشومان او سپینږېري له لا ډېرو ستونزو سره مخ نهشي.
خو په دغه ولایت کې د طالبانو د برېښنا شرکت او کجکي بند مسوولینو ویلي، چې ستونزه لنډمهاله ده او په ځینو سیمو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې دي. د دوی په خبره؛ د ستونزې د ژر حل لپاره کاري ډلې په کار بوختې دي.