• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېښنا پراخه پرچاوي؛ د کندهار او هلمند اوسېدونکي د برېښنا له کمزورو خدمتونو شکایت کوي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د کندهار او هلمند یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د ګرمۍ له زیاتېدو سره هم‌مهاله د برېښنا پرله‌پسې پارچاوۍ د دوی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی. دوی وایي، د شپې له‌خوا برېښنا پرې کېږي او کله بیا تر سهاره برېښنا نه‌وي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا اړوند مسوولین د دوامداره برېښنا برابرېدو خبره کوي؛ خو د دواړه ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې له څو اوونیو راهیسې د شپې له‌خوا برېښنا په پرله‌پسې ډول پرې کېږي او د خلکو ستونزې یې زیاتې کړې دي.

د کندهار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی عبدالغفار وایي: «د ګرمۍ موسم دی، ماشومان او ناروغان لرو، ټوله شپه له ګرمۍ خوب نه‌شو کولای، نه د بېټرۍ وس لرو او نه هم بل بدیل؛ کله چې برېښنا پرې شي، ټول کور له سختو ستونزو سره مخ شي».

خلک وايي، د ۲۴ ساعته برېښنا ژمنه ورسره شوې او ډېرې پیسې ترې اخیستل کېږي؛ خو برېښنا د شپې پرمهال پرې کېږي چې نه سولر کار کوي او نه هم هر کور بېټرۍ لري.

د کندهار یو بل اوسېدونکی عبدالصمد وایي، د برېښنا په بېلونو کې د دایمي برېښنا پېسې ترې اخیستل کېږي؛ خو د خدماتو کیفیت ورسره برابر نه‌دی. هغه زیاه کړه: «موږ هره میاشت لوړ بېلونه ورکوو؛ خو د برېښنا خدمتونه نیمګړي دي، کله چې برېښنا نه‌وي، ویل کېږي چې د ډیزلي ماشینونو برېښنا به ووېشل شي؛ خو موږ تراوسه دغه برېښنا هم نه‌ده لیدلې».

د هلمند د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی محمدنبي هم وایي، د برېښنا د پرې کېدو په اړه هر ځل بېلابېل لاملونه وړاندې کېږي؛ خو ستونزه نه حل کېږي. هغه وویل: «موږ ته ویل کېږي، چې د کجکي او کندهار ترمنځ د برېښنا مزی خراب شوی او یا تخنیکي ستونزه رامنځته شوې؛ خو دا ستونزه نږدې هره شپه تکرارېږي، په دې سخته ګرمۍ کې د برېښنا نشتوالي د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی».

د دغه ولایت نور اوسېدونکي هم وایي، د برېښنا پرله‌پسې پارچاوي نه یوازې د خلکو ارامتیا له‌منځه وړي؛ بلکې ناروغان، ماشومان او سپین‌ږېري یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

یوشمېر صنعت کاران هم زیاتوي، چې د برېښنا پارچاوۍ یې پر کاروبار منفي اغېز کړی؛ ځکه د برېښنا په نشتوالي کې نه‌شي کولای خپلې چارې په عادي ډول پر مخ یوسي. د کندهار او هلمند اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د ګرمۍ په دې سخت موسم کې د برېښنا پارچاوي کمه کړي او د برېښنا د دوامداره ټینګښت لپاره عملي او اوږدمهاله حل پیدا کړي؛ څو خلک په ځانګړي ډول ناروغان، ماشومان او سپین‌ږېري له لا ډېرو ستونزو سره مخ نه‌شي.

خو په دغه ولایت کې د طالبانو د برېښنا شرکت او کجکي بند مسوولینو ویلي، چې ستونزه لنډمهاله ده او په ځینو سیمو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې دي. د دوی په خبره؛ د ستونزې د ژر حل لپاره کاري ډلې په کار بوختې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په پنجشېر کې شاوخوا ۷۰۰ کانونه د استخراج په حال کې دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د پنجشېر والي ویلي، اوس‌مهال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ کانونه په فعاله توګه استخراجېږي. حافظ محمداغا حکیم وایي، د ټولو کانونو چارې د طالبانو تر بشپړ کنټرول او څار لاندې روانې دي.

هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د بیروجو، یاقوتو او نورو ګران بیه ډبرو د کانونو ترڅنګ په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمردو کانونه هم کشف شوي دي. د نوموړي په وینا؛ په دغه ولایت کې د کانونو ټولې چارې د طالبانو د بېلابېلو کمېټو تر څار لاندې ترسره کېږي او د پنجشېر د ټولو کانونو اداره په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې ده.
د طالبانو والي همدارنګه د پنجشېر اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو غوښتي، چې د دغه طبیعي زېرمو د استخراج لپاره د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې کارپوهان وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کانونو استخراج د خپلواکو ادارو له څار، مالي روڼتیا او چاپېریالي معیارونو پرته په پراخه او بې‌ساري ډول ترسره کېږي.

یوشمېر افغانان اندېښنه څرګندوي، چې د هېواد طبیعي سرچینې لوټېږي، کانونه د یوې ځانګړې ډلې په ګټه کارول کېږي او استخراج شوي توکي بهر ته لېږدول کېږي. د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د ۱۴۰۳کال د سلواغې په میاشت کې ویلي و، هغه د کانونو قراردادونه چې طالبان یې په پټه ورکوي نړۍوال مشروعیت نه‌لري.

همدارنګه فارن پالېسي مجلې د ۱۴۰۳کال د وري په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و، چې له القاعده سره تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو له لوري د کانونو د استخراج له عوایدو ګټه اخلي.

بې‌وزلي او جبري ستنول؛ ملګري ملتونه وایي افغانان د انساني قاچاق له ګواښ سره مخ دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې پرله‌پسې کړکېچونه، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ستنولو پراخې څپې، د کوکنارو پر بنسټ د کلیوالي اقتصاد کمزورتیا، د بشري مرستو سخت کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو او نجونو دوامداره محدودیتونو خلک د انساني قاچاق له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د انساني قاچاق په وړاندې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د انساني قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو د پېژندنې او ملاتړ او د هغو کسانو پر وړاندې د اقداماتو د پیاوړتیا لپاره چې له استثمار څخه ګټه پورته کوي؛ ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.

د دوی په خبره؛ د وروستۍ ارزونې له مخې ۵۶ سلنه ستنې شوې کډوالې کورنۍ د خپلو لومړنیو لګښتونو پوره کولو وس نه‌لري. اعلامیه زیاتوي، نږدې نیمایي ستنېدونکې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر پورونو یا مرستو تکیه کوي.
د دوی په خبره؛ دغه اقتصادي فشارونه خلک منفي لارو ته اړ باسي او د انسانانو د قاچاق، استثماري کار، د پورونو په بدل کې جبري کار او د استثمار نورو ډولونو لامل کېږي.

د اعلامیې له مخې؛ قربانیان لاهم ناامنه کارونو، جبري کار، جنسي استثمار، غلامۍ ته ورته شرایطو او ان د هغوی له خوښې پرته د بدن د غړو اېستلو ته اړ اېستل کېږي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې ښځې، ماشومان، ستنېدونکي او پوروړې کورنۍ تر ټولو ډېر له دغه ګواښ سره مخ دي.
د یادو نړۍوالو ادارو د معلوماتو له مخې؛ ځینې نور افغانان د جبري سوالګرۍ، جبري ودونو، د ماشومانو د جلب او جذب، جنسي استثمار او ناقانونه فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌یي توکو د دفتر استازي پولیک اوک سري ویلي: «پر افغانانو اوسني فشارونه لکه ډله‌ییزې ستنېدنې، د بدیل معیشتونو له برابرولو پرته د کوکنارو له‌منځه وړل، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو محدودیتونه نارینه، ښځې او ماشومان د انساني قاچاق او استثمار پر وړاندې لا ډېر زیان‌من کړي دي».‌
د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پاړک ویلي: «د راستنېدونکو اوسنی شمېر تر هغه لوړ دی، چې افغان ټولنې یې له پراخ نړۍوال ملاتړ پرته جذب کړای شي. ډېری راستنېدونکي له محدودو امکاناتو سره هېواد ته راګرځي او د کار، سرپناه او لومړنیو خدمتونو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وي. که په هېواد کې د ژوند مناسب فرصتونه موجود نه‌وي، خلک اړ کېږي چې بیا خطرناکې او ناقانونه لارې غوره کړي، چې دا کار یې د انسانانو د قاچاق، د انساني قاچاق کوونکو، استثمار او ناوړه چلند له ګواښ سره مخامخ کوي. له راستنېدونکو او کوربه ټولنو ملاتړ یوازې بشري اړتیا نه؛ بلکې د افغانستان د ثبات لپاره هم مهمه پانګونه ده».

دواړه ادارو ټینګار کړی، چې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې مبارزه همغږو، عملي او د شواهدو پر بنسټ اقداماتو ته اړتیا لري. اعلامیه زیاتوي، چې د دغه هڅو د ملاتړ لپاره یادو ادارو په ګډه په افغانستان کې د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق په اړه ستراتیژیکه ارزونه ترسره کوي.
د دوی په وینا؛ دغه ارزونه به د نوو ګواښونو په اړه شواهد پیاوړي کړي، د قربانیانو د پېژندنې او ساتنې لپاره به عملي لارې چارې په ګوته کړي او د انسانانو د قاچاق پر ضد به د ګډو اقداماتو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د جبري اېستلو دوام؛ په یوه ورځ نږدې ۳زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې (د زمري په ۷مه) نېټه له پاکستان او ایران نه ۵۶۰ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲زره او ۸۱۸ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي او د ثبت او راجستر ترڅنګ ورسره لومړنۍ مرستې هم شوې دي. د راپور له مخې؛ دغه کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو لارې او اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. په راپور کې راغلي، چې په همدې ورځ ۳۹۵ نورې کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو او مېنو ته ستنې شوې دي.

هم‌مهاله پاکستان د روان زېږدیز کال د جولای په لسمه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د عملیاتو یوه نوې او پراخه څپه پیل کړې. د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته یوشمېر پخواني افغان نظامیان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او خبریالان چې پاکستان ته جلاوطنه شوي،‌ دغه عملیاتو له سختو رواني شکنجو سره مخ کړي دي.

دوی وړاندې له نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان غوښتنه کړې، چې پر پاکستان فشار راوړي او د دغه عملیاتو مخه ونیسي.

ایراني چارواکي: شمتیغ دې د افغانستان فعاله او ستراتیژیکه سوداګریزه پوله شي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۱
100%

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د دغه هېواد د ختیځو پولو د ظرفیتونو د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، باید هڅه وشي چې شمتیغ د یوه ځانګړي او مسلکي پروګرام په پلي کولو او د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د رېل‌ پټلۍ‌ په فعالې پولې بدله شي.

د هغه په وینا؛ شمتیغ دې له افغانستان سره د سیمه‌ییزې سوداګرۍ اسانتیا او د سیمې د رېلي ټرانزیټ په مهم مرکز بدل شي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته د رېلي صادراتو په اړه د همغږۍ په غونډه کې د ختیځو پولو د سوداګرۍ لوړې کچې ته په اشارې ویلي، د شمتیغ پولې د پراختیا پر وړاندې شته خنډونه باید لرې او د رېلي تګ‌راتګ له شته ظرفیتونو باید ښه ګټه واخیستل شي.

هغه وویل، د دغه لارې د سوداګرۍ حجم ښيي چې جدي پرېکړو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده او زیاته یې کړه: «د یادې لارې د نه پراختیا لپاره هېڅ د منلو وړ دلیل نه‌شته؛ ځکه شته ظرفیتونه او د لېږدېدونکو توکو اندازه د یادې سیمې ستراتیژیک اهمیت څرګندوي. باید د هېواد د ختیځو پولو له هغه لویو ظرفیتونو چې تراوسه ورته کمه پاملرنه شوې، د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي».

مظفري د شمتیغ پولې د علمي او مسلکي تنظیم پر اړتیا هم ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د پروژو د کره تعریف او د اړینو فزیکي تاسیساتو د جوړولو لپاره له متخصصو سلاکارانو څخه کار واخیستل شي.

د خراسان رضوي والي وویل، د امنیتي ملاحظاتو په پام کې نیولو سره شمتیغ باید یوه خوندي او په ورته وخت کې د نړۍوالې سوداګرۍ د اسانتیا برابروونکې لاره وبلل شي. هغه دارنګه د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتي، چې د ګډو بهیرونو په مدیریت په ځانګړي ډول د کاني توکو او نورو توکو د لېږد کنټرول په برخه کې همکاري وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د رېلي لېږد رالېږد په برخه کې باید انحصار موجود نه‌وي او خصوصي سکټور هم باید د زېربناوو په جوړولو او د پروژو په عملي کولو کې ونډه واخلي. د خراسان رضوي والي اعلان وکړ، چې شاوخوا یوه میاشت وروسته به د شمتیغ په پوله کې یوه تخصصي غونډه جوړه شي او تر هغې وړاندې به اقتصادي، امنیتي او د اورګاډي ادارو اړوندې کمېټې د ستونزو د څېړلو او د هرې موضوع لپاره د عملي حل لارو وړاندې کولو په موخه غونډه وکړي.

د شمتیغ د لومړي پړاو پراختیا لپاره زر مېلیارد تومانه ځانګړي شوي

د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري د شمتیغ پولې د ستونزو د بشپړ نوملړ او د منظم پلان جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د دوی په باور د پولې شاوخوا ۸۰ سلنه ستونزې د اړوندو ادارو په ګډې همکارۍ حل کېدای شي. هغه وویل، د پولې ستونزې باید په روښانه ډول ثبت، لومړیتوب ورکړل شي او د هرې موضوع لپاره مشخص مسوول وټاکل شي.

د نوموړي په وینا؛ د سرحدي فعالیتونو له اقتصادي ګټو څخه باید د شمتیغ پولې د پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه، د سرحدي امنیت په برخه کې باید د هرې ادارې دنده روښانه وي؛ څو د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال ګډوډي رامنځته نه‌شي.

شمقدري ټینګار وکړ، چې د سرحدي فعالیتونو د پراختیا له امله باید اړینې زېربناوې لکه ځیرک کنټرولي تجهیزات، د اورګاډي واګونونو د اېکس‌رې سیستم او ګمرک خدمتونه په خپله سیمه کې جوړ شي. هغه وویل، دا مناسبه نه‌ده چې ګمرک له پولې ۶۰ یا ۷۰ کیلومتره لرې وي؛ بلکې ټولې اړونده ادارې باید په هماغه ځای کې مېشتې وي، څو سرحدي چارې په اغېزمن ډول ترسره شي.

وحید عمر: تجربو ثابته کړې چې درې رنګه ملي بیرغ بدلېدونکی نه‌دی او ټول یې باید احترام وکړي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او ویاند وحید عمر د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت وايي، تجربو ثابته کړې، چې دغه درې رنګه بیرغ نه‌‌بدلېدونکی دی او باید ټول یې احترام وکړي. هغه زیاتوي، د افغانستان معاصر تاریخ کې یوازینی ملي سمبول چې له ټولو ناخوالو ژوندی پاتې دی؛ هغه همدا بیرغ دی.

وحید عمر د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په مناسبت وايي، د افغانستان په معاصر تاریخ او په تېرو یو سلو څو کلونو کې که په افغانستان کې یو ملي سمبول رامنځته شوی وي، او له ټولو بحرانونو او ناورینونو سره سره ژوند پاتې وي او همداراز افغان ولس ورسره عاطفي تړاو ولري؛ هغه همدا درې رنګه ملي بیرغ دی.

هغه زیاته کړې: «په دې موده کې نور سمبولونه هم جوړ شوي، خو ډېری یې مقطعي وو او د ملي بیرغ په څېر یې دوام نه‌دی کړی. موږ او تاسو ټول پوهېږو چې دا ډېر ښایسته بیرغ دی».

وحید عمر په ټینګار سره څرګنده کړې، چې له دغه درې رنګه بیرغ سره د افغانستان هویت تړلی دی او په باور یې هېڅ بل سمبول د افغانستان هویت په بشپړه توګه نه‌شي تعریفولی، لکه چې دغه بیرغ یې کولای شي.

عمر زیاته کړې: «په تېرو یو سلو څو کلونو کې ډېر داسې کوششونه وشول چې دغه بیرغ یو رقم بدل شي، خو نه د خلق ډیموکراټیک سور بیرغ، نه د مجاهدینو سپین، تور او شین بیرغ او نه د طالبان سپین بیرغ د افغانستان ملي سمبول شوی نه‌دی او هېح یوه د دغه بیرغ ځای نه‌دی نیولی».

هغه په ډاګه کړې: «تجربو ثابته کړې، چې دغه بیرغ بدلېدونکی نه‌دی او دا د افغانستان له حکومتونو سره نه‌، بلکې د افغانستان د خلکو له هویت سره تړلی دی او ټول یې باید احترام وکړي. دا بیرغ به ژوندی وي او افغانانو چې کله هم په خپله خوښه بیرغ پورته کړی، همدا بیرغ یې پورته کړی دی».

وحید عمر همداراز څرګنده کړې: «[له] حکومت سره‌ زما د کار یو افتخار دا وو چې په اخرو دوو کلونو کې د وزیر اکبرخان لوی بیرق مستقیما زما تر نظر لاندې جوړیده او تقریبا هره میاشت چې بیرق بدلیده، نوی بیرق مې شخصا په ډېر افتخار پورته کوو».

د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.