• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د نوې رېل ‌پټلۍ له لارې به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوو

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د رېل‌ پټلۍ معیین په ابوظبۍ کې د رېل‌ پټلۍ په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. یاد وزارت وايي، دا پروژه د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي او د افغانستان د اقتصاد لپاره مهمه ده.

ددغه ورزات له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا نندارتون د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر دویمې پورې روان و، چې د نړۍ له شاوخوا ۱۰۰هېوادونو او ۲۰۰ نړیوالو شرکتونو استازو پکې برخه اخیستې وه.

د نندارتون موخه د پټلۍ د نویو پروژو معرفي، د رېل‌پټلۍ د عصري ټکنالوژیو ننداره او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نندارتون کې د افغانستان لپاره ځانګړې غرفه هم بېله شوې وه، چې له لارې یې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار د پټلۍ د نوې پروژې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه پروژه د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له هېوادونو سره نښلوي او د افغانستان لپاره د اقتصادي او ترانزیټي اهمیت لرونکې سیمه‌ ییزه لاره ګڼل کېږي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په وینا، مولوي اسحاق صاحبزاده د غونډې په څنډه کې د سیمې د پټلۍ چارواکو او تخنیکي ټیمونو سره، په ځانګړي ډول د اماراتو، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره دوه‌ اړخیزې او درې‌ اړخیزې ناستې وکړې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنو کې د پټلۍ په برخه کې د ګډو پانګونو، تخنیکي همکارۍ او د پروژو د پیاوړتیا پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

ددغه وزارت خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، دا ګډون به د افغانستان د رېل پټلۍ پروژو د نړېوال اعتبار، سیمه‌ییزو اړیکو او د پانګونې د جذب په برخه کې مثبت اغېز ولري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د مخالفې ډلې مقاومت جبهې تلفات له ۵۰۰ کسانو واوښتل

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دې جبهې تلفات تر اوسه ۵۳۷ کسانو ته رسېدلي دي. د سرچینې په وینا، ۱۴۹ تنه ټپیان شوي، ۱۲ معلول شوي او ۴۷۷ تنه یې بندیان شوي دي.

د جبهې د وضعیت د ارزونې له مخې، د تلفاتو لوړوالی د بېلابېلو عواملو له امله دی چې د امنیتي ضعف شته والی، لیکو ته د طالبانو نفوذ، د معلوماتو افشا کېدل، او داخلي اختلافات ټول پکې شاملیږي.

د رپوټ له مخې، د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ۱۴۰۴ کال د وږي پر۱۲مه د مقاومت جبهې یو مخکښ قوماندان قیوم کهګدای او له دې وړاندې د صمد کهګدای مشهور په «قوماندان حمزه» د وژل کېدو لامل په ټولنیزو شبکو کې د یادو قوماندانانو د موقعیت افشا کول و.

په راپور کې ویل شوي چې طالبان د ساده خو اغېزناکو تاکتیکونو؛ نفوذ، کمین او د ټولنیزو شبکو د معلوماتو د کارولو له لارې د مقاومت جبهې پر ځواکونو بریدونه کوي. په مقابل کې، مقاومت او ازادۍ جبهې د خپل اطلاعاتي جوړښت د پیاړتیا توان نه دی پیدا کړی او زیاتره ځواکونه یې د پخوانۍ اردو روزل شوي سرتېري دي، چې د غلچکۍ جګړې تجربه نه لري.

سره له دې، د مقاومت او ازادۍ جبهې ادعا کوي چې پر طالبانو یې ګڼ شمېر عملیات کړي او د هغوی تلفات یې هم لوړ کړي دي.

د راپورونو او د ملګرو ملتونو د څارنو له مخې، مقاومت جبهه لا هم فعال حضور لري او پر طالبانو دوامداره بریدونه کوي.

افغان ورزشکار روح الله موسوي د هسپانیا یو «نه ماتېدونکی» لوبغاړی مات کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د مویي تای ملي لوبغاړي سید روح الله موسوي د مويي تای مسلکي سیالیو کې نه ماتېدونکي هسپانوي لوبغاړي ماریو راموس ویلا ته ماته ورکړه. دا لوبه د تلې پر ۱۳مه په سویډن کې ترسره شوه او لوبڅار له دریو پړاوونو وروسته موسوي د بریالي لوبغاي په توګه اعلان کړ.

دا بری د مویي تای په برخه کې د سید روح الله موسوي لسمه مسلکي بریا ده.

له هسپانوي سیال سره د هغه لوبه د مويي تای سیالیو لیګ یا MTFL غوره مبارزه وټاکل شوه.

له هسپانیې څخه ماریو راموس ویلا په خپلو شپږو پخوانیو مسلکي لوبو کې نه ماتېدونکی و، او د روح الله موسوي په وړاندې ماتې د هغه په ​​مسلک کې لومړۍ ماتې وه.

دا بریا د افغانستان لپاره د موسوي وروستۍ اروپايي بریا ده. هغه مخکې په ۲۰۲۳ کې د نړۍ اتلولي او په ۲۰۲۵ کې د هیواد لپاره د آسیا اتلولي ګټلې وه.

طالبان وایي په هرات او لوګر ولایتونو کې یې «مسلکي غله» نیولي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په لوګر او هرات کې د غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د غلو یوه ۹ کسیزه وسله واله ډله او په هرات ولایت کې یوه مېرمن د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور، نیول شوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تلې پر ۱۴مه وویل، چې د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې نهه کسیزه ډله «مسلکي غله» وو چې په تکرار سره یې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو کورونه لوټل.

یاد وزارت وايي، دغه کسان د محمداغې ولسوالۍ په ده نو سیمه کې د یوې بلې غلا د هڅې پرمهال ونیول شول.

د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو موټر، یو موټرسایکل، درې میله وسلې او یو شمېر پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات پولیسو یوه ښځه د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور نیولې ده.

د طالبانو په وینا، نوموړې په لومړنیو پلټنو کې خپل جرم منلی او د هغې دوسیه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې ده.

په بدخشان کې د پنځو پېړیو لرغونې سمڅه موندل شوې ده

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي چې ددغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې یوه لرغونې سمڅه موندل شوې، چې پنځه پیړۍ تاريخي مخینه لري. له دې سمڅې څخه د خټینو لوښیو او د ډبرینو ډېوه لوښیو ټوټې موندل شوې دي.

د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن دوشنبه ، د تلې ۱۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ریاست د کلتور امر په مشرۍ یو پلاوي خاش ولسوالۍ ته سفر کړی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا سمڅه د کجاګردن په سیمه کې هغه وخت کشف شوه چې ځایي اوسیدونکو د بیارغونې او ودانیزو چارو لپاره د خاورې کارولو لپاره یو غونډۍ کیندله.

100%

د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ​​وینا، لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا سمڅه له اسلام څخه مخکې دورې او ښايي د زردشت دورې پورې اړه لري.

یاد ریاست دا موضوع اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست ته راپور کړې ده چې یو مسلکي ټیم، د عصري وسایلو په کارولو سره د دې سمڅې عمر او تاریخي ځانګړتیاوې په دقت سره وڅیړي او د هیواد د لرغونو ځایونو په نوملړ کې یې ثبت کړي.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنه: د ملګرو ملتونو پرېکړه به د افغانستان د عدالت بهیر پیاوړی کړي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې (HRD+) د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک او دایمي نړیوال میکانیزم جوړوي. ټولنې ویلي چې دا کار به انتقالي عدالت پلی او د عامه باور بیا راژوندي کېدو ته لاره اواره کړي.

د دې ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا پرېکړه د افغان قربانیانو او د مدني ټولنې لپاره یو تاریخي ګام دی، ځکه د افغانستان د جګړې د جرمونو او نړیوالو سرغړونو د مستندولو، ارزونې او حساب‌ورکونې لپاره به پراخ صلاحیت ولري.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې ویلي، چې که څه هم دا پرېکړه ناوخته شوې، خو د حقیقت‌ موندنې او عدالت د ټینګښت لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.

یادې ټولنې ویلي، په تېرو دریو کلونو کې یې له نړیوالو ملګرو نه پرله‌پسې غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره دغه ډول میکانیزم جوړ شي.

په اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه لیک د هغو افغان ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د فعالانو د زړورتیا نښه ده چې د فشارونو او چوپتیا تر سیوري لاندې یې د عدالت غږ ژوندی ساتلی دی.

د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو ټولنې په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دغه میکانیزم د عملي کولو بهیر بې له ځنډه پیل کړي، کافي سرچینې ورته برابرې کړي، او نړیوال بنسټونه، دولتونه او مدني ټولنې وهڅوي چې بشپړ ملاتړ یې وکړي.

یاده ټولنه وايي، دغه پرېکړه لیک به د افغانستان لپاره د انتقالي عدالت، حساب‌ورکونې، د حقیقت‌موندنې او د عامه باور د بیا راژوندي کولو لاره اواره کړي.