• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ورزشکار روح الله موسوي د هسپانیا یو «نه ماتېدونکی» لوبغاړی مات کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د مویي تای ملي لوبغاړي سید روح الله موسوي د مويي تای مسلکي سیالیو کې نه ماتېدونکي هسپانوي لوبغاړي ماریو راموس ویلا ته ماته ورکړه. دا لوبه د تلې پر ۱۳مه په سویډن کې ترسره شوه او لوبڅار له دریو پړاوونو وروسته موسوي د بریالي لوبغاي په توګه اعلان کړ.

دا بری د مویي تای په برخه کې د سید روح الله موسوي لسمه مسلکي بریا ده.

له هسپانوي سیال سره د هغه لوبه د مويي تای سیالیو لیګ یا MTFL غوره مبارزه وټاکل شوه.

له هسپانیې څخه ماریو راموس ویلا په خپلو شپږو پخوانیو مسلکي لوبو کې نه ماتېدونکی و، او د روح الله موسوي په وړاندې ماتې د هغه په ​​مسلک کې لومړۍ ماتې وه.

دا بریا د افغانستان لپاره د موسوي وروستۍ اروپايي بریا ده. هغه مخکې په ۲۰۲۳ کې د نړۍ اتلولي او په ۲۰۲۵ کې د هیواد لپاره د آسیا اتلولي ګټلې وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په هرات او لوګر ولایتونو کې یې «مسلکي غله» نیولي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په لوګر او هرات کې د غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د غلو یوه ۹ کسیزه وسله واله ډله او په هرات ولایت کې یوه مېرمن د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور، نیول شوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تلې پر ۱۴مه وویل، چې د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې نهه کسیزه ډله «مسلکي غله» وو چې په تکرار سره یې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو کورونه لوټل.

یاد وزارت وايي، دغه کسان د محمداغې ولسوالۍ په ده نو سیمه کې د یوې بلې غلا د هڅې پرمهال ونیول شول.

د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو موټر، یو موټرسایکل، درې میله وسلې او یو شمېر پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات پولیسو یوه ښځه د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور نیولې ده.

د طالبانو په وینا، نوموړې په لومړنیو پلټنو کې خپل جرم منلی او د هغې دوسیه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې ده.

په بدخشان کې د پنځو پېړیو لرغونې سمڅه موندل شوې ده

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي چې ددغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې یوه لرغونې سمڅه موندل شوې، چې پنځه پیړۍ تاريخي مخینه لري. له دې سمڅې څخه د خټینو لوښیو او د ډبرینو ډېوه لوښیو ټوټې موندل شوې دي.

د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن دوشنبه ، د تلې ۱۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ریاست د کلتور امر په مشرۍ یو پلاوي خاش ولسوالۍ ته سفر کړی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا سمڅه د کجاګردن په سیمه کې هغه وخت کشف شوه چې ځایي اوسیدونکو د بیارغونې او ودانیزو چارو لپاره د خاورې کارولو لپاره یو غونډۍ کیندله.

100%

د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ​​وینا، لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا سمڅه له اسلام څخه مخکې دورې او ښايي د زردشت دورې پورې اړه لري.

یاد ریاست دا موضوع اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست ته راپور کړې ده چې یو مسلکي ټیم، د عصري وسایلو په کارولو سره د دې سمڅې عمر او تاریخي ځانګړتیاوې په دقت سره وڅیړي او د هیواد د لرغونو ځایونو په نوملړ کې یې ثبت کړي.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنه: د ملګرو ملتونو پرېکړه به د افغانستان د عدالت بهیر پیاوړی کړي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې (HRD+) د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک او دایمي نړیوال میکانیزم جوړوي. ټولنې ویلي چې دا کار به انتقالي عدالت پلی او د عامه باور بیا راژوندي کېدو ته لاره اواره کړي.

د دې ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا پرېکړه د افغان قربانیانو او د مدني ټولنې لپاره یو تاریخي ګام دی، ځکه د افغانستان د جګړې د جرمونو او نړیوالو سرغړونو د مستندولو، ارزونې او حساب‌ورکونې لپاره به پراخ صلاحیت ولري.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې ویلي، چې که څه هم دا پرېکړه ناوخته شوې، خو د حقیقت‌ موندنې او عدالت د ټینګښت لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.

یادې ټولنې ویلي، په تېرو دریو کلونو کې یې له نړیوالو ملګرو نه پرله‌پسې غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره دغه ډول میکانیزم جوړ شي.

په اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه لیک د هغو افغان ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د فعالانو د زړورتیا نښه ده چې د فشارونو او چوپتیا تر سیوري لاندې یې د عدالت غږ ژوندی ساتلی دی.

د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو ټولنې په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دغه میکانیزم د عملي کولو بهیر بې له ځنډه پیل کړي، کافي سرچینې ورته برابرې کړي، او نړیوال بنسټونه، دولتونه او مدني ټولنې وهڅوي چې بشپړ ملاتړ یې وکړي.

یاده ټولنه وايي، دغه پرېکړه لیک به د افغانستان لپاره د انتقالي عدالت، حساب‌ورکونې، د حقیقت‌موندنې او د عامه باور د بیا راژوندي کولو لاره اواره کړي.

اندېشه: د بشري حقونو د سرغړونو څارګر میکانیزم ښيي چې طالبان په نړیوال ډګر کې ځای نه لري

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي د بشري حقونو د سرغړونو د څار میکانیزم د تصویب هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا اقدام ښیي چې طالبان په نړیوال ډګر کې هیڅ ځای نه لري. نصیر اندېشه له دې ډلې سره د یو شمیر هیوادونو اړیکې معاملې او لنډمهاله وبللې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه نن دوشنبه، د تلې ۱۴مه، وویل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د دې اقدام له امله مبارکي وايي.

نوموړي وویل چې د مدني ټولنې بنسټونو، د افغان ښځو غورځنګونو او کورنیو او نړیوالو ادارو په ګډه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارلو لپاره د نړیوال حساب ورکولو میکانیزم په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د اندېشه په وینا، دا د افغانستان د "خلکو د حقونو د بیرته راګرځولو پر لور یو قوي او عملي ګام" دی.

نن د دوشنبې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارلو لپاره د نړیوال حساب ورکولو میکانیزم پرېکړه لیک تصویب کړ.

دا پرېکړه لیک چې له بشري حقونو د سرغړونو د معافیت مخنیوی کوي او د څارنې لپاره لوړ میکانیزم جوړوي، د بشري حقونو شورا ټولو غړو تایید کړ.

دا پرېکړه طالبان او نور ټول مسوول اړخونه او کسان متوجې کوي، چې شواهد چمتو کېږي، څو هغوی په راتلونکي کې له عدالت او محکمې سره مخ شي.

د پرېکړه لیک پر بنسټ، نوې اداره به د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو روانې سرغړونې هم په پام کې ونیسي، چې دا د جنسي تعقیب په کچه دي.

دغه اداره به د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې جرمونو او نورو جدي بشري سرغړونو شواهد ټولوي، ثبتوي او خوندي کوي اومسوول کسان به په نښه کوي او د هغوی دوسیې به چمتو کوي، چې د ملي او نړیوالو محاکمو لپاره وکارول شي.


د ازبکستان د انرژۍ وزیر: طالبانو په افغانستان کې د هایدروکاربونو د استخراج جواز را کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف وايي، چې طالبانو ازبکستاني شرکتونو ته په خپل هېواد کې د جیو-اکتشافي فعالیتونو او هایدروکاربونو د استخراج جواز ورکړی. نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ثبات د سمندري بندرونو پر لور تاشکند ته تر ټولو د لنډ لاسرسي فرصت برابروي.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر له ازبکستان ۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د سپټمبر په ۱۴مه په افغانستان کې د توتي-میدان د ګازو ساحې کارونه پیل شول.

هغه زیاته کړه، « د توتي میدان پروژه به لومړی پړاو وي. البته د دې د پایلو پر اساس به په نویو ساحو کې ګډ فعالیتونه ممکن شي. پروژه د یوه نوښت په توګه ترسره کېږي چې د ازبکستان او افغانستان اقتصاد ته ګټه رسوي».

د تړون له مخې، د پروژې د پلي کولو موده ۲۵ کاله ده او د پروژې مسوول شرکت د ازبکستان ایریل کام دی.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د زیربناوو وده او ثبات د سمندري بندرونو پر لور ازبکستان ته تر ټولو د لنډ لاسرسي فرصت برابروي او د ترانزیت او لوژستیک لپاره نوې لارې پرانیزي.

محمدوف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې سوله او دوامداره پرمختګ یوازې د ازبکستان لپاره مهم نه دی، بلکې د ټولې سیمې لپاره ارزښت لري. د میرزا محمودوف په وینا، افغانان د تاشکند ملاتړ او ښه ګاونډیتوب په لوړ ارزښت قایل دي.

هغه د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوندیوه خبره یاده کړه، « کله چې زه وروستی ځل هلته [کابل ته] تللی وم، د لیدنې په جریان کې ملا برادر وویل چې ما په اذربایجان کې له ولسمشر سره ولیدل او د هغه په سترګو، خبرو او اوسنیو کړنو کې مې له افغانستان او افغانانو سره د هغه مینه ولیده».

ازبکستان له طالبانو سره نږدې اقتصادي اړیکې پالي، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.