• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان د انرژۍ وزیر: طالبانو په افغانستان کې د هایدروکاربونو د استخراج جواز را کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف وايي، چې طالبانو ازبکستاني شرکتونو ته په خپل هېواد کې د جیو-اکتشافي فعالیتونو او هایدروکاربونو د استخراج جواز ورکړی. نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ثبات د سمندري بندرونو پر لور تاشکند ته تر ټولو د لنډ لاسرسي فرصت برابروي.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر له ازبکستان ۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د سپټمبر په ۱۴مه په افغانستان کې د توتي-میدان د ګازو ساحې کارونه پیل شول.

هغه زیاته کړه، « د توتي میدان پروژه به لومړی پړاو وي. البته د دې د پایلو پر اساس به په نویو ساحو کې ګډ فعالیتونه ممکن شي. پروژه د یوه نوښت په توګه ترسره کېږي چې د ازبکستان او افغانستان اقتصاد ته ګټه رسوي».

د تړون له مخې، د پروژې د پلي کولو موده ۲۵ کاله ده او د پروژې مسوول شرکت د ازبکستان ایریل کام دی.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د زیربناوو وده او ثبات د سمندري بندرونو پر لور ازبکستان ته تر ټولو د لنډ لاسرسي فرصت برابروي او د ترانزیت او لوژستیک لپاره نوې لارې پرانیزي.

محمدوف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې سوله او دوامداره پرمختګ یوازې د ازبکستان لپاره مهم نه دی، بلکې د ټولې سیمې لپاره ارزښت لري. د میرزا محمودوف په وینا، افغانان د تاشکند ملاتړ او ښه ګاونډیتوب په لوړ ارزښت قایل دي.

هغه د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوندیوه خبره یاده کړه، « کله چې زه وروستی ځل هلته [کابل ته] تللی وم، د لیدنې په جریان کې ملا برادر وویل چې ما په اذربایجان کې له ولسمشر سره ولیدل او د هغه په سترګو، خبرو او اوسنیو کړنو کې مې له افغانستان او افغانانو سره د هغه مینه ولیده».

ازبکستان له طالبانو سره نږدې اقتصادي اړیکې پالي، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په بېلاروس کې د شکنجه شوي پخواني افغان افسر ددرملنې لګښت یې پر غاړه اخېستی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، په روسیه کې د دوی ډیپلوماټانو د تېر نظام د پخواني پوځي، چې په بېلاروس کې شکنجه شوی او لاس یې غوڅ شوی و، روغتیايي لګښتونه پرغاړه اخېستي او روغتون ته د پوښتنې لپاره ورغلي دي.

طالبانو ته نژدې رسنۍ حریت راډیو نن دوشنبه، د تلی ۱۳مه راپور ورکړ، چې درې اونۍ وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په لارښوونه په بېلاروس کې د طالبانو پلاوی د دغه افغان ناروغ لیدو ته ورغلی او د درملنې ټول امکانات یې ورته برابر کړي دي.

د یادې سرچینې په وینا، د ناروغ له کورنۍ سره اړېکه نیول شوې او په مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې دغه ناروغ په نږدې وخت کې خپل هېواد ته ولېږدوي.

یوه پخواني افغان افسر چې غوښتل یې په قاچاقي لارو اروپا ته ولاړ شي، ویلي چې په بېلاروس کې د پولیسو د سختې شکنجې او وهلو له امله یې ښی لاس له اوږې پرې شوی، خو ځینې سرچینې وايي، چې د نوموړي لاس لاس د ناروغۍ له امله پرې شوی دی.

نوموړي تېره ورځ، د تلې ۱۳مه، افغانستان انټرنشنل–پښتو ته وویل: «زه جنګي اسیر نه وم، یو پناه‌ غوښتونکی وم، خو هغوی مې ژوند تباه کړ.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د تېر جمهوري نظام ډېریو لوړپوړو او ټيټ پوړو او په ځانګړې توګه نظامیانو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې په نورو هېوادونو کې پناه غوښتنې ته مخه کړې ده، چې ډېر کم یې خپل مقصد ته ورسېدل او ډېری یې یا د لارې په اوږدو کې قرباني شول او یا بندیان او بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

دغه افغان افسر وویل، چې هره لحظه د بېلاروس د پولیسو د شکنجه کولو صحنه یې مخې ته دریږي.

۳۳ کلن جهاد محمد د ګل نواب زوی واده کړی او دوه لوڼې هم لري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څار میکانیزم تصویب کړ

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارلو لپاره د نړیوال حساب ورکولو میکانیزم پرېکړه لیک تصویب کړ. دا پرېکړه لیک چې له بشري حقونو د سرغړونو د معافیت مخنیوی کوي او د څارنې لپاره لوړ میکانیزم جوړوي، د بشري حقونو شورا ټولو غړو تایید کړ.

دا پرېکړه لیک طالبان او نور ټول مسوول اړخونه او کسان متوجې کوي، چې په راتلونکي کې له عدالت او محکمې سره مخ کېدای شي.

پرېکړه لیک، چې د اروپایي اتحادیې په مشرۍ وړاندې شوی، د بشري حقونو شورا د غړو له خوا په اتفاقي رایو تصویب شو. ددغه پرېکړه لیک پر بنسټ به، نوې اداره د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو روانې سرغړونې هم په پام کې ونیسي، چې دا د جنسي تعقیب په کچه دي.

دغه اداره به د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې جرمونو او نورو جدي بشري سرغړونو شواهد ټولوي، ثبتوي او خوندي کوي او مسوول کسان به په نښه کوي او د هغوی دوسیې به چمتو کوي، چې د ملي او نړیوالو محاکمو لپاره وکارول شي.

پرېکړه لیک همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده اوږدوي، چې د څارنې او راپور ورکولو چارې یې د نوې ادارې له کار سره تړاو لري.

نیویارک ټایمز: له افغانستان سره پر کرښه د پاکستان کمزورې څارنې د داعش حضور پیاوړی کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې پاکستان په یوه لسیزه کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی؛ له یوې خوا د افغان طالبانو له ملاتړه برخمن د پاکستاني طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او بل خوا په غرنیو سیمو کې د څار نشتوالي له امله د یوې بلې وسله والې ډلې حضور پیاوړی شوی.

نیویارک ټایمز وايي، د پاکستان له خوا په غرنیو سیمو کې کمزورې څارنې د داعش حضور زیات کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان په سختو غرونو کې، پاکستاني طالبانو، چې د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې مرګونې جګړه پیل کړې ده.

له بلې خوا له افغانستان سره پر پوله د هیواد په لویدیځ کې پر غرنیو سیمو د پاکستان کمزورې څارنې او کنټرول د داعش جنګیالیو حضور ډېر کړی دی. د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالي په سویلي اسیا کې د پوځي ځواک په توګه د پاکستان دریځ زیانمن کړی دی.

په همدې حال کې د امنیتي شنونکو په وینا، پاکستاني طالبانو په وروستیو کلونو کې د پاکستان لپاره ترټولو سخته امنیتي ننګونه رامنځته کړې ده.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، تیر کال په پاکستان کې ترهګریز بریدونه د ۲۰۱۵ کال راهیسې خپلې لوړې کچې ته ورسیدل، چې په لویه کچه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د عملیاتو له امله دي. د نړیوال تروریزم شاخص له مخې، دې بریدونو پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ له امله دوهم تر ټولو زیانمن هیواد ګرځولی دی.

د پاکستان طالبان او د داعش جنګیالي دواړه له افغانستان سره په پوله، باجوړ کې فعالیت کوي. د روان کال له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ ترڅنګ پاکستاني طالبانو او نورو ډلو له خوا لږترلږه ۴۸ ډرون بریدونه شوي دي.

د سړک غاړې پلورونکي عبدالرحیم نیویارک ټایمز ته وویل: «کله چې حکومت عملیات پیلوي او موږ بې ځایه کوي، یاغیان بیرته افغانستان ته ځي او بیا بیرته راځي.»

په امریکا کې د وسله والو شخړو او پیښو د معلوماتو مرکز شنونکی پرل پانډیا وویل:« ټي ټي پي اوس په مستقیمه ښکیلتیا او پره نظامي ځواکونو برید کولو باندې تمرکز کوي.»

هغه زیاته کړه چې پاکستان هڅه کړې د بشپړې کچې پوځي عملیاتو څخه ډډه وکړي، خو سیمه ییز شکایتونه یې هم له پامه غورځولي دي.

هغه زیاته کړه: «د حکومت له خوا د لنډمهاله او سیمه ییزو عملیات کول په اوږد مهال کې بریالي نه دي.»

د پاکستان یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پاکستاني طالبان « له افغان طالبانو سره لاس په لاس دي» خو دا یې ومنله چې دې ډلې د ملکي وګړو په نښه کولو څخه ډډه کړې، نو د سیمه ییزو خلکو له پراخ غبرګون نه خوندي دي.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند احمد شریف چوهدري نیویارک ټایمز ته وویل:«موږ یوازې یوه غوښتنه لرو، اجازه مه ورکوئ چې خپله خاوره مو د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره وکارول شي.»

په افغانستان کې د طالبانو چارواکو په هیواد کې د وسله والو ډلو حضور رد کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل نیویارک ټایمز ته وویل: «اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هیوادونو، سیمې یا نړۍ د ګواښلو لپاره کار واخلي.»

په ایران کې د افغانستان پولې ته نږدې ټرافيکي پېښه کې ۳ افغانان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، د تایباد او تربت جام ترمنځ لویه لاره کې دوه موټرونه سره ټکر شوي چې په پایله کې یې ۳ افغان مساپر مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه افغانانو په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لاره او له پولیسو څخه د تېښتې په حال کې وو.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د صدا او سيما خبري اژانس د تایباد روغتیايي چارواکو له خولې لیکلي، چې د تايبادـ تربت‌جام پر لویه لاره محسن‌اباد کلي ته نږدې دوه موټرونه سره ټکر شوي دي. دغه اژانس زیاتوي، چې په پېښه کې ۳ افغان مساپر مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې؛ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي دي. په روغتون کې ډاکټرې سودابه نکوهي ويلي، چې درې افغان مساپر د سختو ټپونو له امله ځای پر ځای مړه شوي دي.

د تایباد روغتيايي چارواکي وایي، چې دغه لس قربانیان بې‌اسناده افغانان وو او له ایراني پولیسو د تېښتې په حال کې وو. په ایران کې د بې‌اسناده کډوالو په اړه پخوا هم د ورته پېښو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

طالبان وایي، د بګرام هوایي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپاري

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، دوی په امریکا کې د افغانستان سفارت بیا پرانیستلو او کابل کې د امریکا سفارت بیا فعالېدو په اړه خبرې کړې دي. مجاهد د بګرام په اړه وویل: «افغانان به هيڅکله چاته اجازه ورنه کړي، چې د دوی خاوره بهرنیانو ته وسپارل شي.»

د طالبانو په رسمیت پېژندل

د طالبانو د رژیم رسمیت پېژندنه هم د دغه مرکې له موضوعاتو څخه وه. مجاهد سکای نیوز ته وویل، چې دوی د مشروعیت له ستونزې سره نه دي مخ؛ ځکه ډېرو هېوادونو په شخصي توګه طالبان منلي دي.

هغه د کوم هېواد نوم وانه خیست؛ خو روسیه یوازینی هېواد دی، چې څلور کاله وروسته یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. نوموړي زیاته کړه، یوازي روسیه نه‌ده، چې په ښکاره دوی په رسمیت پېژني؛ بلکې نور هېوادونه هم شته، چې دا کار یې په پټه کړی دی.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز

مجاهد چې د طالبانو د مشر نږدې کس بلل کېږي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نجونې به بېرته ښوونځي ته پرېښودل شي، وویل: «زه په دې اړه هيڅ ژمنه نه شم کولای.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت ویلي چې ښوونځي د لنډې مودې لپاره تړل شوي او ژمنه یې کړې، چې د نجونو تړل شوي ښوونځي به د «اسلامي شریعت» او افغاني فرهنګ له اصولو سره سم بېرته پرانیستل شي.

خو تر څلور کاله وروسته بیا هم د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو هیڅ عملي څرک نه لیدل کېږي.

د نجونوپر لوړو زده‌کړو بندیز

طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د طب او نرسینګ په څانګو کې زده‌کړې وکړي. ملګرو ملتونو دغه پالیسي جنسيتي توپير او د ښځو پر حقونو تېری بللی؛ خو د طالبانو ویاند ټینګار وکړ، چې افغانستان کافي ښځینه ډاکټرانې لري. مجاهد زیاته کړه: «موږ داسې اسلامي عالمان لرو، چې په دې اړه به بحث وکړي او د شریعت په چوکاټ کې به مناسب حل ومومي.»

د انټرنېټ بندېدل او د طالبانو چوپتیا

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ بند شو، چې له امله یې ډېره ګډوډي پېښه شوه؛ بانکونه او هوایي ډګرونه وتړل شول او خلک له انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې شول.

د طالبانو ویاند وویل، هغه اوس هم نه پوهېږي چې د انټرنېټ د بندېدو لامل څه و او دا یې هم ونه ویل چې ایا دا کار د طالبانو د ادارې په امر شوی که بله ستونزه وه. هغه وویل:« موږ د مخابراتو له وزارت څخه رسمي خبر نه‌دی ترلاسه کړی؛ نو نه شو ویلای، چې څه پېښ شوي دي.»

خو د انټرنېټ یوه شرکت خپلو پېرودونکو ته په برېښنالیک کې ویلي، چې انټرنېټ د طالبانو په امر بند شوی و.