• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، د بګرام هوایي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپاري

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، دوی په امریکا کې د افغانستان سفارت بیا پرانیستلو او کابل کې د امریکا سفارت بیا فعالېدو په اړه خبرې کړې دي. مجاهد د بګرام په اړه وویل: «افغانان به هيڅکله چاته اجازه ورنه کړي، چې د دوی خاوره بهرنیانو ته وسپارل شي.»

د طالبانو په رسمیت پېژندل

د طالبانو د رژیم رسمیت پېژندنه هم د دغه مرکې له موضوعاتو څخه وه. مجاهد سکای نیوز ته وویل، چې دوی د مشروعیت له ستونزې سره نه دي مخ؛ ځکه ډېرو هېوادونو په شخصي توګه طالبان منلي دي.

هغه د کوم هېواد نوم وانه خیست؛ خو روسیه یوازینی هېواد دی، چې څلور کاله وروسته یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. نوموړي زیاته کړه، یوازي روسیه نه‌ده، چې په ښکاره دوی په رسمیت پېژني؛ بلکې نور هېوادونه هم شته، چې دا کار یې په پټه کړی دی.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز

مجاهد چې د طالبانو د مشر نږدې کس بلل کېږي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نجونې به بېرته ښوونځي ته پرېښودل شي، وویل: «زه په دې اړه هيڅ ژمنه نه شم کولای.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت ویلي چې ښوونځي د لنډې مودې لپاره تړل شوي او ژمنه یې کړې، چې د نجونو تړل شوي ښوونځي به د «اسلامي شریعت» او افغاني فرهنګ له اصولو سره سم بېرته پرانیستل شي.

خو تر څلور کاله وروسته بیا هم د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو هیڅ عملي څرک نه لیدل کېږي.

د نجونوپر لوړو زده‌کړو بندیز

طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د طب او نرسینګ په څانګو کې زده‌کړې وکړي. ملګرو ملتونو دغه پالیسي جنسيتي توپير او د ښځو پر حقونو تېری بللی؛ خو د طالبانو ویاند ټینګار وکړ، چې افغانستان کافي ښځینه ډاکټرانې لري. مجاهد زیاته کړه: «موږ داسې اسلامي عالمان لرو، چې په دې اړه به بحث وکړي او د شریعت په چوکاټ کې به مناسب حل ومومي.»

د انټرنېټ بندېدل او د طالبانو چوپتیا

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ بند شو، چې له امله یې ډېره ګډوډي پېښه شوه؛ بانکونه او هوایي ډګرونه وتړل شول او خلک له انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې شول.

د طالبانو ویاند وویل، هغه اوس هم نه پوهېږي چې د انټرنېټ د بندېدو لامل څه و او دا یې هم ونه ویل چې ایا دا کار د طالبانو د ادارې په امر شوی که بله ستونزه وه. هغه وویل:« موږ د مخابراتو له وزارت څخه رسمي خبر نه‌دی ترلاسه کړی؛ نو نه شو ویلای، چې څه پېښ شوي دي.»

خو د انټرنېټ یوه شرکت خپلو پېرودونکو ته په برېښنالیک کې ویلي، چې انټرنېټ د طالبانو په امر بند شوی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: موږ په افغانستان کې د جګړې له لارې هم په اسانۍ سره خپل هدف ته رسېدای شوای

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر په ویرجینیا کې د دغه هېواد د سمندري ځواک جوړېدو ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي:« امریکا په افغانستان کې د جګړې له لارې په اسانۍ سره خپل هدف ته رسېدای شوای؛ خو موږ سياسي لاره غوره کړه، چې دا مو ښه کار وکړ.»

ټرمپ د غونډې ګډونوالو ته وویل، ایا اسامه بن لادن مو په یاد دی؟ د هغه په سر یوازې یوه مرمۍ ووېشتل شوه. هغه زیاته کړه:« تر دې پېښې یو کال وړاندې مخکې له دې چې نړۍوال سوداګریز مرکز په نښه شي، ما ویلي و چې باید اسامه بن لادن وڅارل شي.»

ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې یې څو ځلې د بګرام اډې بېرته نیولو خبره کړې ده. ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ په ډاګه وویل، هڅه کوي چې امریکایي پوځیان بېرته د بګرام هوايي ډګر ته واستوي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د ټرمپ تر څرګندونو وروسته وویل، دوی حاضر نه‌دي چې د افغانستان یو انچ خاوره هم بهرنیو ځواکونو ته ورکړي. په ورته وخت کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد په یوه تنده وینا کې د ټرمپ له نوم اخیستلو پرته ګواښ وکړ، چې دوی به ځانمرګي بریدونه بیا تکرار کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکي. د ملګرو ملتونو له‌خوا ټاکل شوې د بشري حقونو شورا به نن پرېکړه وکړي، چې ایا د افغانستان په اړه د نړۍوالو قوانینو د جدي سرغړونو د شواهدو راټولولو لپاره ځانګړې څېړنه شوې که نه.

اې‌.اېف‌.پي خبري اژانس نن دوشنبه (د تلې ۱۴مه) لیکلي، دغه پرېکړه‌لیک چې د ډنمارک له‌خوا د اروپايي ټولنې په استازولۍ وړاندې شوی، د یادې شورا په جینوا دفتر کې څېړل کېږي.

د ددغه خبري اژانس په وینا؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د کار موده هم د یوکال لپاره غځېږي. یاد اژانس ته د اروپايي ټولنې یوه ویاند ویلي، سږکال تر ډېرو سلا مشورو وروسته اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې د حساب ورکولو د پیاوړتیا لپاره یو پرېکړه‌لیک وړاندې کړي.

د راپور له مخې؛ په دغه مسوده کې د خپلواکې څېړنې غوښتنه شوې، چې د نړۍوالو جنایتونو او نړۍوالو قوانینو د جدي سرغړونو شواهد راټول، خوندي او تحلیل کړل شي.

د اروپايي ټولنې ویاند زیاته کړې، چې د دغه څېړنې یوه مهمه برخه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې دي. دغه اداره به د خپلواکو عدلي محاکمو لپاره دوسیې هم چمتو کړي.

د اروپايي ټولنې ویاند زیاته کړه: «دغه اداره به د قربانیانو شاهدۍ او کیسې په مستند ډول ډلبندي او خوندي کړي.» هغه وايي، په دغه مسوده کې د طالبانو له‌خوا د تبعیض، توپيري چلند، انساني کرامت ته د سپکاوي او ښځو د محرومیت پېښې غندل شوې دي.

هغه وړاندې ویلي، چې دغه ډول د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو د ملګرو ملتونو او نادولتي بنسټونو د کار بندیز هم په کلکه غندل شوی دی. د بشري حقونو د څار نړۍوال بنسټ څېړونکي فرشته عباسي بیا ویلي، دغه پرېکړه‌لیک د هغې مبارزې یو مهم پړاو دی چې جرم ګڼل کېږي؛ خو مجرم نه محاکمه کېږي.

مېرمن عباسي زیاته کړه: «دغه پرېکړه‌لیک طالبانو او ټولو هغو کسانو ته جدي خبرداری دی، چې په افغانستان کې په تېر او اوسني وخت د جدي جنایتونو مسوول دي. د دغه مبارزې په لړ کې به د جنایتونو شواهد راټول او وروسته محکمې ته سپارل کېږي.»

د بشري حقونو شورا چې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهمه حقوقي اداره ده، ۴۷هېوادونه یې غړیتوب لري. د افغانستان د قضیې پرېکړه‌لیک تر اوسه د ۱۴ غړو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی، چې په دې لړ کې چلي، فرانسه، جرمني او سویس هېوادونه شامل دي.

فضلي: د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز اصلي موخه د راتلونکي روښانه نسل وژنه ده

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبانو ۲۰۰زره ښوونکې په کور کېنولې چې دا د راتلونکي نسل وژنه ده؛ خو دغه نسل وژنه هغه مهال درېدای شي، چې افغانان پر فکري محور جوړو شویو لیکو کې منظم شي.

هغه ویلي، د ښوونکي ورځ داسې مهال راځي چې له علم او تدریس څخه څه د پاسه ۲۰۰زره ښوونکې محرومې دي. هغه زیاتوي، دا هغه مېرمنې دي چې نن ورځ د «جهل او تیارو» په بند کې اچول شوي دي.

هغه وايي، په زرګونه نور نارینه پوهاندان او استادان هم یا له دندو ګوښه شوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شوي. نوموړی کاږي، چې دا یوازې د یوه مسلک له‌منځه وړل نه؛ بلکې د فکر، پوهاوي او راتلونکي نسل وژنه ده.

فضلي د طالبانو واکمنۍ ته ښکاره ګوته نیسي او وايي:« اوسني افراطي اشغال د ملت پر فکري بنسټ برید کړی او غواړي، چې د ازاد فکر، پوهې او منطق څرک مړ کړي.»

د هغه په یادښت کې راغلي، دغه روانه فکري نسل وژنه یوازې هغه وخت درېدای شي چې افغانان په یووالي سره د فکري خپلواکۍ او روښان فکرۍ کرښو پر بنسټ سره راټول شي.

فضلي داسې مهال د ښوونکي د ورځې خبره کوي، چې نه یوازې ښوونکې پر کور کېنول شوې؛ بلکې په ټولیزه توګه ښوونیز مرکزونه محدود شوي او ځای یې مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ طالبان هڅه کوي، چې ښوونځي هم په مدرسو واړوي او له مدرسو څخه د خپلو سرتېرو د جوړولو فابریکې په توګه کار واخلي.

ولسي محکمې خپل څارنوالان او کارپوهان معرفي کړل

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې د خپلو څارنوالانو او کارپوهانو نوملړ اعلان کړ، دغه ولسي محکمه (د تلې له ۱۶مې بیا تر ۱۸مې نېټې) پورې له افغان ښځو سره د جنایتونو څېړلو لپاره د هسپانیا په مرکز مادرید کې جوړېږي.

د دغه محکمې جوړونکو په وینا؛ د دغه محکمې اصلي موخه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د منظم ظلم مستند کول او د طالبانو د محاکمه کېدو هڅه ده.

د جنسي اپارټاید پای ته رسولو کمپاین حقوقي سلاکاره ازاده راز محمد، د نړۍوالو بشري حقونو مدافع محب مدثر او د مدني ټولنې او بشري حقونو فعاله بنفشه یعقوبي د دغه محکمې له څارنوالانو څخه دي.

له بریټانیا نه امېلي فول او شازیا چودري، له هسپانیا کریستینا ګالاچ او مایته پارخو، له ایران نه د بشري حقونو فعاله شادي صدر او د افغانستان د حقوقو او نړۍوالو اړیکو کارپوه ملک ستیز د دغه ولسي محکمې کارپوهان دي.

د دغه محکمې قاضیان له هسپانیا نه اراسېلی ګارسیا دل سوتو، الېسنډا کالوت-مارتینز او امیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان نه غزال حارس، له مصر او امریکا نه مای السداني، له اېټالیا نه مارینا فورتي، له سوېلي افریقا نه راشده مانجو او له هندوستان نه کلپنا شرما ده.

د ولسي محکمې په وینا؛ څلور افغان مدني بنسټونه د کورنیو او بهرنیو افغان ښځو سره په دوامداره توګه سلا مشورې کوي او د بشري حقونو، مدني ټولنو، حقوقي کارپوهانو او پوهنتون استادانو په ملاتړ د دغه مهمې قضیې د اورېدو لپاره ځانونه چمتو کوي.

یادې ولسي محکمې په خپله وېب‌پاڼه لیکلي، چې د رسمي قضايي بهیرونو تر څنګ د افغان ښځو د غږ پیاوړتیا او د طالبانو د ځواب ویلو لپاره یو بشپړوونکې ولسي تګلاره ډېره مهمه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د دغه ولسي محکمې ملاتړ کړی دی. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «دغه مهمه ولسي محکمه چې د افغانانو په مشرۍ جوړېږي، زه یې ملاتړ کوم. زما په نظر دا د طالبانو د ځواب‌ویلو پر لور یو مهم ګام دی.»

تمه کېږي، چې قاضیان به د راتلونکې غونډې په پای کې د وړاندې شویو اسنادو او شواهدو له مخې یو بیان خپور کړي.

د محکمې جوړوونکو ټینګار کړی، چې د افغان ښځو کیسې باید د تړلو دروازو تر شا پاتې نه‌شي؛ بلکې نړۍوالو عامو مجلسونو ته ورسېږي، چې د هېرېدو پر وړاندې یې مقاومت او د عدالت غوښتنه وشي.

اجمل عمر شینواری: اوس‌مهال ۸زره پخواني پوځیان د طالبانو په شخصي زندانونو کې ساتل کېږي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د تېر جمهوريت پرمهال د وسله‌والو ځواکونو پخواني ویاند اجمل عمر شینواري ویلي، د طالبانو له‌خوا په تېرو څلورو کلونو کې ۳زره پخواني پوځیان وژل شوي او اوس‌مهال ۸زره پخواني پوځیان د طالبانو په شخصي زندانونو کې ساتل کېږي.

هغه په فراه ولایت کې د یوه پخواني افسر د وژلو په اړه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د پخوانیو پوځیانو هدفي وژنې نه نوې او نه هم وروستۍ دي؛ بلکې دا یوه لړۍ ده.

ښاغلي شینواري زیاته کړه، اوس بشري سازمانونو هم منلې چې طالبان دغه کار قصدي کوي او له پخوانیو پوځیانو غچ اخلي. د دغه پخواني ویاند په وینا؛ کله چې نړۍواله ټولنه پر طالبانو فشار ډېروي، طالبان بیا پخواني پوځیان وژني.

هغه وړاندې ویلي:« طالبانو به پخوا ویل، چې هغوی شخصي دښمني لري؛ خو اوس موږ وینو، چې دغه وژنې هدفي او قصدي دي.» ښاغلی شینواری وايي:« طالبان د امنیت درواغجنه دعوه کوي؛ خو موږ وینو چې د طالبانو څو لوړپوړي چارواکي هم ووژل شول.»

هغه زیاتوي:« د طالبانو له‌خوا اعلان شوې عمومي عفوه د خلکو غولول دي. زموږ معلومات ښیي، چې په تېرو څلورو کالو کې ۱۲زره پخواني پوځیان نیول شوي او شکنجه شوي دي. موږ هره پېښه په ځیر سره څارو او اسناد یې خوندي کوو؛ کله چې د عدالت او محاکمې وخت راشي، موږ به دغه ټول اسناد خلکو او محاکمو ته وښیو.»