هغه ویلي، د ښوونکي ورځ داسې مهال راځي چې له علم او تدریس څخه څه د پاسه ۲۰۰زره ښوونکې محرومې دي. هغه زیاتوي، دا هغه مېرمنې دي چې نن ورځ د «جهل او تیارو» په بند کې اچول شوي دي.
هغه وايي، په زرګونه نور نارینه پوهاندان او استادان هم یا له دندو ګوښه شوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شوي. نوموړی کاږي، چې دا یوازې د یوه مسلک لهمنځه وړل نه؛ بلکې د فکر، پوهاوي او راتلونکي نسل وژنه ده.
فضلي د طالبانو واکمنۍ ته ښکاره ګوته نیسي او وايي:« اوسني افراطي اشغال د ملت پر فکري بنسټ برید کړی او غواړي، چې د ازاد فکر، پوهې او منطق څرک مړ کړي.»
له بریټانیا نه امېلي فول او شازیا چودري، له هسپانیا کریستینا ګالاچ او مایته پارخو، له ایران نه د بشري حقونو فعاله شادي صدر او د افغانستان د حقوقو او نړۍوالو اړیکو کارپوه ملک ستیز د دغه ولسي محکمې کارپوهان دي.
د دغه محکمې قاضیان له هسپانیا نه اراسېلی ګارسیا دل سوتو، الېسنډا کالوت-مارتینز او امیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان نه غزال حارس، له مصر او امریکا نه مای السداني، له اېټالیا نه مارینا فورتي، له سوېلي افریقا نه راشده مانجو او له هندوستان نه کلپنا شرما ده.
۵۶ کلنه عایشه د خپلو هغو درېیو لمسیانو پالنه کوي، چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم دي. د عایشې په وینا؛ دغه ماشومانو پخوا کافي خواړه لرل او لوبې یې کولې؛ خو اوس یې نه مور او نه هم پلار شته، نه خواړه او کور لري او نه هم لوبې کوي، دوی ډېر خواشیني دي.
په ملګرو ملتونو کې پر داعش، القاعده او طالبانو د څارنې کمېټې یوه پخواني مسوول هانس یاکوب شېندل خبرداری ورکړی، چې له نورو هېوادونو اېستل کېدونکي افغانان کېدای شي د داعش خراسان د ودې لپاره نوی فرصت رامنځته کړي. هغه دغه ګواښ ډېر جدي بللی او د پایلو له امله یې هم خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه پخواني چارواکي «میډیا لاین» وېبپاڼې ته ویلي، داعش کولی شي له اغېزمنو ستنېدونو افغانانو له منځه کسان جذب او ورسره د طالبانو او د ټولې سیمې امنیت وګواښي.
هانس یاکوب شېندل زیاته کړې: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې یادې ډلې له ناراضه طالبانو د غړو له جذب سربېره د هغو افغانانو جذبولو ته دوام ورکوي، چې ګواکې په نوي حکومت کې ځای نهلري.»
له دې سره سم، ځينې شنونکي او امنیتي چارواکي هم خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته په زوره د افغان کډوالو استونه به د دې لامل شي، چې د داعش خراسان په څېر سخت دریځې ډلې له دغو اغېزمنو کډوالو ناوړه استفاده وکړي.
د سوفان څېړنیز مرکز څېړونکی لوکاس وبر هم یادې رسنۍ ته ویلي، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي او یا هم استول کېدونکي افغانان له فقر، د کار او روزګار له کمښت او ډېر محدود ملاتړ سره مخ دي او دغه وضعیت د دې لامل کېږي، چې د پیسو په بدل کې له داعش سره یو ځای شي.
د سيایاې پخوانی چارواکی او د ترهګرۍ ضد کارپوه جيډي ماډوکس بیا په دې اړه بېل نظر لري او وايي: «ډېر کم ستنېدونکي افغانان به ښايي د غېر ایډیولوژیک لاملونو له امله اغېزمن واوسي، خو بیا هم یوه کوچنۍ برخه به د داعش د ایډیولوژيک جذابیت له خطر سره مخ شي.»
هغه همداراز په ډاګه کړې، چې ستنېدونکي افغانان داعش ته چندانې لېوالتیا نهلري او دغه ډله تر ډېره په ایران کې فعاله ده او له سیمې سره د ستنېدونکو افغانانو اشنايي کولی شي د داعش خراسان د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو لهمخې، د روان زیږیز کال له پیل څخه تراوسه لږ تر لږه ۱ اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه اېستل شوي دي. دغه بهیر د افغانستان پر ټکني اقتصاد لا ډېر فشار راوړی دی.
که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ له تر ټولو بدو شېبو ګڼي، خو اوس ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې بګرام اډه د کوم ارزښت له مخې امریکا ته مهمه ده او ټرمپ باید د دې اډې د ترلاسه کولو لپاره له چا سره خبرې وکړي؟
د «نشنل انټرسټ» په نوم یوه امریکايي رسنۍ چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او سیاست په اړه تمرکز لري، په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې میلیونونه امریکایان د افغانستان له وتلو انځورونه لا هم په یاد لري.
د بګرام د موقعیت له امله دا اډه د څارنې او چټک غبرګون لپاره مناسب موقعیت ګڼل کېږي؛ له دې ځایه ایران، مرکزي اسیا، لوېدیځ پاکستان او چین ته لاسرسی شته او امریکا کولی شي خپل «افق هاخوا» د ترهګرۍ ضد عملیات بیا پیل کړي. دغه عملیات به د خلیجي اډو په پرتله اوږدمهاله وي، ښه څارنه به ولري او ژر لاسرسی به هم ممکن کړي.
په دې سره به یو هوايي دهلېز هم بیا فعال کړي، چې د امریکا له درېېو لویو سیالو هېوادونو ایران، چین، روسیې او په غېر مستقیم ډول به له مرکزي اسیا سره سرحدونه ولري.
د تېرو څو کلونو سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د چین په لوپ نور کې اټومي فعالیتونه ډېر شوي او دا هغه څه دي چې امریکا ورته اندېښمنه ده.
دا اندېښنې اوس ځکه ډېرې شوې، چې د تایوان پر وړاندې د چین د احتمالي یرغل ګنګوسې ډېرې شوې دي.
بګرام به له امریکا سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې مرسته وکړي
د همدې رسنۍ د تحلیل له مخې، د امنیت له پلوه دا خبره روښانه ده چې د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا پوځي حضور یو مهم ستراتیژیک دلیل لري.
په دې کې د اسامه بن لادن مرستیال او د هغه ځای ناستی اېمن الظواهري هم شامل و، چې امریکایي ځواکونو یې ځای معلوم کړ او په ۲۰۲۲ کال کې یې وواژه.
دا په داسې حال کې ده، چې د الظواهري وژل کېدو هم د القاعدې فعالیتونه نه دي درولي.
دا ډله اوس ښکاره فعالیت لري، د کابل په واټونو کې تبلیغاتي مواد وېشي او د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي، چې القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې لا هم سره ژورې اړیکې لري.
که څه هم د بایډن ادارې تل ویلي، چې له افغانستانه وتل د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه نه ده اغېزمنه کړې، خو پر دې سترګې نه شي پټېدلی چې له ۲۰۲۱ کال راهيسي د ترهګریزو شبکو لپاره ځای پراخ شوی دی
په تحلیل کې لیکل شوي: «هو، له بهر څخه د (افق هاخوا) بریدونه ممکن دي، خو بګرام مخکې هم دا وړتیا لرله چې د هدف ځای ته نږدې او مؤثر عملیات ترسره کړي او دا کار بیا هم کولی شي.»
دغه ټولنې له اوږدې مودې راهیسې د پښتون-اکثریتي طالبانو سره مخالفت لري؛ هغوی هېڅکله د طالبانو بشپړ واک نه دی منلی او که څه هم طالبان لا هم په دغو سیمو کې ظاهري واک لري، خو دا سیمې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مهم مرکزونه دي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، طالبانو دغه سیمې د خپل نرم کنټرول لاندې ساتلې دي؛ خو د دې لپاره یې خپل جنګیالي له جنوب او ختیځ څخه ور لېږلي، چې هلته د طالبانو ملاتړي زیات دي.
د طالبانو ضد مقاومت لا هم په دې سیمو کې فعالیت کوي او طالبان هلته د سولې ټینګولو لپاره په سختۍ کار کوي. د طالبانو ضد شبکې هلته ټولنیز ملاتړ لري او یوه اضافي ګټه دا ده، چې ډېری له دغو شبکو ډېموکراټیک نظریات لري او د تېرو شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې د امریکا په ملاتړ جنګ کړی دی.
نو هر دوامداره تړون چې د بګرام په شاوخوا کې جوړ شي، باید له دغو کسانو پیل وشي.