• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا ته د کوم دلیل له مخې د بګرام اډه مهمه ده؟

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۹ GMT+۱

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ له تر ټولو بدو شېبو ګڼي، خو اوس ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې بګرام اډه د کوم ارزښت له مخې امریکا ته مهمه ده او ټرمپ باید د دې اډې د ترلاسه کولو لپاره له چا سره خبرې وکړي؟

د «نشنل انټرسټ» په نوم یوه امریکايي رسنۍ چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او سیاست په اړه تمرکز لري، په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې میلیونونه امریکایان د افغانستان له وتلو انځورونه لا هم په یاد لري.

دوی لیکلي: «د کابل هوايي ډګر ته نږدې راټول شوي خلک، ملکي وګړي چې د پوځي الوتکو سره نښتي وو، د ابي‌ګيټ سره خونړۍ پېښه چې د ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او نورې وحشتناکې صحنې لا هم د ټولو په یاد دي.»

د دوی په خبره، دا انځورونه لا هم د خلکو پر روان وضعیت ژور اغېز کړی او د ولسمشر ټرمپ د غچ اخیستلو غوښتنه په ټوله امریکا کې پراخ ملاتړ موندلی دی.

د همدې رسنۍ په خبره، ټرمپ برېتانیا ته په خپل وروستي سفر کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشاره له طالبانو غوښتنه کړې، چې بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته وسپاري.

په تحلیل کې د ټرمپ له قوله راغلي، چې دغه اډه د امریکا لپاره ځکه ارزښت لري چې د چین د لوېدیځ شین‌جيانګ سیمې په لور موقعیت لري او امریکا کولی شي د چین د اتومي پروګرام څارنه وکړي.

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم ورته څرګندونې کړې وې، خو په خپلو تازه څرګندونو کې یې یو ګواښ هم اضافه کړی: «که طالبان بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري نو بدې پایلې به ولري.»

د همدې رسنۍ د معلوماتو له مخې، ټرمپ یوازې د بګرام اډې د ترلاسه کولو غوښتنه نه لري، بلکې په دې اډه کې د امریکا حضور به په مرکزي او سوېلي اسیا کې د دې هېواد ستراتيژیک دریځ په بنسټیز ډول بدل کړي او دوی دا د امریکا د ځواک نښه ګڼي.

د تحلیل په یوه برخه کې راغلي: «دا هر څه په دې معنا چې بګرام یوازې د افغانستان د کورني سیاست موضوع نه ده، بلکې د امریکا لپاره یو مخکېنی هوایي مرکز دی، چې موخه یې چین، ایران، روسیه او ټوله مرکزي اسیا ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تراوسه بیا دا لا معلومه نه ده، چې که طالبان د ټرمپ غوښتنه رد کړي څه به پېښ شي.

چین هم د افغانستان پر حاکمیت د درناوي ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې د سیمې د بې ثباتۍ لپاره دې ګامونه نه اخیستل کېږي.

روسیې او ایران تراوسه رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی؛ خو له امریکا سره د دوښمنۍ او همداراز د بګرام د موقعیت په نظر کې نیولو سره دواړه هېوادونه ښایي د طالبانو له انکار ملاتړ وکړي او د امریکا هر ډول بېرته راتګ یوه «تحریکوونکې» هڅه وګڼي.

100%

د بګرام هوايي اډې ستراتیژیک موقعیت

بګرام هوايي اډه د کابل ښار شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومتره لرې موقعیت لري، په لومړي ځل د پخواني شوروي اتحاد له خوا د هغوی د ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ پورې د جګړې پرمهال جوړه شوې وه.

کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ، دا اډه د امریکا د هوايي عملیاتو لوژستیکي زړه وګرځېده او شاوخوا دوه لسیزې د عملیاتو مرکز پاتې شوه.

د بایډن ادارې دا اډه په پټه د ۲۰۲۱ کال د جولای په لومړیو کې واک ته د طالبانو له رسېدو څو اوونۍ مخکې تخلیه کړه.

سترې استخباراتي او نظامي ګټې

د بګرام د موقعیت له امله دا اډه د څارنې او چټک غبرګون لپاره مناسب موقعیت ګڼل کېږي؛ له دې ځایه ایران، مرکزي اسیا، لوېدیځ پاکستان او چین ته لاسرسی شته او امریکا کولی شي خپل «افق هاخوا» د ترهګرۍ ضد عملیات بیا پیل کړي. دغه عملیات به د خلیجي اډو په پرتله اوږدمهاله وي، ښه څارنه به ولري او ژر لاسرسی به هم ممکن کړي.

په دې سره به یو هوايي دهلېز هم بیا فعال کړي، چې د امریکا له درېېو لویو سیالو هېوادونو ایران، چین، روسیې او په غېر مستقیم ډول به له مرکزي اسیا سره سرحدونه ولري.

د تېرو څو کلونو سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د چین په لوپ نور کې اټومي فعالیتونه ډېر شوي او دا هغه څه دي چې امریکا ورته اندېښمنه ده.

دا اندېښنې اوس ځکه ډېرې شوې، چې د تایوان پر وړاندې د چین د احتمالي یرغل ګنګوسې ډېرې شوې دي.

100%

بګرام به له امریکا سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې مرسته وکړي

د همدې رسنۍ د تحلیل له مخې، د امنیت له پلوه دا خبره روښانه ده چې د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا پوځي حضور یو مهم ستراتیژیک دلیل لري.

له هغه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستانه ووتله، «جهادي» شبکو وده وکړه. د القاعدې ډلې لوړپوړي مشران چې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان-پاکستان د غرنۍ پولې په سیمو کې پټ وو، اوس په ښکاره ډول کابل ته راوتلي دي.

په دې کې د اسامه بن لادن مرستیال او د هغه ځای ناستی اېمن الظواهري هم شامل و، چې امریکایي ځواکونو یې ځای معلوم کړ او په ۲۰۲۲ کال کې یې وواژه.

دا په داسې حال کې ده، چې د الظواهري وژل کېدو هم د القاعدې فعالیتونه نه دي درولي.

دا ډله اوس ښکاره فعالیت لري، د کابل په واټونو کې تبلیغاتي مواد وېشي او د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي، چې القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې لا هم سره ژورې اړیکې لري.

که څه هم د بایډن ادارې تل ویلي، چې له افغانستانه وتل د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه نه ده اغېزمنه کړې، خو پر دې سترګې نه شي پټېدلی چې له ۲۰۲۱ کال راهيسي د ترهګریزو شبکو لپاره ځای پراخ شوی دی

په تحلیل کې لیکل شوي: «هو، له بهر څخه د (افق هاخوا) بریدونه ممکن دي، خو بګرام مخکې هم دا وړتیا لرله چې د هدف ځای ته نږدې او مؤثر عملیات ترسره کړي او دا کار بیا هم کولی شي.»

د همدې رسنۍ په خبره، د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا حضور یوازې پوځي اهمیت نه، بلکې حیثیتي ارزښت هم لري.

د شلو کلونو لپاره بګرام د امریکا د ځواک سمبول و او په افغانستان کې د امریکا د ځواک تر ټولو څرګنده نښه ګڼل کېده.

که د امریکا کوم سیال هېواد دغه سمبول په خپله ګټه بدل کړي، کېدای شي دا له امریکا دننه ډېر خلک احساس نه کړي؛ خو دا به په ټولې مرکزي اسیا اغېز پرېږدي.

ټرمپ له مخکې چین تورن کړی، چې غواړي په بګرام کې نفوذ ترلاسه کړي.

چین هم له کابل سره د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې نږدې اړیکې جوړې کړې او د خپلو امنیتي اړیکو د پياوړتیا په اړه هم کله نا کله خبرې کوي.

ولسمشر ټرمپ نشي کولی پر طالبانو باور وکړي

تر دې دمه داسې ښکاري، چې د ټرمپ اصلي موخه دا ده چې له طالبانو سره داسې یوه معامله وکړي چې بګرام هوايي اډه بېرته د امریکا لاس ته وسپاري. سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د امریکا او نړۍوالو مرستو په بڼه میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي، خو د دوی سیاسي دریځونه سخت شوي دي او هغوی د ترهګرو شبکو زغم یا ورسره همکاري کړې چې دا ټول د نړۍوالو سازمانونو له خوا ښه مستند شوي دي.

اخوا باورونه دا دي، چې طالبان له امریکا کرکه لري. له شلو کلونو راهیسې د طالبانو مشرانو د سیمې ټولو اسلامي ګوندونو ته د «جهاد او اشغال» پر ضد تبلیغات کړي دي. که د طالبانو مشران پرېکړه وکړي، چې بګرام امریکا ته وسپاري نو د دوی سختدریځه معمولي سرتېري به د امریکایي ځواکونو د بېرته راتګ پروړاندې چوپ پاتې نشي.

طالبان کېدای شي د خپلو قومندانانو حکمونه ونه مني، انفرادي بریدونه وکړي، یا حتی د طالبانو مخالفې ډلې داعش ته ورنږدې شي او پر اډې بریدونه ترسره کړي.

مسله هغه وخت نوره هم پېچلې کېږي، چې په افغانستان کې د داعش ترڅنګ لسګونه نورې ترهګرې ډلې شتون لري.

بګرام هوایي اډه په پروان کې ده، چې د افغانستان د تاجک قوم د سیمې زړه ګڼل کېږي.

دغه ټولنې له اوږدې مودې راهیسې د پښتون-اکثریتي طالبانو سره مخالفت لري؛ هغوی هېڅکله د طالبانو بشپړ واک نه دی منلی او که څه هم طالبان لا هم په دغو سیمو کې ظاهري واک لري، خو دا سیمې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مهم مرکزونه دي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، طالبانو دغه سیمې د خپل نرم کنټرول لاندې ساتلې دي؛ خو د دې لپاره یې خپل جنګیالي له جنوب او ختیځ څخه ور لېږلي، چې هلته د طالبانو ملاتړي زیات دي.

د طالبانو ضد مقاومت لا هم په دې سیمو کې فعالیت کوي او طالبان هلته د سولې ټینګولو لپاره په سختۍ کار کوي. د طالبانو ضد شبکې هلته ټولنیز ملاتړ لري او یوه اضافي ګټه دا ده، چې ډېری له دغو شبکو ډېموکراټیک نظریات لري او د تېرو شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې د امریکا په ملاتړ جنګ کړی دی.

نو هر دوامداره تړون چې د بګرام په شاوخوا کې جوړ شي، باید له دغو کسانو پیل وشي.

د یادولو ده، چې د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ د څو ورځې وړاندې له پرله‌پسې څرګندونو او ګواښونو وروسته، اوس په کابل کې د طالبانو اړوندې رسنۍ د وضعیت د روښانه کولو هڅې کوي. د طالبانو یوې سیمه‌ییزې راډیو د بګرام په اړه د راپور په جوړولو سره ویلي، چې په دې اډه کې تراوسه هېڅ بهرنی حضور نشته.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د بګرام هوايي ډګر طالب قومندانان: په بګرام کې یوازې طالبان دي، دلته هېڅ بهرنی نه شته

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ د څو ورځې وړاندې له پرله‌پسې څرګندونو او ګواښونو وروسته، اوس په کابل کې د طالبانو اړوندې رسنۍ د وضعیت د روښانه کولو هڅې کوي. د طالبانو یوې سیمه‌ییزې راډیو د بګرام په اړه د راپور په جوړولو سره ویلي، چې په دې اډه کې هېڅ بهرنی حضور نشته.

څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د اټومي تاسیساتو د کنټرول لپاره د بګرام هوايي اډې د ورکړې غوښتنه وکړه او همداراز یې ګواښ وکړ، چې که دغه چاره ژر ونه‌شي، نو بدې پېښې به رامنځته شي. طالبانو په هغو ورځو کې امریکا ته د بګرام هوايي اډې د ورکړې په تړاو څرګندونې او ګواښونه رد کړل او همداراز یې وویل، بګرام د افغانستان خاوره ده او هېچا او یا هم هېواد ته به ونه‌سپارل شي.

سره له دې چې افغانستان انټرنشنل ته امریکایي سرچینو د دې پخلی وکړ چې امریکا په افغانستان کې هېڅ سرتېری نه‌لري او په بګرام کې د مېشتېدو په تړاو اوازې یې هم رد کړې، خو اوس په کابل کې د طالبانو اړوندې رسنۍ هڅې کوي، په دې اړه سپیناوی وکړي او دا وښيي چې دغه اډه یوازې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د دغې سیمه ییزې راډيو په ویډيويي راپور کې د بګرام هوايي اډې لپاره طالب قومندانان په بګرام کې د بهرنیو او په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل ردوي او وايي، دا یوازې رواني او تبلیغاتي جګړه ده او له طالبانو پرته په دغې اډې کې بل څوک نه‌شته.

د دغې هوايي اډې لپاره د طالبانو د یوې فرقې قومندان فرید احمد فرهاد زیاتوي: «بګرام د افغانستان د خاورې یو جز دی. د دې ساتل او دفاع دا ټول طالبانو پورې اړه لري او موږ خارجي قواوو ته ضرورت نه‌لرو چې دلته راشي او نه یې پرېږدو.»

نوموړی د بګرام په اړه د شته اوازو په تړاو وايي، بهرنیان ۲۰ کاله په افغانستان کې و او د هغوی موجودیت دغه هېواد ته ګټه ونه‌کړه، نو «دا تبلیغات هم ګټه نه کوي او نه هم د وطن په خیر دي او نه هم د نړۍوالو په ګټه ده.»

د بګرام هوايي اډې یوه برخه
100%
د بګرام هوايي اډې یوه برخه

د یاد هوايي ډګر او نظامي اډې د محافظت یو بل طالب قومندان عبدالعلي مظهري وايي: «دلته هېڅ خارجي الوتکه او خارجي سړی نه دی راغلی، ټولو ته اطمینان ورکوو چې دلته یوازې طالبان حضور لري.»

له دې سره سم، د دغې اډې د لومړي ټولي طالب قومندان الله محمد رسولي وايي: «موږ به هېڅ ملک ته اجازه ورنه‌کړو، چې افغانستان ته راشي او یا یې هم اشغال کړي، ټول طالبان د خاورې ساتنې او د دفاع لپاره قربانۍ ته حاضر دي.»

په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې طالبانو د یاد هوايي ډګر له شاوخوا اوسېدونکو غوښتي، چې د احتمالي ګواښونو له امله خپل کورونه پرېږدي او بل ځای ته په کډه شي، خو په دغه ویډیويي راپور کې ځايي اوسېدونکي وايي، تر اوسه هېچا ورته د کورونو د پرېښودو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د بګرام د وضعیت په تړاو ټولې اوازې ردوي او وايي: «د بګرام په اړه له هېچا، هېڅ هېواد او یا هم بنسټ سره څه هوکړه نه‌ ده شوې. بګرام هم د افغان خاورې یوه برخه ده.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، چې په یاده اډه کې د هېڅ هېواد نظامي نشته او په وینا یې د یادې سیمې خلکو ته هم د تخلیې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

اکسیوس: ټرمپ په راتلونکو ورځو کې پر اسراییل او حماس فشار راوړي چې د غزې تړون ومني

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اسراییل او حماس سخت فشار راوړي څو دواړه لوري په څو راتلونکو ورځو کې د غزې د سولې هوکړې ته ورسېږي. امریکايي چارواکو دې رسنۍ ته ویلي، چې ټرمپ او د هغه ټیم هڅه کوي چې اسراییل او حماس دې ته وهڅوي څو دا هوکړه له ځنډ پرته عملي کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل:«دا یوه غوره هوکړه ده، هم د اسراییل لپاره او هم د عربي نړۍ لپاره. دوی دا مهال په خبرو بوخت دي.»

هغه زیاته کړه: «دا به څو ورځې وخت ونیسي او ما اورېدلي چې وضعیت ډېر ښه روان دی. موږ ډېر انعطاف ته اړتیا نه لرو، خو هر تړون کې معمولا یو څه بدلونونه راځي.»

ټرمپ له سي اېن اېن سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که حماس له واکه تېر نه شي نو له «بشپړې نابودۍ» سره به مخ شي.

اکسیوس لیکلي، چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر اختلافات پاتې دي، په ځانګړي ډول د اسراییلي ځواکونو د لومړنۍ وتلو اندازه او د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ چې باید خوشې شي.

د اکټوبر د اوومې برید؛ هغه جګړه چې غزه او نړۍ یې بدله کړه

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسراییل تر ټولو لوی برید د جګړې لامل شو. دې جګړې ۱.۹ میلیونه فلسطینیان بې ځایه کړل، په غزه کې یې له ۶۶ زره څخه ډېر خلک ووژل، د اسراییل محاصرې او بریدونو دوام وکړ او د سیمې راتلونکی یې له وینو او ناڅرګند حالت سره مخ کړ.

د غزې جګړه اوس د سیمې له اوږدو او پېچلو بحرانونو څخه ده؛ یوه بشپړه شخړه چې پکې بمبارۍ، محاصره، برمته‌کول، ویجاړۍ او د خلکو بې ځایه کېدل په کې شامل دي.

په تېرو دوو کلونو کې څو ځله د حماس او اسراییل ترمنځ لنډمهاله اوربند اعلان شوی، د سولې خبرې پیل شوې او بېرته ناکامې شوې، نړۍوالو قدرتونو بېلابېلې طرحې وړاندې کړې؛ خو هېڅ یوه یې د جګړې د دایمي پای ته رسولو توان نه درلود.

اوس د فلسطینیانو او اسراییلیانو برخلیک یوه نړۍواله مسئله ده. د دې جګړې د اړخونو د ښه درک لپاره، د مهمو پېښو بیا کتنه موږ ته د تېر شوي مسیر یو روښانه تصویر راکوي.

۲۰۲۳: د یوه بشپړې جګړې پیل

د اکټوبر په ۷مه حماس پر سوېلي اسراییل یو ناڅاپي او لوی برید وکړ. دا برید د راکټونو توغولو، د ځمکني نفوذ، د پاراګلایډينګ کارولو او د سمندر له لارې د یرغل بڼه درلوده.

د اسراییل لسګونه ښارګوټي تر برید لاندې راغلل.

د اسراییلي چارواکو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او نږدې ۲۴۰ تر ۲۵۰ کسان برمته کړل شول.

اسراییل هماغه ورځ پر غزې پراخ بمبار پیل کړ، د جګړې حالت‌ یې اعلان کړ او احتیاطي ځواکونه‌ یې پوځ ته راوغوښتل.

څو اوونۍ وروسته د اسراییل ځمکنۍ ځواکونه غزې ته په ځانګړي ډول شمالي سیمو ته داخل شول. هم‌ مهاله محاصره نوره هم سخته شوه او بمبارۍ دوام وکړ، تر زرو پورې فلسطینیان ووژل شول، خلک په پراخ ډول بې‌کوره شول او بنسټیزې زېربناوې ډېرې سختې ویجاړې شوې.

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په میاشت کې د لنډمهاله اوربند لپاره خبرې پیل شوې. د نوامبر په ۲۴مه بیا د اوو ورځو لپاره پر یوه اوربند هوکړه وشوه.

په همدې موده کې اسراییلي ځواکونو د حماس مشران او د هغوی زېربناوې په رفح او نورو سیمو کې تر هدف لاندې راوستل.

100%

۲۰۲۴: نسبي شاتګونه او بشري ناورین

د ۲۰۲۴ کال په پیل کې اسراییل اعلان وکړ، چې د غزې له ځینو شمالي سیمو یې شاتګ کړی دی؛ خو بیا هم سخته جګړه د غزې په مرکز او سوېل کې روانه وه.

په دې کال کې څو ځله د بندیانو تبادلې او اوربند هڅې وشوې؛ خو ډېری وخت ناکامې شوې.

په غزه کې بشري وضعیت نور هم خراب شو: خلک په لویه کچه بې‌کوره شول، د خوړو، اوبو، درملو او عامه خدماتو سخت کمښت رامنځته شو. کورونه، روغتونونه، د برېښنا او اوبو تأسیسات سخت ویجاړ شول.

د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په میاشت کې اسراییل د بیت‌لاهیا او نورو سیمو د تخلیې امر ورکړ، چې له امله‌ یې ګڼ شمېر فلسطینیان وزورول شول او کډه کولو ته اړ شول.

د ۲۰۲۴ کال تر مې پورې د پوځ نقشې ښودله چې د امن سیمې ورځ تر بلې کوچنۍ کېږي او د جګړې په کرښو بدلېږي؛ غزه په بېلابېلو برخو وېشل شوې وه.

د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۸مه رسنیو راپور ورکړ، چې د اکټوبر له اوومې څخه تر دې ورځې پورې «۶۰۰ ورځې جګړه» شوې.

په دې موده کې د غزې ډېره برخه وګړي بې‌کوره شوي وو او لسګونه زره کسان وژل شوي وو.

د ۲۰۲۵کال جنوري: د اوربند هوکړه

د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې اسراییل او حماس داسې یوې هوکړې ته ورسېدل، چې موخه‌ یې د ۱۵ میاشتو جګړې پای ته رسول وو.

دا اوربند د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شو. په دغه هوکړه کې د برمته شویو کسانو او بندي فلسطینیانو پړاو‌ په پړاو خوشې کول او همداراز غزې ته د بشري مرستو محدود داخلول شامل وو.

د اوربند په موده کې څو ځله فلسطیني بندیان او اسراییلي برمته شوي کسان تبادله شول او بشري مرستې د کرم‌شالوم په څېر سرحدي لارو غزې ته ورسېدې، سره له دې چې دا مرستې محدودې وې.

د ۲۰۲۵کال مارچ: د اوربند ماتېدل او نوي بریدونه

د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه اسراییل پر ټولې غزې یو پراخ برید پیل کړ او اوربند یې پای ته ورساوه. دا برید په رفح، د غزې ښار او خان یونس کې د سختو بمباریو سره مل و.

د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړ، چې سلګونه کسان وژل شوي چې یوازې د برید په لومړۍ ورځ له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

څو ورځې وروسته اسراییلي ځواکونو بیا ځمکني عملیات پراخ کړل، مهمې لارې یې ونیولې، شمالي او سوېلي غزه یې له یو بله جلا کړل.

د مارچ په ۲۳مه په رفح کې پر یوه امبولانس او د مرستې رسونې پر موټرو برید وشو، چې لږ تر لږه ۱۵ مرستندوی کارکوونکي په کې ووژل شول. دا پېښه د «رفح د مرستندویانو قتل‌عام» په نوم مشهوره شوه.

100%

د ۲۰۲۵ کال له اپرېل تر مې: د غزې ښار او شجاعیه کې جګړې

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۴مه اسراییل د غزې ښار د شجاعیه په سیمه کې ځمکني بریدونه پیل کړل. دا پر دې سیمه درېیم لوی برید و.

کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړې پیل شوې او د ملکي وګړو تلفات ډېر شول.

د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې اسراییل یو بل پراخ عملیات پیل کړ چې «د جدعون ارابه‌ ګانې» نومېده، څو په غزه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

د مې په ۲۸مه په دیر البلح کې ګڼ شمېر فلسطینیان د ملګرو ملتونو د مرستو یو ګودام ته ورننوتل، څو خواړه او نورې مرستې تر لاسه کړي، دا د سختې لوږې او د مرستو د وېش د نظام د بشپړې نړېدنې نښه وه.

د ۲۰۲۵ په دوبي کې په بیت حانون برید وشو، روغتونونه یې بمبار کړل او نوې جبهې یې پرانیستلې.

د ۲۰۲۵کال د جولای په ۵مه اسراییل د غزې په شمالي برخه کې په بیت حانون برید پیل کړ.

د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۲مه د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې په بیت حانون کې یې د حماس وروستۍ ډله نیولې ده، که څه هم ځینو نښتو لا هم دوام درلود.

په همدې میاشت کې اسراییل په خان یونس کې د ناصر روغتون په نښه کړ. لږ تر لږه ۲۲ کسان چې پنځه خبریالان هم پکې شامل وو، ووژل شول او د روغتون حیاتي زېربنا ویجاړه شوه.

اسراییل بیا د غزې په ښار باندې د لوی برید لپاره چمتووالی ونیوو.

په ۲۰۲۵ کال کې په داسې حال کې چې د امریکا د سولې پلان په اړه بحثونه روان وو، اسراییل د قطر په دوحه کې هوايي برید وکړ.

د قطر د امنیتي چارواکو په ګډون ګڼ کسان ووژل شول؛ خو د حماس مهم مشران ژوندي پاتې شول.

د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۲۰ ټکو طرحه وړاندې کړه.

نتنیاهو په لویه کچه د دې ملاتړ وکړ؛ خو د حماس پوځي څانګې یې مخالفت وکړ او دا یې د خپل شتون لپاره یو ګواښ وګاڼه.

100%

د ۲۰۲۵ کال اکټوبر: اوسنی پړاو

د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۲مه اسراییل د غزې ښار د وتلو اصلي لویه لاره بنده کړه او پاتې اوسېدونکو ته‌ یې خبرداری ورکړ، چې دا د وتلو وروستۍ موقع ده. پوځ اعلان وکړ، چې ښار ته بېرته ستنیدل نور ممکن نه دي.

په همدې ورځ اسراییل د بشري مرستو یو سمندري کاروان ودراوه. هم‌ مهاله د اسراییل هوايي بریدونه د غزې پر بېلابېلو برخو روان وو، چې له امله‌ یې د ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوس نړۍوال ډیپلوماتیک فشار دوام لري، تر څو یو اوربند رامنځته شي او د بشري مرستو لارې بېرته خلاصې شي.

امریکا هڅه کوي، چې د ټرمپ وړاندیز شوې سوله‌ يیزه طرحه پر مخ بوزي؛ خو تر اوسه کوم وروستی تړون نه‌ دی شوی.

غزه سخته ویجاړه شوې ده: د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې تر اوسه پورې له ۶۶ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي. ډېری ودانۍ ړنګې شوې یا سختې زیانمنې شوې دي او لومړني خدمات لکه برېښنا، اوبه او روغتونونه نږدې له فعالیته لوېدلي دي.

ترکیې طالبانو ته د اقتصادي همکارۍ سازمان د پنځمې ناستې د ګډون بلنه ورکړې ده

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د ترکیې سفیر په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزی سره په لیدنه کې هغه ته د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو د پنځمې غونډې د ګډون بلنه ورکړې. دغه ناسته به د ترکیې په کوربتوب د روان کال د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزيزي په خپل دفتر کې په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ترکیې سفیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته رسما بلنه ورکړه چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه ناسته کې ګډون وکړي.»

دغه ناسته د ترکیې په کوربتوب په استانبول کې تر سره کېږي.

طالبانو زياته کړې، چې د ترکیې سفير له طالب وزیر څخه غوښتي، چې د همدې کنفرانس وروسته په استانبول کې د حلالو محصولاتو په جوړېدونکي نندارتون کې هم برخه واخلي.

دغه نندارتون د همدې کال د نومبر میاشتې له ۲۷ څخه تر ۳۰مې نېټې تر سره کېږي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلب په اړه هم خبرې کړې دي.

د پخواني افغان افسر د پناه غوښتنې هڅه؛ د بېلاروس پولیسو مې لاس له اوږې پرې کړ

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

یوه پخواني افغان افسر چې غوښتل یې په قاچاقي لارو اروپا ته ولاړ شي، ویلي چې په بېلاروس کې د پولیسو د سختې شکنجې او وهلو له امله یې ښي لاس له اوږې پرې شوی دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل–پښتو ته وویل: «زه جنګي اسیر نه وم، یو پناه‌ غوښتونکی وم، خو هغوی مې ژوند تباه کړ.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د تېر جمهوري نظام ډېریو لوړپوړو او ټيټ پوړو او په ځانګړې توګه نظامیان د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له وېرې په نورو هېوادونو کې پناه غوښتنې ته مخه کړه، چې ډېر کم یې خپل مقصد ته ورسېدل او ډېری یې یا د لارې په اوږدو کې قرباني شول او یا بندیان او بېرته هېواد ته ستنول شوي دي.

100%

یو له دغو کسان په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت ۳۳ کلن افسر جهاد محمد ګل نواب زوی دی. جهاد محمد ګل نواب زوی چې د کابل له نظامي پوهنتونه د لېسانس په کچه فارغ شوی او د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې یې ۶ کاله دنده ترسره کړې او د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو یو څه موده وروسته، د ژوند د ژغورنې او اقتصادي ستونزو له امله څه باندې یو کال مخکې د هېواد د پرېښودو او په قاچاقي لارو اروپا ته د رسېدو هوډ وکړ.

نواب زوی تر درملنې لاندې
100%
نواب زوی تر درملنې لاندې

نواب زوی چې لا هم په روغتون کې تر شدیدې درملنې لاندې دی او په ښه توګه خبرې نه‌شي کولی د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته وویل، په ډېرې سختۍ سره یې ۱۲ زره امریکايي ډالره پوره کړل او ځان یې تر روسیې ورساوه او بیا یې په روسیه کې د پناه غوښتنه وکړه، خو په وینا یې روسیې پناه ورنه‌کړه.

دی زیاتوي: «د پیسو د نشتوالي له امله اړ شوم چې سختو کارونو ته اوږه ورکړم، څو دومره پیسې پیدا کړم، چې اروپا خوا ته ولاړ شم. په اتو میاشتو کار سره مې ایله دومره پيسې پیدا کړې چې تر بېلاروس ولاړم شم.»

نواب زوی وايي: «په بېلاروس کې مې هم د پناه غوښتنه وکړه، خو دوی هم پناه رانه‌کړه.» او زیاتوي، د پیسو د نشتوالي له امله نور مخته تګ ورته ګران شول او شاوخوا ۶ میاشتې په بېلاروس کې پاتې شو.

دی وايي، بالاخره یې له څلورو نورو افغانانو سره قصد وکړ، چې د موبایل نقشې په وسیله پولند او همداسې جرمني ته ولاړ شي او همداراز زیاتوي: «په برېست ښار کې موږ لږ خوراکي توکي او اوبه له ځانونو سره واخیستې او د موبایل نقشې په وسیله روان و او د پولنډ سرحد ته په ۵۰۰ مترۍ کې د بېلاروس د سرحدي پولیسو له لوري ونیول شو.»

نواب زوی په ډک ستوڼي سره وايي: «پولیس لومړی زموږ موبایلونه واخیستل او دا چې زه نظامي وم او په نقشه پوهېدم، نو زما موبایل یې تر نورو ډېر ولټاوه او یادو پولیسو د نقشې او زما د نظامي عکسونو په لیدو سره له ونو ډانګي راپرې کړل او زموږ پر وهلو یې پیل وکړ.»

دی زیاتوي، په ډېرې بې رحمۍ سره یې له شپې تر سهار پورې شاوخوا ۸ کسانو په نوبت سره وهلی دی، سهار یې ټول بدن تور شوی، سر یې مات شوی او د پُښتۍ څلور هډوکي یې مات شوي و او په وینا یې: «پولیسو له سهار وروسته په داسې حال کې چې عسکري بوټان یې په پښو و، په لغتو دومره وواهلم چې څو وارې بې سده شوم او د وهلو پر مهال یادو پولیسو پر موږ ملنډې وهلې.»

د نوموړي په وینا، د وروستي ځل په بې سده کېدو سره نور بیا ۲۰ ورځې وروسته په روغتون کې په هوش راغلی و او پر دې پوه شوی و، چې په روغتون کې دی.

نواب زوی وايي، «اعصابو مې کار نه‌کاوه او هره خوا مې خپله مور لیدله او ما به هرې خوا ته د مور غږ کاوه، خو مور نه وه. ډاکټرانو راته د ژباړونکي په وسیله ویل، په روغتون کې یې او مور دې دلته نه‌شته.»

نوموړی ۲۵ ورځې وروسته پر دې پوه شو، چې ښي لاس یې په اوږه کې د توروالي او ماتوالي له امله پرې شوی دی. هغه وايي: «ډاکټرانو راته ویل چې ښي لاس دې د ژورو ټپونو او توروالي له امله پرې کړای شوی دی، خو ما هر څومره کوشش کاوه چې لاس مې وګورم خو نشوای مې کولای چې سر ښي خوا ته کړم او لاس مې وګورم او لاس مې هم بې سده وو.»

دغه پخوانی افغان افسر چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي چې بالاخره یې په خپلو سترګو ولیدل چې ښی لاس یې نشته. نوموړی زیاتوي: «زه، او په ټوله کې نارینه په اسانۍ نه ژاړي، خو هره لحظه چې لاس ته مې ګورم، ژړا مې نه‌شم کنټرولی. په دې سره مې اندېښنه ډېره شي او د ځان درد مې هم زیاتېږي.»

100%

نواب زوی په خپلو خبرو کې په ډاګه وايي: «جنګي اسیر نه وم، یوازې یو پناه غوښتونکی وم، د بېلاروس پولیسو خو زما ژوند تباه کړ، زما لاس یې په اوږه کې پرې کړی دی، یو لاس باندې هېڅ کار نه‌شم کولای، اودس او حمام نه‌شم کولای.»

نواب زوی په داسې حال کې چې په خپله ټوک ټوک دی، وايي: «د خپلې کورنۍ په اړه ډېر تشویش لرم.»

هغه چې اوس د بېلاروس د پلازمېنې په یوه روغتون کې بستر دی، وايي چې د دغه هېواد پولیس ورغلي او ډاډ یې ورکړی چې یاد شکنجه کوونکي پولیس به هرومره محکمې ته کاږي او په وینا یې یو څو کسان د افغانستان د سفارت په نوم هم ورغلي او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې یې پوښتنې ته ورغلي او د بېلاروس پر یادو شکنجه کوونکو پولیسو یې نیوکې کړې دي.

د ده په وینا، ښايي په څو راتلونکو ورځو کې له روغتون څخه رخصت کړای شي، خو هلته هېڅوک هم نه‌لري او نه پوهېږي چې په یوه لاس به څه کوي.

هغه په ډک ستوڼي وايي: «کاش په مرمۍ یې وېشتلی وای، خو داسې یې نیمګړی کړای نه وای.»

دغه پخوانی افغان افسر د بېلاروس له امنیتي چارواکو غواړي، یاد شکنجه کوونکي پولیسو ته سزا ورکړي او همداراز له نړۍوالو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو غواړي، چې یوه امن هېواد ته یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ولېږدوي.

دغه افغان افسر د خپلو خبرو په پای کې وايي، هره لحظه د بېلاروس د پولیسو د شکنجه کولو صحنه یې مخې ته راځي او بیا یې بې اختیاره اوښکې بهېږي او خپله ژړا نه‌شي کنټرولای.

۳۳ کلن جهاد محمد ګل نواب زوی واده کړی او دوه لوڼې هم لري.

د یادونې وړ ده، چې هره ورځ یو زیات شمېر افغانان چې اړ شوي په قاچاقي او مرګونو لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي، له دغه ډول وضعیت سره مخ کېږي او ان ځينې یې په دې لاره کې په ابدي خوب هم ویده کېږي.