په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د تېر جمهوري نظام ډېریو لوړپوړو او ټيټ پوړو او په ځانګړې توګه نظامیان د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له وېرې په نورو هېوادونو کې پناه غوښتنې ته مخه کړه، چې ډېر کم یې خپل مقصد ته ورسېدل او ډېری یې یا د لارې په اوږدو کې قرباني شول او یا بندیان او بېرته هېواد ته ستنول شوي دي.

یو له دغو کسان په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت ۳۳ کلن افسر جهاد محمد ګل نواب زوی دی. جهاد محمد ګل نواب زوی چې د کابل له نظامي پوهنتونه د لېسانس په کچه فارغ شوی او د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې یې ۶ کاله دنده ترسره کړې او د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو یو څه موده وروسته، د ژوند د ژغورنې او اقتصادي ستونزو له امله څه باندې یو کال مخکې د هېواد د پرېښودو او په قاچاقي لارو اروپا ته د رسېدو هوډ وکړ.
نواب زوی تر درملنې لاندېنواب زوی چې لا هم په روغتون کې تر شدیدې درملنې لاندې دی او په ښه توګه خبرې نهشي کولی د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته وویل، په ډېرې سختۍ سره یې ۱۲ زره امریکايي ډالره پوره کړل او ځان یې تر روسیې ورساوه او بیا یې په روسیه کې د پناه غوښتنه وکړه، خو په وینا یې روسیې پناه ورنهکړه.
دی زیاتوي: «د پیسو د نشتوالي له امله اړ شوم چې سختو کارونو ته اوږه ورکړم، څو دومره پیسې پیدا کړم، چې اروپا خوا ته ولاړ شم. په اتو میاشتو کار سره مې ایله دومره پيسې پیدا کړې چې تر بېلاروس ولاړم شم.»
نواب زوی وايي: «په بېلاروس کې مې هم د پناه غوښتنه وکړه، خو دوی هم پناه رانهکړه.» او زیاتوي، د پیسو د نشتوالي له امله نور مخته تګ ورته ګران شول او شاوخوا ۶ میاشتې په بېلاروس کې پاتې شو.
دی وايي، بالاخره یې له څلورو نورو افغانانو سره قصد وکړ، چې د موبایل نقشې په وسیله پولند او همداسې جرمني ته ولاړ شي او همداراز زیاتوي: «په برېست ښار کې موږ لږ خوراکي توکي او اوبه له ځانونو سره واخیستې او د موبایل نقشې په وسیله روان و او د پولنډ سرحد ته په ۵۰۰ مترۍ کې د بېلاروس د سرحدي پولیسو له لوري ونیول شو.»
نواب زوی په ډک ستوڼي سره وايي: «پولیس لومړی زموږ موبایلونه واخیستل او دا چې زه نظامي وم او په نقشه پوهېدم، نو زما موبایل یې تر نورو ډېر ولټاوه او یادو پولیسو د نقشې او زما د نظامي عکسونو په لیدو سره له ونو ډانګي راپرې کړل او زموږ پر وهلو یې پیل وکړ.»
دی زیاتوي، په ډېرې بې رحمۍ سره یې له شپې تر سهار پورې شاوخوا ۸ کسانو په نوبت سره وهلی دی، سهار یې ټول بدن تور شوی، سر یې مات شوی او د پُښتۍ څلور هډوکي یې مات شوي و او په وینا یې: «پولیسو له سهار وروسته په داسې حال کې چې عسکري بوټان یې په پښو و، په لغتو دومره وواهلم چې څو وارې بې سده شوم او د وهلو پر مهال یادو پولیسو پر موږ ملنډې وهلې.»
د نوموړي په وینا، د وروستي ځل په بې سده کېدو سره نور بیا ۲۰ ورځې وروسته په روغتون کې په هوش راغلی و او پر دې پوه شوی و، چې په روغتون کې دی.
نواب زوی وايي، «اعصابو مې کار نهکاوه او هره خوا مې خپله مور لیدله او ما به هرې خوا ته د مور غږ کاوه، خو مور نه وه. ډاکټرانو راته د ژباړونکي په وسیله ویل، په روغتون کې یې او مور دې دلته نهشته.»
نوموړی ۲۵ ورځې وروسته پر دې پوه شو، چې ښي لاس یې په اوږه کې د توروالي او ماتوالي له امله پرې شوی دی. هغه وايي: «ډاکټرانو راته ویل چې ښي لاس دې د ژورو ټپونو او توروالي له امله پرې کړای شوی دی، خو ما هر څومره کوشش کاوه چې لاس مې وګورم خو نشوای مې کولای چې سر ښي خوا ته کړم او لاس مې وګورم او لاس مې هم بې سده وو.»
دغه پخوانی افغان افسر چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي چې بالاخره یې په خپلو سترګو ولیدل چې ښی لاس یې نشته. نوموړی زیاتوي: «زه، او په ټوله کې نارینه په اسانۍ نه ژاړي، خو هره لحظه چې لاس ته مې ګورم، ژړا مې نهشم کنټرولی. په دې سره مې اندېښنه ډېره شي او د ځان درد مې هم زیاتېږي.»

نواب زوی په خپلو خبرو کې په ډاګه وايي: «جنګي اسیر نه وم، یوازې یو پناه غوښتونکی وم، د بېلاروس پولیسو خو زما ژوند تباه کړ، زما لاس یې په اوږه کې پرې کړی دی، یو لاس باندې هېڅ کار نهشم کولای، اودس او حمام نهشم کولای.»
نواب زوی په داسې حال کې چې په خپله ټوک ټوک دی، وايي: «د خپلې کورنۍ په اړه ډېر تشویش لرم.»
هغه چې اوس د بېلاروس د پلازمېنې په یوه روغتون کې بستر دی، وايي چې د دغه هېواد پولیس ورغلي او ډاډ یې ورکړی چې یاد شکنجه کوونکي پولیس به هرومره محکمې ته کاږي او په وینا یې یو څو کسان د افغانستان د سفارت په نوم هم ورغلي او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې یې پوښتنې ته ورغلي او د بېلاروس پر یادو شکنجه کوونکو پولیسو یې نیوکې کړې دي.
د ده په وینا، ښايي په څو راتلونکو ورځو کې له روغتون څخه رخصت کړای شي، خو هلته هېڅوک هم نهلري او نه پوهېږي چې په یوه لاس به څه کوي.
هغه په ډک ستوڼي وايي: «کاش په مرمۍ یې وېشتلی وای، خو داسې یې نیمګړی کړای نه وای.»
دغه پخوانی افغان افسر د بېلاروس له امنیتي چارواکو غواړي، یاد شکنجه کوونکي پولیسو ته سزا ورکړي او همداراز له نړۍوالو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو غواړي، چې یوه امن هېواد ته یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ولېږدوي.
دغه افغان افسر د خپلو خبرو په پای کې وايي، هره لحظه د بېلاروس د پولیسو د شکنجه کولو صحنه یې مخې ته راځي او بیا یې بې اختیاره اوښکې بهېږي او خپله ژړا نهشي کنټرولای.
۳۳ کلن جهاد محمد ګل نواب زوی واده کړی او دوه لوڼې هم لري.
د یادونې وړ ده، چې هره ورځ یو زیات شمېر افغانان چې اړ شوي په قاچاقي او مرګونو لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي، له دغه ډول وضعیت سره مخ کېږي او ان ځينې یې په دې لاره کې په ابدي خوب هم ویده کېږي.