د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اې ار ډي شبکې ته وویل، چې د خبرو اترو اصلي موضوع دا وه چې څنګه مجرم پېژندل شوي افغانان په راتلونکې کې بېرته ومنل شي.
د نوموړي په وینا، د ترانسپورت او الوتنو په اړه هم خبرې شوې، ځکه مخکې مجرمان په ځانګړو چارټر الوتنو کې استول کېدل چې ډېر لګښت یې درلود، خو اوس شونې ده چې د ټرانزیټ له لارې په عادي الوتنو کې واستول شي، ځکه د جرمني او افغانستان تر منځ مستقیمې الوتنې نشته.
په دې لیدنه کې د طالبانو له لوري محمد نبي عمري برخه اخیستې وه، چې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني لومړی مرستیال دی او پخوا یې ۱۲ کاله د ګوانتانامو په زندان کې تېر کړي دي.
د جرمني استازی د کورنیو چارو وزارت یو رییس و، چې د فدرالي پولیسو چارو مسوول دی.
طالب ویاند ویلي، افغانان چې په نورو هېوادونو کې جرم کوي، د خپلو اعمالو مسوول دي، خو دا د افغانستان پر نوم هم بد اغېز کوي. هغه زیاته کړې: « کله چې دوی بېرته استول کېږي، موږ ته خبر راکول کېږي، دوی د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي او د شریعت له مخې ورسره چلند کېږي».
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بیا ویلي، هغه کسان چې په جرمني کې محکوم شوي، په افغانستان کې بېګناه ګڼل کېږي، ځکه «ستاسې د قانون له مخې سزا زموږ لپاره ارزښت نه لري، موږ د دوی عزت ته لومړیتوب ورکوو».
د دواړو لوریو لهخوا د خبرو تفصیل نه دی خپور شوی، خو د مخدره موادو د ستونزې او د بزګرانو د معیشت د بدیل لارو په اړه هم خبرې شوې دي. دواړو لوریو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د لا ډېرو تخنیکي اړیکو او همغږۍ پر دوام هم موافقه کړې ده.