
د طالبانو د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د جلال اباد په ګډون د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلو ګرامه انساني وېښتیان نیولي او نن یې ټول سوځولي دي. د طالبانو په وینا، سوځول شوي انساني ویښتان له هېواده بهر قاچاق کېدل.
د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، وویل، چې د انساني وېښتانو د قاچاق په تور ګڼ شمیر کسان هم نیول شوي دي.
طالبان د انساني ويښتانو د قاچاق مخنيوي هدف د بشر کرامت او د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو ساتل بولي.
له دې وړاندې د نیمروز ولایت د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي و، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.
افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمهییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني په ځانګړې توګه د ښځینهوو ویښتان پېري او له هغه وروسته یې پاکستان ته صادروي.
پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي ویښتانو او ویښتینو خولیو په جوړولو کې ترې کار اخلي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې نن یکشنبه د چین له سفیر ژاو ژینګ سره د خپل کار په دفتر کې کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لوریو چين ته د نورالدین عزیزي د سفر په اړه بحث کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، په خپل اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر نور الدین عزیزي ته په چین کې د ازادو زونونو سازمان په يوولسم نړيوال کانګرس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
تر اوسه پورې دا نه ده په ډاګه شوې، چې دا غونډه په کومه نېټه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې که څه هم چین تر اوسه پورې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژنی خو دواړو لوريو یودبل رسمي سفیران منلي دي.
په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو دفتر وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په امر یې خپلو اداري کارکوونکو ته «د لمانځه د اقامې فرمان تشریح» پیل کړې ده. یاده اداره وايي، په پلان کې ده چې په راتلونکي کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو او محصلانو ته هم تشریح شي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو امریت نن د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، په خپل اېکس کې لیکلی، چې تېره ورځ د طالبانو د دعوت او ارشاد امریت مسوولینو د شيخ زايد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان تشریح لړۍ پیل کړې ده.
تېر کال د طالبانو مشر ملاهبت الله په یوه فرمان کې ویلي، چې د جماعت د لمانځه تارک له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي.
دغه راز دې فرمان کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف بلل شوی، چې د لمانځه د اقامې په تړاو فرمان کې ذکر شوې ضمیمې خلکو ته په مکرر ډول بیان کړي.
د ملاهبت الله د فرمان په ضمیمو کې په سمه طریقه د لمانځه د ادا کولو په هکله خلکو ته لازمې توصیې شوې دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ويلي، چې د ښاري ودې په موخه یې د ۳۴ ولایتونو لپاره ۵۸۷ ښاري پلانونه جوړ کړي او د تطبیق لپاره د دې ډلې د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست ته سپارل شوي دي.
یاد وزارت د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، وویل، چې د ښاري ودې او پراختیا لپاره یاد پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصانو له خوا په مسلکي او تخنیکي ډول چمتو شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، «یاد جوړ شوي پلانونه د ۳۴ ولایتونو لپاره د ښاري ودې، منظم انکشاف او د خلکو لپاره د ښاري خدمتونو د پراخېدو په موخه چمتو شوي».
په یادو پلانونو کې ۵۷ عمومي پلانونه، ۱۳۸ ستراتېژیک او ۳۹۲ تفصیلي پلانونه بلل شوي دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني ددغو پلانونو د څرنګتیا په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې یاد پلانونه د دې ډلې د مشر هبت الله د حکم پر بنسټ چمتو شوي دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د یادو پلانونو په پليتابه سره به خلکو ته د ښاري ژوند د اسانتیاوو او عصري بدلونونو په موخه د سړکونو، پارکونو، برېښنا، اوبو رسولو، فاضله اوبو وېستلو او د ټرانسپورټ شبکې ته وده ورکړل شي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې یو شمېر هغه افغان کډوال، چې امریکا کې د بیا مېشتیدنې په نوملړ کې شامل وو، افغانستان ته ستانه کړي دي. افغان کډوالو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې پاکستاني چارواکي په امریکا کې د افغان کډوالو پر بیا میشتېدو بې باوره دي.
د ډونالډ ټرمپ له خوا، د کډوالو د بیا مېشتونې پروګرام له ځنډولو وروسته زرګونه هغه افغانان بې برخلیکه پاتې شوي، چې په امریکا کې د بیا مشتېدو لپاره منل شوي وو.
پاکستان د افغان کډوالو د شړلو په نوي بهیر کې زرګونه کسان افغانستان ته ستانه کړي دي او په دې ډله کې یو شمېر هغه افغان کډوال هم شامل دي، چې د اروپايي هېوادونو ترڅنګ امریکا ته د تګ په تمه وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې واشنګټن پوسټ ته منلي، چې امریکا ته د تګ په تمه یو شمېر افغان کډوال د پولیسو د ځینو تېروتنو په لړ کې بېرته افغانستان ته استول شوي، خو د یادو کسانو شمېر ډېر نه و.
۲۸ کلنه مرسل له خپلې کورنۍ سره د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته د تګ په موخه پاکستان ته لاړه، خو د روان کال په جولای میاشت کې په داسې حال کې چې په امریکا کې یې د بیا مېشتېدو قضیه روانه وه، بېرته افغانستان ته شړل شوې ده.
نوموړې اوس په افغانستان کې له طالبانو او خپلو خپلوانو څخه په پټه ژوند کوي.
نوموړې واشنګټن پوسټ ته ویلي:«ټول پوهیږي چې موږ له امریکایانو سره کار کړی دی، موږ اوس ویریږو چې که څوک د طالبانو استخباراتو ته زموږ په اړه معلومات ورکړي، نو له موږ سره به څه وشي.»
په ورته وخت کې د تیمور په نوم یو بل پخواني قراردادي، چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی، واشنګټن پوسټ ته ویلي:«دا ګډوډي ټرمپ رامنځته کړه. موږ له طالبانو تېښتې ته اړ شوو، خو اوس بېرته د هغوی لاس ته ولوېدو.»
بل خوا د افغان اېواک مشر شاون وان ډایفر واشنګټن پوسټ ته ویلي:«موږ د امریکا له حکومت څخه اوس څه نه دي اورېدلي. په حقیقت سره هغوی ته دا موضوع اوس هېڅ مهمه نه ښکاري.»
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د عمومي بښنې په چوکاټ کې هېڅوک له ګواښ سره مخ نه دي، خو ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، هغه افغانان چې له ګاونډیو هېوادونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي«د ربړونې، ناسم چلند، بې دلیله نېونو په ګډون له سختو بشري سرغړونو سره مخ دي».
د امریکا بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼې د یادو نیونو په اړه تبصره نه ده کړې.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د مشر او والیانو او ولسوالانو ترمنځ درې ورځنۍ مشورتي غونډه نن هم روانه ده. د سرچینو په وینا، د غونډې یوه موخه افغانستان کې د امریکايي استخباراتي کارکوونکو د محدود حضور په اړه مشوره کول دي. طالبانو دا غونډه عادي سیمینار بللی.
په کندهار کې د طالبانو یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې غونډه کې د اداري مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د امریکا د محدود استخباراتي حضور په تړاو د طالبانو د منځپوړو او ټیټې کچې د مشرانو نظریات هم اورېدل کیږي.
د طالبانو د مشرتابه لپاره د هغوی د ټیټې کچې جنګي قوماندانانو دریځ، چې ډېری یې د والیانو او ولسوالانو په کچه دندې ترسره کوي، پر خپلو لیکو د کنټرول ساتلو لپاره مهم ګڼل کیږي.
ظاهرا طالبانو د بګرام په تړاو د ټرمپ د څرګندونو په اړه مقاومت ښودلی، خو سرچینې وايي، د ددې ډلې په منځ کې د دوحې تړون د پټو ضمایمو پر اساس ددوی تر شرایطو لاندې د امریکا د محدود استخباراتي حضور د امکاناتو په اړه سلا مشورې روانې دي.
سرچینې وايي، طالبان ویریږي، چې د ۲۰۰۱ کال په څېر وضعیت سره مخ نه شي.
د طالبانو رسمي سرچینو د امریکا د محدود استخباراتي حضور د بحثونو په تړاو تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
امریکايي چارواکو وړمه ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوی ځواکونه په افغانستان کې حضور نه لري او هغه اوازې یې رد کړې، چې ګني امریکايي سرتېري بګرام ته ځي.
سرچینې همد راز وايي، له دې غونډې د ملاهبت الله بل هدف دا دی، چې د نافرمانه طالب مسوولینو د لرې کولو په اړه لارښوونې وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) وویل، چې په کندهار کې ددې ډلې د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره ۳ ورځنی سیمینار پیل شوی دی.
مجاهد وايي په دغه سیمینار کې به والیانو او ولسوالانو ته د هغوي د کاري استقامتونو، قوانینو په ښه ډول پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په تړاو معلومات ورکول کېږي او ویناوې به کېږي.
په کندهار کې سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا غونډه په قول اردو کې ادامه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي استخباراتي ځواکونو د حضور منلو یا بګرام اډې په تړاو بحث ته اشاره نه کړې.
د جمهوري نظام له پرځېدو او له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته طالبانو دغه اډه تر خپل واک لاندې راوستله.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د طالبانو په لیکو کې هم د بګرام په اړه بحثونه تاوده شوي دي.
تېره ورځ د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت یوه ویډیویي ترانه خپره کړې چې د نوي مقاومت او احتمالي ځانمرګو بریدونو لپاره د ځوانانو د چمتووالي یادونه پکې شوې.