• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي په ۶ میاشتو کې یې د ۴۰ زره «ناقانونه افغانانو» د ورتګ مخه نیولې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ایران ته د ۴۰ زره افغانانو د «ناقانونه داخلېدو» مخه نیول شوې ده، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره ډېر دی.

سردار مجید شجاع د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۳مه، د پولیسو د اونۍ په مناسبت د خبري ناستې پر مهال وویل، چې دغه کسان د ولایت سرحدونو ته د داخلېدو پر مهال ونیول شول او بېرته خپل هېواد ته واستول شول.

هغه زیاته کړه: « له ۱۴۰۰کال نه تر ۱۴۰۴لمریز کال پورې هر کال د سرحدي سرغړوونکو نیول په تدریجي ډول راکم شوي وو، خو دا لړۍ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې لوړه شوې ده».

د نوموړي په وینا، ښايي د افغان ناقانونه کډوالو د داخلېدو د زیاتوالي یو لامل دا وي، چې په تېرو میاشتو کې ډېری افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو یوه بیړنۍ څپه پیل کړه، خو د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره سره یې لاهم دې لړۍ ته ادامه ور کړې ده.

د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې د نیول شویو ناقانونه افغان کډوالو شمېر ۱۹ زره تنه و، خو د روان کال په لومړۍ نیمايي کې دا شمېر له ۴۰ زره کسانو زیات شوی دی.

سردار شجاع د ایران حکومت «د ناقانونه افغان اتباعو د ستنېدو ملي طرحې» ته په اشارې سره زیاته کړه چې شاوخوا ۷۰ سلنه ناقانونه افغانان د دوغارون له پولو افغانستان ته استول شوي دي او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه یو میلیون ناقانونه افغان کډوال له همدې لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ددغه ایراني چارواکي په وینا، د افغان وګړو د بېرته ستنېدو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله درې برابره شوی دی. د ایرنا د رپوټ له مخې، سربېره پر دې، نیم میلیون افغان مسافر هم په قانوني ډول او د معتبرو اسنادو له مخې له ایران څخه افغانستان ته تللي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په فراه کې د یوه پخواني افغان نظامي جسد موندل شوی

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د دریو میاشتو او شلو ورځو له ورکیدو وروسته د یوه پخواني افغان پولیس افسر جسد د فراه په ښار کې موندل شوی دی. د وژل شوي پخواني افغان نظامي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ګل احمد د طالبانو د استخباراتي کارتونو لرونکو کسانو له خوا له خپل کوره تښتول شوی و.

د وژل شوي پخواني نظامي کورنۍ نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې درې وسله والو کسانو چې د طالبانو استخباراتو کارتونه یې درلودل، پخوانی نظامي ګل احمد د فراه ولایت د مرکز له ننګ اب کلي څخه وړی و.

دوی زیاتوي شاوخوا درې میاشتې یې د ګل احمد په اړه کورنۍ معلومات نه لرل او ورک و.

ګل احمد د پخواني جمهوري حکومت پرمهال د فراه ولایت په ملي پولیسو کې دنده ترسره کړې وه.

د نوموړي د ورور امیر ارسلان په وینا، د هغه جسد د طالبانو له اوږدې پلټنې وروسته وموندل شو.

امیر ارسلان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هغه ورور د جمهوریت په پرمهال تسلیم شوی و، خپلې وسلې یې طالبانو ته سپارلې وې او د بښنې کارت یې ترلاسه کړی و. یاد پخوانی حکومتي سرتېری پخوا څو ځله د کار لپاره ایران ته تللی و او د روژې په میاشت کې افغانستان ته راستون شوی و.

نوموړی زیاتوي، چې د وژل شوي ورور جسد یې د طالبانو استخباراتو ادارې ورسپارلی دی.

دغه پخوانی نظامي پنځه ماشومان، درې زامن او دوه لوڼې لري. د هغه کورنۍ له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د نوموړي د مړینې په اړه تحقیقات وکړي.

طالبانو تراوسه د تورنو کسانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرله پسې ډول خپریږي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت‌الله خپلو مخالفانو ته ټول‌بښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخته د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

طالبانو په ننګرهار کې تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامو ډېر انساني ويښتان وسوځول

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د جلال اباد په ګډون د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلو ګرامه انساني وېښتیان نیولي او نن یې ټول سوځولي دي. د طالبانو په وینا، سوځول شوي انساني ویښتان له هېواده بهر قاچاق کېدل.

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، وویل، چې د انساني وېښتانو د قاچاق په تور ګڼ شمیر کسان هم نیول شوي دي.

‏طالبان د انساني ويښتانو د قاچاق مخنيوي هدف د بشر کرامت او د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو ساتل بولي.

له دې وړاندې د نیمروز ولایت د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي و، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمه‌ییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني په ځانګړې توګه د ښځینه‌وو ویښتان پېري او له هغه وروسته یې پاکستان ته صادروي.

پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي ویښتانو او ویښتینو خولیو په جوړولو کې ترې کار اخلي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر چین ته سفر کوي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې نن یکشنبه د چین له سفیر ژاو ژینګ سره د خپل کار په دفتر کې کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لوریو چين ته د نورالدین عزیزي د سفر په اړه بحث کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، په خپل اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر نور الدین عزیزي ته په چین کې د ازادو زونونو سازمان په يوولسم نړيوال کانګرس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

تر اوسه پورې دا نه ده په ډاګه شوې، چې دا غونډه په کومه نېټه ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې که څه هم چین تر اوسه پورې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژنی خو دواړو لوريو یودبل رسمي سفیران منلي دي.

طالبانو د شيخ زايد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې تشریح پیل کړې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۱

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو دفتر وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په امر یې خپلو اداري کارکوونکو ته «د لمانځه د اقامې فرمان تشریح» پیل کړې ده. یاده اداره وايي، په پلان کې ده چې په راتلونکي کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو او محصلانو ته هم تشریح شي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ‏نشراتو او عامه اړیکو امریت نن د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، په خپل اېکس کې لیکلی، چې تېره ورځ د طالبانو د دعوت او ارشاد امریت مسوولینو د شيخ زايد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ‏لمانځه د اقامې فرمان تشریح لړۍ پیل کړې ده.

تېر کال د طالبانو مشر ملاهبت الله په یوه فرمان کې ویلي، چې د جماعت د لمانځه تارک له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي.

دغه راز دې فرمان کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف بلل شوی، چې د لمانځه د اقامې په تړاو فرمان کې ذکر شوې ضمیمې خلکو ته په مکرر ډول بیان کړي.

د ملاهبت الله د فرمان په ضمیمو کې په سمه طریقه د لمانځه د ادا کولو په هکله خلکو ته لازمې توصیې شوې دي.

طالبان وايي د ښاري ودې لپاره یې ۵۸۷ ښاري پلانونه جوړ کړي دي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ويلي، چې د ښاري ودې په موخه یې د ۳۴ ولایتونو لپاره ۵۸۷ ښاري پلانونه جوړ کړي او د تطبیق لپاره د دې ډلې د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست ته سپارل شوي دي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، وویل، چې د ښاري ودې او‌ پراختیا لپاره یاد پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصانو له خوا په مسلکي او تخنیکي ډول چمتو شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، «یاد جوړ شوي پلانونه د ۳۴ ولایتونو لپاره د ښاري ودې، منظم انکشاف او د خلکو لپاره د ښاري خدمتونو د پراخېدو په موخه چمتو شوي».

په یادو پلانونو کې ۵۷ عمومي پلانونه، ۱۳۸ ستراتېژیک او ۳۹۲ تفصیلي پلانونه بلل شوي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني ددغو پلانونو د څرنګتیا په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې یاد پلانونه د دې ډلې د مشر هبت الله د حکم پر بنسټ چمتو شوي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د یادو پلانونو په پليتابه سره به خلکو ته د ښاري ژوند د اسانتیاوو او عصري بدلونونو په موخه د سړکونو، پارکونو، برېښنا، اوبو رسولو، فاضله اوبو وېستلو او د ټرانسپورټ شبکې ته وده ورکړل شي.