• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنګله‌دېش د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته په درېیو پرله‌پسې شل‌اوره سیالیو کې ماتې ورکړه

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د بنګله‌دېش او افغانستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل‌اوره سیالیو لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. بنګله‌دېش لوبډلې د درې شل‌اوره سیالیو لړۍ په ۳-۰ خپل نوم کړه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبلړۍ د درېیمې سیالۍ پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه.

بنګله‌دېش لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸م اور کې دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان دغه پرله‌پسې ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان لوبډلې د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي او په لوبډله کې یې د بدلونونو او تمریناتو د زیاتېدو وړاندیزونه کړي.

افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

روسیې د وینزویلا په ساحل کې د مخدره توکو پر کښتيو د امریکا بریدونه وغندل

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د وینزویلا په ساحل کې د نشه يي توکو پر لېږدوونکو کښتیو د واشنګټن بریدونه غندلي، د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، چې واشنګټن په کارابین کې ددغسې بریدونو ټول اړتیا وړ جوازونه لري. د جمعې په ورځ په ورته یوه برید کې څلور کسان وژل شوي.

هېګسیت او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې دمه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ویشتل شوې کښتۍ په ریښتیا د نشه يي توکو د لېږد لپاره کارېدې.

د امریکا د دفاع وزارت څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له غبرګون سره مخ شوې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان ګیل سره د تلیفوني خبرو پر مهال د امریکا برید وغنده. روسیې خبرداری ورکړ چې د امریکا اقدامات په ټول کارابین کې د امنیت لپاره خطرناک دي او دا هڅه شوې چې د نړیوال امنیتي ماموریت له چوکاټ څخه پراخه ګټه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې برید د نړیوالو او نړیوالو قوانینو پر ضد دی او د امریکا د اقداماتو دوام د سیمې په امنیت او ثبات باندې ناوړه اغیزه لري. په ورته وخت کې روسیې او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دې ډول اقداماتو پر ضد رایه نه ده ورکړې، او د امریکا هڅې یې اندېښمنوونکې بللې دي.

طالبان: نږدې ۱۳ زره راستنو شویو افغانانو ته په هرات کې د کار زمینه برابره شوې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۳ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې په ورستیو دریو میاشتو کې له ایران نه د ۱،۱ میلیون افغانانو په راستنېدو سره هرات ولایت له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو سره مخ شوی. یادې ډلې ویلي، چې له ایران نه د راستنو شویو افغانانو له ډلې یې ۱۲۶۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو اړوند الاماره رسنۍ په هرات کې ددې ډلې د کانونو او صنایعو خونې د رییس له قوله راپور ورکړی، چې له ایران نه راستانه شوي نږدې ۱۳ زره افغانان د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي په بېلابېلو کارخونو کې په کار بوخت دي.

طالبانو ویلي، چې د ایران پولې ته څېرمه په اسلام کلا کې نږدې هرې کارخونې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ کسان په کار ګومارلي دي او د یادو کارخونو څښتنانو د ژمنې له مخې، د تازه ګومارل شویو کارکوونکو میاشتنی امتیاز د پخوا په پرتله ۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

طالبانو ویلي، چې په ډېر شمېر کې د کډوالو راستنېدل پراخې اقتصادي اغیزې لرلی شي.

د دوی په وینا، نوی کاري ځواک به په بېلابېلو صنعتونو کې د کارګرانو تشه ډکه کړي او د فابریکو تولید به زیات شي.

سرچینې: ایران، چین، روسیه او پاکستان سبا په مسکو کې د بګرام په اړه بحث کوي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د څلورو هیوادونو، ایران، روسیې، چین او پاکستان استازي به سبا د اکتوبر پر شپږمه په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي. په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړولو مخالفت د غونډې یو مهم بحث ګڼل کیږي.

د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې به د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، د افغانستان لپاره د ایران استازی رضا بهرامي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو ژاوینګ او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازی ګډون وکړي.

سرچینو وویل، چې په دې غونډه کې به د بحث اصلي موضوعات په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړولو مخالفت، د طالبانو د چارواکو لپاره د سفر د معافیت موضوع څېړل، د یو ټول شموله ملي حکومت د جوړولو په اړه بحث او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول شامل وي.

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د «مسکو فارمیټ» غونډه به له دې ناستې یوه ورځ وروسته د سیمې د څو هیوادونو د استازو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به سبا دوشنبه، روسیې ته سفر وکړي، چې د مسکو فارمټ غونډه کې برخه واخلي.

دغه دواړې غونډې په داسې وخت کې کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې بګرام پوځي اډې ته د امریکایي ځواکونو د بېرته ستنیدو غوښتنه کړې ده.

روسیې، ایران او چین لا دمخه د ټرمپ له پلان سره مخالفت څرګند کړی خو پاکستان تر دې دمه له دې مسالې سره په احتیاط چلند کړی دی.

جرمني استازي په کابل کې د سراج الدین حقاني له مرستیال سره لیدلي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی استازی د تېرې چارشنبې په ورځ کابل ته تللی و، چې له طالب چارواکو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو پر سر خبرې وکړي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په وینا، «خبرې په مثبته فضا کې» ترسره شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اې ار ډي شبکې ته وویل، چې د خبرو اترو اصلي موضوع دا وه چې څنګه مجرم پېژندل شوي افغانان په راتلونکې کې بېرته ومنل شي.

د نوموړي په وینا، د ترانسپورت او الوتنو په اړه هم خبرې شوې، ځکه مخکې مجرمان په ځانګړو چارټر الوتنو کې استول کېدل چې ډېر لګښت یې درلود، خو اوس شونې ده چې د ټرانزیټ له لارې په عادي الوتنو کې واستول شي، ځکه د جرمني او افغانستان تر منځ مستقیمې الوتنې نشته.

په دې لیدنه کې د طالبانو له لوري محمد نبي عمري برخه اخیستې وه، چې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني لومړی مرستیال دی او پخوا یې ۱۲ کاله د ګوانتانامو په زندان کې تېر کړي دي.

د جرمني استازی د کورنیو چارو وزارت یو رییس و، چې د فدرالي پولیسو چارو مسوول دی.

طالب ویاند ویلي، افغانان چې په نورو هېوادونو کې جرم کوي، د خپلو اعمالو مسوول دي، خو دا د افغانستان پر نوم هم بد اغېز کوي. هغه زیاته کړې: « کله چې دوی بېرته استول کېږي، موږ ته خبر راکول کېږي، دوی د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي او د شریعت له مخې ورسره چلند کېږي».

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بیا ویلي، هغه کسان چې په جرمني کې محکوم شوي، په افغانستان کې بې‌ګناه ګڼل کېږي، ځکه «ستاسې د قانون له مخې سزا زموږ لپاره ارزښت نه لري، موږ د دوی عزت ته لومړیتوب ورکوو».

د دواړو لوریو له‌خوا د خبرو تفصیل نه دی خپور شوی، خو د مخدره موادو د ستونزې او د بزګرانو د معیشت د بدیل لارو په اړه هم خبرې شوې دي. دواړو لوریو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د لا ډېرو تخنیکي اړیکو او همغږۍ پر دوام هم موافقه کړې ده.

ایراني چارواکي وايي په ۶ میاشتو کې یې د ۴۰ زره «ناقانونه افغانانو» د ورتګ مخه نیولې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ایران ته د ۴۰ زره افغانانو د «ناقانونه داخلېدو» مخه نیول شوې ده، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره ډېر دی.

سردار مجید شجاع د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۳مه، د پولیسو د اونۍ په مناسبت د خبري ناستې پر مهال وویل، چې دغه کسان د ولایت سرحدونو ته د داخلېدو پر مهال ونیول شول او بېرته خپل هېواد ته واستول شول.

هغه زیاته کړه: « له ۱۴۰۰کال نه تر ۱۴۰۴لمریز کال پورې هر کال د سرحدي سرغړوونکو نیول په تدریجي ډول راکم شوي وو، خو دا لړۍ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې لوړه شوې ده».

د نوموړي په وینا، ښايي د افغان ناقانونه کډوالو د داخلېدو د زیاتوالي یو لامل دا وي، چې په تېرو میاشتو کې ډېری افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو یوه بیړنۍ څپه پیل کړه، خو د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره سره یې لاهم دې لړۍ ته ادامه ور کړې ده.

د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې د نیول شویو ناقانونه افغان کډوالو شمېر ۱۹ زره تنه و، خو د روان کال په لومړۍ نیمايي کې دا شمېر له ۴۰ زره کسانو زیات شوی دی.

سردار شجاع د ایران حکومت «د ناقانونه افغان اتباعو د ستنېدو ملي طرحې» ته په اشارې سره زیاته کړه چې شاوخوا ۷۰ سلنه ناقانونه افغانان د دوغارون له پولو افغانستان ته استول شوي دي او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه یو میلیون ناقانونه افغان کډوال له همدې لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ددغه ایراني چارواکي په وینا، د افغان وګړو د بېرته ستنېدو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله درې برابره شوی دی. د ایرنا د رپوټ له مخې، سربېره پر دې، نیم میلیون افغان مسافر هم په قانوني ډول او د معتبرو اسنادو له مخې له ایران څخه افغانستان ته تللي دي.