د اکټوبر د اوومې برید؛ هغه جګړه چې غزه او نړۍ یې بدله کړه AP ۱۴۰۴ تله ۱۳ ۲۲:۵۳ GMT+۱
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسراییل تر ټولو لوی برید د جګړې لامل شو. دې جګړې ۱.۹ میلیونه فلسطینیان بې ځایه کړل، په غزه کې یې له ۶۶ زره څخه ډېر خلک ووژل، د اسراییل محاصرې او بریدونو دوام وکړ او د سیمې راتلونکی یې له وینو او ناڅرګند حالت سره مخ کړ.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
د غزې جګړه اوس د سیمې له اوږدو او پېچلو بحرانونو څخه ده؛ یوه بشپړه شخړه چې پکې بمبارۍ، محاصره، برمتهکول، ویجاړۍ او د خلکو بې ځایه کېدل په کې شامل دي.
په تېرو دوو کلونو کې څو ځله د حماس او اسراییل ترمنځ لنډمهاله اوربند اعلان شوی، د سولې خبرې پیل شوې او بېرته ناکامې شوې، نړۍوالو قدرتونو بېلابېلې طرحې وړاندې کړې؛ خو هېڅ یوه یې د جګړې د دایمي پای ته رسولو توان نه درلود.
اوس د فلسطینیانو او اسراییلیانو برخلیک یوه نړۍواله مسئله ده. د دې جګړې د اړخونو د ښه درک لپاره، د مهمو پېښو بیا کتنه موږ ته د تېر شوي مسیر یو روښانه تصویر راکوي.
۲۰۲۳: د یوه بشپړې جګړې پیل
د اکټوبر په ۷مه حماس پر سوېلي اسراییل یو ناڅاپي او لوی برید وکړ. دا برید د راکټونو توغولو، د ځمکني نفوذ، د پاراګلایډينګ کارولو او د سمندر له لارې د یرغل بڼه درلوده.
د اسراییل لسګونه ښارګوټي تر برید لاندې راغلل.
د اسراییلي چارواکو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او نږدې ۲۴۰ تر ۲۵۰ کسان برمته کړل شول.
اسراییل هماغه ورځ پر غزې پراخ بمبار پیل کړ، د جګړې حالت یې اعلان کړ او احتیاطي ځواکونه یې پوځ ته راوغوښتل.
څو اوونۍ وروسته د اسراییل ځمکنۍ ځواکونه غزې ته په ځانګړي ډول شمالي سیمو ته داخل شول. هم مهاله محاصره نوره هم سخته شوه او بمبارۍ دوام وکړ، تر زرو پورې فلسطینیان ووژل شول، خلک په پراخ ډول بېکوره شول او بنسټیزې زېربناوې ډېرې سختې ویجاړې شوې.
د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په میاشت کې د لنډمهاله اوربند لپاره خبرې پیل شوې. د نوامبر په ۲۴مه بیا د اوو ورځو لپاره پر یوه اوربند هوکړه وشوه.
په همدې موده کې اسراییلي ځواکونو د حماس مشران او د هغوی زېربناوې په رفح او نورو سیمو کې تر هدف لاندې راوستل.
۲۰۲۴: نسبي شاتګونه او بشري ناورین
د ۲۰۲۴ کال په پیل کې اسراییل اعلان وکړ، چې د غزې له ځینو شمالي سیمو یې شاتګ کړی دی؛ خو بیا هم سخته جګړه د غزې په مرکز او سوېل کې روانه وه.
په دې کال کې څو ځله د بندیانو تبادلې او اوربند هڅې وشوې؛ خو ډېری وخت ناکامې شوې.
په غزه کې بشري وضعیت نور هم خراب شو: خلک په لویه کچه بېکوره شول، د خوړو، اوبو، درملو او عامه خدماتو سخت کمښت رامنځته شو. کورونه، روغتونونه، د برېښنا او اوبو تأسیسات سخت ویجاړ شول.
د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په میاشت کې اسراییل د بیتلاهیا او نورو سیمو د تخلیې امر ورکړ، چې له امله یې ګڼ شمېر فلسطینیان وزورول شول او کډه کولو ته اړ شول.
د ۲۰۲۴ کال تر مې پورې د پوځ نقشې ښودله چې د امن سیمې ورځ تر بلې کوچنۍ کېږي او د جګړې په کرښو بدلېږي؛ غزه په بېلابېلو برخو وېشل شوې وه.
د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۸مه رسنیو راپور ورکړ، چې د اکټوبر له اوومې څخه تر دې ورځې پورې «۶۰۰ ورځې جګړه» شوې.
په دې موده کې د غزې ډېره برخه وګړي بېکوره شوي وو او لسګونه زره کسان وژل شوي وو.
د ۲۰۲۵کال جنوري: د اوربند هوکړه
د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې اسراییل او حماس داسې یوې هوکړې ته ورسېدل، چې موخه یې د ۱۵ میاشتو جګړې پای ته رسول وو.
دا اوربند د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شو. په دغه هوکړه کې د برمته شویو کسانو او بندي فلسطینیانو پړاو په پړاو خوشې کول او همداراز غزې ته د بشري مرستو محدود داخلول شامل وو.
د اوربند په موده کې څو ځله فلسطیني بندیان او اسراییلي برمته شوي کسان تبادله شول او بشري مرستې د کرمشالوم په څېر سرحدي لارو غزې ته ورسېدې، سره له دې چې دا مرستې محدودې وې.
د ۲۰۲۵کال مارچ: د اوربند ماتېدل او نوي بریدونه
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه اسراییل پر ټولې غزې یو پراخ برید پیل کړ او اوربند یې پای ته ورساوه. دا برید په رفح، د غزې ښار او خان یونس کې د سختو بمباریو سره مل و.
د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړ، چې سلګونه کسان وژل شوي چې یوازې د برید په لومړۍ ورځ له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
څو ورځې وروسته اسراییلي ځواکونو بیا ځمکني عملیات پراخ کړل، مهمې لارې یې ونیولې، شمالي او سوېلي غزه یې له یو بله جلا کړل.
د مارچ په ۲۳مه په رفح کې پر یوه امبولانس او د مرستې رسونې پر موټرو برید وشو، چې لږ تر لږه ۱۵ مرستندوی کارکوونکي په کې ووژل شول. دا پېښه د «رفح د مرستندویانو قتلعام» په نوم مشهوره شوه.
د ۲۰۲۵ کال له اپرېل تر مې: د غزې ښار او شجاعیه کې جګړې
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۴مه اسراییل د غزې ښار د شجاعیه په سیمه کې ځمکني بریدونه پیل کړل. دا پر دې سیمه درېیم لوی برید و.
کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړې پیل شوې او د ملکي وګړو تلفات ډېر شول.
د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې اسراییل یو بل پراخ عملیات پیل کړ چې «د جدعون ارابه ګانې» نومېده، څو په غزه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
د مې په ۲۸مه په دیر البلح کې ګڼ شمېر فلسطینیان د ملګرو ملتونو د مرستو یو ګودام ته ورننوتل، څو خواړه او نورې مرستې تر لاسه کړي، دا د سختې لوږې او د مرستو د وېش د نظام د بشپړې نړېدنې نښه وه.
د ۲۰۲۵ په دوبي کې په بیت حانون برید وشو، روغتونونه یې بمبار کړل او نوې جبهې یې پرانیستلې.
د ۲۰۲۵کال د جولای په ۵مه اسراییل د غزې په شمالي برخه کې په بیت حانون برید پیل کړ.
د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۲مه د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې په بیت حانون کې یې د حماس وروستۍ ډله نیولې ده، که څه هم ځینو نښتو لا هم دوام درلود.
په همدې میاشت کې اسراییل په خان یونس کې د ناصر روغتون په نښه کړ. لږ تر لږه ۲۲ کسان چې پنځه خبریالان هم پکې شامل وو، ووژل شول او د روغتون حیاتي زېربنا ویجاړه شوه.
اسراییل بیا د غزې په ښار باندې د لوی برید لپاره چمتووالی ونیوو.
په ۲۰۲۵ کال کې په داسې حال کې چې د امریکا د سولې پلان په اړه بحثونه روان وو، اسراییل د قطر په دوحه کې هوايي برید وکړ.
د قطر د امنیتي چارواکو په ګډون ګڼ کسان ووژل شول؛ خو د حماس مهم مشران ژوندي پاتې شول.
د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۲۰ ټکو طرحه وړاندې کړه.
نتنیاهو په لویه کچه د دې ملاتړ وکړ؛ خو د حماس پوځي څانګې یې مخالفت وکړ او دا یې د خپل شتون لپاره یو ګواښ وګاڼه.
د ۲۰۲۵ کال اکټوبر: اوسنی پړاو
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۲مه اسراییل د غزې ښار د وتلو اصلي لویه لاره بنده کړه او پاتې اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړ، چې دا د وتلو وروستۍ موقع ده. پوځ اعلان وکړ، چې ښار ته بېرته ستنیدل نور ممکن نه دي.
په همدې ورځ اسراییل د بشري مرستو یو سمندري کاروان ودراوه. هم مهاله د اسراییل هوايي بریدونه د غزې پر بېلابېلو برخو روان وو، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
اوس نړۍوال ډیپلوماتیک فشار دوام لري، تر څو یو اوربند رامنځته شي او د بشري مرستو لارې بېرته خلاصې شي.
امریکا هڅه کوي، چې د ټرمپ وړاندیز شوې سوله يیزه طرحه پر مخ بوزي؛ خو تر اوسه کوم وروستی تړون نه دی شوی.
غزه سخته ویجاړه شوې ده: د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې تر اوسه پورې له ۶۶ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي. ډېری ودانۍ ړنګې شوې یا سختې زیانمنې شوې دي او لومړني خدمات لکه برېښنا، اوبه او روغتونونه نږدې له فعالیته لوېدلي دي.
د حماس چارواکي ویلي: «موږ د اسراییلیانو د جسدونو د راټولولو پروسه پیل کړې او موږ یې د بشپړولو لپاره د بمبارۍ د بندولو غوښتنه کړې ده.»
هغه زياته کړه، چې د یرغمل شويو کسانو سپارل به په یوه پړاو کې وشي، خو د جسدونو سپارل به لږ وخت ونيسي.
د هغه په وینا، دغه ډلې هوکړه کړې چې د نړۍوالې څارنې لاندې د فلسطین-مصر پلاوي ته وسلې وسپاري او امریکا ته یې د وسلو د سپارلو د هوکړې خبر ورکړی دی.
د حماس دغه چارواکي ويلي، چې اسرایيل د بمبارۍ او تباهۍ د دوام په وسیله د ټرمپ د طرحې د پلي کېدو بهیر ګډوډوي.
هغه ټينګار وکړ: «اسرایيل په دقیق ډول پوهېږي چې موږ څو تنه یرغمل او څو جسدونه لرو.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون «اکسیوس» خبري وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ لهخوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.
ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.
د مصر دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې حماس او اسراییل به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قاهره کې غېر مستقیمې خبرې اترې وکړي، ترڅو د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو تضمين وشي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخ، ډیری لاریونوالو سور رنګې جامې اغوستی وې چې د اسراییل له خوا د غزې د محاصرې خلاف په سمبولیک ډول غبرګون وښيي.
د پېکس هالنډ تنظیم کونکو وویل چې دوی په غزه کې د سولې هیله لري، خو زیاته یې کړه چې د ټرمپ پلان د دوی هوډ نه دی بدل کړی.
د هر عمر لاریون کوونکو له باران سره سره د هالنډ د پلازمینې له لارې په ۶ کیلومتره لاریون کې ګډون وکړ.
دوی د فلسطین بیرغونه پورته کړي وو او د "ازاد، ازاد فلسطین" شعارونه یې ورکول او د "اسراییل شرم دی!" او "موږ تر هغه وخته پورې ازاد نه یو چې غزه ازاده نه وي" شعارونه یې لیږدول.
دا لاریون په داسې حال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «اکسیوس» خبري وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ لهخوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.
ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.
روبیو نن د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۳مه، اېن بي سي تلویزیون ته وویل، چې حماس د ولسمشر ډونالډ ټمپ د وړاندیز له مخې د بندیانو د خوشې کولو پر چوکاټ هوکړه کړې او اوس د لوژستیکي همغږۍ تخنیکي غونډې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه:« حماس په عمومي ډول له دې مفکورې سره هم موافقه کړې چې وروسته به څه کېږي، خو ډېر جزئیات لا هم باید روښانه شي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د سولې پروسې د سل سلنې بریالتوب په اړه څه نه شي ویلای، خو په دې اړه به د حماس جدیت ډېر ژر روښانه شي.
د سوریې اساسي قانون په اعلامیه کې ویل شوي چې نوی پارلمان به د غیرمستقیم میکانیزم پر اساس جوړ شي، نه د خلکو په مستقیمې رایې. د دې پارلمان دوره ۳۰ میاشتې ده او د تمدید وړتیا لري.
د ټاکنو عالي کمېټې غړې او ویاندې ټینګار وکړ چې دغه ټاکنې «د ټولو سوریانو لپاره د یوې اوږدې ملي لارې پر لور یو ګام دی».
هغې نن پر ټولنیزه شبکه ایکس په خپل پیغام کې لیکلي: «ستاسې رایه د سوریانو هیله ده».
د ټاکنو د میکانیزم پر اساس، سیمهییزې ادارې چې غړي یې د سوریې ولسمشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د ټاکنو عالي کمېټې له خوا ټاکل شوي، د پارلمان دوه پر درې برخه غړي ( له۲۱۰ غړو) ټاکي او پاتې یوه پر درې برخه به د ولسمشر احمد الشرع له لوري وټاکل شي.
په دې ټاکنو کې ۱۵۷۸ کاندیدان سیالي کوي چې یوازې ۱۴ سلنه یې ښځې دي.
د موقت ټاکنیز سیسټم له مخې، کاندیدان باید د پخواني رژیم ملاتړي او بیلتونپالي نه وي.
شاوخوا شپږ زره رایه ورکوونکي د مختلفو سیمو د انتخاباتي پلاویو غړي د ځایي وخت له مخې د سهار له ۹ بجو څخه خپلې رایې صندوق ته اچوي. رایه ورکول تر ماښام ۵ بجو پورې (د ګرینویچ وخت ۱۴:۰۰) دوام کوي.
د ټاکنو پایلې به احتمالاً نن ورځ اعلان شي او په ځینو سیمو کې پایلې په ډاګه شوې، خو د پارلمان رسمي جوړښت به د پاتې یو پر درې برخه غړو تر ټاکل کېدو پورې ځنډېدلی وي.
د سوریې ولسمشر ټینګار وکړ چې دمشق په څو میاشتو کې وتوانېد چې د ټاکنو نوي بهیر ته داخل شي.
هغه همدارنګه وویل ، چې هېواد ته اړتیا ده «ځنډېدلي قوانین د بیا رغونې او نوښت د بهیر د پرمختګ لپاره تصویب کړي».