• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل: په غزه کې اوسمهال هېڅ ډول اوربند نه شته

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي، که څه هم د دغه هېواد په نظامي عملیاتو کې یو لړ بدلونونه راغلي؛ خو په غزه کې هېڅ ډول اوربند نه دی اعلان شوی. د اسراییل د پوځ لوی درستیز ویلي، په غزه کې عملیات لږ شوي دي، خو خبرداری یې ورکړی چې که خبرې اترې ناکامه شي عملیات به بیا پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون «اکسیوس» خبري وېب‌پاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ له‌خوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.

د مصر دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې حماس او اسراییل به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قاهره کې غېر مستقیمې خبرې اترې وکړي، ترڅو د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو تضمين وشي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

په امستردام کې سلګونه زره کسانو د غزې د جګړې پر ضد لاریون کړی

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۱

نن سلګونو زرو کسانو د هالنډ په پلازمینه امسترډام کې لاریون وکړ او د هالنډ له حکومت څخه یې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د جګړې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي. تنظیموونکو اټکل کړی، چې شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ کسانو په لاریون کې ګډون کړی و.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخ، ډیری لاریونوالو سور رنګې جامې اغوستی وې چې د اسراییل له خوا د غزې د محاصرې خلاف په سمبولیک ډول غبرګون وښيي.

د پېکس هالنډ تنظیم کونکو وویل چې دوی په غزه کې د سولې هیله لري، خو زیاته یې کړه چې د ټرمپ پلان د دوی هوډ نه دی بدل کړی.

د هر عمر لاریون کوونکو له باران سره سره د هالنډ د پلازمینې له لارې په ۶ کیلومتره لاریون کې ګډون وکړ.

دوی د فلسطین بیرغونه پورته کړي وو او د "ازاد، ازاد فلسطین" شعارونه یې ورکول او د "اسراییل شرم دی!" او "موږ تر هغه وخته پورې ازاد نه یو چې غزه ازاده نه وي" شعارونه یې لیږدول.

دا لاریون په داسې حال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «اکسیوس» خبري وېب‌پاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ له‌خوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.

ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.

روبیو: په غزه کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د غزې جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې او د فلسطینۍ ډلې له لوري د بندیانو خوشې کول د سولې بهیر لومړنی پړاو ګڼل کېږي.

روبیو نن د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۳مه، اېن بي سي تلویزیون ته وویل، چې حماس د ولسمشر ډونالډ ټمپ د وړاندیز له مخې د بندیانو د خوشې کولو پر چوکاټ هوکړه کړې او اوس د لوژستیکي همغږۍ تخنیکي غونډې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:« حماس په عمومي ډول له دې مفکورې سره هم موافقه کړې چې وروسته به څه کېږي، خو ډېر جزئیات لا هم باید روښانه شي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې پروسې د سل سلنې بریالتوب په اړه څه نه شي ویلای، خو په دې اړه به د حماس جدیت ډېر ژر روښانه شي.

په سوریه کې د ۱۴سلنه ښځینه نوماندانو په ګډون پارلماني ټاکنې پیل شوې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته په سوریه کې نن یکشنبه لومړنۍ پارلماني ټاکنې پیل شوې دي. په دې ټاکنو کې ۱۵۷۸ کاندیدان سیالي کوي چې یوازې ۱۴ سلنه یې ښځې دي. لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع ویلي، چې «نن د سوریې خلک د جګړې او ګډوډۍ له پړاوه له تېرېدو وروسته په ټاکنو ویاړي».

د سوریې اساسي قانون په اعلامیه کې ویل شوي چې نوی پارلمان به د غیرمستقیم میکانیزم پر اساس جوړ شي، نه د خلکو په مستقیمې رایې. د دې پارلمان دوره ۳۰ میاشتې ده او د تمدید وړتیا لري.

د ټاکنو عالي کمېټې غړې او ویاندې ټینګار وکړ چې دغه ټاکنې «د ټولو سوریانو لپاره د یوې اوږدې ملي لارې پر لور یو ګام دی».

هغې نن پر ټولنیزه شبکه ایکس په خپل پیغام کې لیکلي: «ستاسې رایه د سوریانو هیله ده».

د ټاکنو د میکانیزم پر اساس، سیمه‌ییزې ادارې چې غړي یې د سوریې ولسمشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د ټاکنو عالي کمېټې له خوا ټاکل شوي، د پارلمان دوه پر درې برخه غړي ( له۲۱۰ غړو) ټاکي او پاتې یوه پر درې برخه به د ولسمشر احمد الشرع له لوري وټاکل شي.

په دې ټاکنو کې ۱۵۷۸ کاندیدان سیالي کوي چې یوازې ۱۴ سلنه یې ښځې دي.

د موقت ټاکنیز سیسټم له مخې، کاندیدان باید د پخواني رژیم ملاتړي او بیلتونپالي نه وي.

شاوخوا شپږ زره رایه ورکوونکي د مختلفو سیمو د انتخاباتي پلاویو غړي د ځایي وخت له مخې د سهار له ۹ بجو څخه خپلې رایې صندوق ته اچوي. رایه ورکول تر ماښام ۵ بجو پورې (د ګرینویچ وخت ۱۴:۰۰) دوام کوي.

د ټاکنو پایلې به احتمالاً نن ورځ اعلان شي او په ځینو سیمو کې پایلې په ډاګه شوې، خو د پارلمان رسمي جوړښت به د پاتې یو پر درې برخه غړو تر ټاکل کېدو پورې ځنډېدلی وي.

د سوریې ولسمشر ټینګار وکړ چې دمشق په څو میاشتو کې وتوانېد چې د ټاکنو نوي بهیر ته داخل شي.

هغه همدارنګه وویل ، چې هېواد ته اړتیا ده «ځنډېدلي قوانین د بیا رغونې او نوښت د بهیر د پرمختګ لپاره تصویب کړي».

ایران وايي له اسراییل سره د جګړې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو ډرون الوتکې پورته شوې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار احمد علي ګودزري وايي، چې له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال دغه هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو ډرون او کوچنۍ الوتکې داخلې شوې دي. نوموړي ویلي، چې په دې اړه یې اسناد راټول کړي او په رسمي ډول یې خپل اعتراض کړی دی.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان د یوې خبرې ناستې پرمهال د کوم هېواد له نوم اخېستلو پرته وویل:«د سرحدي ځواکونو په هڅو د هېواد پولې خوندي دي او سرحدي ځواکونه په کلکه د پولې ساتنه کوي. موږ له ځینو هېوادونو څخه ایران ته د ډرونونو او کوچنیو الوتکو قضیې درلودې او موږ دا قضیې مستندې او راپور کړې.»

نوموړي ویلي، چې د کشفي ډرونونو او د شپې لید کمرو په وسیله د ایران ټولې پولې په دقیق ډول څارل کېږي او هېڅ شکمن حرکت د ایران د سرحدي ځواکونو له سترګو پټ نه دی.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ایران څارګرو په ګاونډي هېواد کې درې میني بسونه چې د ډورن الوتکو د توغولو لپاره ځای پر ځای شوي وو، په نښه کړل او وروسته د همغه هېواد ځواکونو پرې عملیات وکړل او درې تنه یې ووژل.

پر همدغه مهال ګودزري ویلي، چې د سرحدي ځواکونو د هڅو په پایله کې د قاچاق پر ضد مبارزه کې یې هم مهمې لاسته راوړنې لرلي دي.

نوموړي زیاته کړه:« د روان کال له پیل راهیسې ۷۷۳۷ د قاچاق دوسیې ثبت شوې دي او تر ۵۶۰۰ ډېر تورن کسان نیول شوي دي.»

د ایران د سرحدي ځواکونو د قوماندان د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰ وسلې، ۱۳ ټنه نشه يي توکي او ۲۱ میلیونه لیټره قاچاقي تېل نیول شوي دي.

نوموړي د ایران له پارلمان څخه غوښتنه کړې، چې د سرحدي ځواکونو د امنیتي تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو لپاره دې بودجه زیاته او امکانات ځانګړي کړي.

روسیې د اوکراین ملکي او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

روسیې د شنبې او یکشنبې تر منځ شپه کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو په پراخه کچه توغندي او ډرون بریدونه کړي، چې له امله یې تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ملکي او د انرژۍ تاسیساتو ته پکې پراخ زیان اوښتی.

په وژل شویو کسانو کې څلور د یوې کورنۍ غړي دي، چې د لېوېف لوېدیځ ولایت په یوه استوګنیزه ودانۍ کې وژل شوي دي.

د سیمې څارنوالانو په وینا، دغه ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

د لېوېف ښاروال اندري سادويي وویل، چې د ښار په صنعتي پارک کې اور بل شوی او د ښار ځینې برخې بې‌برېښنا پاتې شوې. هغه د یکشنبې په سهار له خلکو وغوښتل چې د اور وژنې او ژغورنې عملیاتو پر مهال له کورونو ونه وځي.

د دولتي بیړنیو چارو ادارې ویاند وویل، چې د لېوېف برید ښایي د جګړې تر ټولو لوی برید وي.

د رویټرز خبریال هم ویلي چې د سهار له مخې د ښار په فضا کې د دفاعي ځواکونو د توغندیو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

په زاپورېژیا ولایت کې یو تن وژل شوی او لس تنه ټپیان شوي.

د ولایت والي ایوان فېدوروف وویل، د برید له امله له ۷۳ زره زیاتو خلکو برېښنا له لاسه ورکړه.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر نظامي او صنعتي تاسیساتو سربېره د ګاز او انرژۍ زیربناوې هم په نښه کړې دي.

مسکو په دې وروستیو کې د ژمي له نږدې کېدو سره د اوکراین د انرژۍ سیستم پر ضد بریدونه زیات کړي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بندې پاتې دي.