د حماس چارواکي: د قطر له لارې د اسراییل د دایمي وتلو لپاره مو د امریکا تضمینونه ترلاسه کړي

د حماس یوه چارواکي العربیه شبکې ته ویلي، چې دې ډلې د قطر له لارې د اسراییل د دایمي شاتګ لپاره د امریکا تضمینونه ترلاسه کړي دي. هغه ټينګار وکړ: «امريکا تضمين ورکړی، چې زموږ مشران به زیان ونه ويني.»