• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش له رییسي سره په کتنه کې د افغانستان پر کړکېچ خبرې وکړې

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره وکتل او د افغانستان د کړکېچ په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې. د ګوترېش او رییسي ترمنځ دغه لیدنه په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې وشوه.

ویل کېږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او یمن پر کړکېچونو بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې ګوترېش او رئیسي په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو اړیکو په اړه هم خبرې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د مراعتولو په اړه د ایراني چارواکو د ډاډ غوښتنه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن سه شنبې د سېپټمبر ۱۹مه په نیویارک کې د ۱۹۳ هېوادونو د مشرانو په ګډون پیلیږي او د سېپټمبر تر ۲۶مې به دوام وکړي.

انټونیو ګوترېش تر دې غونډې مخکې ویلي و، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه بحث به د دغې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د افغانستان تر واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخه او سیسټماټیکه توګه په سرغړونو تورن دي.

دغې ډلې د نجونو پر تعلیمي ژوند زیات محدودیتونه لګولي او د ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو دروازې یې د هغوی لپاره تړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په کندهار ښار کې د یوه وژل شوي پخواني پوځي مړی موندل شوی

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۳ GMT+۱

د تېر حکومت د ملي اردو افسر خلیل احمد اخلاقي تېره جمعه د شپې ناوخته د طالبانو له لورې د کندهار ښار د لسمې حوزي اړوند سیمه کې له خپل کوره اېستل شوی او د شنبې په ورځ یې جسد د عینومېنې په ښار ګوټي کې موندل شوی دی.

سرچینې وايي، خلیل احمد اخلاقي پر جسد د شکنجې نښې معلومېدې او د نوموړي پر غاړه او د بدن پر نورو برخو د چړو وارونه شوي دي.


د نوموړي د وژل کېدو په اړه تردې مهاله په کندهار کې طالب چارواکو څه نه‌دي ویلي.


تر دې وړاندې هم په کندهار کې د پخواني حکومت پوځيان په ورته ډول له کورونو اېستل شوي او وژل شوي دي او ډېری پوځیان لا هم تري تم دي.


تر دې مخکې یوناما په یوه راپور کې د افغانستان د پخواني حکومت د پوځيانو او چارواکو پر وړاندې د طالبانو د ډلې له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې ثبتې کړې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د یوناما دغه راپور ټکان ورکوونکی بللی و.

د افغان نجونو زده کوونکو یوې زر کسیزې ډلې د نړۍ او اسلامي هيوادونو مشرانو ته لیک لیږلی

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د ۲۱ ولايتونو ۱۰۰۰ تنو د لسم، یوولسم او دوولسمو ټولګیو نجونو زده کوونکو، په پاکستان او ایران کې کډوالو زده کوونکو دغه لیک ترتيب کړی. دغه ليک «په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي کمپاین» له لوري له رسنيو سره شریک شوی.

د (دوه تیاره کلونه) تر سرلیک لاندې په دغه ليک له ملګرو ملتونو او په دغه سازمان کې له غړو هيوادونو غوښتل شوي چې د افغان نجونو د زده کړو د ۷۳۰ ورځو بنديز په تېرېدو لا هم ګام نه اخلي.

په دغه لیک کې د افغان نجونو زده کوونکو او زدکړیالانو په زده کړو د بنديز په اړه او په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر فعالیتونو د بندیز او زیانونو په اړه بیلابیل اړخونه یاد شوي.

په دغه لیک کې په ملګرو ملتونو په غړو هیوادونو سربېره له ټولو اسلامي هيوادونو له مشرانو غوښتل شوي چې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې دې د دوی غږ واوریدل شي او د دغو بندیزونو په لرې کولو کې دې طالبانو ته قناعت ورکړي چې نور دغو بندیزونو ته پای ورکړي.

دوه کاله کيږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري د یوه فرمان په صادرولو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر زده کړو بندیز ولګاوه او ورپسې يې بیا د نجونو پوهنتون ته ورتګ هم بند کړ.

د بیتا په نوم يوه افغانه زده کوونکې وايي نور هيڅ نه غواړي يوازې د خپل بشري حق غوښتنه کوي: «زه او زما ملګرې د مایوسۍ په وروستي حد کې یو، له ژوند ډیره ستړې شوې یم، که څوک راسره ښه کوي نو زموږ دا بشري حق دې راکړي.»

افغانستان ته د بريتانیا ځينې عالمانو له سفر وروسته په دغه هیواد کې دوه ورځې وړاندې وويل چې طالبانو د نجونو پر مخ یوازې د سیکولر او لیبرال زده کړو مخنیوی کړی خو دا یې نه و ويلي چې طالبانو په افغانستان کې څه ډول سیکولر او لیبرال زده کړې ورته یادې کړې.

طالبانو په دې پلمه د افغان نجونو د زده کړو مخه نيولې چې ګنې پخوانی د زده کړو نصاب د لويديځ تر اغېز لاندې جوړ شوی او دوی به تر هغه اجازه ور نه کړي چې دوی په دغه نصاب کې بدلون نه وي راوستلی.

د دوو کلو په تېرېدو طالبانو تر اوسه پورې دا نه دي ويلي چې په نصاب يې څومره کار کړی.

د کندهار د سوداکرۍ او پانګونې خونه: د تېر کال پرتله سږکال د انځرو حاصلات لس سلنه ډېر ول

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۱ GMT+۱

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، سږکال په کندهار او زابل ولایتونو کې د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره میټریکه ټنه ول او د دغو انځرو ډېره برخه يې پاکستان او هند ته صادره شوې ده.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، پاکستان او هند ته يې د شاوخوا ۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي:« سږکال د کندهار او زابل ولایتونو انځرو ښه حاصلات ورکړي، سربېره پر دې چې ډېری وخت د پاکستان له لارې په سوداګرۍ له ځینو ستونزو سره مخ کېږو؛ خو موږ سږ کال د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر پاکستان او هند ته صادر کړل.»


کرونده‌ګر هم د سږکال د انځرو د حاصلاتو څخه راضي دي او وايي، سږکال په کور دننه هم د انځرو بازار ښه و.


محمد هاشم چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغ لري وايي: « د نورو کلونو پرتله د انځرو کیفیت ښه و او ښه بازار يې هم درلود، که د پاکستان او هند تر څنګ اروپايي هېوادونو ته د انځرو صادراتو لاره هواره شي، کرونده‌ګر او سوداګر به له انځرو څخه بیا ډېرې پیسې تر لاسه کړي.»


خو یو شمېر سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي بیا د پانګونې او سوداګرۍ خونې له لوري رسنیو ته د انځرو د حاصلاتو د ورکړل شویو شمېرو په اړه نیوکې کوي.


دوی وايي، د کندهار او زابل ولایتونو د انځرو یوازیني بازارونه هند او پاکستان دي او که دغه هېوادونه د انځرو د حاصلاتو د ډېروالي په اړه یوه شي، انځر به خپله بیه له لاسه ورکړي.


د نعمت الله نعمت په نوم یو سوداګر وايي: « د انځرو د سوداګرۍ لپاره باید سم میکانیزم او پالیسي جوړه شي، اوس د انځرو ټوله سوداګري په کلدارو کېږي او دغه سوداګري د میلیونونو ډالرو ارزښت لري، باید د افغانستان بازارونو ته دغه سوداګري د کلدارو پر ځای په ‌‌‌‌‌‌ډالرو يا افغانیو وشي.»


د انځرو باغونه د کندهار په شاه ولیکوټ، نېش او معروف او د زابل په میزانه، ارغنداب، ښهر صفا او نورو سیمو کې دي چې هر کال پرېمانه حاصلات ورځينې راټولېږي.

انصار: هغه الوتکه چې د قول اردو په سر یې ګزمه کوله ممکن امریکایي بې پېلوټه الوتکه به وه

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۰ GMT+۱

په پکتیا کې د طالبانو د منصوري ۲۰۳ قول اردو ویاند مجیب‌الله انصار په کابل کې ځینو رسنیو ته یوه ورځ وروسته له هغه دا منلې، چې د دغه قول اردو ځواکونو تېره ورځ پر هغې بې پېلوټه الوتکې ډزې کړې، چې د دغه قول اردو پر سر یې ګزمه کوله.

د هغه په وینا، دغه بې پیلوټه الوتکې چې د پکتیا قول اردو په سر یې ګزمه کوله ممکن چې امریکایي بې پېلوټه الوتکه به وه.
د سرچینو په وینا، دغه الوتکه د طالبانو په ډزو نه وه لګېدلې.


تر دې وړاندې ځینو طالب چارواکو ادعا کړې وه، چې لا هم د افغانستان هوایي حریم د امریکا له لوري اشغال دی.


دا په داسې حال کې ده، چې ټیک څو ورځې وړاندې د پاکستان موقت لومړي وزیر ویلي و، که چېرې اړتیا پېښه شي؛ نو په افغانستان کې به د خپلې خاورې خوندیتوب لپاره عملیات پیل کړي.

په کابل کې د الکټرونیکي لویو پلورونځیو سوړ بازار

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۷ GMT+۱

په کابل کې د الکټرونیکي لویو پلورنځیو خاوندان وایي، چې په دې وروستیو کې یې د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی. د دغو پلورنځیو خاوندان وایي، ورځ تر بلې بازار سړېږي او دغه وضعیت ورته سخت تاوان رسوي.

حاجي میوند چې په کابل ښار کې یې په خپل پلورنځي کې میلیونونه پانګونه کړې وایي:« د جمهوریت له پرځېدو وروسته د الکټرونیکي توکو بازار سوړ شوی، له سهاره تر بېګا د پېرودونکو په تمه تېروو، یو نیم هم چې راځي په ډېره ارزانه بیه یې غواړي.»


هغه وایي:« پخوا سودا ډېره کېده، اوس نه پېرېدونکي شته او نه هم سودا.»


د حاجي میوند ترڅنګ رامین هم چې د کور لپاره د الکټرونیکي توکو پلورنځی لري له دغه وضعیته سرټکوي او وایي:« خلک هم ملامته نه دي، که اړتیا یې هم پېښېږي؛ خو پیسې نه لري، هره ورځ په خبرونو کې اورو چې لوږه او بې وزلي ډېره شوې؛ خو زه خپله دغه سوړ بازار هم ستړی کړی یم او هم یې اندېښمن کړی یم.»


د جمهوریت له پرځېدو وروسته وزګارتیا او بې وزلي ډېره شوې، ډېرو خلکو دندې له لاسه ورکړې او ښځو ته د طالبانو له‌خوا د کار اجازه نه ورکول کېږي، دا هغه لاملونه دي چې د الکټرونیکي توکو د ګرم بازار د سړېدو ترڅنګ پر ډېرو نورو برخو یې هم اغېز پرې اېستی دی.