د هانګژو اسيايي لوبې؛ د افغانستان د امید کرېکټ ملي لوبډله د اسیا په سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان امید کرېکټ ملي لوبډله به د هانګژو په اسیایي سیالیو کې ګډون وکړي. تر دې مخکې ویل شوي وو، چې دغې لوبډلې د هانګژو اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره منصرفه شوې وه.